Apr 04, 2017 12:36 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۴

دوستانو نن دګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۶لمریز کال د وري دمیاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۳۴۸ قمری کال د رجب دمیاشتې له پنځمې او د ۲۰۱۷کال د اپریل له دریمې نیټې سره سمون خوري .

******************

۱،   ۱۱۹۴کاله پخوا د ۲۴۴قمری کال د رجب  دمیاشتې  په پنځمه نیټه

        یو مسلمان ادیب او لغوي عالم  ابن سیکّیت دعباسی واکمن متوکل په حکم سره شهید کړائ شو.یو مشهور ایرانی راوي اوادیب  او ستر عالم ، شاعر  او لغوي راوي ابو یوسف  یعقوب بن اسحاق خوزي چې په ابن سیکیّت   اهوازي  مشهور ؤ،په  ۱۸۶قمری کال کې  په خوزستان کې په یوې سیمې کې زیږیدلی ؤ.ابن سیکیّت دحضرت امام جواد او حضرت امام هادي علیهم السلام  له خاصو  اصحابو ؤ.ابن سیکیّت  دخپل شیعه توب  په څرګندولو کې  یوه سوچه ژبه درلوده،تردې چې په همدې خاطر شهید کړائ شو.یوه ورځ متوکل   چې  له اهل  بیت علیهم السلام سره ئې سخته  دښمني درلوده  له هغه ئې وپوښتل  چې آیا  د  ما بچیان ښه  دي او که  د   امام علی؟ ابن سیکیّت  ورته په ځواب کې ووئيل؛ زه  تا او د تابچیان  د امام علی له  غلام قمبر سره هم  برابر نه ګڼم .متوکل  قهرجن شو او حکم ئې ورکړ ژبه ئې له تّله راوباسئ .دهغه مامورانو همداسې وکړ په  ډیرې بدې رودې سره ئې شکنجه  اوبیا ئې شهید کړ .  ابن سیکّیت  دعربی شعرونو   او لغت  متخصص ؤ   او  څه دپاسه شل آثار ئې پریښودلي دي   چې په هغو کې   اصلاحُ المنطق   و الالفاط   او الاضداد  ته اشاره کولی شو .

*******************

۲،   ۹۶۸ کاله  مخکې  د ۴۷۰قمری کال د رجب  دمیاشتې  په پنځمه نیټه

          د قرآني علومو  یو لوئ پوه  ابن بناء   وفات شو . ابو علی عبدا....  بن بناء        یو لوئ  مسلمان فقیه  او د تاریخ ،اخلاقو ،حدیث، کلام  اولغت  په زمینو کې  یو لوئ څیړاند ؤ  او  ډير تالیفات  هم لري . د  ابن بناء  د تالیفاتو شمیر  تر یو سل پنځوس پورې ټوکه  ښودل شوي دي چې البته  دهغه یوازې درې   خطي آثار  د  دمشق په سترو کتابتونونو کې  ساتل کیږي .

  ابن بناء  په  ۸۵کلنۍ کې وفات شو .

*******************

۳،    ۵۹ کاله وړاندې  د   ۱۳۷۹  قمری کال د رجب  دمیاشتې  په پنځمه نیټه

          ستر دیني عالم او فقیه  آیت  ا...  سید علی یثربي  کاشاني  وفات شو .  . آیت ا... سید علی یثربی  کاشاني  په  ۱۳۱۱ قمری کال کې  په  عراق  کې زیږیدلی ؤ .  په پیل کې  ئې له خپل پلار  آیت  ا....  سید محمد رضا پُشت مشهدي  او له نورو استاذانو مقدمات اوسطوح  زده کړل . وروسته  په ۱۳۳۱قمری کال کې د عروة الوثقی   د خاوند  آیت ا.. العظمی  محمد کاظم یزدي ، آیت ا... شریعت  اصفهاني .آیت ا... آقا ضیاءالدین  عراقي او میرزا نائني  د درس په حوزو کې حاضر شو او له  هغوي ئې  علم زده کړ .  آیت یثربی   په ۱۳۳۹قمری کال کې د خپل پلار په غوښتنې  کاشان ته لاړ ، په داسې حال کې  چې دحرکت په وخت ،  د هغه استاد  آقاضیاء الدین عراقي   د اوښکو په تویولو سره   هغه  رخصت کړ.  کاشان ته له  تلو وروسته  د قم دعلمیه حوزې  دموسس  آیت  ا... حائري یزدي  له خوا  آيت  ا... یثربی ته بلنه ورکړل شوه  څو قم ته ورشي  او  هلته  تدریس وکړي .  آیت  ا..  العظمی شهاب الدین  مرعشي نجفي ، حضرت امام خمیني    ، آیت ا... العظمی  سید محمد باقر محقق داماد  او آیت ا... میرزا هاشم آملي د دغه لوي فقیه  غوره شاګردان  دي .  هغه  په ۱۳۴۷قمری کال کې  چې پلار ئې  وفات شو ، کاشان ته لاړ .   دغه لوي عالم  په  ۶۸کلنۍ کې وفات شو  او دهغه   جنازه   په  سترو پرتمینو دستورو کې   په کاشان کې دخپل پلار بزرګوار  د قبر تر څنګ   د   حبیب بن موسی  په زیارت  ځاي کې خاورو ته وسپارل شوه .

***********************

۴،    ۴۸ کاله پخوا د ۱۹۶۹ کال  داپریل  په دریمه نیټه

        دهندوستان مسلمان ولسمشر  ذاکرحسین  وفات شو . دهندوستان مسلمان ولسمشر ذاکر حسین  په ۱۸۹۷کال کې زیږیدلی ؤ  او خپلې زده کړې ئې  په علی ګړ اسلامی پوهنتون او د جرمني په برلین پوهنتون  کې  پاي ته ورسولې .هغه د خپلو زده کړو له بشپړولو په پرله پسې کلونو کې خپلو سیاسی اوعلمي فعالیتونو ته دوام ورکړ تر دې چې  په ۱۹۶۲ کې  د هندوستان د ولسمشر مرستیال شو   .  هغه  د ۱۹۶۷کال په  عامو انتخاباتو کې له خپلې سیالې  میرمن ایندراګاندهي  مخکې شو  او د هندوستان د ولسمشر په توګه غوره شو . هغه چې  د مسلمانانو په ضد ئې دهندوانو  پر سلطه غواړي چلند سختې نیوکې کولې ،   دپاکستان په نامې سره ئې  له هندوستانه دمسلمان میشته  برخې دجلاکیدو هم ملاتړ وکړ  او  دپاکستانیانو دخپلواکۍ لپاره چې  د هغه په  وینا، دهغوي پر ضد د هندوانو  د ظلم او کړاؤ پاي ؤ ،   په هندوانو کې هم ډير محبوبیّت درلود.  د هغه په آثارو کې ، سرمایه داري ، اقتصاد، اخلاق  حکومت داري   شامل دي .  ذاکرحسین  بلاخره  د ۱۹۶۹کال  داپریل په دریمه نیټه   په ۷۲کلنۍکې وفات شو . هغه  همدااوس هم دهندوستان په مسلمانانو اوهندوانو کې  له ځانګړي احترامه برخمن دی .

*********************

۵،     او له ننه  پنځلس کاله مخکې د ۲۰۰۲کال داپریل  په دریمه نیټه

          د اردن سین په لوديځي غاړې کې  واقع  په جنین  فلسطني ښار  د صهونیسټ وحشي ډوله رژيم  پراخه حمله  پیل شوه .دغه تیري ، د اردن سین د لوديځي غاړې په بیلابیلو ښارونو د دغه  څاروي ډوله رژيم  دپوځيانو د حملو په دوام  کې وو، چې  له څو اونیو مخکې راهسې  د فلسطین د ولس د انتفاضې  د ختمولو په موخې سره پیل شوي وې . دجنین  په پنځلس زره کسیز  نفوسو لرونکي ښار باندې په یرغلونو کې د صهونیسټ رژیم  کابو دوو سوو ټانکونو ،په لسګونو چورلکو او څه دپاسه لس زره وحشي پوځیانو  ګډون  درلود او  له مځکې اوهوا ئې  د دغه کیمپ پر اوسیدونکو مظلومو فلسطینیانو ناتار جوړ کړ. د صهونیسټانو  له خوا د بریښنا او  اوبو  له غوڅيدو  او  له عامو فلسطنیانو سره  دمرستندویه  ډلو  د مرستو  له مخنیوي سره سره ،  د فلسطین  مبارزانو او خلکو   تر نهوورځو پورې  د صهونیسټي نیواکګرو په وړاندې مقاومت وکړ.په عین حال کې صهونیسټانو په بوږنونکي ډول د جنین ښار دعامو خلکو وژلو،دکورنو،روغتونونو،  او اقتصادي تاسیساتو په کنډوالو بدلولو  ته دوام ورکړ .په دې ډول چې   په دغه ښار د صهونیسټ رژيم   دپوځ  د وحشي ډوله یرغلونو وروسته  د  دغه ښار اویا فی صدي برخه  په کنډوالې بدله شوې وه او  په سلګونو فلسطینیان شهیدان یا ټپیان او کابو پنځه زره نور بې کوره شول .په عین حال کې  د فلسطنیانو   د عامې وژلې او ځپنې سیاست  چې  وحشي صهونیسټي رژيم   له  خوا اجرا کید ،  د فلسطین دمظلوم ولس په ځپنې کې ئې  خپل   ناکارندوالی  نندارې ته وړاندې کړ.

(سیماب)

**************************************