تاریخ پاڼه شماره ۱۸
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب المرجب د میاشتې له نهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له اوومې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
پینځه سوه اوولس کاله پخوا، د نهه سوه یویشتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په نهمه نیټه، د نویدی لقب لرونکئ ستر ایرانی مورخ عبدی بیک شیرازی په شیراز کښې وزیږید. هغه د طهماسب صفوی باچا د دربار له لیکوالانو او کاتبانو څخه ؤ او له فارسی ادب سره یې ډیره مینه درلوده. د دغه ایرانی مورخ تر ټولو ستر اثر، په ایران کښې د صفویه لړۍ د حکومت په هکله یو کتاب دی. هغه په دغه کتاب کښې له پیله تر نهه سوه اته اویایم قمری کاله پورې د صفویانو خبرونه لیکلی دی. د نویدی له نورو آثارو څخه په منظومی شکل کښې (جام جمشید) دی. عبدی بیک د نظامی ګنجوی له خمسې څخه په پیروۍ سره پینځه مثنویګانې ویلی دی.
««««««««««««
څلور سوه پینځه اویا کاله پخوا، د نهه سوه درې شپیتم هجری قمری کال د رجب په نهمه نیټه، د لسمې هجری قمری پیړۍ یو عالم عزالدین سید حسین شهید شو. هغه په نهه سوه شپږم قمری کال کښې د لبنان د جبل عامل په یوه کلی کښې وزیږید او د خپل وخت د رایجو علومو زده کولو ته یې مخه کړه او لوړې علمی او عرفانی درجې یې ترلاسه کړې.
بالاخره بدغواړو کینه ګرو چې د هغه لوړ دینی او معنوی شخصیت یې نه شو زغملئ، هغه ته د لبنان په صیدا ښار کښې زهر ورکړل او شهید یې کړ.
««««««««««««
دوه سوه شپږ نوي کاله پخوا، د اوولس سوه یویشتم میلادی کال د اپریل په اوومه نیټه، د روسیې امپراطور لوئ پیټر د سویډن پر هیواد حمله پیل کړه. روسیه او سویډن د پولینډ او ډنمارک په ملتیا له اوولس سوم میلادی کال څخه په شمالی جنګونو کښې ښکیل وو. په سویډن باندې د روسیې د پوځ د تیری په وخت، دغه هیواد د جنګ له نورو خواو سره سوله کړې وه او غوښتل یې چې له روسیې سره هم سوله وکړی. خو لوئ پیټر چې د هیواد د پراختیا په لټه کښې ؤ، په خپل تیار او سنبال لښکر سره د سویډن پوځ ته ماتی ورکړه او د نوشټاډ د سولې تړون یې په دغه هیواد وتاپه. د دغه تړون له مخې، د سویډن د خاورې ځینې برخې او همداراز فن لینډ چې د سویډن تر نیواک لاندې ؤ، روسیې ته وسپارل شو. په دې ډول د سویډن قدرت ډیر کم شو او په مقابل کښې روسیه په یو ستر اروپائی قدرت بدله شوه.
««««««««««««
یو سلو دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اتم هجری قمری کال د رجب په نهمه نیټه، ستر شیعه مجتهد آیت ا... محمد حسن آل یاسین وفات شو. آیت ا... شیخ محمد حسن آل یاسین کاظمی په دولس سوه شلم قمری کال کښې په کاظمین کښې نړۍ ته راغئ او لومړنی زده کړې یې پخپل زیږنځائ کښې ترسره کړې او ایران ته له یوه سفر وروسته کربلا ته ولاړ او له شیخ محمد حسین صاحب فصول او په نجف کښې یې د شیخ محمد حسن نجفی صاحب جواهر او شیخ جواد ملا کتاب له محضره یې ګټه پورته کړه.
آیت ا... آل یاسین د لوړو علمی درجو له ترلاسه کولو وروسته، د کاظمین ښار د خلکو په غوښتنه او د خپل استاد صاحب جواهر په حکم د کاظمین علمیه حوزې د سرپرستۍ لپاره دغې سیمې ته ولاړ او د عمر تر پایه پورې هملته پاتې شو. هغه په علم رجال او حدیث کښې د مهارت باوجود خپلې زیاتې لیکنې د فقهې او اصولو په لړ کښې کړی دی چې د (اسرارُ الفِقاهه)، (حاشیه بر فصول)، (تعلیقه بر فوائد ُالاصول) او داسې نور کتابونو له هغو څخه دی.
دغه ربانی عالم بالاخره د دیارلس سوه اتم قمری کال د رجب د میاشتې په نهمه نیټه، په داسې حال کښې چې د شیخ مرتضی له وفات وروسته یې مرجعیت درلود، په اته اتیا کلنۍ کښې د معبود دیدار ته ولاړ او له پرتمینې جنازې وروسته په نجف اشرف کښې د آل یاسین په کورنۍ هدیره کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا په همداسې یوه ورځ، د نړیوالې روغتیا سازمان د روغتیا لومړنۍ نړیواله ټولنه جوړه کړه او د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا د روغتیا د نړیوال کانفرنس لومړنئ اساسلیک برابر کړئ شو. ټولنې همداراز فیصله وکړه چې له نولس سوه پنځوسم میلادی کاله وروسته به هر کال د اپریل اوومه نیټه د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نومولې او ټاکلې شی. له دغه کاله وروسته هر کال دغه ورځ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د روغتیا د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږی.
««««««««««««
او له ننه درې پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ایران د مسلمانو خلکو له لاریونونو او مبارزو وروسته د ایران د اسلامی انقلاب ستر ارواښاد مشر امام خمینی (رح) آزاد شو. هغه د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولې د میاشتې د پینځلسمې نیټې د نیمې شپې په وخت د شاه رژیم په خلاف له افشاء کوونکی وینا وروسته، د رژیم د امنیتی مامورانو په لاس ونیوئ او زندان ته منتقل کړئ شو. د امام خمینی (رح) له نیولووروسته، په ټول ایران کښې د هغه د آزادۍ لپاره پراخې مظاهرې وشوې. د خلکو سخت غبرګون د دې سبب شو چې شاه رژیم امام (رح) له بند څخه په تهران کښې یوه کور ته منتقل کړی او تر څارنې لاندې یې وساتی. خو د خلکو او عالمانو د لاریونونو دوام بالاخره شاه رژیم دې ته مجبور کړ چې د امام خمینی (رح) ازادۍ ته غاړه کیږدی. د خپل ستر رهبر له ازادۍ څخه د خلکو له خبریدو وروسته په ټول ایران کښې د جشن او خوشحالۍ مراسم برابر شول.
ذیشان حیدر بنګش