تاریخ پاڼه شماره ۳۸
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه شپږ نوېم هجري لمریز کال د غوایي د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د رجب د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د اپریل له اووه ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو دوه شپیته کاله پخوا، د دوه سوه شپږ اویایم هجری قمری کال د رجب په نهه ویشتمه نیټه، حدیث لیکونکئ او ادیب ابن قتیبه وفات شو. په ابن قتیبه مشهور مسلمان ادیب، شاعر، محدث او قرآن پوه عبدا... بن مسلم دینوری په دوه سوه دیارلسم قمری کال کښې په کوفې کښې وزیږید. له زده کړی وروسته یې د ایران په لویدیځ په دینور کښې قضاوت ته مخه کړه او وروسته یې په بغداد کښې، نولس کاله تدریس ، تالیف او د خپلو علمی اثارو بشپړولو ته ملا وتړله. ابن قتیبه د خپلو کتابونو په وجه د عالمانو او پوهانو د پام وړ ګرځیدلئ دی. (تاویل مشکل القرآن)، (تفسیر غریب القرآن) او (معانی الشعر) د هغه له تالیفاتو څخه دی.
««««««««««««
پینځه سوه نهه پنځوس کاله پخوا، د اته سوه نهه اویایم هجری قمری کال د رجب په نهه ویشتمه نیټه، مسلمان مفسر او فقیه شمس الدین د سوریی په حلب ښار کښې وفات شو. شمس الدین فقه او د قرآن تفسیر د هغه وخت نامتو پوه او فقیه د ابن همام له محضره زده کړل او د اسلامی تعلیماتو په زمینه کښې یې ارزښتمن کتابونه ولیکل. د دغه نامتو فقیه تر ټولو مهم اثر (التقریر و التعبیر) نوم لري.
««««««««««««
څلور سوه شپږ نوي کاله وړاندې، د ۱۵۲۱ زیږدیز کال د اپریل په ۲۷مه، پرتګالی سمندر کچکونکی(( فردیناند ماجلان)) ووژل شو.
هغه په ۱۴۷۰ زیږدیز کال کې وزږید او خپل لوی سمندري سفر یې په ۱۵۱۹ کال کې له پنځو بېړیو سره پیل کړ.
ماجلان د سویلي امریکا څنډې ته له رسیدو وروسته، ددې وچې په سویل کې تنګی وموند.
دغه تنګی د هغه په خپل نوم، یعنې د ماجلان تنګی ونومول شو.
ماجلان او د هغه بیړۍ چلوونکي ددې تنګي له لارې آرام سمندر ته ورسیدل، خو په دې سمندر کې په مودو مودو وږي او لالهانده و، تر دې چې دفیلپين ټاپوګانو ته ورسیدل.
ماجلان ددې خاورې د ځايي خلکو په چارو کې د لاسوهنې له امله، له هغوی سره په جګړه کې ووژل شو او بالاخره، د لارې په اوږدو کې د ۱۶۰ بېړۍ چلوونکو له وژلو وروسته، له یوې بیړۍ سره د ماجلان ۱۸ ملګري، ځانونه د سباستین دل کانو په قومانده اسپانیا ته ورسول.
««««««««««««
درې څلویښت کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجری قمری کال د رجب په نهه ویشتمه نیټه، یو ستر شیعه مرجع او لوئ فقیه آیت ا... سید محمد هادی میلانی وفات شو. آیت ا... سید محمد هادی میلانی د دیارلس سوه دیارلسم قمری کال په محرم میاشت کښې په نجف کښې وزیږید. د هغه نیکونه ټول د مدینی ښار له حسینی ساداتو او د څلورم امام حضرت علی بن الحسین (ع) له فرزندانو وو. د مقدماتی درسونو له ترسره کولو وروسته، د ابوالحسن اصفهانی، میرزا نایینی او آقا ضیاء الدین عراقی په شان استادانو درس ته حاضر شو. آیت ا... میلانی په فقه کښې له مهارت سربیره د فلسفی ، تفسیر او قرآنی علومو په شان علومو کښې هم مهارت درلود او دغه درسونه یې تدریسول. پریمانو شاګردانو منجمله د حسین وحید خراسانی، سید عباس صدر، محمد تقی جعفری، سید محمد باقر طباطبایی او نورو په څیر آیت الاګانو د هغه د درس په محضرکښې لوړې علمی درجې ترلاسه کړې. همداراز د آیت ا... میلانی پریمان علمی اثار د هغه په ډول ډول کتابونو کښې څرګند شوی دی. په لسو ټوکو کښې (محاضرات فی الفقه الامامیه)، په نهو ټوکو کښې (قادتنا کیف نعرفهم) او نور د تقلید د دغه ستر مرجع له تالیفاتو ګڼل کیږی . دغه لوئ عالم په دیارلس سوه درې اویایم قمری کال کښې مشهد ښار ته لاړ او خپل شتون سره یې د مشهد علمیه حوزې ته بیا ځلا وبخښله. بالاخره دغه ربانی عالم چې د خپل عمر په پائ کښې د پهلوی رژیم پر ضد د خلکو د اسلامی غورځنګ سره له ملګرتیا غافل نه ؤ، په دیارلس سوه پینځه نوېم قمری کال کښې چې له دیارلس سوه څلور پنځوسم لمریز کال سره برابر ؤ، په دوه اتیا کلنۍ کښې وفات شو او د حضرت امام رضا (ع) په سپیڅلی حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.
««««««««««««
او له ننه نهه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اوومه نیټه، جنرال عبدالقادر په افغانستان کښې کودتا وکړه او د دغه هیواد د هغه وخت د ولسمشر داؤد خان له وژلو وروسته د افغانستان د خلق ډیموکریټک ګوند مشر نور محمد ترکی یې قدرت ته ورساوه. څه موده وروسته حفیظ ا... امین د ترکی پر ضد کودتا وکړه او پخپله قدرت ته ورسید. خو په دغه هیواد کښې بی ثباتۍ دوام ومونداو امین هم د پرچم په نوم د خلق ډیموکریټک ګوند له بلې څانګې مشر ببرک کارمل له کودتا سره لیرې کړائ شو او ووژل شو. د کارمل په وخت کښې په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې د شوروی سرو پوځیانو افغانستان ونیوه. کارمل چې د شوروی له ملاتړه برخمن ؤ، تر دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کاله پورې یې د خلق ډیموکریټک ګوند مشری او ولسمشری پر غاړه درلوده، خو په دغه کال کښې د ګوند له مشرۍ لیرې شو او محمد نجیب ا... د هغه ځائ ناستئ شو. د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال په وروستیو کښې له افغانستانه د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان مجاهدینو د نجیب ا... له حکومت سره جنګ سخت کړ تر دې چې په دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال کښې یې دغه حکومت نسکور کړ او په افغانستان کښې مختلفو ډلو قدرت تر لاسه کړ.