Apr 10, 2017 14:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۱

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې ۲۱ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د رجب یا د بزرګې میاشتې له دولسمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل له لسمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۰۶ کاله مخکښې د ۳۲ هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دولسمه نیټه د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) تره او د قریشو یو مشر عباس ابن عبدالمطلب وفات شو. هغه په ښه سلوک او عقل او هوښیارۍ مشهور و. ځینی مورخین باوری دی چې عباس ابن عبدالمطلب مدینې ته د پیغمبر اکرم(ص) له هجرته مخکښې په پټه اسلام قبول کړ او د مکې د مشرکانو د تحرکاتو خبر به یې هغوی ته ورکول. عباس ابن عبدالمطلب په اتم هجری قمری کال کښې له مسلمانانو سره ملګری شو او د مکې له فتحې وروسته د حضرت محمد مصطفی(ص) لخوا د خدای د کور د زیارتوالو لپاره اوبو د تامینولو او د آبادونې مسئول شو. عباس ابن عبدالمطلب همداشان له مشرکانو سره د پیغمبر اکرم(ص) په ځینو جنګونو کښې د هغوی د نورو ملګرو ترڅنګ موجود و او په میړانې سره وجنګید.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۳۲کاله اګاهو د ۲۰۶ هجری سپوږمیز کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دولسمه نیټه د حدیثونو، تاریخی خبرونو او د پیغمبرانو علیهم السلام د داستانونو راوي ابو حذیفه وفات شو. هغه څه موده په مکه او مدینه کښې تیره کړه او د حدیثونو په زده کړه بوخت و. ابو حذیفه د معتبرو حدیثونو راوی و. د هغه یو مهم تالیف (المبتداء) نومیږی چې د انسان د خلقت او د پیغمبرانو د داستانونو په هکله دی. همداشان د رسول اکرم(ص) د معراج په هکله د امام جعفر صادق علیه السلام څخه روایته شرحه د هغه یو بل ارزښتناک اثر ګڼل کیږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۲۹ کاله وړاندې د ۱۲۰۹ هجری قمری کال د رجب د میاشتې په دولسمه نیټه د لطفعلی خان زند په مړینې سره په ایران کښې زندیه لړۍ پاې ته ورسیدله. د دې باچاهی لړۍ بنسټ کریم خان زند په ۱۱۶۵ قمری کال کښې ایښی و او ځان یې (وکیل الرعایا) یعنې د خلکو استازی ونومونه او هڅه یې وکړه چې خلک په سوکالتیا او ارامښت کښې ژوند وکړی. خو د کریم خان ځاې ناستو د قدرت په سر جګړې ته مخه کړه. په همدې وجه زندیه حکومت کمزوری شو او د آغا محمد جان قاجار په شمول د هغه سیالان لاپیاوړی شول.

د زندیه لړۍ وروستی باچان لطفعلی خان زند یو باتور او ښه ځوان و خو له ټولې میړانې سره سره د تجربې د نشتوالی په وجه یې له آغا محمد جان ماتې وخوړله او د ډیرې شکنجې له زغملو وروسته ووژل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۰ کاله مخکښې د ۱۲۷۶ هجري لمریز کا لد وري د میاشتې په ۲۱ نیټه د جلوه تخلص لرونکی ایرانی فلاسفر او عارف میرزا ابوالحسن طباطبایي وفات شو. هغه په ۱۲۰۲ لمرکیز کال کښې په یوه علمي کورنۍ کښې زیږیدلی . پلار یې د خپلې زمانې یو مشهور طبیب او ادیب و او د خپلو اولادونو تعلیم او تربیت ته یې خاصه پاملرنه وکړه.

ابوالحسن جلوه ابتدايي زده کړه په اصفهان کښې وکړه او د فلسفې، حکمت او ریاضیاتو زده کړې ته یې مخه کړه. هغه د ۳۵ کالو و چې د ایران پلازمینې تهران ته ستون شو او د عمر تر وروستیو یې تدریس او تالیف وکړ.

د استاد جلوه له آثارو څخه (حاشیه بر مبدأ و معاد ملاصدرا) ، (حواشي بر شفای ابن سینا) او (دیوان جلوه) ته اشاره کوی شوچې د هغه په شعرونو مشتمل دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۸۶ کاله وړاندې د ۱۹۳۱ میلادي کال د اپریل په لسمه نیټه مشهور عرب لیکوال، شاعر او نقاش جُبران خلیل جبران وفات شو.  هغه په ۱۸۸۳ میلادي کال کښې د لبنان په شمال کښې زیږیدلی و او له ماشومتوبه یې د غریبۍ مزه وڅکله. په همدې وجه پ دولس کلنۍ کښې له خپلې کورنۍ سره امریکې ته لاړ خو ډیر زر د زده کړې لپاره لبنان ته ستون شو.

خلیل جبران په ۱۹۰۲ کال کښې د خپلې مور، خور او ورور د ناروغۍ له امله یو ځل بیا امریکې ته لاړ خو یوازې په یو کال کښې هغه درې واړه مړه شول او ده ته یې سخت روحي ګوذار ورکړ. دغه عرب لیکوال څه موده پس فرانسې ته لاړ څو د خپلې نقاشۍ نوښت د دغه هنر له استاذانو زده کړي.

خلیل جبران چې اوس په یو مشهور لیکوال او هنرمند بدل شوی و، کتابونه لیکل پیل کړل او ډیر مهم آثار یې له ځانه پرځاې پریښودل. د جبران له آثارو څخه (دیوانه) ، (مسیح د انسان زوی) او (سرکشه روحونه) ته اشاره کوی شو. خو بې شکه چې د هغه ترټولو مهم کتاب (پیغمبر) دی چې پکښې یې د ختیځ له روحانیت، اسلامي عرفان او د امام علي علیه السلام له حکمته اغیزه اخیستې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۴۴ کاله وړاندې د ۱۹۷۳ میلادي کال د اپریل په لسمه نیټه د صهیونیسټي رژیم د جاسوسي او امنیتي ادارې موساد مامورانو د لبنان په پلازمینه بیروت کښې درې فلسطیني مسئولان ووژل. د کمال ناصر، کمال عدوان او محمد یوسف نجار په نومونو دغه درې کسان د مدیترانه سمندر له لارې بیروت ته تللې د یوې صهیونیسټي کمانډوي ډلې لخوا ووژل شو.

همداشان د موساد لخوا د فلسطیني خلکو او چارواکو د وژلې په دوام کښې لس ورځې پس په همدې ورځ یعنې د ۱۹۸۳ کال د اپریل په لسمه نیټه د پي، ایل، او د هغه وخت د مشر یاسر عرفات سیاسي سلاکار عصام سرطاوي په پرتګال کښې د موساد لخوا ووژل شو.

د صهیونیسټي رژيم دا ډول وژلې ښودنه کوي چې د فلسطیني مشرانو د وژلې او ختمولو د اوزار کارول د دغه رژیم لپاره ډیر مهم دي داشان چې د دې وژلو د ترسره کولو لپاره یې د نورو هیوادونو په ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ هم سترګې پټې کړې دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۹ کاله پخوا د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال د وري د میاشتې په یویشتمه نیټه، عراقی الوتکو د ایران په لویدیځ کښې په مریوان ښار او ورسره پر نږدې کلی کیمیایی بمونه وغورځول. د صدام د رژیم د دغه جنایت له امله زیات عامه خلک شهیدان او ټپیان شول. همداراز په همدغه ورځ د عراق پوځ د دغه هیواد په جنوب ختیځ کښې د فاو پر عملیاتی سیمې د کیمیایی بمونو حمله وکړه. د دغې حملې له امله هم زیات خلک شهیدان او ټپیان شول. صدام رژیم د ایران پر خاوره د تیری په وروستی کال کښې له کیمیایی وسلو څخه زیاته استفاده وکړه او په سلګونو ایرانی پوځیان او عام خلک یې شهیدان او په زرګونو نور یې ټپیان هم کړل. په عین حال کښې نه یوازې نړیوالو ټولنو او لویدیځو هیوادونو د صدام د رژیم د دا ډول غیر انسانی اقداماتو په وړاندې خاموشی اختیار کړه بلکې ځینو لویدیځو حکومتونو د کیمیایی وسلو په برابرولو کښې له دغه رژیم سره زیاتې مرستې هم وکړې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۱۸ کاله مخکښې د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د وري په ۲۱ نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ یو ویاړمن قومندان او د لوې درستیز ځاې ناستی ډګر جنرال علي صیاد شیرازي په تهران کښې د منافقینو د ترهګرې ډلګۍ د کسانو په لاس شهید شو.

هغه په ۱۳۲۳ کال کښې د ایران د شمال ختیځ د خراسان ولایت په یو شمالي کلي کښې زیږیدلی و او د عالي لیسې د زده کړو له بشپړولو وروسته د افسرۍ کالج ته لاړ. ډګرجنرال صیاد شیرازي د شاه د رژيم سخت مخالف و تر دې چې د هغه رژیم د عواملو لخوا نیول شوی او زنداني شو خو د ۱۳۵۷ لمریز کال د سلواغې په میاشت کښې د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره له جیله ازاد شو. هغه له هغه وخته ځان اسلامي انقلاب ته وقف کړ او د انقلاب له دښمنانو سره د جګړې په حساسو ډګرونو کښې یې فعالانو شتون ولره تر دې چې په ۱۳۶۰ کال کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمیني(رح) لخوا د ځمکني پوځ په قومندانۍ وګمارل شو.

شهید صیاد شیرازي د ایران خلاف د صدام د تپلي جنګ په دوران کښې ډیرې سترې کامیابۍ او ویاړونه د خپل هیواد په نصیب کړل او په ۱۳۶۷ کال کښې د جنګ په ختمیدو سره یې همهغه شان په حساسو پوځي پوسټونو دنده ترسره کولو ته دوام ورکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د ډګر جنرال صیاد شیرازي د شهادت په مناسبت وفرمایل: د مرګ خطر له دې ډیر وړوکی دی چې د خدای صالح بندګان د هغه له لارې وساتي، تور زړي منافقان دې پوه شي چې په دې جنایتونو سره به د ایران د ولس کرکه ورځ په ورځ لازیاته شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی