بې نقابه امریکا
بې نقابه امریکا
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږومینه والو په دې شیبو کې د بې نقابه امریکا نومې اونیز پروګرام له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د امریکا د تیرې اونۍ ځینومهمو پيښو خلاصه درآوروو او بیا مو هم رابولوو ، تحلیلی برخې ته ،نو له مونږ سره ملۀ ووسئ .
*/*/*/*/*// دامریکا په کانګرس کې د ډونالډټرمپ دمواخذه کیدا تصویبیدا */*/*/*/*/ په کانګرس کې د امریکا د ۲۰۲۰ کال د دفاعي بودجې تصویبیدا*/*/*/*/* او د بندیزونو او ډالرو د اعمالولو په باب د امریکا د خزانې وزیر ادعاګانې، په تیرې اونۍ کې د امریکا ځيني داخلي مهمې پيښې وې چې په دې اړه مو اوس رابولوو ، تحلیلي برخې ته .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
دوستانو بلاخره هم تیره اونۍ د امریکا د پنځه څلویښتم ولسمشر ډونالډترمپ دمواخذې د بهیر له پیلیدا څو اونۍ وروسته ، دډيموکراټانو په اکثریّت سره کانګرس د دسمبر په نولسمه نیټه سهار وختي له شپږساعته بحث وروسته ، د رایو په اکثریّت سره له قدرته د ناسمې استفادې او دکانګرس په څیړنو کې د کارړنګونې په سبب د ټرمب مواخذه کیدا ته رایه ورکړه .
د کانګس غړو له قدرت څخه د ناسمې استفادې په باب د ټرمپ د مواخذې کولو پریړکړه لیک د لومړي بند د مخالفانو د یو سل اوه نویم رایو په مقابل کې په دوه سوه دیرش مثبتو رایو سره او همداراز د کانګرس په څيړنو کې په تورونو مشتمل د دغه پریکړه لیک د دوهم بند مخالفانو د یو سل اته نوي رایو په مقابل کې په دوه سوه نهه ویشت مثبتو رایو سره تصویب کړ .
= د امریکا د کانګرس د اطلاعاتو د کمیشن مشر ایډم شیف د ډونالډټرمپ په ضد د تورونو د مسودې د دوو بندونو له تصویبیدا وروسته ووئيل ، اجارت نه شو ورکولی چې امریکا په دیکتاتورۍ بدله شي .... نو اوس پوښتنه دا ده چې آیا په مشرانو جرګې کې د اکثریّت لوري مشر د ټرمپ د عادلانه محاکمه کولو اجازت ورکوي او که نه ؟. سپينې مانۍ د پنجشنبې په سهار وختي د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ د مواخذې د پریکړه لیک له تصویبیدا سملاسی وروسته دیوې اعلامیې په صادرولو سره دغه اقدام محکوم کړ.سپينې ماڼۍ په دغې اعلامیې کې د ټرمپ د استیضاح تصویبیدا په کانګرس کې د هیواد په تاریخ کې یو ترټولو شرمونکی سپرکی وبالۀ او ډيموکراټان ئې حتی د یوه جمهوری غواړي له نظر غوښتنې او له کومو شواهدو پرته د مواخذې د پلان پر مخ بیولو تورن کړل . دغې اعلامیې همداراز هغه تورونه چې ټرمپ او جمهوري پال ئې په کرتو ډیموکراټانو ته متوجه کړي ، تکرار کړي او ټينګارئې کړی،د مواخذې د پلان پرمخ بیونکو دغه بهیرله عادلانه او منصفانه اندازسره نه دی اجرا کړی .

ځیني ګمانونه ددې ښودنه کوي ، چې که ډیموکراټان د خپلې رودې او ګټو په اساس په مشرانو جرګې کې د ټرمپ د محاکمې له ترسره کیدا ډاډمن نه وي ،نو ممکنه ده چې مشرانو جرګې ته په کانګرس کې د ټرمپ د مواخذې تصویب شوي مسودې له لیږدولو ډډه وکړي . لکه څنګه چې د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي دا موضوع په ډاګه مطرح کړې ده . په دغه شان بڼه کې به ، ټرمپ تر مودو مودو لپاره بریالی نشي ، څو له مشرانو جرګې د ځان د بري کیدا حکم ترلاسه کړي . ډيموکراټان د ټرمپ د ویستلو لپاره د جمهوری غواړو لږ ترلږه شلو رایو ته اړتیا لري ، په داسې حال کې چې حتی یو جمهوري غواړي هم په کانګرس کې د ټرمپ مواخذې ته رایه نه ده ورکړې . په مشرانو جرګې کې د ټرةپ پیاوړی ځاي ځایګی لامل شوی دی ، څو جمهوری غواړي په ترټولو لنډ ممکن وخت کې د محاکمې د ترسره کولو او په کانګرس کې پر هغه له لګول شوو تورونو څخه د بري کولو پر غوښتنې ټينګار وکړي . .
د مشرانو جرګې دجمهوری غواړي لوريمشرمیچ مک کنل په کانګس کې د مواخذې د مسودې له تصویبیدا رووسته وئيلي دي،مشرانو جرګه به په جنورۍ میاشت کې د ولسمشر ټرمپ دمحاکمې غونډه جوړه کړي .

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د تیرې سه شنبې په ورځې د امریکا د کانګرس مشرې میرمن نینسي پلوسي ته د خطاب د سختې لهجې په لیک کې ، له خپل کړچار څخه په دفاع کې،د مواخذې لپاره د ډيموکراټانو هڅه ، یوه ګوندي کودتا او د ډيموکراسۍ په ضد جنګ بللی دی . ټرمپ په دغه لیک کې له قدرته په بې مخینې ناسمې استفادې او د امریکا په انتخاباتو کې په لاسوهنې دډيموکراټانو په تورنولو سره لیکلي دي ،، اوس وخت رارسیدلی دی چې ته او په کانګرس کې ګوندپال ډيموکراټان د مواخذې په باب چټي خوبونه او خیالونه څنګة کړي او د خلکو لپاره د کار کولو عادي ژ،ند ته وګرځي . دغه اقدام له ګوندي کودتا او غیر قانوني هڅې پرته بل هیڅ شی نه دی . شک نه لرم چې دامریکا خلک به د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې تاته او درستو ډيموکراټانو ته کلک ځواب درکړي .
د امریکا له اوسني ولسمشر ټرمپ مخکې د امریکا یوازې دوه ولسمشران ،یعني ددغه هیواد اولسم ولسمشر اندرو جانسن چې له ۱۸۶۵ کاله تر ۱۸۶۹ کال پورې ولسمشر ؤ او همداراز بیل کلینټن چې ددغه هیواد له ۱۹۹۳کال څخه تر ۲۰۰۱کال پورې په مودې کې دوه څلویښتم ولسمشر ؤ مواخذه شوي دي . ریچرډ نیکسن چې د امریکا اوه دیرشم ولسمشر ؤ (له ۱۹۶۹کاله ۱۹۷۳ کال پورې )،د واټر ګیټ رسوائۍ په خاطر د هغه د مواخذې لپاره ددغه هیواد د کانګرس د څيړنې تر مرحلې پورې لاړ،خو په کانګرس کې د نهائي رایو اخستو تر مخکې ئې استعفی ورکړه .لکه څنګه چې ډ ونالډټرمپ مواخذه د یوه ولسمشر په لومړني پړاؤ کې د امریکا د تاریخ لومړنۍ مواخذه شمیرل کیږي،نو د هغو نهائي نتیجه به د هغه پر بیا ټاکل کیدا ټاکونکي اغیزې وشیندي .جمهوري غواړي هیله مند دي،زر ترزره دې د مواخذې له خپسکې خلاص شي او د ۲۰۲۰ کال په انتخاباتو کې پر بیا بریالیتوب تمرکز وکړي ، په داسې حال کې چې ډیموکراټان هڅه کوي په ټرمپ د لګول شوو تورونو او د مواخذې موضوع ته د انتخاباتو د ترسره کیدا تر شپې پورې دوام ورکړي او د ټرمپ دناکامۍ او دخپل دځان د کامیابولو لپاره زمینه برابره کړي .په عین حال کې ، د ۲۰۲۰کال د نومبر میاشت کې د انتخاباتو د ترسره کیدا تر سبا پورې چې د امریکا د عمومی انتخاباتو نتیجې به اعلان شي ، مشخصه نه ده چې آیا د ټرمپ مواخذه کیدا د جمهوری غواړو یا ډیموکراټانو د بریالیتوب لامل شوې ده .

د امریکا مشرانو جرګې د دسمبر په شپاړسمه نیټه د مخالفو شپږو رایو په مقابل کې په شپږ اویا موافقو رایو سره ، د ۲۰۲۰کال لپاره د امریکا د دفاعي بودجې اوه سوه اته دیرش میلیارډ ډالري مسوده تصویب کړه . ددغې فوري مسودې په تصویبیدو سره ، دغه مسوده یا مصوبه د دسمبر په شلمه نیټه د نهائي تائيد لپاره د امریکا ولسمشر ټرمپ لاسلیک کړه او په قانون بدله شوه .. د امریکا کانګرس چې اکثریّت ئې د ډيموکراټانو په اختیار کې دی،دوه اونۍ مخکې د مخالفو اته څلویښتو رایو په مقابل کې په درې سوه اوه اویا موافقو رایو سره ،د ملی دفاع خصوصي قانون په نامې سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال دفاعي بودجې مسوده تصویب کړي چې په هغې کې د۲۰۲۰مالی کال لپاره د امریکا دفاعي بودجه مشخصه شوې ده . ټرمپ او د جمهوری غواړي ګوند لوړپوړو مسئولانو د امریکا په کانګرس کې د ۲۰۲۰ کال ددفاعي بودجې د لایحې تصویبیدا په دې کې د خپلو غوښتنو ورځاي کولو ته په پآم سره د ځان لپاره یو ډول ستره بریا ګڼي . په دغې لایحې یا مسودې کې د عسکرو لپاره د تنخواګانو د درې اعشاریه یو فی صدي زیاتولو او د ټرمپ د برلاسه پوځي لومړیتوب په توګه د فضائي ځواک رامینځة کول شامل دي .د ۲۰۲۰ کال د دفاعي بودجې په مسودې کې ددفاعي چارو په باب ځیني مختلف موردونه هم د ترمیم په توګه ورزیات شوي دي چې جمهوری غواړي ئې د ځان لپاره بریالیتوب ګڼي . چې په هغو کې اروپا ته د روسیې د ګیسو دنل لیکې ، له روسیې د ترکیې د ایس څلور سوه ډوله توغندوي ضد د فاعي سسټم د ا خستو او همداراز په دغه هیواد دایف پنځه دیرش ډوله جنګي الوتکو د خرڅولو په ضد بندیزونه او همداراز د سورئې د ولسمشر بشار اسد او دهغو ټولو کسانو اواورګانونوپه ضد هم چې له دغه هیواد سره ملګرتیا کوي ، بندیزونه شامل دي .

د امریکا د ټرمپ حکومت یو اړخیز اقدامات او سیاستونه،په تیره بیا د امریکا دسیالانو او دښمنانو په ضد بندیزونو اعمالول او حتی د امریکا د متحدانو په ضد د بندیز اوګواښ لامل شوي څو ډيری هیوادونه د نورو هیوادونو په ضد ددباؤ داعمالولو لپاره د یوه آوزار او اړم په توګه له بندیزونو او ډالرو څخه له استفادې،د واشنګټن په ناوړې استفادې نیوکې کړي دي .داپه داسې حال کې د ي چې واشنګټن ددغې موضوع څخه انکاري شوی دی .د امریکا خزانې وزیر سټیفن منوچین په یولړ څرګندونو کې ،د ډالرو زیرمه کونکي د ګواښ د محدودیت په اعمالولو ، او د ایران او شمالی کوریا په ضد له اقتصادي جنګ څخه دفاع کړې ده ، خو په یولړ ضد و نقیض څرګندونو کې مدعي شوی،چې امریکا له ډالروڅخه د وسلې په توګه استفاده نه کوي .
امریکا د ټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې د بندیزونو اعمالولاو له ډالرو آوزاري استفاده،د خپل بهرني،امنیتی او اقتصادي سیاست سرمشق کړی دی . د امریکا د خزانې وزارت وئيلي دي،چې د بندیزونو په لیسټ کې شپږ زره او درې سوه کسان او اورګانونه شامل دي او په یوډول څه دپاسه شل هیوادونه هم په بندیزونو کې شامل شوي دي .په حقیقت کې له ډالرو په ناسمې استفادې کې د امریکا منفي کړچار ډيری هیوادونه دې جمع بندۍ ته رسولي دي ، چې یو ډول د امریکا مالی سسټم او ډالرو سره خپل اړوندوالی کم کړي . په همدې دلیل د امریکا د سیالانو او متحدانو پشمول ډيری هیوادونود په بهرنیو مبادلاتو کې د ډالرو په پریښودو او د نورو اسعارو د کارولو لپاره ئې یو لړ اقدامات کړي دي .واشنګټن له ډالر سره د هیوادونو، شرکتونو ،بانکونو او نړیوال مالی سسټم له اړوندوالی څخه، د امریکا له غوښتنو د پيروۍ او د هغو سیاستونو اواقداماتو په تعقیبونې کې چې د واشنګټن خوښ نه وي،د دوي د منع کولو لپاره ناوړه استفاده کوي د امریکاکړچار ته په پام سره،سوکه سوکه د واشنګټن دسیاستونو اواقداماتو په ضد نړیوال مقاومت او همداراز د نړیوال مسلط اسعارو په تو ګه د ډالرو د څنګةکولو لپاره دومدارې هڅې رامینځةشوي دي .دغه هیوادونه د روسیې او چین په څير د واشنګټڼ دغلیمانه اقداماتو د اغیزو د کمیدا لپاره، له ډالره د خپلواکه راکړو ورکړو د نظام درامینځةکولو اوهمداراز له تجارتي مبادلاتو څخه د ډالرو د څنګةکولو او ورسره له خپلو ملی اسعارو یا له نورو اسعارو څخه داستفادې په لټه کې شوي دي .

(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************