Apr 18, 2017 14:20 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۸

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له نولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له اوولسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه نهه ویشت کاله پخوا، د نهم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د مسلمانانو او روم لښکر تر مینځ د تبوک غزا رامینځته شوه. د تبوک غزا د پیغمبر (ص) له وروستیو جنګونو ګڼل کیږی. د تبوک غزا د رامینځته کیدا وجه دغه وه چې د شام تجاری کاروان پیغمبر (ص) ته خبر ورکړ چې د روم باچا یو لښکر تیار کړی دی او مدینی ته روان دی. له دې امله د خدائ رسول (ص) حکم ورکړ چې له هرې لورې مسلمانان جنګ ته تیار شی. د لارې د لیریتوب، د موسم د ګرموالی، د محصول د اخیستلو د پړاؤ او د لارې د سختۍ باوجود اکثره مسلمانانو خپل ځانونه د جنګ لپاره تیار کړل. بالاخره د اسلام د دیرشو زرو کسانو لښکر د جنګ ځائ ته ورسید خو د روم د لښکر کومه نښه یې ونلیدله . په دغه غزا کښې که څه هم جنګ و نشو خو د کفر په وړاندې د اسلام شان د مسلمانانو چمتوالئ او سرښیندنه نندارې ته وړاندې شوه. همداراز دغه جنګ ته د فاضحه ( رسواکونکی) غزه هم ویل کیږی ځکه چې په دغه سفر کښې مسلمان وزمه یوه ډله منافقین رسوا شول .

««««««««««««

پینځه سوه اته کاله پخوا، د نهه سوه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، باچا اسماعیل صفوی وفات شو او طهماسب د تخت پر ګدۍ کښیناست. باچا اسماعیل صفوی د مرګ په وخت اته دیرش کلن ؤ او د هغه د بادشاهۍ څلورویشت کاله تیریدل. د اسماعیل اول جنازه اردبیل ته یوړل شوه او د شیخ صفی الدین اردبیلی په مزار کښې خاورو ته وسپارل شوه. شاه اسماعیل همدا چې د بادشاهۍ پر تخت کښیناسته، شیعه مذهب یې په هیواد کښې رسمی دین وټاکه او یو ځواکمن حکومت یې جوړ کړ. د باچا اسماعیل له مرګه وروسته، د هغه زوئ طهماسب اول چې یوولس کلن ؤ، د قدرت پر ګدۍ کښیناسته .

««««««««««««

دوه سوه درې کاله پخوا، د دولس سوه پینځه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د هندوستان یو مسلمان عالم سید دلدار علی نقوی په نهه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه د هند هغه ستر عالم او لومړنی شخصیت دئ چې په هندوستان کښې یې شیعه جعفری شریعت ټینګ کړائ شو. له دغه لوړ رتبه عالمه ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دی. سید دلدار د هندوستان مذهبی مشری په غاړه درلوده.

««««««««««««

یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د اپریل په اوولسمه نیټه، د سوریې هیواد د بهرنیو پوځیانو له نیواکه آزاد او خپلواکه شو. سوریه چې په تیرو وختونو کښې د هغې په خوا او شا کښې له ځینو ټاټوبو سره یو ځائ شام ګڼل کیده، د اسلام له ظهوره وړاندې د ایران، یونان، مصر او روم تر نیواک لاندې وه. دغه ټاټوبی د امویانو د حکومت مرکز ؤ او څه موده وروسته د مصر او بیا د عثمانی امپراطورۍ په نیواک کښې وراغئ. له لومړنی نړیوال جنګ او د عثمانی امپراطورۍ له دړې وړې کیدا وروسته، سوریه چې څو پېړۍ د عثمانیانو په نیواک کښې وه، د فرانسې تر سرپرستۍ لاندې وراغله. د نولس سوه یو څلویښتم میلادی کال په جون میاشت او د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې انګریز او فرانسوی ځواکونو سوریه ونیوله. د فرانسوی ځواکونو قوماندان د همغه کال په ستمبر میاشت کښې مجبور شو چې د سوریې خپلواکی اعلان کړی، خو د سوریې خپلواکی هغه وخت بشپړه شوه چې په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال کښې انګریز او فرانسوی ځواکونه له دغه هیواده ووتل.

سوریه د ایشیا په لویدیځ او د مدیترانه سمندر په څنډو کښې پرته ده او له لبنان، اردن، عراق، ترکیې او نیواکی فلسطین سره ګاونډه ده او کابو یو لک او پینځه اتیا زره مربع کیلومیټره پراختیا لری.

««««««««««««

او له ننه پینځه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اتیایم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، په خالصی زاده مشهور آیت ا... شیخ محمد خالصی په بغداد کښې وفات شو. هغه په چټکه علمی درجې کچ کړې او د دینی او کلتوری فعالیتونو تر څنګ په اسلامی هیوادونو کښې د استعمارګرو له لاس وهنې او نفوذ سره مبارزې ته مخه کړه او د انګریز ځواکونو پر ضد د عراق د خلکو په راپارولو کښې، چې د هغو هیواد یې نیولئ ؤ، رول درلود. د آیت ا... خالصی زاده د استعمار پر ضد فعالیتونه د هغه د نیوللو او ایران ته د جلاوطنۍ لامل شول. له آیت ا... خالصی څخه یو شمیر کتابونه په یادګار پاتې دی چې پکښې (مظالم انګلیس در بین النهرین) او (خدا در طبیعت) ته اشاره کولئ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش