Nov 17, 2018 04:57 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۴۲

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۳۹۷ هجري لمریز کال د لړم د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د ربیع الاول یا وړومبۍ خور له نهمې او د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له اوولسمې نیټې سره سمون خوري.

=            ۱۱۸۰ کاله اګاهو د دوه سوه شپیتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په نهمه نیټه، د امام حسن عسکری (ع) له شهادت وروسته د حضرت مهدی (عج) د امامت لومړنی ورځ پیل شوه. هغه حضرت امام د حضرت امام حسن عسکری (ع) زوئ او د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له لمسیانو څخه دی. حضرت امام مهدی (ع) د خدائ تعالی(ج) په حکم د خلکو له سترګو پناه شو او تر درې سوه اته ویشتم قمری کاله پورې یې د خپلو خاصو نایبانو له لارې له خلکو سره اړیکه درلودله چې دې پړاو ته (غیبت صغرا) ویل کیږی.

خو له هغه وروسته (غیبت کبرا) پیل شو چې پکښې امام زمان علیه السلام د ځان لپاره کوم خاص ځائ ناستی نه دی ټاکلی او د هغوي د سپارښتنې له مخې، اسلام پیژاندي، تقوا داره او په زمانې خبر او پوهه فقیهان د امام زمان علیه السلام عام ځائ ناستي ګڼل کیږي.

د ډیرو معتبرو حدیثونو له مخې هغه حضرت به د خپلو خاصو ملګرو په مرسته په هغه وخت کښې چې ظلم او بې انصافی خپل تر ټولو لوړ حد ته ورسیږی، د اسلام د نړیوال حکومت د ټینګولو لپاره به پاڅون وکړی او په ټوله دنیا کښې به عدل او انصاف راولی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۹۹ کاله وړاندې د اته سوه یو څلویښتم هجری قمری کال د ربیع الاول د میاشتې په نهمه نیټه، په مشهد کښې د میرمن ګوهر شاد په حکم سره د ګوهر شاد جومات جوړیدا پیل شوه. ګوهر شاد جومات د حضرت امام رضا (ع) د سپیڅلی حرم په جنوبی آنګړ کښې پروت دی. د دغه جومات بنسټګره، د سلطان شاه رخ میرزا میرمنه یوه نیکه او نامتو میرمن وه. دغه جومات یوه ډیره ښه ودانۍ ده چې د هغه معرق او غیر معرق ټایلونه(کاشیانې) له ډیرو ښو چینی ټایلونو په شان دی. دغه جومات په لومړیو کښې څلور دروازې درلودې او همداراز یې څو برنډۍ درلودې چې له هغو څخه مقصوره برنډا چې ډیره لوړه ښه ګنبذه او د کاشی دوه لوړې ګلدستې دی چې جګوالئ یې اوه ویشت میټره او د ګنبذې جګوالئ یې کابو پنځوس میټره دی. همدا شان دار السعاده برنډه چې سپیڅلی مرقد په خوا کښې واقع شوې او هم لویدیځه برنډه د مشهد د ګوهر شاد جومات ودانۍ یوه برخه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۹ کاله پخوا د اتلس سوه نهه شپیتم میلادي کال د نومبر په اولسمه نیټه، سویس کانال چې د مدیترانه سمندر له سره سمندر سره نښلوي، پرانستل شو. دغه کانال دیوه  فرانسوي انجینئر فرډیننډ ډي لیسیپس ) په سر پرستۍ د یو سل او اته شپیته کیلو میټرو په اوږدوالي او له یو سل شل نه  تر دوه سوه میټرو پلنوالي سره، په لسو کالو کښې وکیندل شو.  د ویلو ده چې له هغه وخته څو پیړۍ مخکښې ایرانې باچا داریوش او یو شمیر نورو مصري باچاهانو د اوبو د دغه لارې د جوړولو لپاره اقدام کړی ؤ چې دا پخپله د دغه لاری اهمیت په ډاګه کوي چې نن د سویس کانال په نوم پیژندل کیږي ،ځکه دا کانال د آسیا او اورپا تر منځ لار چې مخکښې د افریقا له جنوبه  را تاویده ډیره را لنډوي. همدا راز سویس کانال د اورپا او افریقا تر مینځ پوله ګڼل کیږي. د سویس کانال دغه ځانګړنې ددی لامل شوې چې ارو پایی ښکیلاک ګر د دغه کانال له جوړیدو وړاندې د هغه د کنترول  پر سر  هڅې او سیالۍ وکړي. خو مصر په نولس سوه شپږ پنځوسم میلادي کال کښې دغه کانال ملي اعلان کړ چې له همدې امله د انګلیستان ، فرانسې او صهیونیسټي رژیم له حملې سره مخامخ شو. د دې باوجود بالاخره نیواک ګر ځواکونه د سویس کانال پریښودو ته مجبور شول او دغه کانال د مصر په واک کښې پاتی شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۰ کاله وړاندې د دیارلس سوه اوه څلویښتم هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپږویشتمه نیټه، نامتو ایران پیژاندی او څیړاند استاد ابراهیم پور داود په درې اتیا کلنۍ کښې وفات شو. استاد پور داود د خپلو ایران پیژندنې څیړنو او مطالعو د بشپړولو لپاره جرمني او وروسته هندوستان ته ولاړ او په پوهنتون کښې یې تدریس ته مخه کړه. دغه نامتو څیړاندپه دیارلس سوه پینځلسم لمریز کال کښې د تهران پوهنتون د حقوقو او ادبیاتو په ښونځي کښې د تدریس لپاره راوبلل شو او په دیارلس سوه اولسم لمریز کال کښې د هنر او پوهې د نړیوال فرهنګي مرکز دایمي غړۍ شو او په دیارلس سوه شپږ څلویښتم لمریز کال کښې یې د انسان دوستانه خدماتو په وجه له واتیکان درباره علمي نښه ترلاسه کړه. هغه په نهایت کښې له اوه ویشتو کالو دوام داره تدریس وروسته  په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې له پوهنتونه د قدرمن استاد په توګه متکاعدشو. (فرهنګ ایران باستان)، (آناهیتا) او (هرمزنامه) د هغه له اثارو څخه دي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۳۹ کاله مخکښې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د لړم په شپږویشتمه نیټه د ایران او لیبیا سفارتي اړیکې ټینګې شوې. دغه اړیکې د ایران له اسلامي انقلاب مخکښې غوڅې شوې وې او وجه یې دا وه چې معمر قذافي، په ایران کښې پهلوي حکومت د امریکې په امپریالیزم پورې پيئلی ګڼه کوم چې د لویدیځ او د قدس د نیواکګر رژیم ګټو ته د عرب هیوادونو او فلسطینیانو پر ګټو ترجیح او وړومبیتوب ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۳۶ کاله مخکښې د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د نومبر په اولسمه نیټه، د عراق د اسلامي انقلاب لوړه شورا د صدام حسین د رژیم دمخالفو اسلامي ګوندونو او ډلو له خوا جوړه شوه. د دغې شورا مقصد د دی هیواد د پخواني رژیم له ظلم او ساډوبي څخه د عراقي خلکو خلاصون او د عراق د ټولو خلکو د رایو او ګډون په اساس د حکومت جوړول اعلان شول. د عراق د اسلامي انقلاب لوړی شورا د ایران په ضد د صدام د تپلی جنګ له فرصته په ګټه اخیستنې سره د پخواني عراق دیکتاتور رژیم ته درانده ګوزارونه ورکړل. له جنګ وروسته همدې شورا چې د صدام د حکومت تر ټولو لویه مخالفه شورا وه د دغه رژیم په ضد په سیاسي ، نظامي او کلتوري برخو کی فعالیت لاره.  د دوه زره درېم میلادي کال په مارچ میاشت کښې په عراق د امریکا او انګلیستان له حملې او د صدام رژیم له نسکوریدا وروسته دلوړې شورا مرکز د عراق خاورې ته بدل شو او د دغه  هیواد په سیاسي برخه کښې یې مهم رول په غاړه واخیست. سره له دې چی د همهغه کال د اګست په میاشت کښې د دغه مجلس رهبر آیت ا.. سید محمدباقر حکیم په یوه ویرونکي بم چاودنه کښې د نجف په ښار کښې شهید شو خو دغه  شورا چې خپل نوم یې د عراق  په لوړه اسلامي شورا بدل کړئ دی ،تر اوسه خپلې لارې  ته د خپلواکه او اسلامي عراق د جوړولو لپاره دوام ورکوي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه