تاریخ پاڼه شماره ۲۹
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې نهه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له شلمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له اتلسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه پینځه ویشت کاله پخوا، د دیارلسم هجري قمري کال د رجب يا بزرګې د مياشتې په شلمه نیټه، په فلسطين ټاټوبي کښې په يرموک نومې دره کښې په همدې نوم سره د اسلام د لښکر او د ختيځ روم د امپراطورۍ د پوځ تر مينځ جنګ رامینځته شو. په شام کښې د مسلمانانو له بریاوو وروسته د روم باچا هراکليوس له هغوئ سره د جنګ لپاره يو ستر لښکر برابر کړ خو مسلمانانو د ځواکونو او جنګي سازوسامانونو د ډير کمښت باوجود وکړئ شول، د روم د امپراطور لښکريانو ته ماتې ورکړي. دغه ماتې د دې سبب شوه چې د دغې امپراطورۍ ختيځ ورونه د مسلمانانو مخې ته خلاص شي، په دا ډول چې يو کال وروسته هغوئ بې له وينې بيېدنې بيت المقدس ښار فتح کړ.
««««««««««««
درې شپیته کاله پخوا، د نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، جمال عبدالناصر د مصر د ولسمشر، محمدنجیب پرضد له کودتا پسې د مصر ولسمشر شو.
وروسته له دې چې د نولس سوه دوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په درویشتمه نیټه، د جنرال محمد نجیب په قوماندانۍ د مصر د آزادو افسرانو غورځنګ د سلطنتی رژیم پرضد کودتا وکړه، د مصر باچا ملک فاروق یې استعفا ته مجبور کړ.
له هغه وخته، محمد نجیب د انقلاب د قوماندانۍ شورا مشری پرغاړه واخیسته او کله چې د ملک فاروق زوئ، چې د مصر د نوی ولسمشر په توګه معرفی شوئ ؤ، له واکه لیری کړ ، ځان یې د نولس سوه درې پنځوسم میلادی کال په جون میاشت کښې د مصر د لومړنی ولسمشر په توګه وټاکه.
خو دغه مقام ډیر دوام ونکړ او جنرال نجیب د نولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، د خپل ملګری، ډګروال جمال عبدالناصر قربانی شو او له واکه لیرې او عبدالناصر پخپله د هغه ځائ ناستی شو.
ناصر د عربو په نوی تاریخ کښې او هم په شلمې پیړۍ کښې د پرمختللو هیوادونو ډیر مهم سیاسی شخصیت ګڼل کېږی.
هغه د سویز اوبلارې په ملی کولو بریالئ شو او په عربی او افریقایی نړۍ کښې د امپریالیستۍ ضد هڅو کښې یې چورلیزی رول درلود.
ناصر همداراز د ناپییلی غورځنګ په جوړیدو کښې هم مهم رول درلود.
««««««««««««
دوه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال د اپریل په اتلسمه نیټه، د اسیایي او افریقايي ملتونو د استازو تر مینځ په (باندونګ غونډه) مشهوره د انډونیشیا په همدې نامه ښار کښې لومړنۍ غونډه جوړه شوه.
د اسیا او افریقا له نهه ویشتو څخه ډيرو هيوادونو د استازو په دې ټول کښې چې د دوو سترو قدرتونو، لویديځ او ختیځ په مقابل کښې د درېمې نړۍ د هيوادونو د ټولنې جوړیدو غوښتوونکي وو، ګډون درلود.
د باندونګ غونډې په پائ کښې د درېمې نړۍ فرهنګي او اقتصادي ملګرتیاوو او د آسیایي او افریقايي ملتونو د برخلیک ټاکلو له حق څخه د ملاتړ تړون تصویب شو .
د باندونګ غونډه د غیر متعهدو هيوادونو د غورځنګ جوړیدو لپاره پیلیزه وه.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجری لمریز کال د وری په نهه ویشتمه نیټه، د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ، د ایران د اسلامی انقلاب له ارواښاد مشر، حضرت امام خمینی(رح) سره د بیعت کولو ترڅنګ له اسلامی انقلاب سره پر خپلې وفادارۍ په ټینګار سره، د ایران په مختلفو برخو کښې بې مخینه پریټ تر سره کړ.
د دغه پریټ په بهیر کښې چې د ایران د مسلمانو خلکو له زیات هرکلی سره مخامخ شو، ولس او پوځ، د اسلام، انقلاب او اسلامی هیواد ساتلو په لاره کې خپل یووالئ نندارې ته وړاندې کړ.
په همدې وجه د ایران په اسلامی جمهوریت کښې دغه ورځ د (پوځ ورځ) نومول شوې ده او هر کال په دې اړه ځانګړی مراسم ترسره کیږی.
««««««««««««
او له ننه یوویشت کاله پخوا، د نولس سوه شپږ نوېم میلادی کال د اپریل په اتلسمه نیټه، د صهیونیسټ رژیم هوایی ځواک، د لبنان په جنوب په قانا کلی کښې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو عسکرو پر مرکز چې په سلګونو ولسی لبنانیانو پکښې پناه اخیستې وه، بریدوکړ.
په دغه وحشیانه برید کښې چې پر لبنان د صهیونیسټ رژیم د پوځ د پوځی عملیاتو په بهیر کښې د (غوسې وږی) تر عنوان لاندې ترسره شول، کابو یو سلو لس ولسی لبنانیان ووژل او یوشمیر ټپیان شول.
د دغه لبنانی کډوالو بوږنونکې وژلې چې درې دیرش تنه پکښې له لسو کالو د کم عمر ماشومان وو، په نړۍ کښې د عمومی افکارو غوسه راوپاروله او صهیونیسټان پر لبنان د بمبارۍ پائ ته رسولو ته اړشول.
په عین حال کښې امریکا ،په امنیت شورا کښې د صهیونیسټ رژیم لخوا د قانا د کلی د استوګنو د وژلې د غندلو په اړه د پریکړه لیک تصویبیدو مخه ونیوله. خو د ملګرو ملتونو عمومی غونډې، د دغه جنایت د غندلو ترڅنګ، د یوه پریکړه لیک په تصویبولو سره صهیونیسټ رژیم د قانا غمیزې قربانیانو ته د تاوان په ورکولو پابند کړ. دغه پریکړه لیک د صیهیونیسټ رژیم له جنایتونو څخه د نړیوالو د کړکې ښکارندوئ ؤ.
ذیشان حیدر بنګش