تاریخ پاڼه شماره ۱۵
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له شپږمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له څلورمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
نهه سوه پینځه پنځوس کاله پخوا، د څلور سوه درې اتیایم هجری قمری کال د رجب د میاشتی په شپږمه نیټه، له اسماعیلی شیعیانو یو نامتو مشر حسن صباح د ایران په شمال کښې له قزوین سره نږدی د الموت پیاوړی او مهمه کلا فتحه کړه. هغه چې له دې لس کاله وړاندې خپل دین ته د خلکو د رابلنې په حال کښې ؤ، د الموت کلې له نیولو سره یې خپل ځائ مضبوط کړ او کولئ یې شول څو نورې کلې هم فتح کړی. له دې سربیره، اسماعیلی شیعیانو ته د خلکو د نظر د اړولو لپاره تبلیغ هم پراختیا ومونده او همدغه راز د حسن صباح ملګرو د سلجوقی حکومت ګن شمیر چارواکی منجمله خواجه نظام الملک ووژل. سره له دې چې حسن صباح په پینځه سوه اتلسم قمری کال کښې وفات شو، خو په شپږ سوه څلور پنځوسم قمری کال کښې د هلاکو خان مغل په لاس د الموت کلې تر نسکوریدا پورې ، هغه په ایران کښې د اسماعیلیانو د تکیې ځائ ګڼل کیده.
««««««««««««
نهه سوه دوه ویشت کاله پخوا، د پینځه سوه شپاړسم هجری قمری کال د رجب په شپږمه نیټه، په ابن حریری مشهور د بصرې اوسیدونکئ ایرانی لیکوال او ادیب ابو محمد قاسم بن علی بصری وفات شو. هغه د (مقامات) په نوم د یوه کتاب خاوند ؤ چې په خپل ډول کښې کم ساری ؤ. ابن حریری په دغه کتاب کښې د عربۍ ژبې نرمښت او رازونه د پندلرونکو حکایتونو په چوکټ کښې ا و ساده بیان کړی دی . له دې نظره دغه اثر له ډیر وخت راهیسې تر اوسه د عرب له ادبیاتو سره د اشنایۍ لپاره د پام وړ اثر دی.
««««««««««««
اته شپیته کاله پخوا، د نولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د آټلانټیک شمالی تړون یعنی ناټو جوړ شو. په دغه تړون کښې د بروکسل دتړون غړی هیوادونو چې بیلجیم ، فرانسې ، لوکزامبرګ ، هالینډ، انګلستان او همداراز کینیډا ، ډنمارک ، آیس لینډ ،ایټالیا، ناروې، پرتګال او امریکا پکښې شامل دی، ګډون درلود. دغو هیوادونو دناټو تړون د منشور په اساس، په یوه غړی حکومت حمله د ناټو په ټولو غړو هیوادونوحمله ګڼی. جرمنی ،یونان ،اسپانیا او ترکیه نور هغه هیوادونه وو چې په ورپسې کچو کښې له دغه تړون سره یو ځائ شول. له بلې خوا د فرانسې په شان د ناټو ځینی غړی هیوادونو له نولس سوه شپیتم میلادی کال وروسته له دغه تړون سره اړوندوالئ کم کړ او خپل پوځیان یې د ناټو له قومندانۍ وایستل. د ناټو تړون جوړیدا د ساړه جنګ نتیجه او د شوروی د احتمالی ګواښونو په وړاندې یو غبرګون ؤ. په همدې وجه ، په نولس سوه یو نوېم میلادی کال کښې د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته ، ناټو د دغه پوځی اورګان د ژوند د دوام لپاره د یوې پلمې په لټه کښې ده . دا په داسې حال کښې دئ چې د ختیځ په لور د ناټو پراختیا له څو کلونو راهیسې د دغه تړون دغړو په ایجنډا کښې شامله وه. له دې سره سره، د ناټو غړی اروپایی هیوادونه په دغه پوځی تړون کښې د امریکا د ټاکونکی رول د کمیدو لازیات غوښتونکی دی.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل په څلورمه نیټه، د پاکستان پخوانۍ لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو پانسی شو. بوټو چې د پاکستان د پیپلز ګوند بنسټګر ؤ، په نولس سوه یو اویایم میلادی کال کښې له هندوستان څخه د پاکستان له ماتی او د ختیځی پاکستان له ویشل کیدا وروسته ولسمشرۍ ته ورسید. په نولس سوه درې اویایم میلادی کال کښې په داسې حال کښې چې د پاکستان نوی اساسی قانون اصلی قدرت لومړی وزیر ته وسپاره، ذوالفقار علی بوټو لومړی وزیر شو. په نولس سوه اووه اویایم میلادی کال کښې جنرال محمد ضیا الحق په یوې کودتا کښې د ذوالفقار علی بوټو حکومت نسکور کړ او هغه یې له هیواد سره په خیانت کولو او په قتل تورن کړ. ذوالفقار علی بوټو د نولس سوه نهه اویایم میلادی کال د اپریل د میاشتې په څلورمه نیټه د هغه دبخښلو لپاره د ځینو هیوادونو د مشرانو له غوښتنې باوجود پانسی شو.
ذیشان حیدر بنګش