Apr 05, 2017 16:12 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۶

نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې له اوومې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له پینځمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یوسلو درې دیرش کاله پخوا، د درې سوه پینځم قمری کال د رجب د میاشتې په اوومه نیټه، مسلمان محدث او ادیب ابن طرار وزیږید. د ابن طرار په نوم مشهور ابوالفتح معافی بن زکریا بن یحیی له شافعی عالمانو یو لوئ استاد ؤ او په فقې ، ادب ، حدیث، نحو او لغت کښې یې مهارت درلود. دغه مسلمان پوه په فقې کښې یو شمیر تالیفات لری. د ابن طرار له اثارو چې د ادب په زمینه کښې ډیر غوره محتوا لری، د (الجلیس و الانیس) کتاب ته اشاره کولئ شو. دغه کتاب یو سل ټوکې لری چې له هغو یو شمیر د حدیث نبوی له ذکر سره پیل شوی دی او وروسته مؤلف د حدیث شرحې ته مخه کړې او مناسبې منظومی قطعې او حکایتونه یې نقل کړی دی. ابن طرار په درې سوه نوېم قمری کال کښې، په پنځه اتیا کلنۍ کښې په بغداد کښې وفات شو.

««««««««««««

څلور سوه نهه ویشت کاله پخوا، د پینځلس سوه اته اتیایم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، انګریز فیلسوف توماس هابیز وزیږید. هغه د انګلستان د آکسفورډ پوهنتون فارغ التحصیل ؤ او په ادبیاتو کښې یې پریمانې مطالعې درلودلې. هابز به انسان یو داسې ځان خوښوونکئ او قدرت غوښتونکئ موجود باله چې په نورو باندې د سلطې تر لاسه کولو غوښتونکئ دی. په همدې وجه هغه باوری ؤ چې باید په ټولنه کښې یو داسې مقتدر حکومت جوړ شی چې د کمزورو امنیت او سوکالی پورا کړی. د دغه انګریز فیلسوف له نظره له باچا څخه د خلکو اطاعت یو الهی حکم دی. د هابیز مشهور کتاب (لیویاتان) دی او د هغه له نورو کتابونو څخه کولائ شو (د سیاست علم)، (د حکومت په اړه فلسفه) او (عمومی حقوق) ته اشاره وکړو. توماس هابیز په شپاړس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې مړ شو.

««««««««««««

دوه سوه  در ویشت کاله پخوا، د اوولس سوه څلور نوېم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، د فرانسې د ستر انقلاب یو مشر جارج ډینټن اعدام شو. هغه د اوولس سوه نهه پنځوسم میلادی کال په اګست کښې وزیږید او د حقوقو په څانګه کښې د خپلو زده کړو له ترسره کولو وروسته د شپاړسم لویی په وخت کښې د پارلیمان استازی توب ته ورسید او وروسته د فرانسې د ستر انقلاب له مشرانو څخه وګرځید. هغه د فرانسې د انقلاب په دوران کښې یو لړ مهم کارونه درلودل.

ډینټن یو تکړه خطیب ؤ او باوری ؤ چې له ګډوډۍ او انسانی سرتاوانونو څخه دمخنیوی په ترڅ کښې پکار دی په فرانسې کښې د باچاهۍ ټغر غونډ شی. خو ډینټن د فرانسې د انقلاب د یو بل مشر روبس پیر په دسیسې سره چې د هغه سیال ؤ، ونیوئ او اعدام شو. په دې ډول د روبس پیر څلور میاشتینۍ حکومت چې د ترور په پړاؤ مشهور ؤ، پیل شو.

««««««««««««

یو سلو پینځه شپیته کاله پخوا، د دولس سوه درې اویایم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په اوومه نیټه، د ایران او انګلستان تر مینځ د پاریس تړون د ناصر الدین شاه په پړاؤ کښې رامینځته شو. د هرات ټاټوبی له ډیر وخت راهسې د ایران ټاټوبی ؤ خو د محمد شاه قاجار په وخت کښې د ایران له لاسه ووته. ناصر الدین شاه د هغه د بیانیولو لپاره پر هرات لښکر کشی وکړه او د دولس سوه درې اویایم قمری کال د صفرې په میاشت کښې یې دغه ښار ونیوه. دغه کار چې د انګلستان خوښ نه ؤ، د هغو د عکس العمل سبب شو او د خارک ټاپو ، بوشهر او د خوزستان ځینی نورې سیمې یې ونیولې. د دغو اړیکو له خرابیدا وروسته ، ایران د کینو ختمولو لپاره خپل یو استازئ پاریس ته ولیږه او هلته د پاریس تړون لاس لیک شو چې د هغه په اساس، ایران په افغانستان کښې د لاس وهنې حق نه لری او باید د هرات لپاره له خپلو ادعاګانو سترګې پټې کړی. دغه تړون په ایران کښې د انګلستان د ډیر نفوذ سبب شو.

««««««««««««

او له  ننه  یو شپیته کاله پخوا، د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، د نیواکی فلسطین په لویدیځ کښې د غزې پر ښار سختې او بې رحمانه ډزې پائ ته ورسیدې. د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اپریل له څلورمې نیټې په دغه زیات نفوس لرونکی ښار کښې پر ښځو،ماشومانو او بوډاګانو د هاوان سختې ډزې وکړې او په دوو ورځو کښې یې له هغو شپږ پنځوس تنه ووژل او دیرش نور یې ټپیان کړل. د صهیونیسټانو د دغه جنایت په وړاندې لویدیځ او له بشری حقوقو څخه د دفاع نړیوالو ټولنو د ورته نورو مواردو په شان غبرګون ونه ښود.

 

ذیشان حیدر  بنګش