Apr 03, 2019 17:44 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱۲

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له پنځویشتمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل له وړومبۍ نیټې سره برابره ده. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۵۷ کاله پخوا  د ۱۸۳قمری کال د رجب دمیاشتې په ۲۵نیټه داسلام دګران پیغمبر  یو پاک لمسی او دامامت د لړۍ  اوو م ځلانده ستوری  حضرت امام موسی کاظم علیه السلام  شهید شو.  حضرت امام موسی کاظم (ع) په ۱۲۸قمری کال کې  دمکې اومدینې په مینځ کې  په ابواء سیمې کې  نړۍ ته سترګې رڼې کړې وې .  هغه بزرګوار  ترشل کلنۍ پورې  دخپل پلار حضرت امام جعفر صادق  علیه السلام  له محضره ډير علم زده کړ.  امام موسی کاظم  علیه السلام  دخپل پلار له شهادت وروسته  تر ۳۵کلونو پورې دمسلمانانو رهبري او امامت په غاړه درلود او په دې لاره کې ئې ډيرې سختۍ او کړاؤنه زغملي دي . دهغه بزرګوار  د په ژوند کې  چې  داسلامی تمدن  او د علم دغوړیدا  او  له نورو ملتونو سره د اړیکو دپراختیا پړاؤ  ؤ ، د پوهانو ،فقیهانو اومتکلمینو  په وسیله  چې د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام شاګردان وو،   اسلامی علوم  او معارف دنړۍ په ګوټ ګوټ  کې پراخ او خپره شول .  حضرت امام موسی کاظم علیه السلام  داسلامی علومو او معارفو  دخپراوي اوبیانولو ترڅنګ د وخت له عباسي ظالم اواستبدادي  حکومت سره  نه ستړیکیدونکي مبارزې ته هم دوام ورکړ. بلاخره  دعباسی واکمن هارون الرشید  په حکم  چې  دخپل حکومت په لړزیدو ویرید،حضرت امام موسی کاظم علیه السلام ونیول او زنداني شو.خو هغه بزرګوار په بند کې هم   د اسلام د دین دلوړو تعلیماتو اوپروګرامونودبیانولو اود خلکو دلارښونې او ارشاد لپاره  خپلې هڅې او کوشش کاروه  او له ټولو خنډونو او مشکلاتو سره ئې مبارزه وکړه څو دا چې  عباسی واکمن هارون  په یوې دسیسې کې امام بزرګوار مسموم  او  په همداسې ور ځ   ئې شهید کړ.

دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام دشهادت دکلیزې په مناسبت یو ځل بیا دتسلیت په ویلو سره دهغه بزرګوار  یوه حکیماه  وینا درته وړاندې کوو ،  هغه بزرګوار فرمائي :، له خداي سره دنزدیکیدا  خورا غوره  وسیله  د  هغه له پيژندګلوۍ وروسته ، لمونځ ، له مورپلار سره نیکي  او دحسد ، ځان منامۍ او  په ځان د ویاړ کولو پریښودل دي .

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۶۱۰ کاله مخکې  د ۸۳۰ قمری کال د رجب دمیاشتې په ۲۵نیټه د شیعه طریقت  خاوند او لوي ولي  شاه نعمت ا... ولی  وفات شو . د نهمې هجري قمری پيړۍ یو مشهور شیعه عارف  او ولي   نورالدین شاه نعمت ا... بن سید عبدا... کرماني  چې په شاه نعمت ا... ولي مشهور ؤ، په کابو ۷۳۰قمری کال کې په کرمان کې زیږیدلی ؤ  او دحافظ شیرازي   په وخت کې ئې ژوند کاوه . دنعمت ا.. ولی  طریقه له افراط  او تفریط او فسادګرو عقایدو مبرّا بلل  شوې ده .  همداراز  هغه دابن عربی دآثارو شارح او افکارو پيروکار  بلل شوی دی . دنعمت ا... ولي شهرت دشعر او شاعرۍ له کبله نه بلکې   زیاتره  دتصّوف   له اړخه دی    دهغه داشعارو په دیوان کې  څوارلس زره بیته غزلیات ، مثنویانې ،  او  هم څه مقدار  رباعیات  هم شته دي .  دهغه غزلیات زیاتره  پر وحدت وجود او  عرفاني عشق  ویل شوي دي .  امانت ، شرح ګلشن  راز ،نصیحة الملوک  دهغه په آثارو کې شامل دي . شاه نعمت ا... ولي  دکرمان په ماهان کې وفات شو  او د هغه  زیارت ځاي  دصوفیانو ،مریدانو اومعتقدو د غونډيو او زیارت ځاې دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۷۴ کاله وړاندې، د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د اپریل په لومړۍ نیټه، په جاپان کې پر اوکیناوا ټاپو د امریکایی عسکرو لوی تېری پیل شو.

دغه برید چې ددویمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې رامنځ ته شو، د امریکا او جاپان وروستۍ او تر ټولو ستره ځمکنۍ او سمندری جګړه ګڼل کېږی.

ددې ۸۳ ورځنی برید په بهیر کې، د امریکا ۱۳۰۰ بېړیو او کابو لس زره جنګی الوتکو برخه لرله.

خو په دې جګړه کې جاپانیانو له خپلې خاورې سخته دفاع وکړه، او د امریکا ۳۶ جنګی بېړۍ د جاپانی ځانمرګو پیلوټانو په بریدونو کې په بشپړه توګه له منځه ولاړې او ۳۶۹ نورې سختې زیانمنې شوې.

همدارنګه په دې جګړه کې د امریکا ۷۶۳ الوتکې راوغورځېدې.

البته جاپانیانو له اوکیناوا څخه ددفاع په بهیر کې درانه زیانونه وګالل او ددې ټاپو له یولک او شل زره مدافعینو، یولک او لس زره مړه او ټپیان شول .

همدارنګه د جاپان پوځ ۱۶ بېړۍ او ۷۸۳۰ جنګی الوتکې له لاسه ورکړې.

که څه هم امریکایانو بالاخره د اوکیناوا ټاپو ونیوله، خو د جاپانیانو مقاومت، د جاپان اصلی خاوره له بریده وژغورله.

په بدل کې د واشنګټن مشرانو د جاپان د تسلیمېدو لپاره، په یوه غیر انسانی اقدام کې، په جاپان کې د هیروشیما او ناکازاکی پر ښارونو د اټومی بمباریو فرمان صادر کړ.

اوسمهال، په جاپان کې د امریکا اصلی اډه، د اوکیناوا په ټاپو کې ځای لری او کلونه کېږی، چې د دې ټاپو خلک د دې اډې د ختمیدوغوښتوونکی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۴۰ کاله وړاندې، د ۱۳۵۸ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۲مه، د ایران مسلمان ملت، د اسلامي انقلاب له بریالیتوب او په دوه ورځنۍ ټول پوښتنه کې له برخې اخیستو وروسته، په یوه تاریخي او برخلیک ټاکونکي انتخاب لاس پورې کړ.

په دې ټول پوښتنه کې، د ایران مسلمان ملت د ۹۸ اعشاریه دوه سلنې په اکثریت سره، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام درامنځ ته کېدو لپاره مثبته رایه ورکړه او له هغې وروسته، د وري میاشتې ۱۲مه ورځ هرکال، په ایران کې د اسلامي جمهوریت د ورځې په نوم لمانځل کېږي.

که څه هم د ایران مسلمانو خلکو د اسلامي انقلاب په بهیر کې هم په وار وار په خپل هېواد کې د اسلامي جمهوریت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې وه، خو امام خمیني (رح) د انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران د راتلونکي نظام ډول په اړه، د خلکو د یوې ټول پوښتنې په ترسره کېدو ټینګار وکړ.

ددې نظر غوښتنې پایله نه یوازې د اسلامي حکومت ګوته په شمار مخالفین ګوښه کړل، بلکې ټولونړیوالو ته یې وښودله چې د ایران خلک د اسلام د مبین دین د قوانینو او تعالیمو په رڼا کې د ولسي او ډیموکراټیک نظام غوښتوونکي دي.

د ایران د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر، حضرت امام خمیني (رح)، په ایران کې د اسلامي جمهوري نظام د اعلانېدو په مناسبت د خپل پیغام په یوه برخه کې وفرمایل: ((تاسو ته دې هغه ورځ مبارکه وي، چې د زړورو او مېړنیو او زحمت کشه ځوانانو له شهادت وروسته مو خپل دښمن له پښو وغورځاوه او جمهوري نظام ته مو د غوڅې رایې په ورکولو سره دالهي عدل حکومت اعلان کړ.

داسې حکومت چې په هغو کې دملت پراخو پرګنو شتون یوشان او برابر دی او د الهي عدل رڼا پر ټولو لګیږي او د قرآن او سنتو د رحمت باران، پر ټولو یوشان اوري .))

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه