تاریخ پاڼه شماره ۲۲
نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۶ هجري قمري کال د وري د میاشتې ۲۲ نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري سپوږمیز کال د رجب د میاشتې له دیارلسمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د اپریل یولسمې نیټې سره برابره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۴۶۱ کاله مخکښې له هجرته ۲۳ کاله وړاندې د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د تره زوی، زوم او ځای ناستی حضرت علی ابن ابیطالب علیه السلام په خانه کعبه کښې دنیا ته سترګې رڼې کړې. د هغه د مور نوم فاطمه بنت اسد او د پلار نوم یې ابوطالب و. حضرت علی علیه السلام له ماشومتوبه د حضرت محمد مصطفی (ص) تر تعلیم او تربیت لاندې راغی او وړومبنی کس و چې اسلام یې راوړ.
علی ابن ابیطالب علیه السلام د هجرت د دویم کال په وروستیو کښې د رسول ا...(ص) له قدرمنې لور بی بی فاطمه زهرا(س) سره واده وکړ. حضرت علی علیه السلام د تبوک له غزا پرته د پیغمبر اکرم (ص) په ټولو غزاګانو کښې شتون درلود او په سختیو او رنځونو کښې تل د پیغمبراکرم(ص) ملګری او ملاتړی و. امام علی علیه السلام که څه هم بی ساری باتور او دلاور و خو ډیر مهربان زړه یې درلود. په همدې وجه به یې د ټولنې د مظلومانو ملاتړ کوه او له هر ظلم سره به یې مقابله کوله او تل د بې وزلو او محرومانو د مرستې په تکل کښې و. حضرت علی علیه السلام په حکومت او قضاوت کښې د اسلامی عدالت رښتونی مظهر او مثال و او د خدای په پرستش او بندګۍ کښې داسې و چې د عبادت په وخت به له هرڅه بې خبره کیده او د خدای په پرتم او جمال کښې به ډوبیده. امام علی علیه السلام په څلویښتم قمری کال کښې پس له ۶۳ کاله برکتناک ژوند او کابو پنځه کاله حکومت وروسته د عراق د کوفې ښآر په جومات کښې د خوارجو د تکفیری ډلې د متعصب او بې لاری دښمن د تورې په ګوذار زخمی شو او دوه ورځې پس شهید شو.
عزیزانو د امام علی علیه السلام د ولادت د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د هغه بشپړ انسان او پرهیزګاره مشر یوه لنډه وینا درته نقلوو چې ویې فرمایل: له خلکو سره داسې سلوک وکړئ چې که مړه شوی نو درباندې وژاړی او که ژوندی پاتې شئ نو درسره مهربانی وکړی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه په اسلامی تعلیماتو کښې یو بل مناسبت هم دی. له نن یعنې د رجب له دیارلسمې نیټې څخه ایام البیض یا د اعتکاف ورځې پیلیږی چې درې ورځې دوام لری.
مینه وال مومنان په دې دریو ورځو کښې په جوماتنو کښې په خلوت غوره کولو سره له مهربان خالق سره راز و نیاز کوی چې دې کار ته اعتکاف وایی. اعتکاف کونکی یا معتکفین په دې موده کښې په روژو او عبادت سره هڅه کوی چې د دنیاوی ژوند له قید او بنده په خلاصیدو سره ځانونه د عالمیانو پروردګار ته نزدې کړی.
اعتکاف د پیغمبراکرم(ص) او د نورو دینی مشرانو د پام وړ سنت دی او هغوی د اعتکاف د ژورو او معنوی اغیزو په وجه مسلمانان په تیره بیا په دې دریو ورځو کښې دې ځآنګړی عبادت ته هڅولی دی.
حضرت محمد مصطفی(ص) په دې لړ کښې فرمایی: په ایمان او اخلاص سره اعتکاف د ګناهونو د بخښل کیدو سبب کیږی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۵۹ کاله وړاندې د ۲۷۹ قمری کال د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه مشهور حافظ، محدث او د حدیثو یو مخکښ راوی ابو عیسی ترمذی محمد بن عیسی چې په ابوعیسی ترمذی مشهور دی، وفات شو. هغه یوه بې سارې حافظه لرله او د امام بخاری له خاصو شاګردانو و. د اهل سنتو د اولې درجې له سرچینو څخه صحیح ترمذی کتاب د ترمذی یو اثر دی. هغه په اویا کلنۍ کښې وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۱ کاله وړاندې د ۱۳۲۷ هجری قمری کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په دیارلسمه نیټه مجاهد عالم او مشروطه غواړی مبارز آیت ا... شیخ فضل ا... نوری شهید شو. هغه د میرزای شیرازی یو تکړه شاګرد و. شیخ فضل ا... له استبداد سره د مقابلې لباره د مشروطیت په دوران کښې د آیات عظام طباطبایی او بهبهانی سره یوځاې د دې غورځنګ مشری کوله. هغه د اساسی قانون او د هغه د متمم په برابرولو او لیکلو کښې ونډه درلودله داشان چې د متمم دویم اصل د هغه په نوښت برابر شو. د شیخ فضل ا... یو وړاندیزی اصل په پارلیمان کښې د پنځو مجتهدو عالمانو شتون و څو اسلامی ضده قوانین د نمایندګانو لخوا تصویب نه شی. هغه فیصله وکړه چې د ناروا مشروطه خلاف یو تبلیغاتی مرکز جوړ کړی. د شیخ تبلیغی اقدامات په پارلیمان کښې د انګلستان او روس په دربار پورې د پیئلو له مخالفت سره مخ شول کومو کسانو چې مشروطه انقلاب له خپلې حقیقی لارې کوږ کړ او شیخ فضل ا... یې د خپلو غوښتنو د پوره کیدو په وړاندې یو خنډ ګڼه. هغوی شیخ فضل ا... بلآخره د ۱۳۲۷ کال د رجب په دولسمه ونیوه او د همدغې میاشتې د دیارلسمې نیټې په مازیګر یې له یوې لنډې محاکمې وروسته پانسی کړ.
شیخ فضل ا... نوری چې په پیل کښې خپله هم د مشروطه یو اصلی ملاتړی و، چې څنګه د دې غورځنګ په انحراف او بې لاریتوب پوه شو نو سمدستی د روا یا مشروعه مشروعه غوښتونکی شو خو مخالفانو د هغه نیوکې ونه زغملې شوې او هغه یې ووژه. د هغه مقبره د حضرت بی بی معصومې (س) د پاک حرم په انګړ کښې ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۳۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۳۶۱ هجري شمسي کال د اوري د مياشتې په دويشتمه نېټه د ايران د اسلامي جمهوريت د راپرزولو لپاره د اسلامي انقلاب د مخالفو عناصرو کودتا کشفه شوه. د امام خمېني (رح) په مشرۍ د ايران د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته د انقلاب مخالفو خرڅ شويو کورنيو عناصرو د اسلامي نظام د دښمنانو په ملاتړ او لارښونې سره په ځلونو د دغه مقدس حکومت د نسکورولو لپاره د دسيسو کوششونه وکړل. منجمله هغوي په 1361 ه.ش کال کښې د يوې کودتا په پلانونې سره غوښتل چې وړومبے د نظام د وړومبۍ درجې چارواکي له منځه لرې کړي او بيا په رياکارانه توګه د هغوي د وينې د بدلې غوښتنې په توګه د پرديو ځواکونو په مرستې سره نورې انقلابې ادارې او ارګانونه له خونړۍ تصفيې سره مخامخ کړي او د اسلامي جمهوريت د حکومت واګې په لاسو کښې ونيسي. په دې مېنځومان کښې د اسلامي جمهوريت سر په تلي ځواکونو په داسې يوه ورځ د دغې دسيسې له پلان څخه چې د اسلامي جموري نظام نسکورول يې غوښتل اطلاع پېدا کړه او د دسيسې د مشرانو د مکالماتو د کېسټونو په شمول د کافي مدرکونو او ثبوتونو به برابرولو او د کودتا د نېټ ورک په بشپړه توګه پېژندلو سره په مناسبه موقع د دغو عملياتو اصلي او موثره غړي ونيول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۲۰ کاله مخکښې د ۱۳۷۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۲نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت د یو لوړرتبه چارواکي خلاف د جرمني د یوې ځايي محکمې د حکم له اعلانه یوه ورځ وروسته د اروپايي اتحادیې غړو حکومتونو له تهران څخه خپل سفیران وروغوښتل. د دغې محکمې قاضي چې په خبري ټولنو کښې په (میکونوس محکمې) مشهوره شوه، د صهیونیسټانو تر اغیز لاندې و او په یوه جنجالي او سیاسي محاکمه کښې یې په جرمني کښې د اسلامي ایران د یو مخالف په قتل کښې د ایران د دخالت ادعا وکړه چې دروغوالی یې له سره معلوم و.
د اروپايي اتحادیې د پریکړې په ځواب کښې ایران هم د جرمن محکمې د بې بنیاده ادعاو د ردولو په ترڅ کښې د دغې اتحادیې له غړو هیوادونو څخه خپل سفیران راوغوښتل. کومه ادعا چې د ایران خلاف د برلین په میکونوس نومې سیمه ایزې محکمې کښې مطرح شوه، په حقیقت کښې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د امریکې او صهیونیسټي رژیم د ګډ سیاسي یرغل یوه برخه وه. په همدې وجه د ایران حکومت دغه محکمه مردوده وبلله او اټکل یې وکړ چې د اروپايي اتحادیې سفیران به په نرمښت سره ایران ته راستانه شي. او په عمل کښې هم همداسې وشول او د میکونوس محکمې د حکم له صادریدو وروسته کابو په دوو میاشتو کښې د دغې اتحادیې د غړو هیوادونو سفیران یو په بل پسې تهران ته راستانه شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
ژباړه: عبدالماجد درانی