یدیعوت آحارنوت: ایران خپل مقاومت او ودرېدنه ساتلې ده
-
د ایران د ملی امنیت د عالی شورا منشی شهید علی لاریجانی
پارس تودی- یوې صهیونیستي ورځپاڼې د ځینو ایراني جګپورو چارواکو په ټرور کې د اسرائیل د رژیم استراتیژی په ماتې باندې په اعتراف سره ولیکل: د ایران اسلامي جمهوریت نه یوازې کمزورې شوی نه دی، بلکې د هغه د حکومتولی جوړښت د پراختیا او انسجام د امله، د دې بریدونو په وړاندې پیاوړی او مضبوط پآتې دی.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسرائیل رژیم د یدیعوت احارنوت ورځپاڼې د ایران د ملی امنیت د عالی شورا د منشي شهید علی لاریجاني او د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب د ټرور د پایلو په هکله په یوه شننه کې، ولیکل: دا ټرورونه کولای نه شي د ایران په وړاندې د جنګ په بهیر کې بدلون رامینځته کړي.
دغې ورځپاڼې ټینګار وکړ چي ایران، یوه لوی هیواد او د ځایناستي د ټاکلو لپاره د یوه منسجم بهیر څخه برخور دی چي له زیاتې مودې راپه دې خوا د داسي جنګي سناریوګانو لپاره چي په کښې د هغه جګپورې چارواکي زیانمن شي، ځان یې چمتو کړی وو.
د دې رسنۍ په وېنا، د ایران اسلامي جمهوریت چي د میلیونونو کسانو په یوې پراخې شبکې باندې تکیه لري، د څو جګپورو چارواکو په له مینځه تلو سره، د امریکا په وړاندې نه تسلیمیږي.
یدیعوت احارنوت په دې باندې په اعتراف سره، چي د ایران د کمزورتیا هیڅ درکه نه لګیږي، ولیکل: حتی د صهیونیست رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو هم اعتراف وکړ چي په ایران کې د اسلامي جمهوریت د نظام د بدلولو لپاره د تل ابیب وړتیا محدوده ده.