تاریخ پاڼه شماره ۱۱
نن د جمعې مبارکه ورځ او د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له دویمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ له ۳۱ نیټې سره برابره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۲۱۷ کاله مخکښې په همداسی ورځ، د دوه سوه یویشتم هجری قمری کال د رجب په دویمه نیټه، مشهور عرب شاعر ابن رومی په بغداد ښار کښې و زیږید. هغه په ماشومتوب کښې له خپل پلاره د علم زده کړې پیل کړې او وروسته يې د هغه وخت له نامتو استاذانو خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. ابن رومی په ځوانی کښې د خپل وخت په دود علومو کښې په تیره بیا په ادبیاتو او شعر ویلو کښې ښه مهارت حاصل کړ. ابن رومی د ګران پیغمبر (ص) یوه اهل بیت د حضرت امام حسن عسکری (ع) خاص شاعر ګڼل کیږي ځکه چې ډیر شعرونه یې دهغه حضرت په مدح کښې ویلي دي . له ابن رومی ډیر ښکلي شعرونه پاتې دي چې هغه ټول پر شعر ویلو د ده پر واکمنی او د معلوماتو پر پراختیا دلالت کوي. ابن رومی په دوه سوه درې اتیایم هجری قمری کال کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۹۹۸ کاله مخکښې په همداسی ورځ ، د څلور سوه څلویښتم هجری قمری کال د رجب په دویمه نیټه ، ایرانی نامتو او کم ساری عالم ابو ریحان بیرونی د ننني افغانستان په مرکز غزنی ښار کښې وفات شو. ابو ریحان د زده کړو په پیل کښې طبیعی او ریاضی علومو ته ځانګړي توجه او علاقه درلوده،په دا ډول چې لږ وخت وروسته په دغه علومو کښې پخپله یو لوی استاد شو. هغه بیا تاریخ او جغرافیه ته مخه کړه او وروسته یې د طب، درمل جوړونی ، کان پیژندنی او نجومو په څیر علوم زده کړل او په اکثر علمی څانګو کښې وتلی څیره شوه . دغه لوی مسلمان فیلاسفر او حکیم له لویدیځو پوهانوڅو پیړیۍ وړاندی د مځکی ګردي والی معلوم کړ او د خپلو محاسبو له مخی دغه نتیجی ته ورسیده چې مځکه هره ورځ یو ځل د خپل چورلیز او هر کال یو ځل د لمر ګیر چاپیره څرخي . ابو ریحان بیرونی په عربی ، یونانی او سانسکرتی ژبو هم پوهیدو او پر خپلی پراخی پوهی په تکیی سره ګڼ شمیر کتابونه ترجمه کړل. پر دې سر بیره د دغه مسلمان پوه کابو نیم آثار د ریاضیاتو او نجومو په علمونو کښې دي . د ابو ریحان په ارزښتمنو آثارو کښې آثار الباقیه ، تحقیق ماللهند او الجواهر کتابونو ته اشاره کولې شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۲۱ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۵۹۶ ميلادي کال د مارچ په يودېرشمه نېټه فرانسوي فلاسفر، رياضي پوه او فزېکس پوه رېنې ډېکارټ وزېږېد. هغه په فلسفه او رياضۍ کښې له زدکړو وروسته د استادۍ مقام ته ورسېد.ډېکارټ يوه موده په سياحت کښې او يوه موده هم په هالېنډ کښې په ګوښه ناسته او مطالعه کښې تېره کړه. هغۀ به رياضيات د ټولو علومو ترمېنځ يو کامل علم ګڼۀ او غوښتل يې چې د رياضۍ علم د انساني علومو په ټولوڅانګو کښې وکاروي. په فلسفه کښې د ډېکارټ تاثير زيات دی او ځينو هغۀ ته د نوې فلسفې پلار لقب ورکړی دی. ډېکارټ له فلسفې نه علاوه په فېزېکس کښې يو لړ پراخه او بشپړه تحقيقات کړي دي او د رڼا د انکسار ښکارنده او د ځلا او انکسار د تعلق قانون د هغۀ په نامه مشهور دی . د ډېکارټ له اثارو څخه ((د فلسفې اصول))، ((ما بعد الطبيعي تفکرات)) او ((د روح د عواطفو په باره کښې بحث)) ته اشاره کولې شوو. هغه په 1650 کال مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۲۰۸ کاله پخوا د ۱۸۰۹ ميلادي کال د مارچ په يودېرشمه نېټه مشهور روسي ليکوال او ډرامه ليکونکی نيکولاۍ واسيليويچ ګوګول په يوکرائن کښې وزېږېد. هغۀ د کامېډۍ د قطعاتو او د هېجان راپاروونکو داستانونو په ليکلو کښې مهارت لرۀ او په خپلو اثارو کښې يې په روان او زيات پوخ نثر سره د روسيې د خلقو د ژوند مختلف اړخونه بيان کړي دي. ګوګول په ۱۸۳۲ ميلادي کال کښې ((تاراس بولبا، د يوکرائن ستره حماسه)) نومې ناول وليکۀ. دغه اثر چې د اولسمې ميلادي پېړۍ د روسي د قزاقانو له مبارزو څخه يې الهام اخېستی دی. د هغۀ لپاره زيات شهرت رامنځته کړگوگول روم ته له يو سفره وروسته ((مذهبي ليکونه)) نومې کتاب وليکۀ چې دغه اثر هم د روسي ادبياتو په قطار کښې ارزښتمن اثر ګڼل کيږي.
د ګوګول له نورو اثارو څخه (( پلټونکی))، (( وادۀ)) او (( شنل)) نومې مشهورو ډراموته اشاره کولې شوو.ګوګول په ۱۸۵۲ميلادي کال کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۶۹ کاله وړاندې، د ۱۹۴۸میلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د وسله والو صهيونېسټانو له خوا د فلسطينيانو د عامې وژلې له زياتېدو وروسته، يو اورګاډی چې له قاهرې نه په فلسطين کښې د حيفا بندر ته روان ؤ، په بم والوځول شو.
په دغه جنايت کښې چې د صهيونېسټ رژيم د شېټرن نومې ترهګرې ډلې له خوا تر سره شو، ۴۰فلسطينيان ووژل او ۶۰نور زخميان شول.
له دې چاودنې څلور ورځې مخکې، په فلسطين کښې يوبل اورګاډی هم د وسله والو صهيونېسټانو له خوا چاودول شوی ؤ، چې په هغه پېښه کښې هم ۲۴فلسطينيان وژل شوي او ۶۱نور ژوبل شوي وو .
د صهيونيسټ رژيم د جوړېدو په درشل کښې په عامه استوګنځايونو، کليو، کورونواو هغو موټرو او اور ګاډيو کښې چې فلسطينيان يې وړل، بريدونه او ترهګرې چاودنې د صهيونېسټانو هغه دسېسې دي، چې غواړي په دا ډول ډېر فلسطينيان له خپل هېواده کډه کېدو ته مجبورکړي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۳۸ کاله وړاندې، د ۱۹۷۹ميلادي کال د مارچ په ۳۱مه نېټه، د عربي ټولنې غړو هېوادونو، په دغه ټولنه کښې د مصر غړيتوب د زوړند په حال کښې راوست او دغو ډېرو هېوادونو له قاهرې سره خپل تعلقات ختم کړل.
د مصر په وړاندې د عربو دغه سخت غبرګون د ۱۹۷۸کال په جنورۍ کښې د مصر د پخواني ولسمشر، انور سادات له خوا له صهيونېسټ رژيم سره دکېمپ ډېوېډ د سازباز تړون د لاسلېکېدو له امله ؤ.
همدارنګه له عربو هېوادونو نه علاوه، ډېرو اسلامي هېوادونو هم د مصر د حکومت د سازباز په دغه اقدام باندې په اعتراض کښې، د قاهرې له حکومت سره خپل تعلقات پرې او يا يې کم کړل.
خو د امريکې د هڅو له امله او همدارنګ د صهيونيسټ ضدو دريځ لرونکو ځينو عربي هېوادونو او حتی د فلسطين د ازادي غوښتونکي تنظيم پي اېل او په شاتګ، د ۱۹۸۰مې لسيزې په وروستيو کښې عربي ټولنې ته د مصر بيا ورتلو ته لاره برابره کړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*