دبې پَردې امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه
دتهران دپشتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د بې پَردې امریکا د تیرې اونۍ مهمو بدلونونو نومې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو . دتیرو پروګرامونو په شان نن درته په تیرې اونۍ کې د امریکا د ځينو مهمو خبرونو او بدلونونو په باب درسره غږیږو او بیا مو هم تحلیلي برخې ته رابولوو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
په تیرې اونۍ کې د امریکا په مهمو پیښو کې باید له ناټو د امریکا د وتلو په باب د ډونالډ ټرمپ ګواښ ،د ټرمپ د دوو پخوانیو سلاکارانو د محکومیّت او د هغه پر سیاسی راتلونکي د هغو د جدي اغیزو، دامریکا په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې پر پروژې د اغیزشیندنې لپاره د ټرمپ د هڅې په سر د ډونالډ ټر مپ او د امریکا د عدالې وزارت دخولې شخړې ، نیواکي فلسطین ته د امریکا د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن له سفر سره د واشنګټن او تل ابیب د ایراني ضد سلامشورو، له سویئفټ څخه د ایران د ویستلو د سریزو د برابرولو لپاره د امریکا د شپاړسو سناتورانو غوښتنې ،له اروپا د وارداتي ګاډو د ټِرف په زیاتولو د ټرمپ ټينګار او د اطلس سمندر د دواړو غواړو ترمینځ د تجارتي جنګ د بیا زیاتیدا دخطرې او ورسره د روسیې په ضد د ا مریکا نوو بندیزونو ته هم اشاره وکړو .
ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۶کال کې د امریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو دسیالیو له وخت راهسې او دغه راز سپینې ماڼۍ ته په رسیدا پسې ، په کرتو او په بیلابیلو مناسبتونو ، د ناټو د لګښتونو په تامینیدا کې د ناټو په ناکامي ګډون او پوځي او دفاعي چارو ته د هغوي د داخلی ناخالصو تولیداتو د دوو فی صدو د پیلولو پشمول د خوښې وړ موخو ته د رسیدا په باب د ناټو د یوشمیر اروپائي غړ و په بې پامیو نیوکې کړي دي . ډونالډټرمپ له دې مخکې هم وئيلي وو ، چې د ناټو له ۲۹غړو څخه ، ۲۳ غړو، تر دې دمه پوځي چارو ته د خپلو داخلی ناخالصو تولیداتو دوه فی صدي برخه هم نه ده بیله کړې ، هغه دغه راز ګواښ کړی چې که د ناټو په وړاندې دغه هیوادونه پخپلو ژمنو عمل ونه کړي ، نو له دوي سره به سخت چلند وشي . ټرمپ په کینیډا کې د اوه ډلې په وروستۍ سرمشریزې کې هم یو ځل بیا پر ناټو په سختو نیوکو سره سخټ ټکونه کړي او دا ئې یو ډير بد او د امریکا لپاره ډير زیات لګښت لرونکی اورګان بللی ؤ . ټرمپ د ناټو د غړو هیوادونو په وسیله د لازیاتو پوځي لګښتونو د لګولو دضرورت په باب دخپلو څرګندونو په دوام کې په دې باب خپرۀ شوي راپورونه ، چې هغه ګواښ کړی ، ممکنه ده ، امریکا له دغه تړونه ووځي ، تائيد کړل .
دامریکا ولسمشر د لویدیخي ویرجینیا ایالت په چارلسټن کې دخپلې تیرې سه شنبې ورځې په انتخاباتي غونډې کې چې د کانګرس د انتخاباتو د جمهوری غواړو کاندیدانو د ملاتړ لپاره ترسره شوي،ټينګار کړی ،هغه د ناټو غړي هیوادونه ګواښلي دي،چې په دغه لویدیځي پوځي ائيتلاف کې د خپلو دفاعي او پوځي لګښتونو د نه زیاتولو په بڼه کې به له ناټو امریکا ووځي . ټرمپ په تلویحي ډول په بروکسل کې د ناټو وروستۍ سرمشریزې ته په اشارې سره وئيلي دي ،د ناټو مشرانو ته مې وئيلي دي ، ګورئ! موضوع ډیره آسانه او روښانه ده ، تاسو باید خپل پوځي اودفاعي لګښتونه زیات کړئ او لازیات لګښتونه هم ورکړئ . دغه راز مو درستو غړو هیوادونو ته په ډاګه ووئيل ، که پیسې ورنکړئ ،نو له دغه تړونه به ووځو .
دناټو ډیری غړي دغې موسسې ته د ډونالډ ټرمپ منفي فکر ته متوجه شوي دي . دنړیوالو اړیکو یوه کارپيژاند ایرج مزارعي په وینا، د ناټو په وړاندې د ټرمپ دوه ګوڼی سیاست ، چې تر ډیره حده د هغه د ګټه غواړی نظر له امله دی ، د دغه تړون غړي ئې سربداله کړي دي. او لامل شوي څو د دغې موسسې د اجرا وړ ځيني فیصلې او سټراټژۍ ، له یولړ چیلنجونو سره مخامخ کړي،چې په نزدې راتلونکي کې به د دغو اختلافاتو د لازیاتې رابرسیره کیدا کتونکي هم وو .
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له هغه وخت راهسې چې واک ته رسیدلي، د امریکا په داخل کې او دغه راز د دغه هیواد د واکمن جوړښت په مقابل کې له ډيرو ستونزو او مشکلاتو سره لاس اوګریوان شوی دی . د ټرمپ نوی مشکل اوچیلنج، د هغه د پخوانیو کارکونکو محکمې ته کاږل کیدا و محکومیّت دی چې د ټرمپ لپاره لازیاتې سختې اوجدی نتیجې درلودلی شي . په دې لړ کې ټرمپ د خپل ا نتخاباتي کمیشن د دوو پخوانیو سلاکارانو په ضد د جرم په اعلان سخت غبرګون ښودلی او دځان په ضد ئې تورونه تش دوروغ بللي دي .
د ټرمپ د انتخاباتي کمیشن پخواني مشر پل مانافورټ د تیرې سه شنبې په ورځې ، د مالیاتي او بانکي درغلۍ په باب د اتلسو تورونو لګیدو په دلیل په یوې محکمې کې محکوم وپيژندل شو . دا په داسې حال کې دي چې د ټرمپ پخواني وکیل مائيکل کوهن هم په نیویارک کې د فیډرل په یوې محکمې کې ، د ۲۰۱۶کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په سیالیو کې د انتخاباتي کمیټیو د مالی قوانینو د خلاف ورزۍ په باب پخپل جرم اعتراف وکړ، خو هغه څه چې دغه اعتراف لازیات مهم بریښوي ،په دې باب د کوهن اعتراف دی ، چې هغه دغه خلاف ورزي ، د ټرمپ په اجازت او د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر تیجې د اغیزشیندنې په موخې سره کړې ده . ټرمپ دچارشنبې په ورځې د دغو دواړو کسانو په مجرم پيژندل کیدا ،خپل لومړني غبرګون ، په ټولنیز چینل کې په پیغام سره خپور کړی ، چې یو ځاي کوهن پکې رټل شوی او د مانافورن پکې ستاینه شوې ده . ډونالډترمپ پخپل ټولینز چینل کې لیکلی دي ، که څوک په یوه ښه وکیل پسې ګرځي ،نو زه ورته سپارښتنه کوم ، په مائيکل کوهن پسې دې ونه ګرځي . ټرمپ د مانافورت په باب هم لیکلي دي ، محکمې پر مانافورټ ډير زیات دباؤنه اچولي دي څو محکوم ئې کړي .
که څه هم د مانافورټ محکومیّت له ټرمپ سره څه خاص ارتباط نه لري ، خو د مائيکل کوهن محکومیّت او مجرم پيژندل کیدا به د ټرمپ لپاره جدي نتیجې ولري . کوهن په پنځو موردونو کې په مالیاتي فرار ، د انتخاباتو د مالی قوانینو په خلاف ورزۍ او بانکي درغلۍ اعتراف کړی دی . دکوهن دوسیه هم د رابرټ مولر د څيړنو یوه برخه ده . رابرټ مولر ، دامریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په باب د څيړنو ځانګړی پلټونکی دی .کوهن،د غیراخلاقي فلمونو دوو لوبغاړو یا ایکټرانو ته چې له ډونالډ ټرمپ سره ئې پټې ا ړیکې درلودې ،په حق السکوت ورکولو باندې اعتراف کړی دی . په عین حال کې ډونالډټرمپ مدعی شوی ، چې دغه کار دهغه له خبریدا پرته شوی دی .
یو لوړپوړي ډيموکراټ ایډم شیف دامریکا د کانګرس داطلاعاتو په کمیشن کې وئيلي دي ، هغې ښځې ته د حق السکوت د ورکولو پشمول چې له ټرمپ سره ئې رابطه درلوده ، له انتخاباتی کمپایّن سره د اړونده مالي قوانینو د خلاف ورزیو ، د بانکي دوکو او له ما لیاتو ورکولو دتښتې په باب د مائيکل کوهن څرګندونې ، د ولسمشر دیوه ډیر نزدې کس په اعترافاتو کې شاملې دي . د انتخاباتي کمپاین په پړاؤ کې په مالی او حقوقي خلاف ورزیو کې د ولسمشر ښکیلیدا د هغه قضائي مشکلاتو ته لمن وهي .
ډیری شناندی وائي ، چې اوس د ډونالډ ټرمپ لپاره یو تورتم راښکاره شوی دی . ټرمب که څه هم د مانافورټ دمحاکمې په باب له خپلې خوا غبرګون ښودلی ، خو د کوهن د اعترافاتو په باب ئې فی الحال چپتیا ته ترجیح ورکړی دی .دا احتمال شته چې کوهن ، مولر ته د ټرمپ د انتخاباتی کمیټې په باب کوم اطلاعات ورکړي .د امریکا استخباراتی چارواکي وائي،چې دامریکا په انتخاباتو کې روسانو ګوتې وهلی دي او د ترمپ له ټاکل کیدا سره ئې مرسته کړې ده . ډونالډټرمپ له روسانو سره هرډول لاس یو کول رد کړي دي . روسیی چارواکو هم وئيلي چې د امریکا په انتخاباتو کې ئې هیڅ ډول دخالت نه دی کړی . د ۲۰۱۸کال دنومبر په شپږمه دکانګرس په مینځ پړاوه انتخاباتو کې پر کانګرس د ډيموکراټانو دسلطې او بریالیتوب ډير احتمال ته په پام سره ، د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي درغلیو او خلاف ورزیو رابرسیره کیدا په دلیل دهغه د ولسمشرۍ دلومړني پړاؤ له ختمیدا مخکې د ټرمپ د مواخذه کیدا احتمال ، دمائيکل کوهن اعترافاتو ته په بام سره تر ډيره حده زیات شوی دی .
په تیرې ا ونۍ کې د امریکا دوهمه مهمه پيښه نیواکي فلسطین ته د امریکا د ملی امنیت د سلاکار جان بولټن دوه ورځنی سفر ؤ . هغه په دغه سفر کې د صهونیست رژيم له چارواکو سره په لیدوکاتو کې دسورئې د شخړې ، او دغه راز د ایران د توغندوي فعالیتونو او سیمه ایز نفوذ پشمول د سیمه ایزو مسئلو په باب سلامشورې وکړې.امریکا داسرائيلو د سټراټژيک متحد په توګه ،تل په تیرو څلویښتو کلونو کې د ایران په ضد له تل ابیب سره تل غږمله کړچار درلودلی ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد ئې ډيرې زیاتې ناکامې دسیسې پلان او اجرا کړي دي .اسرائيل هم د ایران د خورا ستر سیمه ایز دښمن په توګه د ایران ضد دریځونو په غوره کولو او د ایران په ضد د بندیزونو د اعمالولو پشمول ډیرو ډول ډول دباؤنو اعمالولو ته د لویدیځوالو په تیره بیا د امریکا د لمسولو لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي . دا موضوع د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ له جامعې ایټمي موافقې وروسته نوره هم سخته شوې ده . د ۲۰۱۷کال په جنورۍ کې د ډونالډ ټرمپ واک ته په رسیدا سره چې د نړیوالې ایټمی موافقې ډ ير زیات خلاف دی ، هغه په نهایت کې د صهونیسټ رژيم دغوښتنې په اساس، د تیر مئ په اتمه نیټه اعلان وکړ ،امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او د ایران په ضد به ایټمی بندیزونه بیرته په دوو مرحلو کې اعمال شي . دغه اقدامات چې په بشپړ ډول د صهونیسټ رژیم د مشرانو له غوښتنو سره برابر دي ، د هغوي ډيره خوشالي ئې په ځان پسې درلودلې ده . جان بولټن دغه راز له نتن یاهو سره په کتنې کې مدعي شوی ، چې د ایران ایټمی پروګرام او بالیسټیک توغندوي پرورګرام د هغو چیلنجونو د لیسټ په سر کې دی ، چې امریکا او اسرائيل ورسره مخامخ دي .د ایران داسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره د تل ابیب په یوزړتوب سره د واشنګټڼ له دسیسو سره سره ، جان بولټن په سپین سترګیتوب سره مدعي شوی ، چې د ایران په وړاندې د واشنګټن سیاست ، د هغو د نظام بدلول نه دي . بولټن د یروشلم پوسټ ورځپاڼې په یو سیمنار کې پخپلې وینا کې وئيلی دي ، امریکا پر اقتصادي بندیزونو سربیره ، پر ایران د لازیاتو دباؤنو د اچولو لپاره نور کارونه هم ترسره کوي . هغه په دې خبرې کولو سره چې د ایران د نظام د بدلولو سیاست دسپینې ماڼۍ په ایجنډا کې نشته ، توضیح ورکړ، مونږ د ایران د نظام نه بلکې دچلند په بدلولو پسې یوو .. همداراز په سیمې کې دایران د پرشا کولو او ورځيني د ډاډ ترلاسه کولو د څرنګوالي په باب د جان بولټن او نتن یاهو مشورې ، د هغه په ادعا ، ایټمی وسلو ته د هغوي (ایرانیانو) نه پریښودل دي . نتن یاهو د تیر اپریل په وروستیو کې هم ادعا کړې وه چې ایران په ۲۰۱۵ کال کې له جامعې ایټمي موافقې وروسته دخپلو ایټمي فعالیتونو د فایلونو د پټولو لپاره خپلې هلې ځلې زیاتې کړي دي . په عین حال کې هیچا پر دغو ادعاګانو باؤر ونه کړ. د امریکا د ملی امنیت د ادارې ، د مرکزي استخباراتي ادارې (سی آئي اې ) او د خارجه وزارت پخوانیو نولسو چارواکو ډونالډ ټرمپ ته دخطاب په یوه یاددښت کې ولیکل . تل ابیب هڅه کوي ، څو له جعلي اطلاعاتو څخه په استفادې سره ، واشنګټن له ایران سره َډغَرې ته وکاږي . همداراز د ایران دایټمي وسلو د پروګرام دشتون په باب دامریکا او اسرائيلو د دغو دواړو چارواکو دروغجنې ادعاګانې په داسې حال کې وړاندې شوي ، چې پر جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د څارونکي نړیوال او مرجع اورګان په توګه د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس دایران بشپړپابند کیدا ا و د ایټمي وسلو د جوړولو په لور د هغوي نه انحراف تائيد کړی دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډټرمپ دخپلو انتخاباتي شعارونو لپاره ،یعني لومړی امریکا او د دغه هیواد د قدرت د احیاء په پلمه په اقتصادي ډګر کې ملاتړ پال سیاست خپل کړی دی . په دې زمینې کې د هغه یو خورا مهم اقدام امریکا ته په وارداتي مصنوعاتو او موادو باندې د ټِرفونو زیاتیدا ده چې د نړۍ له ډيرو سترو اقتصادی قدرتونو سره د ستر تجارتي جنګ لامل شوي دي . اروپا،دټرمپ د تجارتي سیاستونو اواقداماتو په دلیل ډیر زیات تاوانونه زغملي دي او حتی دواړو لورو په یوه وخت کې د ټِرفونوپه زیاتولو سره تجارتي جنګ ته وارد شول . په عین حال کې واشنګټن ته د اروپائی کمیشن د مشر ژان کلوډ یونکر له سفر او له ټرمپ سره د هغه له خبرواترو وروسته ، د دواړو لوروتر مینځ لږترلږه په موقته توګه یوه موافقه وشوه . دغه موافقه په داسې حال کې شوې ده ، چې د اروپائي اتحادئې او امریکا ترمینځ ترینګلتیاوې په وروستیو څو میاشتو کې د زیاتیدا په حال کې شوي او ټرمپ حتی اروپائي ا تحادیه د امریکا یو تجارتي دښمنه بللې وه . په عین حال کې تر دې دمه په دې زمینې کې لاډيرې اندیښنې شته دي . ټرمپ پخپل وروستي دریځ کې ټينګار کړی چې له اروپا څخه د وارداتي ګاډو دپنځه ویشت فی صدي ټرف په لګولو پسې دی . ډونالډ ټرمپ وئیلي دي ، پر هغو ګاډو د ۲۵فی صدي ټرف په لګولو پسې یوو چې له اروپائي اتحادئې امریکا ته واردیږي .
ډونالډټرمپ د لومړي ځل لپاره په تیر مئ میاشت کې ، له اروپا پر وارداتي ګاډو د ټرف د لګولو په باب خبرداری ورکړی ؤ . د ټرمپ د دغه ګواښ پوره کیدا به که څه هم اروپائي ګاډو جوړونکو ته او په دغه صنعت کې کارکونکو ته ډير زیات تاوانونه واړوي ، خو دامریکا مصرفونکو لپاره به هم ډير زیات لښګتونه په ځان پسې ولري . ددې په ترڅ کې چې ا روپائي اتحادیه به هم په ورته او غچ اخستونکي اقدام کې ، لږترلږه په همدې اندازه له امریکا د ګاډو د وارداتو ټرف زیات کړي او دغه اقدام به د امریکا د جوړو شوو ګاډو د تمامې شوي بیّې او د دغه هیواد دګاډو جوړونکو دلګښت دزیاتیدا لامل شي ، په دې توګه چې دهغوي دسیالۍ قدرت به ډ ير کم کړي . که امریکا د ګاډو پر وارداتو دټرف د لګولو اقدام وکړي ، نو نه یوازې به په دغه هیواد کې د څه دپاسه یولک پنځه نوي کارکسبونه له مینځه لاړ شي ،بلکې له اروپا د وارداتي ګاډو بیّې به هم له کابو یو نیم زر ډالرو تر اوه زره ډالرو پورې زیاتې شي . تر اوسه پورې مشخصه نه ده چې دغه فیصله به کله عملی شي . دامریکا دتجارتي چارو وزیر ویلبر راس له وال سټریټ ژورنال سره په مرکې کې وئیلی دي ، له اروپائي اتحادئې ، مکسیکو اوکینیډا سره روانو خبرواترو دنوو ټرفونو اعمالیدا ځنډولې ده . امریکا تیر کال هم د څه ډپاسه دوه سوه میلیارډ ډ الرو په ارزښت بهرني ګاډي او ټریلرې وارد کړي دي ، چې له هغو اتیا فی صدي واردات ، له جرمني ،مکسیکو ، کینیډا او جاپان په څير له هیوادونو وارد شوي دی . اروپایان باؤري دي ، په امریکا کې دهغوي د ګاډو دتولید کارخانې نه یوازې د امریکایانو لپاره دکارکسب درامینځةکونې لامل شوي ، بلکې دغه هیواد ته ئې د ټيکنالوجۍ له منتقلولو سره هم ډيره مرسته کړې ده .
دوستانو د بې پَردې امریکا کورنیو حالاتو ته دکتنې اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې ا ونۍ پورې چې له یوه بل نوي پروګرام سره به ستاسو خدمت ته حاضر شوو، په لوي اونیاؤمن خداي مو سپارو،،،، ا..مو مل اوملګری .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************