Apr 15, 2017 10:52 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۶

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې شپږ ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل د میاشتې له پینځلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

درې سوه اوولس کاله پخوا، د یو زرو یو سلو یویشتم  هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اوولسمه نيټه، ستر شیعه عالم فاضل علامه شیخ  سليمان  بحراني وفات شو. شيخ ابوالحسن سليمان  بن  عبدا... بن علی بن حسن بحراني ماحوزي چې په  محقق  بحراني مشهور ؤ، د دولسمې هجري پيړۍ د لومړنیو وختونو له سترو امامیه عالمانو څخه ؤ. د یو زرو شپږ اویایم  هجري قمري کال  د روژې  په  نیمايۍ کښې وزيږید. هغه د حدیث، رجال، تاریخ او سیرت په علم کښې زیاته پوهه او تجربه لرله. شيخ عبدا... سماهیجي د تفسیر برهان خاوند سید هاشم بحرانی او شيخ احمد بحرانی د هغۀ له شاګردانو څخه وو. د هغۀ  له  قلمي اثارو څخه  (الاشارات  فى الکلام)، (الشفاء  فى الحکمة النظریه) او  ( المعراج) ته  اشاره کولئ شوو.

دغه ستر عالم او فقیه بالاخره د یو زرو یو سلو یویشتم هجري قمري کال د رجب  یا  بزرګې  د  میاشتې  په  اوولسمه نيټه  په  شپږ څلويښت کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

یو سلو اووه شپیته کاله پخوا، د یو زرو دوه سوه یو اویایم  هجري قمري کال د رجب یا بزرګې د میاشتې په اوولسمه نيټه، ستر  مسلمان  عالم  او استاد آیت ا... العظمی حاج «سید ابوتراب خوانساري» د ایران په یو مرکزي ښار خوانسار کښې وزيږید.

آیت ا... العظمی خوانساري عقلي او نقلي درسونه د خپلې زمانې له مهمو استادانو څخه زده کړل  ان  تر دې  چې  پخپله  د  فقهې، اصولو، حکمت او تفسیر  په  درسونو کښې تکړه استاد شو. آیت ا... خوانساري د مختلفو دیني علومو  په  زمینه کښې  زیات  تالیفات  ولیکل چې دغه اثار د هغۀ پر ژورې پوهې  او  علم   دلالت کوي.

د هغه له اثارو څخه په اصول فقه کښې «قصد السبیل» او د دین په اصولو کښې «مصباح الصالحین» ته اشاره کولئ شو.

آیت ا... خوانساري  په  یو زرو درې سوه شپږ څلویښتم  هجري قمري کال کښې وفات شو.

««««««««««««

یو اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، ستر عالم او مجاهد فقیه آیت ا... شیخ محمد تقی بافقی وفات شو. آیت ‌‏ا... شیخ محمد تقی بافقی کابو په دولس سوه درې پنځوسم لمریز کال کښې د یزد په بافق کښې وزیږید. هغه په یزد کښې له مقدماتی زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او د آخوند خراسانی،سید محمد کاظم یزدی او سید احمد کربلایی له درسونو یې پریمانه ګټه پورته کړه. آیت ا... بافقی په نجف اشرف کښې د نولسو کالو له اقامته وروسته د قم په سپیڅلی ښار کښې میشته شو او درس او بحث ته یې مخه کړه. هغه له هغو کسانو څخه ؤ چې قم ته د آیت ا... حاج شیخ عبدالکریم حائری یزدی د منتقلیدو په سریزې برابرولو او د قم د علمیه حوزې په جوړولو کښې یې زیاتې هڅې وکړې او د حوزې له جوړیدا وروسته یې د آیت ا... حائری مرستیالی پر غاړه واخیسته. دغه مبارز فقیه له منکراتو څخه د مخنیوی لپاره له هیڅ مصیبته ونه ویرید، په دې ډول چې د حجاب د لیری کولو او د بی بی معصومه (س) حرم مبارک ته د پهلوی د بې شرمې او بې حجابې کورنۍ له ننوتلو سره د څرګند مخالفت په وجه د دیارلس سوه شپږم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په دویمه نیټه پخپله د رضا خان لخوا ووهل او وټکول شو او وروسته تر کلونو کلونو په شهر ری کښې جلاوطن ؤ. آیت ا... بافقی د دیارلس سوه څوارلسم لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د پهلوی د ګوډاګیانو لخوا د مشهد مقدس د ګوهرشاد جومات له خونړۍ پیښې له اوریدو وروسته د زړه له دریدا سره مخ شو او د بدن ځینې اندامونه یې زیانمن شول. هغه د لومړنی پهلوی له وتلو او تیښتې وروسته قم ته راستون شو او بالاخره د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، په دوه اویا کلنۍ کښې وفات شو او د حضرت بی بی معصومه (س) په سپیڅلی حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.

««««««««««««

پینځه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال د اپریل په پینځلسمه نیټه، یو افسر خالد اسلامبولی چې د فلسطین او د مصر د ملتونو خائن انور سادات یې وژلئ ؤ، وډزول شو. هغه له دې سره سره چې د مصر د پوځ یو تکړه افسر ګڼل کیده، د دغه هیواد له جهاد اسلامی غورځنګ سره یې پټه ملګرتیا درلوده. د کیمپ ډیوډ د شرمناک تړون چې پکښې د مصر د هغه وخت ولسمشر انور سادات د اسرائیلو غاصب حکومت په رسمیت وپیژانده، له لاسلیکیدو وروسته د فلسطین له ارمانونو سره د دغه خیانت کوونکی د وژلو پلان د خالد اسلامبولی په ذهن کښې پیدا شو. دغه پلان د نولس سوه یو اتیایم میلادی کال د اکتوبر په شپږمه نیټه عملی شو او هغه وخت چې انورسادات د نولس سوه درې اویایم میلادی کال د اکتوبر د جنګ د کلیزې په مناسبت د مصر د پوځ د پوځی پریډ په مراسمو کښې ګډون کړئ ؤ ، خالد اسلامبولی د سټیج په وړاندې د ټانکونو او پوځی ګاډو د پریډ په وخت د خپلو څو پوځی انډیوالانو په ملګرتیا پر سادات ډزې وکړې. له دغو میړنیو عملیاتو وروسته خالد اسلامبولی ونیوئ شو او له یوې اوږدې محاکمې وروسته د نولس سوه دوه اتیایم میلادی کال د اپریل په پینځلسمه نیټه، په څلور دیرش کلنۍ کښې چرماری کړئ شو. هغه به د خپلې محاکمې په بهیر کښې چغې وهلې چې ای خلکو ! ما د مصر فرعون وواژه.

««««««««««««

او له ننه پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د اپریل په پینځلسمه نیټه، په افغانستان کښې کمیونیسټی حکومت نسکور شو او مجاهدینو د کابل کنټرول په لاسو کښې واخیست. د نولس سوه اته اویایم میلادی کال د اپریل په اووه ویشتمه نیټه له خونړۍ کمیونیسټی کودتا او د افغانستان د پوځ د کمیونیسټو افسرانو لخوا د دغه هیواد د لومړنی ولسمشر محمد داؤد خان له وژلې وروسته، نور محمد ترکۍ د افغانستان د لومړنی کمیونیسټ ولسمشر په توګه د دغه هیواد د چارو واګې په لاسو کښې واخیستې. خو دغه حکومت زیات وخت ونه پائیده او له دوو کلونو نه په کمه موده کښې په دغه هیواد کښې دوې کودتاګانې رامینځته شوې او حکومت یې نسکور کړ، تر دې چې د شوروی تر ملاتړ لاندې د ببرک کارمل وار راغئ. له کمیونیسټی حکومت سره د مبارزې لپاره د مختلفو ډلو یوه پراخه جبهه جوړه شو. شوروی حکومت په افغانستان کښې له اته کلن بې نتیجې جنګه وروسته بالاخره په دغه هیواد کښې د خپل سیاست د بدلون په لټه کښې شو. له دې امله د نولس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مئۍ په څلورمه نیټه د سیاست د بدلون په دغه لاره کښې د لومړنی ګام په توګه یې ببرک کارمل د افغانستان له ولسمشرۍ لیری کړ او محمد نجیب ا... یې د هغه ځائ ناستی وټاکه.

د سیاست د دغه بدلون دویمه مرحله د افغانستان له خاورې څخه د شوروی سره پوځ د څه د پاسه یو لکو پوځیانو وتل وو چې د نولس سوه اته اتیایم میلادی کال د مئۍ له شپاړسمې څخه پیل او د نولس سوه نهه اتیایم میلادی کال د فرورۍ په پینځلسمه نیټه پائ ته ورسید. نجیب ا... په اقتدار کښې له راتلو او په خاصه توګه د شوروی ځواکونو له افغانستانه له وتلو وروسته له خپل حکومت سره د مخالفانو د ملګرتیا په لټه کښې شو، خو د افغان مجاهدینو اصلی مشران په هیڅ ډول حالاتو کښې له هغه سره ملګرتیا ته حاضر نه شول. په نولس سوه نوېم او یو نوېم میلادی کلونو کښې د نجیب ا... حکومت د اقتدار د ویش په سر د مجاهدینو د مشرانو ترمینځ د زیاتوو اختلافاتو له امله دوام وموند، خو د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال له لومړیو وختونو څخه چې د مجاهدینو مشران په افغانستان باندې د واکمن رژیم د ځائ ناستی په اړه یوې اصولی موافقې ته ورسیدل، نجیب ا... له حکومته له څنګته کیدو پرته بله چاره ونه موندله. بالاخره د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د اپریل په پینځلسمه نیټه، د ولسمشرۍ له مقامه د هغه په استعفا سره په افغانستان کښې د څوارلس کلن کمیونیسټی حکومت پړاؤ پائ ته ورسید.

 

ذیشان حیدر بنګش