مخبر: د هرمز د تنګی لپاره نوی نظم ایږدو
پارس تودی- د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار او مرستیال جوته کړه: د هرمز تنګی له استراتیژیک موقعیت څخه په کار اخیستلو سره، کولایشو په دشمن باندې بندیز ولګوو او د هغوی کښتیو ته اجازه ورنه کړو چي له دې اوبلارې څخه تېر شي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د رهبر سلاکار او مرستیال محمد مخبر، وویل: د رمضان د تپل شوې جګړې په بریالي پای ته رسېدلو سره، دښمن او نړیوال زورواکان، په ایران باندې د بیا ځلې حملې فکر به له ذهن څخه وباسي او د هیواد امنیت د اوږدې مودې لپاره تضمینیږي او خوندي کیږي، ځکه هغه هیواد چي د نړۍ له زبرځواکونو سره جنګېدلی دی، او د هغوی اهداف یې ناکامه کړي دي، نور په اسانۍ سره، تر فشار او برید لاندې نه شي راتلای.
مخبر د روانو حالاتو یو تر ټولو مهم فرصت یې د هرمز په تنګی کې د ایران د مقام د بیاتریفولو چانس وبلله او جوته یې کړه: تر اوسه غربیانو او زورواکانو په مونږ باندې بندیزونه او محدودیتونه لګول، لیکن د روانې جګړې له ختمېدو وروسته، د هرمز تنګی لپاره د نوی نظم په تعریفولو او واکمنولو سره، د ایران مقام به له تحریم شوی هیواد څخه په سیمه او نړۍ کې په یوه پیاوړی مقام باندې بدل شي او د هرمز د تنګی د استراتیژیک موقعیت په کارولو سره، کولایشو په دشمنانو باندې بندیزونه ولګوو او هغوی د کښتیو د تېرېدو اجازه ورنه کړو، په دې خاطر باید د دې جنګ یوه پایله د هرمز په تنګي کې د نوی نظم واکمنېدل وي.