Nov 26, 2018 12:38 Asia/Kabul
  • په تیره اونۍ کې د پاکستان او افغانستان بدلونونه

د پاکستان لومړی وزیر د دې خبرې په کولو سره چی هیواد یې له عربستان او چین د مرستو ستر پیکجونه ترلاسه کړی دی ، زیاته کړه له ریاض د تر لاسه شویو مرستو جزیات نه اعلانوی .

د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د  پاکستان او ملایشیا موافقه ، د ګاونډیانو له ګډونه پرته د افغانستان د سولې د بهیر په بی نتیجه والی د کرزی ټینګار ، پاکستان سره د عربستان د مرستو په اړه د عمران خان دریځ ، د افغانستان د موقته حکومت د جوړولو او ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو د خبر ردول ، په افغانستان کې د اروپایی هیوادونو له سفیرانو سره د اشرف غنی کتنه ، د افغانستان خارجه وزارت ته د امریکا د سفارت دکاردار راغوښتل  او له امریکا او انګلستان سره د غیر قاونی تړون په لاسلیکدلو د افغانستان د معادنو وزارت  تورنیدل د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهم بدلونونه وو  چی په دوام کې یې څو تحلیلی راپورونه وړاندی کوو .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د پاکستان لومړی وزیر د دې خبرې په کولو سره چی هیواد یې له عربستان او چین  د مرستو  ستر پیکجونه ترلاسه کړی دی ، زیاته کړه له ریاض د تر لاسه شویو مرستو جزیات نه اعلانوی .

عمران خان جوته کړه ، که د دغو پیکجونو جزیات په ډاګه شی ، ممکنه ده نور هیوادونه  هم دا تمه ولرلې شی خو تر دې حده ویلې شو چی د دغو مرستو اندازه ډیره زیاته ده . د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه چین د پاکستان لپاره ډیر ستر مالی پیکیج په نظر کې نیولې دې ، کیدلط شی د پکن د بهرنیو ډیر ستر پیکیج وی چی تراوسه یې بل کوم هیواد ته  نه وی ورکړې  .

Image Caption

 

پاکستان ته د عربستان د مالی مرستو د جزیاتود نه  وړاندی کولو په اړه د عمران خان دریځ په داسې شرایطو کې مطرح شوی دی چی دغه مسله په وروستیو اونیو کی د دغه هیواد د رسندویو په یوې اصلی موضوع بدله شوی ده . مخکې هم د پاکستان لومړی وزیر له اسلام اباد سره  له مالی مرستو د عربستان د تمو په اړه د پاکستان د سیاسی ګوندونو او ځینو رسندویو د نیوکو په ځواب کې ویلی وو چی ریاض په دې زمینه کی کوم شرط ندې مطرح کړی .

د عمران خان دغه څرګندونې له دې وروسته مطرح شوې چی د پاکستان یو شمیر ګوندونو اسلام اباد ته د ۱۲ میلیارډ ډالری مرستو په بدل کې د عربستان د تمو په اړه اندیښنه څرګنده کړی ده  او د پاکستان د لومړی وزیر له لوری یې د دغې مسلې د شفاف کولو غوښتنه کړی ده . په پاکستان کې دغه اندیښنه موجوده ده چی دغه هیواد ته د د مالی مرستو په دبدل کې د عربستان یوه تمه د ریاض په بلا غوښتنو کې د اسلام اباد ګډون وی چی تر ټولو مهمه یې د یمن د بی دفاع خلکو پرضد جنګ دې چی د عربستان ایتلاف  له دغه جنګه څه د پاسه دریو کلونو وروسته هم  بندون ته رسیدلې دې .

البته د امریکا د خارجه وزیر له خبرو وروسته چی پاکستان ته  له ۱۲ میلیارډ ډالری مرستو سره د عربستان د موافقت د خبر له خپریدا  وروسته مطرح شوی په دې باره کی په پاکستان کی اندیښنې زیاتې کړی دی . مایک پمپیو ویلی وو  هیله من دی چی پاکستان د امریکا له سیمه ایزو پروګرامونو سره  زیاته ملګرتیا ولرلې شی .

له دغو شرایطو سره سره پاکستان ته د عربستان  د مالی مرستو د جزیاتو د نه اعلانولو په اړه د عمران خان تازه  خبرې به د دغو مرستنو په بدل کې له اسلام اباد د ریاض د تمو په اړه په پاکستان کې له مخکې زیات شکونو او اندیښنې زیاتې کړی .

عمران خان په داسې حال کې چی اعتراف کړی پاکستان ته د چین د مرستو د پیکیج ارزښت د عربستان له مالی پیکیج زیات دې او تراوسه د چین له خوا دومره مالی مرستې له هیڅ هیواد سره ندی شوی ، خو د چین د مرستو د جزیاتو د نه وړاندی کولو خبره یې نده کړی او یوازې د عربستان د مرستو د جزیاتو په پټ ساتلو یې ټینګار کړی دی . که څه هم د پاکستان لومړی وزیر دا خیال کړی دی چی د عربستان د مرستو د جزیاتو په نه وړاندی کولو سره دغه مسله د خلکو ، رسندویو او ګوندونو  له پامه غورځیږی خو باید پام وشی چی د عمران خان دغه دریځ په دې زمینه کی حساسیتونه زیاتولې شی . د نورو هیوادونو لپاره د ورته تمو د مطرح کیدا په دلیل د عربستان د مرتسو د جزیاتو د نه اعلانولو په اړه د عمران خان کمزوری استدلال ته په پام سره  په رسندویو او د دغه هیواد د ګوندی شخصیتونو ترمینځ د  پاکستان په لومړی وزیر د نیوکو د نوی پړاو پیلیدا له ذهنه لیرې نده  او دا احتمال موجود دی چی په دې زمینه کی د زیاتو جنجالونو سبب شی .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Image Caption

 

د افغانستان مشرانو جرګې له امریکا او انګلستان سره د غیر قانونی تړونونو د لاسلیکولو په اړه  د ځواب لپاره د دغه هیواد د معادنو وزارت سرپرسته وروغوښته . د افغانستان د سنا د اقتصاد کمیشن مشر محمد عظیم قویاش دغه اورګان ته د میرمن نرګس نهان د وربللو د علت په سپړلوکې وویل د ځینو قدرتونو په وسیله  معادن په غیر قانونی ډول ویستل او د قاچاق له لارې بهر ته انتقال کیږی .

میرمن نرګس نهان ویلی دی د دغه هیواد یو شمیر معادن په غیر قانونی ډول ویستل کیږی او او درست مسول اورګانونه د دغه مشکل د اواری لپاره باید عملی اقدامات ولرلی شی . د افغانستان سینټرانو په ځلونو د بدخش د سروزرو او د بلخاب د مسو د معادنو په اړه د امریکا ، انګلستان او افغانستان ترمینځ په لاسلیک شویو تړونونو په نیوکې سره ویلی دی چی دغه تړونونه غیر قانونی او د افغانستان د ملی ګټو پر خلاف دی . د افغانستان د معادنو اود لویدیځو شرکتونو په وسیله د هغو د ویستلو مسله په وروستیو کلونو کې په دغه هیواد مې یوه جنجالی موضوع ده . امریکا ته کابو درې میاشتې مخکې  د افغانستان دمعادنو وزارت د سرپرستې سفر او دواړو هیوادونو ترمینځ د پټو تړونونو د لاسلیکولو په اړه د ځینو خبرونو خپریدا د افغانستان په سنا او خلکو کې پراخ مخالفتونه راوپارول  . د افغانستان د سنا له نظره معادن او طبیعی زیرمې عمومی مالکیت حسابیږی او په دې برخه کې د ویستلو هر ډول تړون باید شفاف او خلکو ته په دقیقې اطلاع رسونې سره ترسره شی .

په کابل کې د اقتصاد کارپیژاندی حسیب ا... موحد په دې باره کی وایی د معادنو درامد  د افغانستان د خلکو په ژوند عظیمې اجتماعی او اقتصادی اغیزې لری  او د روزګار لپاره ښه فرصت برابرولې شی .

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Image Caption

 

د پاکستان لومړی وزیر ملایشیا ته په خپل سفر کې د اسلام اباد او کوالالمپور ترمینځ د ملګرتیا د موافقو د لاسلیک کولو خبر ورکړ . عمران خان وویل اسلام اباد او کوالا لمپور د ګډو ملګرتیاو د پراختیا په لړ کې د یوه بل هیواد د ښاریزو لپاره ویزه ختمه کړه . د پاکستان لومړی وزیر همداراز وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ امنیتی او دفاعی تړون لاسلیک شو چی جزیات به یې اسلام اباد ته د ملایشیا د پلاوی په سفر کې بیان شی . د پاکستان لومړی وزیر همداراز له کشمیری مسلمانانو د دفاع لپاره د نړیوالو ملګرتیاو د جلبولو په لړ کی  د ملایشیا لومړې وزیر د هندی عسکرو له اقداماتو خبر کړ . ملایشیا د عمران خان د بهرنیو سفرونو څلورم مقصد وو .

تمه کیږی چی ملایشیا او پاکستان د خپلو حکومتونو د کړچار په اساس د ملګرتیاو په نوی پړاو کې اقتصادی او تجارتی اړیکو ته ځلا وبخښلې شی چی د دواړو هیوادونو د ښاریزو لپاره د ویزې ختمولو په دې زمینه کې اغیزمن ګام دې .