Mar 12, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • په نوروز کښې د ایرانیانو دود دستور-۱

د نوروز په اختر کښې د ایران د خلکو د دود دستور په هکله د ځانګړې لړۍ په وړومبي پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. په دې پروګرام کښې د ایرانیانو د دې ستر جشن یعنې نوروز ځیني آداب او رسومات درپیژنو، هیله ده چې د خوښې وړ مو وګرځي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

                د نوروز اختر او د نوي کال جشن او خوشالي د ایران د ټولنیز ژوند د پړاؤ یو ډیر لرغونی دود دی چې د ایراني هویت او کلتور یادونه کوي. د نوروز لرغونی جشن نه یوازې د زمانې په تیریدو سره له مینځه نه دی تللی بلکې د مختلفو ایراني قومونو ترمینځ د یووالي په یو لامل بدل شوی او د نني ایران له جغرافیايي پولو په ورتیرو سیمو کښې هم د یو نړیوال دستور په توګه منل شوی دی. نوروز د ایران د سرحدونو دننه او بهر د ایرانیانو د یووالي، ملګرتیا او یوړزه توب ځلا ده. ایرانیان د نړۍ په هره سیمه کښې د مکاني توپیرونو سره سره په یو وخت په واحد دستور سره ډیر په خوشالۍ د نوروز هرکلی کوي او د هفت سین د دسترخوان چاپیره په کښیناستو سره نوی کال په خوشالۍ سره پیلوي.

د دې لرغوې ایراني دود د دوام راز چې د زیاترو کارپوهانو په باور، د انسان یو ډیر ستر معنوي میراث دی، په کښې پټې اخلاقي او انساني ځانګړتیاوې موندلی شو. نوروز د خدای د واحد ذات د احترام په لړ کښې له طبیعت سره د انسان غوټه ده. هغه څه چې د نوروز غوړیدا او نه فنا کیدا ته یې دوام ورکړی، د ایرانیانو له نورو رسمونو، باورونو او کلتورونو سره د هغه سمون خوړل، پیوستون او غږملتیا ده.

د نوروز ترټولو ستره اغیزه د تاندوالي او ټولنیز تحرک رامینځته کول دي. هر کال نوروز ته په نزدې کیدو سره د ایران په کلیو او ښارونو کښې د خلکو خوشالي او ولوله له ورایه لیدل کیدی شي. کومو سیلانیانو چې د نوروز په ورځو کښې ایران ته سفر راکړی وي هغوي په دې ورځو کښې د خلکو له تحرک او تاندوالي متاثر شوي دي او د ایرانیانو نورزي دستورې په ښه توګه یادوي. نو په دې وجه غوره ګڼو چې په نوروز کښې د ایرانیانو رسمونو او رواجونو ته یوه کتنه وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

Image Caption

                په ایران کښې نوی کال هر ځل په پاکۍ او پاکیزګۍ سره پیلیږي. د کور څنډنې او د کورونو او لارو کوڅو د پاکولو ښه او خوښ رسم د کب د میاشتې له نیمايي څخه پیلیږي څو د نوي کال په پیلیدو سره د ژوند او کار چاپیریال پاک او سُتره وي. ایرانیانو له پخوا نه د خپلې استوګنې د چاپیریال پاکوالي ته اهمیت ورکړی او هغه یې په خپل ژوند کښې په یو پایداره دود بدل کړی دی. د نوي کال له پیلیدو مخکښې په محدود وخت کښې د کورونو او لارو کوڅو په صفایۍ او ښکلا کښې غږملتیا او یووالی په رښتیا چې ډیر د پام وړ دی. د کورونو شیشې پاکیږي او ځینې کورنۍ د لازیاتې پاکۍ لپاره د کورونو دیوالونو بیا رنګوي. معمولاً په کور کښې استعمالیدونکي قالینونه او پردې وینځل کیږي او د کورونو او پارکونو باغچې د پسرلیزو ګلونو په کرلو سره ښایسته کیږي. هر کال د کور څنډنې په وخت خراب شوي او نه استعمالیدونکي شیان غورځول کیږي او د کورنۍ د مالي توان سره سم، نوی سامان یې ځاې نیسي. جوته ده چې د هر کال د پاې په ورځو کښې ځیني شغلونه له ډیر زیات کار سره مخامخیږي لکه د قالین یا غالیو د وینځلو شرکتونه، د کورنو د صفایۍ د خدماتو شرکتونه، د ودانیو رنګونکي، د ګلکارۍ او باغبانۍ بلد کسان، د جامو یا کالیو وینځونکي دکانونه (لانډري) د پيزار او کالیو پلورنځي او همداشان د مټایانو او د وچې او تازه میوې دکانونه. د

                د نوي کال د سودا لپاره تیاری چې په کښې د جامو، وچې او تازه میوې، شیرینۍ او حتی د کور ځیني شیان شاملیږي، د نوي کال له پیلیدو مخکښې دود رسمونه دي. په دې وجه د هر کال په وروستیو ورځو کښې د ایرنا د مختلفو ښارونو بازارونه له سودا کونکو خلکو ډکیږي. معمولاً کورنۍ له خپلو اولادونو سره یوځاې د نوي کال د کالیو اخیستو لباره پلورنځیو ته ځي.

ټول غواړي چې نوی کال په نویو جامو سره پیل کړي او په ډیرو غوره خوراکونو سره د خپلو میلمنو میلمستیا وکړي. ځیني کسانو د خپلو خپلوانو او دوستانو لپاره د اخترۍ په توګه ډالۍ اخلي. د کال د وروستیو ورځو پیرنه د زیاتره پلورونکو لپاره د کار او کسب رونق په ډالۍ راوړي. هر څومره چې د کال آخري ورځې رانزدې کیږي، د بازارونو رش او بیرو بار زیاتیږي، هر خوا ته چې ګورې، له اخیستونکو خلکو ډک وي. د مټایانو په دکانونو خلک ورمات وي او د میوې په دکانونو کښې پلورونکي د مشتري د راجذبولو لپاره د مالټې، کینو، سیوانو، کیلې او بادرنګو په شان میوې د دکان مخې ته ایښې وي. له دې نه علاوه د ګلونو په پلورنځیو کښې ډول ډول ښایسته او خوشبویه ګلان د خرڅ لپاره وړاندې کیږي. په ځینو سیمو کښې لنډمهاله بازارونه جوړیږي چې په کښې د هفت سین دسترخوان د شیانو په شمول ډیر څه ترلاسه کیدی شي.

په عامه توګه بازارونه د نوي کال د پیلیدو تر شیبې پورې خلاص وي او د نوي کال په پیلیدو سره بندیږي.

                د کب د میاشتې په پیلیدو سره د ایران په مختلفو ښارونو کښې زیاتره کورنۍ غنم کري او بیا د کال په وروستیو ورځو کښې له تازه تیغ کړو غنمو نه (سمنو) پخوي. د سمنو د پخولو او برابرولو مراسم د هرې سیمې له ځايي او مذهبي آدابو سره مل وي.

د سمنو پخولو لپاره اکثره ښځې په ډله ایزه توګه د یو بل مرسته کوي او د دعا او صلوات په لوستلو سره د سمنو ستر دیګ باندې کوي او د پخیدو په وخت یې په یوې ځانګړې څمڅۍ سره لړي. سمنو زیاتره د شپې په وخت پخول کیږي او تر شومه دم پورې د ګرمو سمنو دیګ تیاریږي. که سمنو د نذر یا ډالۍ لپاره وي نو سهار وختي په وړو وړو کاسو کښې اچول کیږي او په خاضرینو او ګاونډیانو ویشل کیږي. به ځینو کورنیو کښې سمنو د خرڅون لپاره پخول کیږي او خلک له سمنو سره د مینې په وجه هغه اخلي او خپلو کورونو ته یې وړي. په هر حال د سمنو یو وړوکی لوښی د هفت سین دسترخوان د ښکلا لپاره ساتل کیږي.

نن سبا د سمنو ډیرو ارزښتناکو خواصو ته په پام سره په کارخانو کښې یې هم پخول پیل شوې دي او د کال په هر موسم کښې په بازار کښې پیک شوې تازه سمنو ترلاسه کیدی شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

Image Caption

                د ایراني یا هجري لمریز کال وروستۍ میاشته د دانو او غلو د کرلو میاشت ده. په سمبولیکه توګه د نوروز د سبزې کرل په ایراني کورنیو کښې له پخوا راهیسې دود وو. په عامه توګه د نوروز له اختره دوه اونۍ مخکښې زیاتره کورنۍ سبزي کري. سبزه هم د هفت سین دسترخوان یوه برخه ده. نوروزي سبزي زیاتره له غنمو، عدسو او مئو برابریږي. د دغې سبزۍ د برابرولو لپاره باید دانې لوندې کړی شي او کله چې تیغی وکړي نو د خپلې خوښې په لوښي کښې باید خورې شي او د نم او تاودوخې په برابرولو سره راټوکیږي او د هفت سین دسترخوان لپاره تیاریږي. ځینې کورنۍ هم رسم لري  چې په ګڼو لوښو کښې سبزي وکري او خپلوانو او دوستانو ته یې ډالۍ کړي. البته د ګلونو پلورونکي هم د مختلفو شکلونو او اندازو سبزۍ کري او کوم کسان چې د سبزۍ کرلو فرصت او وخت نه لري د هفت سین لپاره تیاره سبزي اخلي.

د نوروزي خوراکونو او شیرنیو تیارول هم یو بل رسم دی چې له نوي کال مخکښې د ایران په ډیرو سیمو کښې دود دی. د ایران په ځینو سیمو کښې ښځې د یو بل په مرستې سره د نوي کال لپاره شیرینۍ یا مټایانې پخوي. معمولاً کورنۍ مټایانې چې په خاص مهارت سره برابریږي، ښه کیفیت لري او په ځانګړې سلیقه تزیینیږي. د ویلو ده چې د کال په وروستیو ورځو کښې د ایران په ټولو سیمو کښې د سیمې آب و هوا او د پسرلي له موسم سره متناسب ګڼ خوراکي مواد پخیږي. ډول ډول ډوډۍ، حلوا او په بهاري سبزیو سره آش پخول د ایران په مختلفو سیمو کښې دود رسمونه دي.

د نوي کال شپه هم ځانته خاص آداب لري او معمولاً په هره سیمه کښې د نوي کال د اختر د شپې لپاره ځانګړي خواړه برابریږي. له کب یا ماهي سره سبزي پلو، کوکو سبزي، رشته پلو، ډول ډول ته چین، وریجې او قورمه سبزي او مختلف قسمه کوفتې، د نوي کال د شپې رایج خوراکونه دي.

Image Caption

                د کب د میاشتې د وروستۍ چارشنبې په شپه یعنې د سه شنبې یا د نهې د ورځې په مازیګر په ټول ایران کښې د چهارشنبه سوري جشن ترسره کیږي چې په کښې خلک اور بلوي او ترې ټوپونه وهي. دا جشن چې ډیر لرغونی دی، په اصل کښې د یووالي او د ژواک چاپيریال د پاکولو جشن و او د نفس د بدیو او اغزیو او د زوړ کال د پلیدیو د سوزولو په موخه ترسره کیږي او له په زړه پورو آیینونو سره هم مل و خو په خواشینۍ سره په دې وروستیو کلونو کښې د اور غرغنډه کونکو موادو او ډول ډول پټاخو د استعمال په شان غلطو دستورو په ورزیاتیدو سره د خواشینونکو پیښو د رامینځت کیدو سبب شوی دی.

له نوروز مخکښې یو بل لرغونی دود، د مړو یادول دي چې په دې مناسبت خلک هدیرو ته ځي او مختلف خوراکونه له ځان سره وړي او نورو ته یې ورکوي. په دې ورځ کورنۍ د خوږو ډوډو، حلوا او خرما یا کجورو په شان خوراکونه د خپلوانو قبرونو ته وړي او د تازه وفات شویو کسانو په قبرونو شمعې یا ډیوې بلوي. د ایران په ځینو ښارونو کښې له اختره یوه ورځ مخکښې ویرجنه کورنۍ په خوړو او حلوا سره د خپلوانو میلمستیا کوي او د خپل وفات شوي عزیز د قبر چاپیره راغونډیږي. د ایران خلک په دې طریقه ښودنه کوي چې خپل مړي یې نه دي هیر کړي.

 

په ایرانیانو کښې د هر کال له پیلیدو مخکښې یو بل غوره رسم د بې وزلو مرسته کول دي. هر کال د نوي کال په درشل کښې په ټول ایران کښې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره عمومي هلې ځلې ترسترګو کیږي. د ایران خلک باوري دي چې خصوصاً د کال په آخري ورځو کښې د نورو د ستونزو او مشکلاتو هوارول یو ډیر غوره او د خدای تعالی خوښ عمل دی چې هر مسلمان یې باید تر خپله وسه ترسره کړي. په دې وجه د ایران خلک هر کال په یوه عمومي بلنه کښې د ځینو حکومتي او ولسي ادارو او تنظیمونو په ملتیا هڅه کوي چې د اړمنو کسانو په مرستې سره د هغوي د کورنیو لپاره هم يو په زړه پوری اختر برابر کړي او د اختر خوشالۍ په خپلو کښې وویشي.

نو د یو ښه او له سلامتیا او خوشالۍ د ډک کال په آرزو سره ټول د پسرلي هرکلي ته ځو او د دې لړۍ په راتلونکي پروګرام کښې به مو په تمه یو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه