May 19, 2019 15:44 Asia/Kabul
  • د لویدیځي آسیا بيښې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لویدیځي آسیا یا مینځني ختیځ دپيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په تیرې اونۍ کې د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم تیري او د مقاومت د مبارزو ډلو کلک غبرګون په تیرې اونۍ کې په لویدیځي آسیا کې تر ټولو مهمه پيښه وه چې د دغه څلور ورځني جنګ په بیلابیلو اړخونو درسره غږیږو ،هیله ده ترپایه راسره دملګرتیا فرصت ولرئ .

   دصهیونیسټ نیواکګر اوتیریګر رژيم  د مئ میاشت له دریمې جمعې ورځې راهسې  په غزې تړانګې حمله پيل کړه او دغزې اوسیدونکي ئې  دتوغندیو اوبمونو له درزا او ورانکاریو سره لاس اوګریوان کړل . په دغه څلور ورځني جنګ کې  پنځویشت فلسطینیان شهیدان او کابو یو سل څلورپنځوس نور ټپيان شول  چې  په شهیدانو کې دوې میرمنې، دوه واړۀنوزیږي اویو ماشوم  هم ترسترګو شوي دي .

د وحشي صهیونیسټي رژيم  توغندوي حملې  د فلسطین دمقاومت مبارزو ډلو  له پریکنده غبرګون سره مخ شوې . دفلسطین  دمقاومت ډلو  په دغو څلورو ورځو کې  د نیواکي ټاټوبو په لور  له غزې تړانګې  کابو اوه سوه توغندي وویشتل ، چې   ډير زیات تاوانونه ئې اړولی دي . په دغه جنګ کې د  مقاومت د ډلو  د ترټولو نوي جوړ شوي  توغندي په توګه ، بدر  درې نومې توغندی په بریالیتوب سره وآزمویل شو. په د غو توغندوي حملو کې  څلور صهیونیسټان هلاک او څه دپاسه یو سل څلویښټ نور تپيان شوي دي .  د مقاومت ډلو د اسرائيلی پوځ یو جیپ  هم په نښه کړی دی .په داسې حال کې چې  د عامو کسانو یو ریل ګاډی د مقاومت دتوغندیو لپاره په نښه کیدو لپاره ډير نزدې ؤ ، خو   دمقاومت ډ لو مبارزانو  ددغه ریل ګاډي  له ټارګټ کولو ډډه وکړه . د مقاومت ډلو د پریکنده  ځوابي حملو له امله  دغزې تړانګې په شاوخوا  نیواکي ټاټوبو کې  په اوسیدونکو کې ډيره زیاته ویره اووحشت خور شو.  په دې توګه چې  ددغو سیمو اوسیدونکي  کابو پنځه دیرش فی صدي صهیونیسټان  د توغندوي حملو له ویرې  له خپلو کورونو وتلو ته مجبوره شول .

Image Caption

 

 د وحشي صهونیسټي رژيم حملو ته د فلسطین دمقاومت ډلو له پریکنده او چورلټ  ځواب وروسته ،دغه وحشي رژيم مجبوره شو د مصر مینځګړیتوب او  له مقاومت ډلو سره  اوور بند  ومني . بنیامین نتن یاهو په داسې شرائطو کې  دغه اوور بند ومانۀ چې  د ۲۰۱۸کال به اکتوبر کې  هم  له دوه ورځنیو تیریو وروسته  له مقاومت ډلو سره  د اووربند منلو ته اړشو.  داسې اووربند چې  د نتن یاهو  د کابینې د دړې وړې کیدا او  دپارلیماني انتخاباتو ترسره کیدائې په ځان پسې ولرله .

د بین یامین نتن یاهو  له خوا د اووربند منل په نیواکي ټاټوبو کې  له پراخو غبرګونونو او اعتراضونو سره مخامخ شول او ډيرو خلکو دا موضوع ، د فلسطین دمقاومت په مقابل کې  د نتن یاهو لپاره یوه بله ناکامي وبلله .د اسرائيلو دپوځي استخباراتي ادارې  پخواني مشر جنرال آهارون زئیوري  فرکاش وئيلی دي ،شک نه لرم چې  اسرائيل په یوې خطرناکې جبۍ کې ښکیل شوی دی ::: دا سرائيلو د جنګ پخوانی وزیر موشه یعلون هم وئيلی دي نتن یاهو موقتي اووربند ته  په غاړه کیښودو ا و یوازې خپلو ګټو ته په لیدو سره ، په غزې کې دفلسطین  مقاومت په وړاندې تسلیم شو ::

Image Caption

 

 داسرائيلو د پوځ  پخواني لوي درستیز  بنی ګانتس هم وئيلي دي ،نتن یاهو د دوهم ځل لپاره دفلسطین دمقاومت په وړاندې تسلیم شوی دی .:: د آبی اوسپين ائيتلاف څخه داسرائيلو په پارلیمان کنست  غړي عوفر شلیح  هم ټينګار کړی دی ، چې  نتن یاهو  دحماس په وړاندې کمزوری او بې وسه  دی  او په غزې کې د موجوده  وضعیّت د بدلولو جراءت  نه لري .  د عبری ژبې :ډیکا : انټرنیټي سایټ هم  منلې ده  چې  په غزې  کې دفلسطین  دمقاوت   د وسپنیز  ډال  په نامې سره دفاعي سسټم سره  ګډوډ کړ. په عین حال کې  د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د پوخي څانګې قسام کنډکونو ویندوي ابوعبیده  وئيلی د ي؛ دغه  کنډکونه  د نښتو په دغو شپو ورځو کې توانیدلی دي ، وسپنیز ډال سسټم  ناکام کړي او ورځیني مخکې لاړ شي .

                      د اسلامی مقاومت ډلو  په مقابل کې  په څلور ورځني جنګ کې  داسرائيلو ماتې  یو شمیر  پایلې په ځان پسې درلودلي دي .  په هغو پایلو کې ځينو ته اشاره کولی شو .  د صهونیسټ رژيم لومړي وزیر  بین یامین نتن یاهو  وئيلی دي ، اسرائیل به د فلسطینیو مشرانو  د ترور سیاست ته مخه کړي . دغه څرګندونې  ګواکې د  فلسطینیانو په ضد دمستقیم  جنګ  دسټراټژۍ  په ناکامۍ د نتن یاهو  د  اعتراف  په معنا دي .

   د دغې ماتې یوه بله نتیجه  دا وه چې  د پيړۍ  دمعاملې د امریکائي پلان  یوه بله برخه ایشوا او مشخصه شوه  چې ا مریکا په دغه پلان کې د فلسطین د بشپړ بې وسلې کولو او  ددغه هیواد په وسیله دپوځ دنه درلودلو غوښتنه کړې ده . په  حقیقت کې  د پيړۍ دمعاملې د دغه اړخ ایشواکیدل ددې ښودنه کوي ، چې  دا پلان یوازې داسرائيلو په وسیله د فلسطین د جغرافیائي نیواک نه دی ،بلکې له هر ډلو پوځي او دفاعي توانمنیو څخه د فلسطین بې برخې کول هم دي . ځکه  دخبری سرچینو د راپور په اساس،په دغه پلان کې له پوځ او وسلو پرته د فلسطین هیواد جوړیدا په نظرکې نیول شوې ده .په بله وینا،  د پيړۍ د معاملې په امریکائي پلان کې پوځي توانمنۍپه تیره بیا د  مقاومت  ډلو توغندوي توانمنۍ ئې په  نښه کړي دي .

 په همدې باب  د نړیوالو چارو یو کارپيژاند حسن هاني زاده  وائي ،یوازې هغه وسلې  چې  په نوموړي  پلان کې په نظر کې نیول شوي دي ، دپولیسو انفرادي وسلې به وي  او له دې پلوه دوي  له وسلو اوخطرې پرته په هغې  غزې پسې دي ، چې  له تیرو وختونو تر دې دمه ئې فکر کړی دی .

 په عین حال کې   د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی  دفتر یوه مسئول مقام  موسی ابومرزوق  هم وئيلی دي ،ځيني لوري  د پیړۍ له معاملې سره  په رسندوئي ډګر کې  مخالفت کوي ، خو په عمل کې  د نورو ټاکنو د نه شتون او  دقدرت دانډول  په پلمه ددغه پلان منلو ته د  فلسطینیانو  د اړباسلو لپاره  د زمینې په برابرولو پسې دي .

             که څه هم د ۲۰۱۸کال  د مارچ له دیرشمې نیټې  د بیرته ستنیدا دحق  مظاهرې تر دې دمه ترسره کیږي ،خو دتیرې جمعې په مظاهرو کې  کارول شوي تاؤتریخوالي ، په څلور ورځني جنګ کې  د اسرائيلو د ماتې یوه بله پایله  ګڼل کیدلی شي . په اته پنځوسمې جمعې ورځې د بیرته ستنیدا دحق  مظاهرې،چې  د روژې دمبارکې میاشتې  لومړنۍ جمعه  هم وه ،ترسره شوې. دغه لاریون  د پيړۍ  معاملې له پلان سره  په مخالفت کې ترسره شو او  شعار ئې  هم ،  : دټرمپ د پيړۍ دمعاملې  په وړاندې  یوځاي سره دریږو:  ؤ . اسرائيلي پوځيانو  یو ځل بیا  په دغو مظاهرو یرغل وکړ  او   دتیرې ورځې په مظاهرو کې  یو فلسطیني ځوان شهید شوی او څه دپاسه دیرش نور  ټپیان شوي دي .

Image Caption

 

 دفلسطین دروغتیائي چارو وزارت  اعلان کړی دی ، چې  د ۲۰۱۸کال دمارچ  په دیرشمه نیټه دبیرته ستنیدا دحق  دلاریون له هماغه پیله  تر دې دمه ، دوحشي صهیونیسټانو  په حملو او ډزو کې  درې سوه څلور فلسطینیان شهیدان شوي ، چې په هغو کې نهه پنځوس  ماشومان او  لس میرمنې هم  ترسترګو کیدې . پر دې سربیره  په دغو مظاهرو او اخ وډب کې  اولس زره  درې سوه یو نور کسان هم ټپیان شوي دي .د فلسطین د قانون جوړونې د شورا  لومړي مرستیال  احمد بحر  له نیواکي فلسطین سره د غزې په پولې کې  دبیرته ستنیدا حق  په لاریون کې  په ګډون سره،د اسرائيلو اوفلسطین ترمینځ  د سازباز لپاره د امریکاپلانونه رد کړي او دا  ئې په نیواکي فلسطین  کې  د نیواکګرۍ دوام او د فلسطین د مقاومت  د بې وسلې کولو  لپاره  یوه دسیسه بللې ده .  احمد بحر روښانه کړې ،    دفلسطین ولس او درستې ډلې  او موسسې  د فلسطین د آزادولو لباره د مقاومت تر شا ولاړ دي او  په غزې کې  دهغوی د ګډو عملیاتو کوټه ، دهغوي دثابتو اصولو او د فلسطین د ولس دملاتړ  او د  وحشي صهونیسټانو له تیریو سره  دمخامخیدا لپاره  ده .

 

ټیګونه