Apr 12, 2019 04:43 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۲۳

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د وري د میاشتې درویشتمه، د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د شعبان شپږمه او د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل د میاشتې دولسمه نیټه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۲۸۲ کاله پخوا د اووه سوه اووه دیرشم میلادی کال په اپریل میاشت کښې بلکه د ځینو تاریخ لیکونکو د لیکنې له مخې د دغه کال د اپریل په دولسمه نیټه، د شیعه مسلمانانو د دریم امام لمسی زید بن علی بن حسین (ع) په کوفې کښې د امویانو له خلافت سره د مبارزې بیرغ اوچت کړ. د زید مبارزې، چې منونکی یې په زیدیه شیعه مشهور دی، تر دوو کلونو پورې اوږدې شوې او په اووه سوه نهه دیرشم میلادی کال کښې د امویانو د یو امیر یوسف بن عمر ثقفی په لاس ووژل شو. له دغې پیښې وروسته د زید غیر ایرانی منونکی یمن ته منتقل شول او له دې وروسته دغه ټاټوبی د زیدی شیعیانو مرکز جوړ شوئ دی. نن د یمن نیم نفوس شیعه دی او د شیعیانو بیلا بیلې فرقې لکه زیدی شیعه، اثنی عشری شیعه او اسماعیلیه شیعه په دغه هیواد کښې او په خاصه توګه د یمن په شمال کښې ژوند کوی. د اسلام له پراختیا وړاندې یمن د ایران د امپراطورۍ تر کنټرول لاندې ؤ. له دې وروسته دغه هیواد څه موده د عثمانی حکومت د قلمرو برخه وګرځید او د عثمانی امپراطورۍ له نسکوریدا سره په نولس سوه څلور دیرشم میلادی کال کښې یې له انګلستان سره د یوه تړون په لاسلیکولو سره خپلواکی ترلاسه کړه. د یمن پینځه نیم لکه مربع کیلومیټره ځمکه له نولس سوه دوه شپیتم تر نولس سوه نوېم میلادی کاله پورې په موده کښې یمن په دوو عربی جمهوریتی هیوادونو یعنی شمالی یمن او د یمن ډیموکریټک جمهوریت یعنی په جنوبی یمن ویشل شوئ ؤ چې په همدغه کال کښې بیا پخپلو کښې سره یو ځائ شول او د یمن جمهوریت رامینځته شو.

دغه هیواد له دوه زره یوولسم میلادی کاله له یوه سیاسی بحران سره مخامخ شوئ دی. په دغه کال کښې د علی عبدا... صالح چې په عمل کښې د ټول عمر لپاره په ولسمشر بدل شوئ ؤ، پر ضد د واټونو احتجاجونه له اقتدار څخه د هغه د لیری کیدا سبب شول. د دوه زره دولسم میلادی کال په فرورۍ میاشت کښې منصورهادی په یو کسیز ټول ټاکنو کښې د دغه هیواد د ولسمشر په توګه غوره شو خو سیاسی اختلافاتو دوام وموند او د حوثیانو په مشرۍ د انصارا... غورځنګ له مرکزی حکومت سره جنګ ته ورودانګل.

حوثیانو د دوه زره څوارلسم میلادی کال په ستمبر کښې صنعا ښار ونیوه او د ملی وحدت حکومت یې اعلان کړ. منصور هادی او د هغه حکومت هم د دوه زره پینځلسم میلادی کال د جنورۍ په یویشتمه نیټه خپله استعفا اعلان کړه خو د فرورۍ په یویشمته نیټه منصور هادی خپله استعفا بیرته واخیسته او له خپلو پلوی هیوادونو څخه یې د مرستې په غوښتنې سره د انصارا... په خلاف د سعودی عربستان په مشرۍ د سیمې د هیوادونو یو ائتلاف برابر کړ چې دغه ائتلاف د تیر کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه د پریکنده طوفان په نوم د هادی له حکومت څخه په ملاتړ کښې د حوثیانو پر ضد هوایی حملې پیل کړې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۱۵ کاله مخکښې د ۱۳۲۵ هجری قمری کال د شعبان د میاشتې په شپږمه نیټه ستر مسلمان پوه علامه ابراهیم خویی شهید شو. هغوی د شیخ مرتضی انصاری په شان د تکړه استاذانو له محضره فیض ترلاسه کړ او د اجتهاد درجې ته ورسید او په اسلامی علمونو په تیره بیا حکمت کښې یې ډیر مهارت ترلاسه کړ.

د اسلام دغه ستر عالم د مشروطه حکومت د رامینځته کولو او له ظلم سره د مقابلې او آزادی غوښتنې په لاره کښې ډیرې هلې ځلې وکړې او بلآخره پخپل کور کښې د قاجار لړۍ د یو باچا محمد علی شاه قاجار د مامورانو په لاس شهید شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۰ قمری کال د شعبان په شپږمه ورځ مشهور اوسمهاله عالم، ادیب او شاعر میرزا لطفعلی نصیری په ۸۲ کلنۍ کښې وفات شو. په صدر الافاضل ملقب میرزا لطفعلی بن محمد کاظم تبریزی د ځوارلسمې قمری پیړۍ د کمال خاوندو مشاهیرو څخه یو عالم او فاضل کس و.

هغه په ماشومتوب کښې له خپل پلار سره له شیرازه تهران ته لاړ. وړومبۍ یې د خط او ادبیاتو اصولو ته مخه کړه او بیا یې د اصول، فقه، حدیث، تفسیر او هم د منطق، ریاضیاتو او الهیاتو زده کړه پیل کړه. له صدر الافاضل څخه ډیر تالیفات پاتې دی چې پکښې اساطیر، دستور البلاغه، کَلِم و حِکَم او ډول ډول قصیدې شاملې دی. هغه په شعر کښې (فانی) تخلص کاروه.

میرزا لطفعلی په ۸۲ کلنۍ کښې په ۱۳۵۰ قمری کال کښې وفات شو او په ری کښې د مرزا شیخ صدوق ابن بابویه د مزار په خوا کښې دفن شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۵۸ کاله مخکښې د نولس سوه یو شپیتم میلادی کال د اپریل په دولسمه نیټه، انسان د لومړی ځل لپاره په فضاء کښې قدم کیښود او د ځمکې له چاپیره تاؤ شو. اووه ویشت کلن روسی فضاء کچ کونکئ یوری ګاګارین په دغه ورځ په واسټوک نومې حلایی بیړۍ سره په نهه اتیا منټو کښې له ځمکې نه تاؤ شو او په دې ډول د فضاء کچ کونې په ډګر کښې یو ستر بدلون رامینځته شو. ګاګارین په نولس سوه اته شپیتم میلادی کال کښې د خپل محبوبیت او شهرت په اوج کښې په یوې هوایی پیښې کښې د روسیې له یوه لوړ رتبه کیهانی چارواکی سره یوځائ ووژل شو. د فضاء کچ کونې په زمینه کښې د یوری ګاګارین د خدمتونو له امله او په فضاء کښې د انسان د لومړنی الوت د اهمیت له مخې د اپریل دولسمه نیټه د فضاء کچ کونې د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            او له ننه ۲۷ کاله مخکښې د دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال د وری د میاشتې په درویشتمه نیټه، اوسمهاله ایرانی لیکوال او استاد محسن صبا وفات شو. هغه د دارلفنون په مدرسې کښې د مقدماتی زده کړو له ترسره کولو وروسته فرانسې ته ولاړ او د حقوقو په څانګه کښې د ډکټرا له ترلاسه کولو وروسته ایران ته راستون شو او تدریس ته یې مخه کړه. ډاکټر محسن صبا د ایران د کتاب پیژندنې د ملی ډلې او همداراز له یونیسکو سره د وابسته ملی ارشیف د کمیتې جوړونکئ ؤ. د هغه له ډیرو مهمو اثارو او تالیفاتو کولائ شو، (کتابشناسی)، (گلهای حافظ)، (ترجمه سفر نامه های مختلف) او (اصول فن کتابداری) ته اشاره وکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه