تاریخ پاڼه شماره ۳۰
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د وري د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له نولسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
دوه زره پنځوس کاله پخوا، د مورخانو په نظر کښې له میلاده درې دیرش کاله مخکښې، د اپریل په نولسمه نیټه، په نړۍ کښې لومړنی عمومی کتابتون (پبلک لائبریرئ) چې هر باسواده کس ورته د تلو حق درلود، په روم ښار کښې پرانیستل شو. رومیان ، سومریان، اشوریان ، بابلیان ، ایرانیان او نور له دې وړاندې کتابتون لرونکی وو خو ټول خلک دغو کتابتونونو ته نشو تللئ چې د اشوریانو سفالی کتابتون پکښې مشهور ؤ. په ایران کښې عمومی مطالب چې هر کس هغه ته مراجعه کولئ شوه په کاڼی یې کندل، لکه د بیستون ډبر لیک په شان. د ویلو ده، لومړنی هیواد چې په نړۍ کښې یې د کتاب ترجمې او د تالیفی موسسې جوړولو ته مله وتړله، ایران ؤ چې پینځلس پیړۍ وړاندې، د خسرو انوشیروان د حکومت په وخت کښې داسې یو مرکز جوړشو او د کلیله او دمنه له سنسکریته په فارسۍ کښې ترجمه د هغه یوکار ؤ.
««««««««««««
دوه سوه لس کاله پخوا، د اتلس سوه اووم میلادي کال د اپریل په نولسمه نیټه ، د مصري ځواکونو په لاس د انګریز ځواکونو له ماتي وروسته ، انګریز یرغلګرو ځواکونو له اسکندریه بندره شاتګ وکړ. انګریز حکومت چې په هغه وخت کښې د خپلو مستعمراتو د پراختیا په لټه کښې ؤ، فیصله وکړه، د مصر په نیولو سره چې د عثماني امپراتورۍ تحت الحمایه ګڼل کیده، دغه امپراتوری یې تر دباؤ لاندې راوستله. په همدې وجه د انګریزانو جنګي بیړۍ پر مصر برید وکړ. د جنګ په پیل کښې اسکندریه د نیواکګرو ځواکونو تر نیواک لاندې راغله خو د مصر والي محمد علی پاشا د خلکو او د دغه هیواد د عالمانو د جهاد د حکم په مرسته له مصر څخه دفاع وکړه . د مصر مسلمانانو له ځان څخه په تیریدا او میړانې سره ډیره مبارزه وکړه او دښمن ته یې چې په هغه وخت کښې په خورا پرمختللو وسلو سمبال ؤ، ماته ورکړه او بالاخره په همداسې ورځ انګریز ځواکونه شاتګ ته مجبور شول او له مصره ووتل.
««««««««««««
یو سلو نهه دیرش کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجري قمري کال د رجب په یویشتمه نیټه، یو لوئ عالم آیت ا... صدرالدین صدر د عراق په کاظمین ښار کښې وزیږید. هغه د ماشومتوب له پړاؤ وروسته، د خپل زیږنځائ له استازانو ادبیات او وروسته ریاضیات زده کړل او بیا د خپلو دیني زده کړو د بشپړولو لپاره د نجف علميه حوزې ته ولاړ او د خپلو دیني زده کړو بشپړولو ته یې مخه وکړه تر دې چې د اجتهاد درجه یې ترلاسه کړه. آیت ا... صدر په دوه دیرش کلنۍکښې د ایران په ختیځ کښې مشهد ښار ته ولاړ او تر دیارلس سوه اته څلویښتم هجري قمري کاله پورې په دغه سپیڅلي ښار کښې پاتې شو او وروسته عراق ته ستون شو. د آیت ا... صدر له تالیفاتو څخه مختصر تاریخ الاسلام ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
یو اویا کاله پخوا، د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادي کال د اپریل په نولسمه نیټه، لومړۍ نړیوال سازمان یعني د ملتونو ټولنه ړنګه شوه . دغه سازمان د لومړي نړیوال جنګ له ختمیدو وروسته، د امریکا د هغه وخت د ولسمشر وودرو ویلسن په وړاندیز، د نولس سوه شلم کال د جنورۍ په لسمه جوړ شو. د ملتونو د ټولنې میثاق په نولس سوه نولسم کال کښې د پاریس د سولې په کانفرس کښې تصویب شو. خو د امریکا د کانګرس لخوا د نه تصویبیدو له امله، د ملتونو ټولنې د امریکا له غړیتوب پرته کار پیل کړ . د ملتونو د ټولنې مرکز د سویسس په جینیوا کښې او لومړۍ سرمنشي یې یو انګلیسی ډیپلوماټ ؤ. د ملتونو ټولنې د نهه څلویښتو هیوادونو په غړیتوب سره کار پیل کړ او د ژوند په موده کښې ورسره دیارلس نور هیوادونه هم یو ځائ شول. د هغه وخت د قدرتونو د زیاتې ونډې او قدرت غوښتل سبب شول، څو دغه ټولنه هیڅکله ونه توانیږي، په نړۍ کښې د سولې په ټینګولو کښې خپل رول ولوبوي. له همدې امله د دغه ټولنې له جوړیدا نولس کاله وروسته، دوهم نړیوال جنګ پیل شو . په دغه جنګ کښې د ملتونو ټولنه عملا وځنډیده او د دوهم نړیوال جنګ په پائ کښې یې ځائ د ملګرو ملتو سازمان ونیوه.
««««««««««««
دوه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه پینځه نوېم میلادي کال د اپریل په نولسمه نیټه، د اوکلاهما ایالت په مرکز اکلاهما سیټي کښې د فیډرل دولت ودانۍ د هغې مخې ته د یو ولاړ ګاډي د چاودیدو له امله ورانه شوه. په دغه چاودنه کښې اته شپیته کسان مړه او پينځه سوه ژوبل شول. د تیموتی مکوي په نامه د امریکا یو پخواني پوځي د د غه چاودنې مسئوولیت په غاړه واخیست. هغه د امریکا د مرکزي دولت د مخالفو وسله والو د سازمان غړئ ؤ. دغه چاودنه د امریکا د خلکو لپاره ډیره ټکان ورکوونکې وه او ویې ښودله چې د امریکا ټولنه په داخل کښې له څه ډول ګواښونو سره مخامخ ده .
««««««««««««
او له ننه دولس کاله پخوا، د دوه زره پینځم میلادي کال د اپریل په نولسمه نیټه، د دوه زره پینځم کال د اپریل په دوهمه نیټه د نړۍ د کاتولیکانو د مشر دوهم پاپ جان پال په مړینې سره جوزف راتزینګر د شپاړسم بنډیکټ په نوم د پاپ مقام ته غوره شو . هغه په نولس سوه اووه ویشتم میلادي کال کښې په جرمني کښې زیږیدلئ ؤ او په زلمیتوب کښې د دیني علومو مدرسې ته لاړ. راتزینګر په نولس سوه یو پنځوسم میلادي کال کښې د پادري په توګه تدریس پیل کړ او په نولس سوه اووه اویایم میلادي کال کښې د کارډینال مقام ته ورسید. هغه په نولس سوه یو اتیایم کال کښې په واټیکان کښې د یوې ادارې مشر غوره شو چې د مسیحیانو د مذهبي ایمان د ساتنې مسئوولیت یې په غاړه درلوده. پاپ شپاړسم بنډیکټ د نړۍ د کاتولیکانو د مشرۍ په مقام کښې له ډیرو ستونزو منجمله په لویدیځ کښې د معنوي له ژور بحران او په کلیسا کښې له فساد سره مخامخ ؤ. هغه د واټیکان په کلیسا کښې د همدغه شان لویو اخلاقي او مالي فسادونو په اړه له ډیرو افشاګریو وروسته په یو کم ساري اقدام کښې په دوه زره دیارلسم کال کښې له خپل مقامه استعفا ورکړه او پاپ فرانسیس د هغه ځائ ونیوه .
ذیشان حیدر بنګش