قالیباف: حزبالله تر بل هر وخت ډېر ژوندی دی
Mar 27, 2026 08:29 Asia/Kabul
پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر په خپلې ټولنیزې پاڼې کې ولیکل: حزبالله تر بل هر وخت ډېر ژوندی دی؛ د حیرانتیاوو د خزانې په تمه اوسئ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: له جګړې مخکې مې په یوې مرکې کې ویلي وو چې حزبالله تر بل هر وخت ډېر ژوندی دی. د برښنا په څېر عملیاتونه او د صهیونیسټي دښمن عسکرو او تجهیزاتو ته هر ډول پراخ زیان او تخریب رسول، د شهید سید ژمنې ثابتې کړې. حزب الله د اسلام ویاړ دی او پوه شئ چې د حیرانتیاوو له خزانې سره به مخ شئ. په تمه اوسئ.
ټیګونه