Mar 04, 2020 07:47 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه نړیوال ویاړونه

د جامی لپاره د خدای تعالی عبادت او توحید هر څه وو . له ازلی معبود پرته به یې په هر څه سترګې پټولې او یوازې هغه یې په زړه کې وو

د پروګرام په دوام کښې د ايران او نړۍ د يو بل وياړ په اړه غږيږوو. د نهمې هجري قمري پېړۍ مشهور شاعر، عارف، ليکوال او متفکر نورالديدين عبدالرحمن جامي يو نامتو ايرانې  ویناوال  چې غواړوو د هغۀ له ژوند، آثارو او افکارو سره بلد شوو.

نورالدين عبدالرحمن جامي په 817 هجري قمري کال کښې د خراسان په جام ولايت کښې دنيا ته راغله . د جامي پلاراو نيکۀ په اصفهان کښې اوسېدل چې  بیا یې خراسان ته کډه وکړه او د جام په خردجرد سيمه کښې مېشته شو.د جامي پلار د عبدالرحمن جامي له زېږېدو نه څوکاله مخکښې له خپلې کورنۍ سره هرات ته لاړ او هلته کښې پاتې شو. جامي د خپلو زدکړو وړومبني کلونه په خرګرد سيمه کښې تېر کړل او له خپل پلار څخه يې د فارسي ادبياتو او عربي صرف و نحو په زدکړو لاس پورې کړ.جامي خپلې زدکړې د هرات او سمرقند په نظاميو کښې چې په هغه زمانه کښې له علمي او ادبي مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېدل وکړې او په عربي ژبه، د بلاغت، منطق، حکمت او رياضياتو په فنونو او شرعي علومو کښې د خپلې زمانې مخکښ شو. بيا يې له عرفان سره مينه پېدا شوه او نقشبنديه طريقت يې اختيار کړ.

جامي د هغه علم، پوهې او همدارنګ د عارفانه سېر و سلوک چې يې لرل د هغه وخت د باچايانو په نزد يو خاص مقام لرۀ او د خپل علمي، ادبي او معنوي مقام په وجه له دې مخکښې چې بوډا والي ته ورسي په ټولو هغو هېوادونو کښې چې په هغه زمانه کښې پکښې فارسي ژبه رائجه وه يعنې له عثماني امپراطورۍ نه واخلې د اسيا د براعظم تر مېنځنيو سيمو او برصغير پورې زيات شهرت لرۀ او له خاص احترامه برخور ؤ.

جامي د 898 هجری قمری کال د محرم يا امامانو د مياشتې په اتلسمه نېټه په يو اتيايمه کلنۍ کښې له دنيا لاړ او په هرات ښار کښې چې د ستر خراسان يو ښار ګڼل کېدۀ د خپل استاد سعدالدين کاشغري د مزار تر څنګه خاورو ته وسپارل شو. د جامي قبر په اوس حال کښې په «تخت مزار» مشهور دې.

«««««««««««««««««««««««««««««««

د جامی منظوم اثار په دو مجموعو کی راغونډ شوي دي چی د هغه درې ګونې یو دیوان دې او بل د هغه هفت اورنګ مثنوی دې . د هغه سه دیوان قصیدو ، غزلونو ، قطعاتو او رباعیاتو ته بیل دې او په هفت اورنګ کی اوه مثتنوی شاملې دي . سلسله الذهب ، سلامان و ابسال ، تحفه الحرار ، یوسف و زلیخا ، لیلی و مجنون او خردنامه اسکندري ، هغه مثنویانې دي چی د جامي هفت اورنګ ټولګه جوړوی . د استاد ذبیح ا... صفا په باور جامي له خپلو مخکې استادانو په رسم په شاعرۍ کې له خپلو ټولو معلوماتو استفاده کړي ده  او هغه یې په خپلو شعرونو کی متنوع ډولونو ورځای کړي دي .

قرانی ایتونه ، حدیثونه ، مثالونه ، حکم ، او ډول ډول معلومات د شاعر په پیاوړی لاس کې د مومو په شان نرم  او رول مننونکی دي او جامي په اسانۍ سره هغه په خپلو شعرونو کې ځای کړي دي . همدغه چاره د هغه د شاعرانه وړتیاو ، د معلوماتو خزانې او پراختیا بیانونکی دی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

جامی د خپلو ځینو مثنویانو په ویلو کې ډیر پام او توجه کړی ده  . د ادبی کره کتونکیو په باور د هغه  لیلی و مجنون د نظامی له لیلی و مجنون او د امیر خسرو دهلوی د  مجنون و لیلی په تقلید ویلې شوي دي ، د هغه د  سلسله الذهب مثنوی هم د حدیقه سنایی په روده او جام جم اوحدی ده . د سلسله الذهب له دریو کتابونو هر یو جلا جلا مطلبونه لري او جامی هر یو د خپل وخت د یوه باچا په نوم کړی دی .

د هغه سبحه الابرار تعلیمی مثنوی بدیع ده  او په دغه وزن کې له جامي مخکې شاعرۍ نه ویل شوې شعر دې . جامی د تحفه الاحرار تعلیمی مثنوی د نظامی د محزن الاسرار په رودې ویلی ده . جامی د یوسف و زلیخا مثنوی د سوره یوسف د قرانی ایتونو په اساس په نظم بڼه کې راوستی ده چی البته د څیړاندو د موندنو په اساس له اسرایلییاتو او تلمود څخه د غیر اسلامی سرچینو درک هم پکې لیدل کیږی  .د خرد نامه اسکندری مثنوی چی یوه تعلیمی مثنوی ده ، جامی د نظامی د اسکندرنامې په اسلوب ویلی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««

اخلاقی اوروزنیز مسایل د جامی د دلچسپۍ وړ په موضوګانو کې شامل دي . هغه د خپلې هرې مثنوی په پیل کې او د هغو په ځینو برخو کې خپل بچې مخاطب کړې دې او تربیتی ټکیو یادونه یې کړی ده .

جامی په قران ډیر تسلط درلوده او له قرانی ایتونو د هغه اقتباس او د هغو منظوم تفسیر له الهی کلام سره د هغه د مینې او احاطې ښودنه کوي . ایتونه او قرانی مضامینو د جامی د شعر اسمان د ځلانده ستورو په شان روښانه کړې دې . په سلسله الذهب او یوسف و زلیخا دوو مثنیوانو کی له قران کریم د جامی ګټه پورته کونه خپل اوج ته رسیدلی ده . جامی د یوسف و زلیخا مثنوی په ویلو کی د قران کریم له کابو ۵۰ ایتونه په شعر ژباړلی دي . جامی پخپله په دې باور دې چی د الهی ایتونو اسمانی مفاهیمو او معنی د هفه طبعه غوړولی ده .

د جامی د مثنیویانو یوه مهمه ځانګړنه چی د پام او توجه وړ ده ، د خپلو لیدتوګو د بیانولو لپاره له بیلا بیلو تمثیلاتو او حکایتونو د جامی استفاده ده . د جامی اوه ګوڼه مثنویانو ته په کتنې سره ویلې شو چی جامی  له حکایت مطرحولو پرته خپل مطالب ناقص بللی دي . جامی له دې پرته چی د کیسو او حکایتونو ماخذ ته اشاره وکړی د حدیقه سنایی او عروضی د څلورو مقالو په شمول له بیلا بیلو سرچینو استفاده کړی ده .

««««««««««««««««««««««««««««««

هغه بل مهم ټکې چی د جامی په هفت اورنګ په تیره بیا په تحفه الاحرار ، سبحه الا برار او سلسله الذهب منظومو کې د پام وړ دي ، د عرفانی او صوفیانه اصطلاحاتو په شرح او بیان کې د هغه قدرت او توان دې . د دغې چارې علت دا دې چی جامی په داسې پیړۍ کې ژوند کاوه چی د شاعرانو روده د تیرو کسانو د عرفانی ټکیو سبیناوی وو او جامی هم په دې زمینه کی د نثر کتابونو په تدوین سربیره په خپلو مثنویانو کی دغې موضوع ته خاص پام کړې  دې .

جامی ایرانی عرفان چی د هغه په زمانه کې ابتذال په لور لاړ وو ، په عالمانه اساس کې ساتلې دې  او له دې لارې توانیدلې دې چې د فارسی په سترو صوفی مشربه  او عارفو شاهرانو او مولفانو په لیکه کې ځای پیدا کړي .

جامی په عین حال کی چی په عرفان کی یې تجرد او عزلت ته ترجیح ورکوه ، باوری وو چی باید له خلکو سره هم راشه درشه او معاشرت وکړی . کیدلې شی  په خلکو او لویانو کې د هغه د مشهورتیا او محبوبیت یو علت  د هغه د ژوند روده وی چی باطنی سلوک او اجتماعی معاشرت یې سره یو ځای کړي دي .

د جامی لپاره د خدای تعالی عبادت او توحید هر څه وو .  له ازلی معبود پرته به یې په هر څه سترګې پټولې او  یوازې هغه یې په زړه کې وو . توحید د جامی نړۍ لید او لیدتوګې ته بڼه ورکړی ده او د هغه شعر ته یې معنی او روح ورکړې دې .

پای

 

ټیګونه