د لویدیځي آسیا بدلونونه
د لویدیځي آسیا بدلونونه
د تهران د پښتو خپرونې او ا نټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې د مینځني ختیځ بدلونونو نومې اونیز پروګرام له ننني مطلب سره چې د عراق وروستیوحالاتو ته بیّل دی،ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د لویديځي آسیا دځينو مهمو پيښو سرټکي او ورپسې مو هم تحلیلي برخې آوریدو ته رابولوو ،نو ترپایه راسره ملۀ ووسئ .
*/*/*/*/*/ دعراق دلومړي وزیر له خوا د استعفی وړاندې کیدا */*/*/*/ په عراق کې د داعشی تکفیریانو بیرته غونډيدا*/*/*/*/*/ د ورانکارو اقداماتو او د پرَدیو د خطرناکو دسیسو په باب دالحشد الشعبي ولسی غورځنګ خبرداری */*/*/*/*/ او د عراق د دیني مرجعیّت د لارښونو په ملاتړ کې د ولسی لاریونونه،په وروستۍ اونۍ کې د عراق ځیني مهم بدلونونه وو،اوس مو هم رابولو په دې اړه د تحلیلي برخې آوریدو ته .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/
دوستانو تیره اونۍ دعراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي د ورستیو حالاتو دنه کنټرولیدا او د دینی مرجعیّت د لارښونو په دوام کې استعفی ورکړه.په عراق کې د تاؤتریخوالو او اعتراضونو په دوام سره،عادل عبدالمهدي پارلیمان ته خپله استعفی وړاندې کړه چې ددغه هیواد پارلیمان هم د هغه استعفی ومنله .د عراق د لومړي وزیر د استعفی په وړاندې کیدا سره،د نوي لومړي وزیر دمعرفي کولو او د برلاسه اوستر فریکشن د جوړولو لپاره دسیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو سلامشورې پیل شوې .اوس د هغه برلاسه او ستر پارلیماني فریکشن جوړیدا چې د پارلیمان د یو سل پنځه شپیته استازو راي ترلاسه کړي،په یوې ترټولو مهمې موضوع بدله شوي ده .ای

د عراق ولسمشر د هیواد دنوي لومړي وزیر د معرفي کولو لپاره پنځلس ورځې فرصت لري . کابینه هم باید په یوې میاشتې کې جوړه شي . د کابینې د جوړولو تروخته پورې اوسنی لومړی وزیر د موقتي لومړي وزیر په توګه خپلو چارو ته دوام ورکوي .
د عراق د تیرې اونۍ یو بل مهم بدلون دا ؤ چې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې خوځښتونه دوه برابره شوي دي . د عراق په دیاله ولایت کې د تیرې اونۍ په یکشنبې ورځې د داعش پاتې جنایتکارو ترهه ګر عملیات کړي ، چې په دغو عملیاتو کې د الحشد الشعبي ولسی غورځنګ شپږ مبارزان شهیدان شوي او د یوه قوماندان پشمول نور کابو اولس کسان ئې ټپيان شوي هم د .
داعشی ترهه ګرو دتیرې اونۍ په سه شنبې ورځې هم په نینوا ولایت کې واقع د موصل په جنوب کې په یوې سیمې حمله کړې چې دغه حمله د الحشد الشعبي غورځنګ مبارزانو په شاوتنبوله .داعشي ترهه ګرې ډلې همداراز د تیرې چارشنبې په شپه هم د دیاله ولایت په خانقین کې په کولجو سیمې باندې حمله وکړه چې د کردستان سیمې د درو ځانګړي ځواکونو د وژل کیدا او د دوو نورو د ټپي کیدا لامل شوه .مبارز

د داعشي ترهه ګرو د خوځښتونو په زیاتیدا سره ددغې تکفیری ترهه ګرې ډلې د بیرته رابرسیره کیدا په باب په عراق کې خبرداري زیات شوي دي. د عر ا ق د عربو قبایلو د شوراعمومی منشي ثائر البیاتي د وروستیو ناکراریو په نتیجې کې، په ذي قار ولایت کې د الناصریه مرکزي زندان څخه د کابو شپږ زره داعشی ترهه ګرو د تښتیدا د احتمال خبر ورکړی دی . د عراق الحشد الشعبي ولسی غورځنګ مسئولانو هم دتیرې دوشنبې په ورځې ددې خبرې خبرې په کولوسره چې په نینوا،الانبار،صلاح الدین،دیاله،کرکوک ولایتونو او د بغداد ولایت په شاوخوا کې د داعشي ترهه ګرو خوځښتونه پیل کړي ، په دغه هیواد کې ئې د داعشي ترهه ګرو د بیرته راپورته د خطرې په باب جدي خبرداری ورکړی دی .
د عراق د کردستان سیمې مشر نیچروان بارزاني هم د تیرې پنجشنبې ورځې د کرد دیټ سکواد ځواک په ضد دداعشي ترهه ګرو دچارشنبې شپې له حملو وروسته ددغې ترهه ګرې ډلې د خوځښتونو دزیاتیدا په باب اندیښنه ښودلې ده .د نیچروان بارزاني په اعلامیې کې راغلی دي چې د کرکوک او ګرمیان ولایتونو په ځينو سیمو کې د وروستیو ترهه ګرو اقداماتو لړۍ او په خانقین کې د کرد ځواک په مامورانو د داعشیانو حملې ثابته کړې ، چې داعش ډله له مینځه نه ده وړل شوې .
په حقیقت کې د داعش پاتې ترهه ګر او جنایتکار له هغې سیاسی تَشې څخه په ناسمې استفادې سره چې چې په عراق کې د و روستیو ناکراریو په نتیجې کې رامینځة شوي،هڅه کوي،په ولسی مظاهروکې نفوذ او ورانکار اقدامات وکړي .د امریکا،صهونیسټي رژيم آل سعود رژيم او اماراتي رژيم څلور ګوڼه چورلیز هم د داعشي تکفیریانو له پاتې جنایتکارو څخه ملاتړ کوي . په همدې اساس،د سورئې ثانا رسمي خبري آژانس هم له سورئې د عراق بیلابیلو سیمو ته د داعشي ترهه ګرو د کورنیو د دڅه دپاسه شپږ سوه غړو د منتقلیدا خبر هم ورکړی دی .
د عراق د الحشد الشعبی ولسی غورځنګ د انصار المرجعیه کنډک قوماندان حمید الیاسري هم خبر ورکړی،د داعش نوي مشر ددغې ډلې وګړو ته حکم ورکړی،خپله عملیاتي سیمه او وګړي دې د عراق په شمال لویدیځ کې نینوا ولایت ته منتقل کړي د الحشد الشعبيغورځنګ دغه قوماندانزیاته کړې،د عراق په مکحول،حمرین اوعلاس سیموکې د موجودو درستو داعشي ډلګیو ته دداعش د نوي سرغنې پیغام دا ؤ چې الحضر ټاپو ته دې لاړشي او د شپنو په پوښښ کې دې ځانونه خوندي کړي .د الیاسري په وینا،دداعشیانو له دغه کاره موخه،داده چې ددغې ډلې جنایتکار وګړي،له هوائي حملوسره مخ نشي او په الحضرټاپوکې بیرته منظم شي .
دوستانو په عراق کې د داعشي خوځښتونو په زیاتیدا سره الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک تیره اونۍ له داعشي جنایتکارې ډلې سره د مبارزې لپاره نوي عملیات پیل کړي دي .د عراق پوځ او الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک د تیرې پنجشنبې په ورځې په الانبار ولایت کې د داعشي ترهه ګرو د پاتې وګړو په ضد پراخ عملیات پیل کړل . ددغو عملیاتو موخه ، په الانبار ولایت کې د داعشي تکفیریانو د پټنځایونو تباه کول او عراق ته د داعشی ترهه ګرو د بیرته واریدیدو مخنیوی بلل شوی دی .

الحشد الشعبی مبارز ولسی ځواک همداراز دجمعې په ورځې د عراق له نورو پوځي او امنیتی ځواکونو سره یو ځاي په صلاح الدین ولایت کې د واقع سامرا په جنوب کې یولړ پاکونکي عملیات پیل کړي،څو دغه سیمه د جنایتکارو داعشي ترهه ګرو له سپیر وجوده پاکه کړي .ددغه ولسی مبارز ځواک په اعلامیې کې ټينګار شوی،په دغو سیمو کې دداعشي وګړو د پټيدو دځاي په باب دوي ته ځيني دقیق اطلاعات رسیدلی ، او په همدې دلیل ئې دغه پاکونکي عملیات هم پیل کړي دي .
لکه څنګه چې د عراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک د دغه هیواد له پوځ او امنیتی ځواک سره یو ځاي له پاتې داعشي تکفیریانوسره دمبارزې او د جنایتکارو او شرغواړو مخالفو ډلو د ورانکاریو د مخنیوی لپاره جدي هوډ لري،د عراق خزانې وزارت د تیرې جمعې په ورځې په فساد کې دلاس درلودلو او دبشری حقوقو دخلاف ورزیو په تورونو سره د الحشدالشعبي غورځنګ د مشرانو او قوماندانانو،قیس الخزعلی او دهغه د ورور لیث الخزعلی،او په ابو زینب مشهور حسین اللامي پشمول ئې د عراق څلور لوړپوړي چارواکي بایکاټ کړي دي .
ددغو بندیزونو په غبرګون کې د عصائب الحق غورځنګ سره اړونده د الصادقون سیاسی دفتر ویندوي محمد البربیعي،ددغه غورځنګ د مشرانو په شد دامریکا بندیزونه باطل او چټي بللی او ټينګار ئې کړی دی ، د مقاومت د لوري شیشت به تل د نیواکګرۍ،تکفیری ترهه ګرۍ،د پرَدیو د ونډو غوښتنې او ویشل کیدا په ضد وي،او د مقاومت ځواک د امریکا د دسیسو په وړانډې پیاوړی بند او داستکبار په سترګو کې ازغي دي .

د عراق د المحور الوطني ائيتلاف مشر او ددغه هیواد مشهور تاجر خمیس الخنجر چې د امریکا په بندیز لګونکو څلورو شخصیتونو کې شامل دی،د واشنګټن دغه فیصله ئې سیاسی بللي او په ټولنیزو چینلونو کې ئې پخپل پیغام کې لیکلي دي،زه هماغه شان د تیر وخت په څير د عراق په کورنیو چارو کې د هرډول بهرني مداخلت مخالف او له عراقي ملت او له فسادګرو څخه د ژغورنې او دبدلون د راوستو لپاره د هغو له غوښتونو سره یو ځاي یم . الخنجر زیاته کړې ده،دغه سیاسی فیصلې به ، چې د خپلو حقوقو دبیرته اخستو او د یوه هیواد په خلکو کې د تاؤتریخوالی د ختمولو لپاره په هلوځلو کې او همدرااز د فرقه پالو سیاستونو په ختولو کې د مونږ پر رول سترګې پټوي ، مونږ به هیڅکله هم له دغو هڅو نه غړوي .
دوستانو په عراق کې د دتیرې اونۍ یو بل مهم بدلون ، له دیني مرجعّیت څخه په ملاتړ کې د ولس مظاهرې اولاریونونه وو . د بغداد او دعراق د مرکز او جنوب دځينو ښارونو اوښارګیو په لکونو خلکو د تیرې پنجشنبې او جمعې ورځې سترې مظاهرې اولاریونونه جوړ کړل . مظاهره چیانو د عراق د ستر دیني مرجع آیت ا.. سیستاني په ملاتړ کې د پلې کارډونه اوچت کړي او دهغه په ملاتړ کې ئې شعارونه ورکول او همداراز دئې د بغداد د التحریر چوک په شمول په بیلابیلاو چوکونو کې د امریکا او صهیونیسټي رژيم بیرغونه هم وسوزول . په د غو مظاهرو کې ګډون کونکو په سوله ایزو مظاهرو کې د بعثي تالی څټو ورانکارو او نفوذي عواملو سره خپل مخالفت نندارې ته وړاندې کړ او د عراق د امنیتي ځواک په ملاتړ کې ئې هم چغې پورته کړې.

په بغدادکې ولسی مبارزې اولاریونونه د شرغواړو اوورانکارو وګړو په نفوذ سرهع تاؤتریخجن شول . یوشمیر نفوذي وګړو د بغداد د التحریر چواک په لور چې په لکونو مظاهره چیان پکې غونډ شوي وو،ړندې ډزې وکړې چې په لسګونو کسان ئې په وینو کې ولمبول .یو مهم ټکی د ا دی ،چې په مظاهره چیانو حمله په داسې حال کې شوي ، چې دعرقا بدلونونه په لامنظقي او کرار لوري د حرکت په حال کې وو . دبغداد پر خلکو حمله ددې ښودنه کوي ، چې دعراق دسیاسی نظام مخالفان ددې په ترڅ کې چې د حالاتو کراریدا نشي زغملی ، بلکې ددغه سیاسی نظام او جوړښتونو په له مینځه وړلو او په دغه هیواد کې دبعثي وراستۀ سیاسی نظام په بیرته راوستوپسې دي .
د وستانو د لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ د مهمو بدلونونو په باب د اونیز پروګرام نننی مطلب چې د عراق بدلونونو ته بیّل ؤ وخت همدومره ؤ او له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،باید ووایو چې زمونږ په انټرنیټي پاڼې کې هم دتهران ریډیو تازه خبرونه،تبصرې او دیني،کلتوري،روغتیائي، اقتصادي او سپورټي برخې او همداراز د ورځې په اساس راپورونه او مرکې او د ستاسو خپل هرکله راشه پروګرام هم لیدلی او کتلی شئ،نو زمونږ ادریس، PARSTODAY.COM/PS درسره نوټ کړئ او خپلو ملګرو او دوستانو ته ئې هم وښئ، نو تر بل مطلب پورې درته د نیکمرغه او ښه ژوند په غوښتنې سره له تاسو هم اجازت غواړو،،، ،،،،،،
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************