Apr 30, 2017 11:31 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۶

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له پینځه ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه یو پنځوس کاله پخوا، له هجرته دیارلس کاله مخکښې، د اسلام  ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا... علیه و آله وسلم  د متعال خدائ  لخوا پر  پیغمبرۍ مبعوث  شو.  هغه  مهال  د حضرت  محمد (ص) مبارک  عمر څلویښت کاله  ؤ.

هغوئ  به  له  ماشومتوبه  کائناتو او الهی نښو نښانو ته  په  ژور نظر سره کتل او تل د انسان د نیکمرغۍ او لوړاوي په فکر کښې ؤ. هر چا به د هغه د صداقت، امانت دارۍ او خیرښیګړۍ  صفتونه کول. د دغو  فضیلتونو ټولګې له  هغوئ څخه  یو  د  ستاینې  او  قدرونې  وړ شخصیت جوړ کړ.

حضرت محمد مصطفی (ص) به زیاتره وختونه د عبادت او تفکر لپاره د مکې په شمال کښې د نور په نامه غره کښې حرا غار ته تله او د خدای تعالی جل جلاله عبادت به یې کوه تر دې چې په داسې یوه ورځ د وحی فرښته حضرت جبرائیل علیه السلام پر حضرت محمد مصطفی(ص) نازله شوه او هغوی ته یې زیری ورکړ چې د هستۍ د خالق لخوا د پیغمبرۍ لپاره غوره شوی دی. له هغه وروسته د خدای پاک د وروستی استازی په مقام کښې د هغه حضرت دروند او سخت رسالت پیل شو څو نړیوالو ته د وروستی او ترټولو بشپړ دین په توګه د اسلام مبین دین وړاندې کړی.

له بعثته وروسته پیغمبر اکرمص له جهل، کفر او ظلم سره مبارزه پیل کړه او په مکه ښار کښې دیارلس کاله د اسلام د مبین دین له تبلیغ او ترویج وروسته یې مدینې منورې ته هجرت وکړ.

هغوی په مدینه کښې هم د خپل الهی رسالت خپرولو او تبلیغولو ته دوام ورکړ او د اسلام د ځلانده ارزښتونو په اساس یې د یو حکومت بنسټ کیښود. لږه موده نه وه تیره چې دغه حکومت د نړۍ د هغه وخت په مهمو برخو کښې پراختیا بیاموندله.

د اسلام د قدرمن پیغبر مبعوثیدل د انسان په تاریخ کښې د بدلانه یو مهم پیچومی دی او د نړۍ مسلمانان دغه ورځ نمانځی او په ټوله اسلامی نړۍ کښې جشنونه او خوشالۍ ترسره کوی.

د تهران راډیو ګرانو مینه والو تاسو ته دې هم د مبعث اختر ډیر ډیر مبارک وی.

««««««««««««

پینځه سوه پینځه ویشت کاله مخکښې، د تاریخ لیکونکو له قوله د ۱۴۹۲ میلادی کال  د اپریل  په  ۲۵ نیټه،  په اروپا کښې  وروستی اسلامی حکومت په غرناطه کښې سقوط وکړ. د اسلام  د مبین دین له راڅرګندیدو او د هغه له پراخیدو وروسته د آسیا په لویدیځه او د افریقې په شمالی برخه کښې د اسلام سپایان د جبل الطارق تنګی له لارې د اروپا سویل لویدیځې سیمې ته ورسیدل او دغه سیمه اته پیړۍ د اسلامی واکمنانو ترنظر لاندې پاتې شوه. دغه سیمه چې نن سبا اسپانیا نوموله شوې په هغه وخت کښې یې نوم اندلس و. د وخت په تیریدو سره د اسپانیا عیسایانو د نورو په مرستې سره په مسلمانانو کښې د فساد د دودولو زمینه برابره کړه او اندلس ټاټوبی یې د مسلمانانو له لاسه وباسه.

په دغه وختو کښې ګڼ شمیر مسلمانان د اسپانیا له ښارونو غرناطه ته لاړل او څه موده یې دغه ښار په لاس کښې و. بلآخره دغه ښار په اروپا کښې د اسلامی حکومت د وروستی مرکز په توګه د ۱۴۹۲ میلادی کال د اپریل په ۲۵ نیټه د عیسایانو لاس ته ورغی او په دغه سیمه کښې د مسلمانانو اته سوه کلن حکومت پاې ته ورسید. په یاده سیمه کښې د اسلامی واکمنۍ پړاؤ د علم او پوهې له غوړیدنې او ترقۍ سره مل ؤ. د قرآن او حدیثو او فقهې علوم، طبیعی او طبی، د نجومو او ریاضیاتو او د فلسفې او ادبیاتو علمونه په دغه سیمه کښې له علمی او کلتوری اړخه د مسلمانانو ځلاوې ګڼلې کیږی. که څه هم د پورتنیو علمونو ترڅنګ د اسلامی معمارۍ یادونه وشی چې پاتې شونې یې په ننۍ اسپانیا کښې د ژوند په ټولو اړخونو کښې د اسلام د دین په ښوونه کښې د مسلمانانو د روښانه فکر او کوشش نښې دی.

««««««««««««

شپږ څلویښت کاله  پخوا، د  نولس سوه یو اویایم میلادی کال د اپریل په پنځه ویشتمه نیټه ، په ویتنام کښې د امریکاپه پوځی عملیاتو باندې د دغه هیواد د خلکو د پراخ اعتراضاتو په دوام کښې د امریکی کابو دوه لکه کسانو په واشنګټن کښې مظاهرې وکړې . دغه مظاهرې په ویتنام کښې د دغه هیواد د تیری کونکو سیاستونو پر ضد د امریکا خلکو یولوی احتجاجی غبرګون ؤ. امریکا له ویتنام سره په جنګ کښې چې په نولس سوه څلور شپیتم کال کښې پیل شوی ؤ، پنځه لکه سربازان دغه هیواد ته واستول چې له هغو په زرګونو کسان ووژل او ټپیان شول . په همدغه دلیل په ویتنام کښې د جنګ سختیدا او له دواړو لورو د ډیرو کسانو له وژلې سره په یو وخت ویتنام ته د خپلو بچیانو له استولو سره د امریکی د خلکو مخالفت زیات شو او واشنګټن تر کورنی او نړیوال دباؤ لاندی او په ویتنام کښې د جنګ په جبهو کښې پرله پسی ماتو په وجه په نولس سوه پنځه اویایم کال کښې له دغه هیواده وتلوته مجبور شو.

««««««««««««

اووه  دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځمه نیټه، امریکا یو شمیر چورلکو او الوتکو سره د ایران پر خاوره پوځی تیری وکړ. د امریکا حکومت چې د ایران د اسلامی جمهوریت نظام ته ماتی ورکولو لپاره مختلفو چل ولو سره هیڅ نتیجې ته ونه رسیده، د خپلو جاسوسانو د خلاصولو په اراده چې د امریکا د جاسوسۍ د ځالګې د نیولو په بخیر کښې نیول شوی وو، دغه تجاوز یې وکړ. دغه برید د دقیقې پلان سنجونې، پرمختللی تجهیزات او زیاتو تمرینونو سره سره چې امریکایانو په هغه شان ځایونو کښې تر سره کړی وو، د ایران په شمال ختیځ کښې د طبس ښار په خوا او شا په دښتو کښې د ریګو توپان د رامینځته کیدا په وجه ماتی وخواړه او د امریکا یو شمیر چورلکو او الوتکو اور واخیست او له امریکایی پوځیانو څو کسان ووژل شول او له هغو پاتې نور ناکامۍ او رسوایۍ سره د ایران له خاورې و تښتیدل. ټاکل شوې وه چې امریکایان په طبس کښې له کوزیدو وروسته له چورلکې سره د تهران په لور والوځی. د ریګو توپان د امریکې چارواکی چې ټول ضروری اټکلونه یې ترسره کړل او حتی د موسم حالات یې هم جاجولی وو، سخت حیران کړل. په حقیقت کښې د متعال خدائ مهربانی وه چې د ایران له ولس سره یې د نیمې شپې په هغو حساسو شیبو کښې مرسته وکړه او د امریکې تیری یې له ماتی سره مخامخ کړ. د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی (رح) په یو لړ ویناؤ کښې د امریکې د شرمونکې پوځی ماتې په هکله وفرمایل : اوس چې ستر شیطان داسې احمقانه کار ته لاس اچولی، زمونږ شریف ولس او جنګیالی ځواکونو ته پکار دی چې د خدائ لپاره په خپل پوره توان او په متعال خدائ باندې په تکیې سره له خپلو دښمنانو سره مقابلې ته چمتو شی.

 

ذیشان حیدر بنګش