د لویدیځي آ سیا د تیرې اونۍ پيښې
د لویدیځي آ سیا د تیرې اونۍ پيښې
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د مینځني ختیځ یا لویدیځي آسیا د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب د اونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د لویدیځي اسیا د تیرې اونۍ ځينو مهمو پيښو ته یوه ځغلنده کتنه کوو او بیا مو هم رابولوو ، تحلیلي برخې ته . نو ترپایه راسره مله ووسئ.
*/*/*/*//*/ په ریاض کې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا سرمشریزه *//*/*/*/ د اسرائيلو د پارلیمان ړنګیدا*/*/*/*/ او دعراق وروستي بدلونونه ، په تیرې اونۍ کې ځينی مهم بدلونونه وو ، چې په دې اړه مو اوس هم رابولوو،تحلیلي برخې آوریدو ته .*/*/*/*/*/*/*/*/*//*/
******************
دوستانو په تیرې اونۍ کې دعربستان په ریاض کې د سه شنبې په ورځې د فارس خلیج د ملګرتیا شورا څلویښتمه سرمشریزه ترسره شوه . په دغې ناستې کې هم د قطر،متحده عربی اماراتو او عمان مشرانو شتون نه درلود. څلویښتمه سرمشریزه په داسې شرائطو کې ترسره شوي ، چې تر ټولو مهمه موخه ئې ددغې شورا د داخلی تاؤتریخوالو ختمیدا وه . دعربستان پاچا ملک سلمان هم د تیر کال په خلاف په شخصي توګه د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني ته بلنه ورکړې وه .
که څه هم د ۲۰۱۸کال له غونډې سره په څلویښتمې غونډې کې د قطر د شتون سویه لوړه شوي،او ددغه هیواد لومړي وزیر دریاض په غونډې کې ګډون وکړ،خو د قطر امیر شیخ تمیم په روانډا افریقائي هیواد کې او په یو لړدستورو کې شتون ته چې څه خاص مهمې نه وې ،د ریاض په غونډې پر شتون ترجیح ورکړ څو اختلافات هماغه راز دوام ولرل شي .

د قطر واکوالانو د ریاض په غونډې کې دشتون شرط د درستو بندیزونو لیریکول اعلان کړی وو .عربستان ،متحده عربی اماراتو،بحرین او مصر په ۲۰۱۷ کال کې له قطر سره د ارتباط له غوڅولو وروسته پر دغه واړۀ عربی هیواد ددباؤنو د زیاتولو په موخې سره بندیزونه ولګول .د قطر او درو نورو هیوادونو ترمینځ داختلافاتو په ختمولو کې د ریاض دغونډې ناکامي لامل شوي ځ یني نور دملګرتیا شورا،د ملګرتیا ضد شورا وګڼي .
په داسې شرائطو کې چې د ریاض په غونډې کې د قطر د امیر،د عمان د پاچا او د متحده عربی اماراتو د مشر نه شتون ډير محسوس کید،سعودي عربستان یو ځل بیا د ایران د اسلامی جمهوریت دسیمه ایز سیاست او همداراز د درو ایرانیو ټاپوګانو په ضد تکراری دریځ په دغې غونډې کې هم یوه موضوع وګرځوله،د سعودي عربستان پاچاملک سلمان پخپلې پرانیستونکي وینا کې د ایران په مقابل کې د عربو هیوادونو د اتحاد او یووالي غوښتنه وکړه او وې وئيل نړیواله ټولنه باید د ایران د ایټمي او توغندوي پروګرام په باب سخت غبرګون وښئ .
د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سید عباس موسوي د چارشنبې په ورځې دایران په ضد دتکراري ادعاګانو په غبرګون کې ووئيل ،په سیمې کې د اوسنیو ناپوهو او کم عقلو سیاستونو د دوام ملاتړي ځیني په ګوته شمیر هیوادونه ،پاید عمومی افکارو ته ځواب ورکړي،چې په عراق،سورئې او یمن کې دتکفیری او ترهه ګرو ډلو له راپنځولو او پیاوړي کولو او فارس خلیچ ته د پرَدیو د پښو له راغزولوپرته،ئې په سیمې کې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره څه اقدامات کړي دي ؟ عباس موسوي په تیرو د ومدارو کلونو کې د ایران مسئولانه چلند ته په اشارې سره روښانه کړې ده،د تیریو د نه کولو دتړون وړاندیز ،دسیمه ایزو خبرواترو د ټولګې او نهایتا د هرمز سولې د نوښت وړاندې کول ، د سیمه ایزو ملګرتیاؤ د پوره کیدا لپاره د ایران هلې ځلې دي .
د صهیونیسټ رژيم دپارلیمان غړو د تیرې پنجشنبې سهار وختي په تیرو اوو میاشتو کې د دوهم ځل لپاره ددغه اورګان ړنګولو ته رایه ورکړه . وټاکل شوه چې د راتلونکي مارچ میاشتې انتخابات به په تیر یوه کال کې دریم ځل پارلیماني انتخابات وي ، چې ددغه رژيم له بې مخینې سیاسي بندون څخه د وتلو لپاره ترسره کیږي .
د صهیونیسټ رژيم پارلیماني انتخابات په وروستي یوه کال کې د ۲۰۱۹کال د اپریل په نهمه نیټه ترسره شول او د کنسټ یویشتم پړاؤ جوړ شو . ددغه پارلیمان ژوند له یوې میاشتې زیات عمر ونه کړ،ځکه چې نتن یاهو د کابینې په جوړولو کې بریالی نه شو او په پارلیمان کې ئې متحدانو ددې لپاره چې د صهیونیسټ رژيم مشر،د کابینې د جوړولو لپاره بل څوک مامور نه کړي ، دپارلیمان ړنګولو ته ئې راي ورکړه . د صهیونیسټ رژيم دوه ویشتم پارلیماني انتخابات هم د ستمبر په اولسمه نیټه ترسره شول ، خو د پارلیمان دغه پړاؤ هم له درو میاشتو کم عمر درلود .

بین یامین نتن یاهو او بنی ګانټز د کابینې په جوړولو کې بریالی نه شول ، داسرائیلو پارلیمان هم ونه توانید،په یویشت ورځني فرصت کې د نوی کابینې د جوړولو لپاره څوک معرفي کړي . پر دې اساس د پارلیمان استازو د دوه مځل لپاره او په وروستیو اوو میاشتو کې ددغه اورګان د نړولو لپاره رایه ورکړه .
د مخکې اعلان شوي ګام په اساس ، احتمالا په یوه کال کې د صهیونیسټ رژيم دریم پارلیماني انتخابات د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې ترسره شي څو ممکنه ده د راتلونکي لومړي وزیر او د پارلیمان دترکیب په بدلیدا سره دنوي کابینې جوړیدا مشخصه شي . ا سرائيل ټایمز انټرنیټي سایټ په یوه راپور کې لیکلي دي ، بنی ګانټزد تیې چارشنبې په ورځې په صهیونیسټي پارلیمان (کنسټ )کې په یوه سیمنار کې پخپلې وینا کې توضیح و رکړې چې نتن یاهو په دې هیلې سره چې د ورپسې پارلیمان اکثریت ترلاسه کړي ، او ورپسې بیا د ځان لپاره له قضائي محکومیّت څخه خوندیتوب تصویب کړي ، اسرائيل ئې په کابو یوه کال کې دریمو انتخاباتو ته وکاږۀ.بنی ګانټز په دې خبرې په ټينګار سره چې له کنسټ څخه دخوندیتوب اخستو لپاره د بین یامین نتن یاهو ګروهنه،کومه مناسبته چاره نه ده،روښانه کړې،مونږ باید ورسره مخالفت وکړو ..د خوندیتوب لپاره هیڅ توضیح نشته او په اسرائيلو کې د خوندیتوب قانون باید د ورځې په اساس وي او باید په هغې زمینې کې چې ورته اړتیاده استفاده وشي .
دوستانو د دسمبر په لسمه نیټه د تیې سه شنبې په ورځې،پر داعشي تکفیریانو د عراق د بریالیتوب دوهمه کلیزه وه . د عراق پخواني لومړی و زیر حیدرالعبادي د ۲۰۱۷کال د دسمبر په لسمه نیټه د داعش دپاي او پر دغې ترهه ګرې ډلې کامیابي اعلان کړې وه .دغه ورځ د عراق په کال هینداره کې د یوم النصر په توګه نومول شوي او په رسمي توګه چټي اعلان شوې ده . ددغې ورځې اهمیّت ته په پام سره د عراق په بیلابیلو سیمو په تیره بیا په پلازمینې بغداد کې د لاریونونو د ترسره کیدا فرما ن صادر شوی ؤ .
د عراق د حکومت داخلی اوبهرني مخالفانو هڅه کړې دغه مظاهرې،له امنیتي ځواک سره د خلکو په تاؤتریخجنې مخامخیدنې بدلې کړي .د الشرقیه ټيیلیویژني چینل یوه مجري احمد ملاطلال،چې د ولسی مظاهرو په منحرفولو کې ئې مهم رول درلودلی،پخپل ټولنیز و پیغامونو کې ئې د سه شنبې ورځې مظاهرې اولاریونونه ئې،له وسلوالو ډلو (الحشد الشعبي ) سره د نجف او خلکو مخامخیدانه وبلله . د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ عمومی منشي شیخ قیس الخزعلي هم خبرداری ورکړ،چې د دسمبر د لسمې ورځې مظاهرې اولاریونونه به د پراخې ورانکارۍ او د ډيرو کسانو د وژل کیدو شاهد وي .سالگرد پیروزی

د دسمبر د لسمې نیټې مظاهرې او لاریونونه په آ رامښت سره ترسره شول او دعراق ولس پر داعشی تکفیريانو د بریالیتوب دوهمه کلیزه ولمانځله .له دغو مظاهرو او لاریونونو مخکې د عراق خارجه وزارت د انګلستان، فرانسې،جرمني او کینیډا سفیران ددغه هیواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په دلیل احضار کړل . دغو هیوادونو له ولسی مظاهرو څخه د عراق دحکومت د ملاتړ غوښتنه کړې وه،په داسې حال کې چې عراق له دې زیات چې د مظاهرو شاهد وي،د منظمو او پلان شوو تاؤتریخوالو کتونکی دی .
په عین حال کې دتیرې پنجنشبې په ورځې د هیثم علی اسماعیل په نامه یو شپاړس کلن عراقی زلمی دخپل کور په شاوخوا کې له یو شمیر وسلوالو اعتراض کونکو سره ښکیل شو . ددغې ښکیلیدا علت ،د ټایرونو د سوزولو، ډزو کولو او د اوور اچولو پشمول د اعتراض کونکو ځیني نادود اقدامات وو چې ددغه زلمي دکور شاوخوا ته ترسره کیدل .ځينو رسندویو انعکاس ورکړ چې هغه څلور اعتراض کونکي وژلي او ځينو نورو هم ولیکل چې هیثم یوازې څو هوائي ډزې کړې وې . د عراق د پوځ دقوماندانۍ رسمي اعلامیه ددې ښودنه کوي ، چې هغه هیڅوک نه وو وژلي او یوازې هوائي ډزې ئې کړي او غوښتل ئې چې دغه اعتراض کونکي چې نادود او غرضي او تاؤتریخجن ا قدامات ئې کول ، د هغه دکور وآخوا څ خه لیرې شي .
په عین حال کې راپورونه ښئ هغو ورانکارو کسانو چې له مخکې ئې پلان جوړ کړی ؤ دغه زلمی ئې له خپل کوره په زور راوباسۀ او په ډير بوږنونکي ډول ئې وواژه .
ددغه عراقي زلمي په ضد دغه بوږنونکي جنایت په ځان پسې ډير غبرګونونه درلودل . د عراق ستر دیني مرجه آیت ا... علی سیستاني ، ددغې بوږنونکي پيښې د عاملانو د محاکمه کولوغوښتنه وکړه .د آیت ا... سیستاني دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټينګارکړی ،وژلې ، برمتګري ، د مړو پر مځکه راکښل او د مړو ټوټې ټوټې کول او بې احترامي ئې کول هغه جرمونه دي چې باید عاملان ئې محاکمه او سخت سزا شي څو په راتلونکي کې څوک داسې کوم جنایت ونه کړي .
دوستانو د مینځني ختیځ د تیرې اونۍ د بدلونونو په باب د ننني مطلب وخت همدومره ؤ، له دې مخکې چې له تاسو اجازت وغواړو ،نو باید ووایو چې د نوو مطلبونو ،خبرونو ،تبصرو ،راپورونو ،دیني ، کلتوري ،تاریخي ، سپورټي ،روغتیائي او اقتصادي مطلبونو دلیدلو او آوریدولو لپاره او همداراز د خواږو آوریدونکو پخپلو پیغامونو بریښنا لیکونو او غږونو مشتمل دهرکله راشه پروګرام د لیدو او آوریدو لپاره زمونږ انټرنیټي سایټ هم درسره ګورئ او ایډریس ئې چې PARSTODAY.COM/PS دی ، هم درسره نوټ کړئ او له خپلو نورو ملګرو سره ئې هم شریک کړئ او له مونږ سره خپل ښه وړاندیزونه او ښې ښې لیکنې شریکې کړئ څو خپل دغه پروګرامونه ورسره لا ښه کړائ شو،نو تر بل مطلب پورې درته نیکمرغه ژوند غواړو ، بریالي اوسوکاله اوسئ .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************