Sep 07, 2019 11:31 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه ۱۹۱

د ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه د لړۍ په دې مطلب کښې د ایران د تصوف د یو ډیر ځانګړي شخصیت او مشهور عارف حسین بن منصور حلاج څیړنه کوو.

د ایراني شخصیتونه نړیوال ویاړونه د لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو. په دې مطلب کښې د ایران د تصوف د یو ډیر ځانګړي شخصیت څیړنه کوو. د دریمې هجري قمري پيړۍ مشهور عارف حسین بن منصور حلاج  په خپلو ویناؤ، ژوند او حتی مرګ سره په نړۍ کښې داسې غوغا جوړه کړه چې د پيړیو له تیریدو وروسته لاهم ایراني او عرب محققان د هغه په هکله خبرې او لیکنې کوي. هغه شخصیت چې په خپلو ویناؤ سره یې په هر خاص او عام کښې یوه ولوله راپيدا کړه او د ایران، هندوستان، ترکستان، چین او ماچین په مختلفو ښارونو کښې یې ډیر منونکي درلودل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ايراني او غېر ايراني محققانو د کوششونو باوجود اوس هم د دريمې هجري قمري پېړۍ د مشهور ايراني عارف منصور حلاج زياتره اړخونه د شکونو په شپول کښې بند دي. اصلي نوم يې حسين او د پلار نوم يې منصور ؤ. په لرغونو ليکنو کښې د هغه د زېږېدنې تاريخ ته څه اشاره نه ده شوې، خو د لوئي ماسينيون په شان ځينو محققانو د هغه د زېږېدنې نېټه تقريباً 244 قمري يعني 858 ميلادي او ځينو نورو هم د 248 هجری قمري يعني  862 ميلادي بللې ده. حلاج د ايران د بېضاء فارس د په طور نومې کلي کښې پېدا شو او په ماشومتوب کښې له خپلې کورنۍ څخه له طور کلي نه د عراق واسط ښار ته مهاجرت کړی دی. همدارنګ د حلاج چې نداف معنا لري او ابتداء کښې يې لقب ؤخو ورو ورو يې د هغه اصلي نوم تر تاثير لاندې راوسته، د وجه تسميه په باره کښې له تاسو سره وغږيدوو. حلاج له هم هغې ځوانۍ له دورانه د معرفت د حاصلولو لپاره خپل سفرونه شروع کړل او د سهل بن عبدا... تستري، عمرو بن عثمان مکي او مشهور ايراني عارف نهاوندی په شان د سترو استادانو شاګردي وکړه او د خپلو ټولو استادانو په نزد په ښه ډول وځلېد. حلاج په خپل ژوند کښې درې ځل حج ته لاړ. ويل شوي دي چې هر چرته به تلۀ نو ګڼ شمېر پېروکاران او پلويان به ترې چاپېره راغونډېدل. خلقو به حسين بن منصور حلاج ته د يو مصلح او ژغورونکي په سترګه کتل او همدا چاره د بغداد د فقيهانو وحشت او ويرې سبب شوه او د بغداد د واکمنانو بدګمانۍ يې راوپارولې. بالاخره د بغداد د هغه وخت واکدارانو او فقيهانو وکړې شول په هغه باندې د مختلفو تورونو او تهمتونو په لګولو سره  هغه بندي خانه کښې بنديوان کړي او له اتو کلونو بند او محاکمې نه پس يې د قتل حکم جاري کړ او د ۳۰۹ هجري قمري کال د ذی الحجې یا د لوې اختر د میاشتې په ۲۴ نیټه یې پانسي کړ.

**

کوم انځور چې له حلاج څخه له هغه د وروسته دنیا په ذهن کښې پاتې دی، هغه یې د تقدس او عصمت په شپول کښې او یا یې د تهمت او انکار په دوړو کښې راوستی دی. ته به واې ګني د هغه برخلیک داسې و چې شک او ابهام یې ستره برخه وي. د حلاج په هکله قضاوت چې په هره بڼه وي، د هغه او د د هغه د افکارو د مهم او موثر والي ښودونکی دی. هم هغه کسان چې د هغه انکار یې وکړ او ویې رټه، د هغه د قتل حکم یې ورکړ او کومو کسانو چې دغه حکم تایید کړ او هم هغه خلک چې حلاج یې تایید کړ، ورسره یې مینه او مهرباني وکړه، پیروکار یې وو او ورڅخه به یې تاثیر اخیسته، ټول د هغه د موثر رول او غوره تااغیزې بیانونکې دي. ځکه که اغیزشیندونکی نه وی نو دې دومره دښمنۍ، انکار او تهمت ته ضرورت نه و او که بې اغیزې وی نو دومره پیروي، مینه، تاریخي انعکاس او د ویناؤ تل پاتې والی به یې نه درلود، هم دا وجه ده چې حلاج د ایراني عرفان او تصوف په تاریخي لاره کښې یو غوره او اغیزناک شخصیت ګڼل کیږي.

حلاج له دې زیات چې د خپلو آثارو له لارې مشهور شي، د خپلو افکارو، د ژوند د طریقې او سلوک او مرګ په وجه مشهور شوی دی. لکه څنګه چې مو په تیر پروګرام کښې وویل، حلاج ډیر آثار درلودل چې ډیر لږ ترې تر مونږ رارسیدلې دي. خو د نورو په کتابونو کښې د هغه د کړچار او سلوک په هکله ډیرې خبرې نقل شوې دي چې د هغو له مخې او له هغو کتابونو څخه چې مشهور فرانسوي ختیځ پيژاندي لويي ماسینیون د هغه په هکله لیکلې دي، د حلاج په افکارو باندې پوهیدی شو. که څه هم د هغه په ډیرو افکارو او اقوالو باندې ټول خلک نه شي پوهیدی او حلاج په خپله هم عجیبه بللې دي. خو هر څوک چې له عرفان او عرفاني مقاماتو سره بلد وي هغه پرې پوهیږي.

**

که په یوه خبره یا یوې لنډې جملې کښې د حلاج مهم او محوري فکر بیانول وغواړو نو باید ووایو چې خدای او د هغه پاک او لوې رب قُرب او ورته نزدې کیدل د دغه مشهور ایراني عارف د افکارو او آثارو اصلي چورلیز دی. د هغه له پوهې ډک ژوند او مړینه هم د هم دغه لوړ تفکر تفسیر دی.

د حلاج نظر هغه ډیر جاندار او حقیقي نظر و چې په خپله زمانه کښې یې د هستۍ او ترې وراخوا ته شوط و. د هغه لاره او مکتب داسې عاشقانه خدای پرستي وه چې بنیاد یې د وجود په وحدت ولاړ و. حلاج به په ځان کښې یو ستر معنوي درد احساسوه او هغه د وصل، له معبود سره د یو کیدو او فنا کیدو آرزو وه چې په دوامداره توګه دغه درد د عشق او مینې یوه فطري ځانګړنه ده.

د استاد زرین کوب په باور: د حلاج تصوف د مینې او جذبې تصوف و، ځان ته به یې بلنه نه ورکوله، تصوف او د مشایخو د طریقې په لور به یې بلنه نه ورکوله بلکې د عش او د خدای په لور به یې بلنه ورکوله. هغه خدای چې ټول عشق و، د هغه عشق په لور چې ټوله مینه وه. د هغه خدای له عاشق څخه بندګي نه غوښتله، عشق یې غوښته. هغه خدای چې له انسانه لرې نه و.

*/*/*/*/*/*/*/*/

حلاج په دغې طریقې باندې په خپل ایمان سره ځان حق ته سپارلی و، عشق به یې لکه د لمبې او شعلې له وجوده راوته او هغه یې د کنټرولولو او پټولو توان نه درلود. دا وجه وه چې په لارو کوڅو کښې به  یې وخت بې وخته د (انا الحق) چغه وهله.

حلاج د واحد او بې سارې خدای په وصف کښې وايي: زړونه، د لوړې مرتبې څښتن خدای، په ځان کښې نه شي ځاې کولې او سترګې یې نه شي لیدلې او ځایونه او لوري یې په ځان کښې نه شي ساتلې او فکرونه یې تصور نه شي کولې، څرنګوالی ورته لاره نه شي موندلې او په تشریح او توصیف سره نه شي وصف کیدلې. هغه تل له تا سره دی، په هره سا اخیستو کښې او په تګ او پاتې کیدو کښې، نو بس سترګې دې خلاصې کړه چې څنګه ژوند کوې.

د حلاج په عقیده، د عقل له لارې د خدای پیژندل د سربدالۍ او ګمراهۍ سبب کیږي. د هغه په باور: څوک چې د عقل او پوهې په مشوره خدای لټوي، عقل یې په داسې حیرانتیا کښې اچوي چې په کښې لالهانده کیږي او الهي رازونه ورته داسې د شک او دوکې له پردې سره یوځاې کوي چې سړی د خپلې زیاتې حیرانتیا له امله وايي: آیا دا هم هغه دي چې ما یې لټون کوه!

حلاج باوري دی چې خدای تعالی باید خپله په هغه سره وپیژندل شي او وايي: حق هغه دی چې په عبادتونو او طاعتونو سره یې تکل وشي او پرې توسل وشي او هغه دی چې بې د هغه له وسیلې لیدی او درک کیدی نه شي.

حلاج ویلې دي: ای خلکو! خدای خپل مخلوقات د لطف او رحمت په وجه وپنځول او خپله ځلا یې ورته وښودله، بیا د هغوي د روزنې او اصلاح لپاره له هغوي پټ شو، ځکه چې که خپله ځلا یې ورته نه وی ښودلې نو ټولو کفران کوه او که پټ شوی نه وی نو ټول به یې عاشقان شوې وو او پوه شئ چې خدای د خپلو مخلوقاتو لپاره هیڅکله له دې دوو حالتونو نه په یو باقي نه پاتې کیږي.

**

حسن بن منصور حلاج په خپلو شعرونو کښې د الهي عشق په وړاندې خپل حال احوال ډیر ښکلې بیان کړی دی او ویلې یې دي: لاهم د عشق په سمندر کښې غوپې وهم، څپې ما لاندې باندې وړي، کله مې څپه پورته کوي او کله مې لاندې کوي او غوپې راکوي، تر دې چې عشق مې د بې ساحله ځاې په لور بوځي، بې له دې چې نوم یې په ژبه راوړم، غږ مې ورته وکړ، او په عشق کښې مې ورسره هیڅ کله خیانت ونه کړ، سا مې له بدۍ څخه تا ته پناه دروړي، او دا وه ژمنه زمونږ ترمینځ.

حلاح درمند و. هغه د حق درد درلود او په خپلو ټول وجود سره یې دغه درد غوښته او هیڅ باک او ویره یې ترې نه درلوده. په هم دې باور باندې په تکیې سره دي چې په اخبارِ حلاج کتاب کښې د هغه له قوله راغلې دي: خدایه! زه د هغو زړه راکښونکو وږمو او خوشبویو په وجه چې ستا له عشق او نزدېکته مې موندلې دي، غرونه، ځمکې او اسمانونه د هغو له ټولې پراختیا او ستروالي سره سره، نا څه وینم او ستا په حق چې که ټول جنت راباندې ستا له شیبو څخه د یوې شیبې په بدل کښې خرڅوې، هیڅ کله به یې وانه خلم او که د دوزخ اور سره د هغه له ټولو ډول ډول عذابونو سره ما ته راکړې نو زما لپاره له هغه حالته ښه او اسانه دې چې ته را نه لرې او پټ وې. ای خدایه! خپل بندګان وبخښې او رحمت پرې نازل کړې او پر ما رحمت مه کوې ځکه زه د ځان لپاره له تا سره په جنګ نه یم او د خپل حق د اخیستو لپاره مې پر تا پور نشته، چې هر څه غواړې له ما سره یې وکړې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه