Oct 20, 2019 15:57 Asia/Kabul
  • ايران د اونۍ په هنداره کښې ۱۳۹۸-۰۷-۲۷

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نام او تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولوسره ايران د اونۍ په هنداره کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د صفرې شلمه نېټه د کربلا په دشته کښې د حضرت امام حسين (ع) او د هغه حضرت د وفادارو ملګرو د شهادت له  څلوېښتي يا اربعين سره سمون خوري چې سږ کال هم د اربعين د لاريون يا پياده تګ مراسم د تل په شان په عظمت او شانداره توګه ترسره شول.

 

هر کال کروړونه زائرين د اربعين يا څلوېښتۍ په لاريون کښې په ګډون سره د عراق د خلقو له مېلستيا سره بدرګه کيږی. هغه ډېر ستر حرکت او اجتماع چې هر کال په عراق کښې په تېره بيا د نجف اشرف او کربلای معلی په لاره کښې بڼه نيسي، اوس يې نړيوال اړخونه پېدا کړي دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر تېره هفته په يو لړ بياناتو کښې د اربعين لاريون د حقيقي اقتدار او قوت يو مصداق وبلۀ او اربعين يې په اسلامي تاريخ کښې د هغه له وړومبني ظهور څخه د عاشورې له قوته ډکه رسنه وبلله او زياته يې کړه: د عاشورې له حماسې نه کربلا ته د اهلبيتو عليهم السلام تر ستنېدو پورې څلوېښتو ورځو موده کښې په شام او کوفه کښې د حضرت بي بي زينب (س) حضرت امام زين العابدين (ع) او ام البنين (س) غږونه او فريادونه د عاشورې حقيقي رسنه وه او د بني اميه او سُفياني د حاکميت په تورتمه فضاء کښې د حق د منطق د واکمنۍ په عملي کېدو سره عاشوره ژوندۍ ماتې شوه او په تاريخ کښې جاري شوه.

حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي له عاشورې نه تر اربعين پورې موده کښې د پاکو اهلبيتو عليهم السلام د حرکت طوفان د هغه دوران په عجيبه ساډوبۍ کښې د حالاتو د منقلبېدو او بالاخره د سفياني رژيم د نسکورېدو سبب وبلۀ او زياته يې کړه، نن هم همدغه واقعه راونه ده.

دوي د دغه حقيقت په بيانولو سره چې د دې حقيقت په بيانولو سره چې د اربعين ستر لاريون له څوارلسو سوو کلونو وروسته د امام حسين (ع) د وينې د جوش تجلي او د عاشورې د پېغام تجلي ده، واضحه کړه چې امام حسين (ع) يوازې له شيعه ؤ سره مختص نه دے بلکه د سني او شيعه په شممول له ټولو اسلامي مذاهبو سره متعلق دے او حتی له ټول انسانيت سره متعلق دے او په همدې وجه مونږ د اربعين په لاريون کښې د غېر مسلمانانو د شتون هم کتونکي يوو.

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر او د ټولو قواو معظم قوماندان حضرت آيت ا... العظمی خامنه د امام حسين (ع) نومې د افسرۍ او د پاسدارۍ د تربيت د پوهنتون د فارغ التحصيلۍ په کلنيو مراسمو کښې يادونه وکړه، نن د کفر، صهيونېزم او امريکې جبهه د ملتونو د وينې په زبېخلو ، د جنګ اور غرغنډه کولو او نورو غميزو سره د خداے له بندګانو او ملتونو سره د ظلم ، جور او ستم چلند کوي او د ايران ملت د حضرت سيد الشهداء د حرکت د فلسفې په بنياد له هغو سره مقابله خپله دنده بولي او د امريکې په مقابل کښې نه تسلمېدل د دښمنانو مختلفودباونه په همدې وجه رامنځته کيږي.

 

د ايران د اسلامي جمهوريت وسله وال ځواکونه نن د قوت په حقيقي عناصرو يعنې ايمان، مېړانې، نوي دفاعي ټېکنالوجيو، فوځي فنونو او د پرمختلليو سازوسامانو په توليد باندې په تکيې سره د دښمنانو سره د مقابلې لپاره پوره چمتووالے لري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په همدې لړ کښې د ايران د ملت د اقتدار اصلي موضوعاتو ته په اشارې سره د پاسدارانو په لښکر د يوې وياړمنې او وده موندونکې ادارې په توګه تاکيد وکړ او له دې نظره يې د خداے د دښمنانو او د مسلمانانو د دښمنانو د ويرولو لپاره له هر څه زيات د دفاعي او مخنيونکو آمادګيو په ضرورت باندې ټينګار وکړ.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په داخل او خارج کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عزت يادونه وکړه او زياته يې کړه، امريکايانو هم د سپاه پاسدارانو ته په غليمانه او کړغېجنې څېرې سره د هغوي عزت لا زيات کړ.

 دوي دا خبره څرګنده کړه دغه دښمنۍ به چې د سپاه پاسدارانو د کاميابيو او پرمختګونو په وجه دي د دوستانو او حتی د دښمنانو په نظر کښې د سپاه پاسدارانو عزت لا زيات کړي.

 

د پاکستان وزيراعظم عمران خان تېره هفته تهران ته يو ورځنے سفر ولرۀ.

هغه تهران ته په خپل سفر کښې د ايران د اسلامي جمهوريت له چارواکو سره کتنه او د سيمې او نړۍ د وروستيو او ډېرو مهمو بدلونونو به باهر کښې د نظر تبادله وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت الله العظمی خامنه اي د پاکستان د وزيراعظم عمران خان او ورسره د پلاوي په کتنه کښې د صلحې او امنيت د ټينګتيا په اړه د پاکستان د حکومت د اندېښنې په ستائلو سره د اېشيا لويديځه سيمه ډېره حساسه او مهمه وبلله او په عراق او سوريې کښې له ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ او په يمن کښې د جنګ په  رامنځته کولو او وينې بهيولو کښې د سيمې د ځينو هېوادونو په مخرب  رول خواښيني څرګنده کړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران اسلامي جمهوريت له مودو راهسې په يمن کښې د جنګ د بندولو لپاره يوه څلورماده اي منصوبه وړاندې کړې ده، زياته کړه، د دغه جنګ خاتمه په سيمه کښې يو لړ مثبت اثرات لرلې شي.

دوي همدا رنګ واضحه کړه چې مونږ له دغو هېوادونو سره د دښمنۍ لپاره هيڅ انګېزه نه لري خو هغوي د امريکې تر ارادې لاندې دي او د امريکې په خوښه د ايران د اسلامي جمهوريت په خلاف عمل کوي.

 

د ايران اسلامي جمهوريت تل له ګاونډيانو سره په ښه ګاونډيتوب او د ښو تعلقاتو د لرلو لپاره په کوششونو باوري دے او د سيمې له هېوادونو سره د تعلقاتو مضبوطول يې د خپل بهرني سياست په ترجيحاتو کښې لرلي دي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د پاکستان له وزيراعظم عمران خان او ورسره له پلاوي سره په کتنه کښې د دې په بيانولو سره چې په ترهه ګرو، صهيونېسټانو او امريکې باندې تکيه کول د اسلامي هېوادونو او د سيمې د ملتونو لپاره له ټېنشن او تاوانه بغېر څه نتيجه نه لري، واضحه کړه، د سيمې د مشکلاتو هوارے له سيمې نه وراخوا قوتونو ته د بلنې په ځاے له روغ نيت او امنيت رامنځته کولو او د سيمه ايزو تعلقاتو له پراختيا سره د ملو سياسي خبرو اترو لوري ته سټراټيجک بدلون ته ضرورت لري.

روحاني په دې باندې په تاکيد سره چې د سيمې امنيت پکار دي د سيمې د هېوادونو په ذريعې سره ټينګ شي، وويل، په سيمه کښې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره وړومبنے ګام په يمن کښې ډزبندي او د دغه هېواد د مظلومو خلقو په خلاف د حملو خاتمه ده او ايران په دې زمينه کښې له هر يو اقدامه ملاتړ کوي.

په سيمه کښې بې ثباتي د هيڅ يو هېواد په ګټه نه ده. په همدې وجه نه يوازې د دوو ګاونډي هېوادونو په توګهد ايران او پاکستان بلکه د سيمې هېوادونه هم پکار دي د ډله ايز امنيت د ساتنې لپاره کوشش وکړي.

په همدې لړ کښې د  ايران او روسيې هم د سيمې د حالاتو په باره کښې د خپلو پرله پسې صلاح مشورو په دوام کښې  تېره هفته په تهران کښې يو لړ خبرې اترې ولرلې.

د سوريې په چارو کښې د روسيې د ولسمشر خاص استازي الېګزېنډر لاورنتيف او د مېنځني ختېځ په چارو کښې د روسيې د خارجه وزير مرستيال سرګئ ورشينين په تهران کښې په سياسي چارو کښې د ايران د خارجه وزير له لوړرتبه مرستيال او د سوريې او يمن په چارو کښې د ايران لوړ رتبه مذاکره کونکي علي اصغر خاجي سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

دواړو خواو په دغه کتنه کښې د سوريې د شمال د وروستي حالت او په دغه سيمه کښې د ترکيې د فوځي اقدام په شمول د سوريې د بدلونونو په اړه بحث او څېړنه وکړه.

 

د سوريې د وحدت، زمکنۍ بشپړتيا، خپلواکۍ او ملي واکمنۍ د ساتنې په ضرورت باندې تاکيدو د سوريې په شمال کښې د ترکيې د فوځي اقداماتو فوري بندول او له سياسي او ډېپلومېټکو لارو د اختلافاتو هواورول د دغو خبرواترو ځينې موضوع ګانې وې.

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر علي شمخاني هم په تهران کښې د سوريې په چارو کښې د روسیې د ولسمشر له خاص استازي الېګزېنډر لاورنتيف سره په کتنه کښې د اېشيا په لويديځ کښې د داعش د بيا راژوندي کولو او د ناامنۍ د پراخولو لپاره د امريکې مشکوکې طرحې ته په اشارې سره له هغو اقداماتو سره چې د بې ثباتۍ او ناامنۍ سبب کيږي د مقابلې لپاره د سيمې د هېوادونو د هوښيارۍ او غږملتيا په لازموالي تاکيد وکړ.

شمخاني په سوريې باندې د ترکيې له فوځي تيري سره د مخالفت تر څنګه وويل، هر هغه اقدام چې په سيمه کښې د ناامنۍ د سختېدو او د بحران د زياتېدو سبب کيږي پکار دي په چټکتيا سره اودرولې شي.

هغه د سيمې په هېوادونو د هر ډول تيرے او د جنګ تپل په سيمه کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم د ناامنه کونکو سياستونو په لړ کښې يو اقدام وبلۀ او واضحه يې کړه، د هغو هېوادونو چې کلونه کلونه له جنګونو وينې بهيونو سره ښکېل دي مصيبت ځپلي خلق د نويو بحرانونو د قبلولو زغم نور نه لري.

 

 د تهران په کورباتوب د روغتيا د نړيوال تنظيم د ختيځې مديترانه سيمې د روغتيا د وزيرانو شپږمه غونډه د يران د تېرې هفتې يوه بله واقعه وه.

دغه غونډه د ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيا د وزير په مشرۍ د روغتيا د نړيوال تنظيم د ختيځې مديترانه سيمې د دويشتو هېوادونو د روغتيا د وزيرانو په شتون سره اوشوه.

په دغه غونډه کښې د مختلفو هېوادونو د ښاريزو د ژوند تېرولو د طريقې او د هغوي په سلامتيا کښې د  هغې د تاثير، د تازه زېږېدونکو ماشومانو زلميانو او ځوانانو د سلامتيا، د نه خپرېدونکو بيماريو د درملو او له خپرېدونکو بيماريو سره د اړوندو بحثونو شمول له سلامتيا سره د متعلقو مسائلو په باره کښې د نظر تبادله وشوه.

ايران د درملنې په برخه کښې اوس له ملګرو ملتو سره د ملګرتيا په ډګر کښې داخل شوے دے. په همدې چوکاټ کښې تېره هفته د ايران د اسلامي جمهوريت او د ملګرو ملتو له نشه ايزو موادو سره د مبارزې دفتر ترمېنځ يو تفاهم ليک لاسليک شو. د دغه تفاهم ليک له مخکې د ايران د نشې د مطالعاتو ملي مرکز به د نشه ايزو موادو له استعمال څخه د رامنځته شويو ناخوالو د شواهدو په اړه د درملنې د ترويج او په سيمه کښې د روغتيا د ودې لپاره «د څېړنۍ او ظرفيت جوړونې د سيمه ايز مرکز» په توګه فعاليت وکړي.

د روغتيا د نړيوالې ادارې مشر ټېډروس اوهانوم د تهران په غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي جمهوريت په ختيځې مديترانه سيمه کښې  د روغتيا په زمينه کښې مخکښ دے، وويل، ايران د روغتيائي خدماتو په ودې سره د ماشومانو او ښځو مړينه او خپرېدونکې بيمارۍ کنټرول کړې دي.

د ايران د وروغتيا وزير سعيد نمکي په دغه غونډه کښې د دې په بيانولو سره چې ايران نورو هېوادونو ته د روغتيا او علاج معالجې په برخه کښې د خپلو کاميابو تجربو انتقالولو ته چمتو دے، تاکيد وکړ، بې له شکه د خپرېدونکو بيماريو د کنټرول او د خلقو د سلامتيا د زيان د کمولو يوازېنۍ لاره د سيمې د هېوادونو د تجربو منتقلول، غږملتيا و د روغتيا د نړيوالې ادارې ملاتړ دے.

په دغه غونډه کښې « د تهران بيانيه» نومې د روغ او سالم ژوند د طريقې لپاره د ايران طرحه د ختيځې مديترانه هېوادونو لخوا تصويب شوه.

-------------------------