Apr 25, 2016 11:44 Asia/Kabul
  • وحدت په اسلامی نړۍ کښې
    وحدت په اسلامی نړۍ کښې

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره وحدت په اسلامی نړۍ کښې له یو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې یوو.

په تېر مطلب کښې مو اشاره وکړه چې په اسلامی نړۍ کښې د تیت پرکوالی او بې اتفاقۍ له یوې دورې او د اتمې هجری پېړۍ په وړومبییو کلونو کښې د خلافت له دړې وړې کېدو وروسته عثمانی توانمنو لښکریانو قوت او اقتدار په لاس کښې واخېست او د صلیبیانو په خلاف په یو ډېر لوے مسلمان قوت بدل شول.

مسلمانانو سلطان محمد د اسلام د ژغورونکی او د صلیبیانو د ستومانه کوونکو یرغلونو او د مغولانو د قتل عامونو د تلافی کوونکی او د خرابیو او ویجاړیو د ابادوونکی باچا په توګه بلۀ او همدې چارې د هغۀ قوت او اعتبار زیات کړ، په دا ډول چې استنبول د اسلامی خلافت او اسلامی ټولنې د مشرۍ د یو توانمن مرکز په توګه وپېژندل شو.

سلطان محمد وکړې شول د عثمانی واکمنۍ بنیاد په آناتولی او بالکان کښې داسې کېږدی چې څلور پېړۍ بې له څه تزلزله پرته خپل ژوند ته دوام ورکړی. د دغه تاریخی بحث په دوام کښې په دې پروګرام کښې دوه موضوع ګانې وړاندې کوو: وړومبۍ د مسلمانانو په تفرقې او بې اتفاقۍ باندې د دوو یعنې عثمانی او صفوی امپراطوریو د سیالۍ تاثیر او د هغوی د مقام کمزوری او دویم اسلامی هېوادونوته د اروپائی استعمارګرو نتوتل او د مسلمانانو د تفرقې سختوالے.

انشاء ا... په راتلونکو پروګرامونو کښې به د هغو اسلامی مصلحانو چې د مسلمانانو د وحدت او یووالی بلوونکی وو د نسلی پېدائش په اړه خبرې وکړوو.

عثمانی حکومت له صلیبی جنګونو وروسته په ګډوډو حالاتو کښې وکړې شول په اسلامی دنیا کښې یو مرکزیت رامنځته کړی خو دا ادعا نه شو کولې چې اسلامی دنیا د عثمانیانو په قوت په پېدا کولو سره متحده شوه. په دغه دورن کښې د قومی او ملی تعصباتو راخوټېدنه او د توحیدی ارزښتونو پیکه کېدنه د اسلامی هېوادونو په تېره بیا د ایران او عثمانی امپراطورۍ د سیالۍ سبب شوه. البته د اسلامی هېوادونو ترمېنځ د تفرقې او جګړو په رامنځته کولو کښې د اروپائی حکومتونو له رول او کوششه غافله نه شوو پاتې کېدې. تاریخ د دې خبرې ګواه دے چې د دوو سترو اسلامی هېوادونو یعنې ایران او عثمانی امپراطورۍ تعلقات له اتمې هجری پېړۍ نه د عثمانی امپراطورۍ د دوران تر ختمېدو پورې تل له وژلې او وینې بهېدنې سره مل وو او اروپایانو د دغه اختلافاتو په رامنځته کولو او یا مخکېنیو کینو ته په لمن وهلو او د نېشنلېسټۍ د انګېزو په رابرسېره کولو کښې یو موثره رول لرلے دے. د مثال په توګه په ایران کښې د ګورکانیانو د واکمنۍ په زمانه کښې تېمورله وینیز جمهوریت او د ختیځ روم مخ په زوال امپراطوری سره د عثمانی باچا په خلاف متحد شو او په څوارلس سوه پینځویشتم کال کښې چې له اته سوه څلورم هجری نمریز کال سره سمون خوری هغۀ ته ماتې ورکړه. همدارنګ د آق قویونلانو په دوران کښې اوزون حسن د عثمانی امپراطورۍ په خلاف له وینیز جمهوریت سره تړون وکړ او په څوارلس سوه اوۀ نوی یم میلادی کال کښې د عثمانی قوت د ماتولو لپاره له هغوی څخه د فوځی مرستو غوښتنه وکړه.

په اسلامی نړۍ کښې تفرقه او د ایران او عثمانی امپراطورۍ تنازعه په اقتدار کښې د صفویانو په راتلو سره لا سخته شوه او په نهۀ سوه شلم هجری کال کښې د دواړو امپراطوریو د جنګ څړیکه را اوچته شوه. په دغه کال کښې ایرانی او عثمانې لښکرې د آذربائیجان د شمال لویدیځ په چالدران سیمه کښې یو بل ته مخامخې شوې. په دغه جنګ کښې صفویانو له عثمانیانو چې په ډېرو وسلو سنبال وو ماتې وخوړه. وړومی سلیم باچا تبریز ونیوۀ خو اتۀ ورځې پس په دې دلیل چې د هغۀ د لښکر افسرانو نه غوښتل چې ژمې په ایران کښې تېر کړی د صفوی حکومت له پائتخته لاړل. د چالدران جنګ په اسلامی دنیا کښې د اختلاف او تفرقې مظهر ؤ او د اسلامی نړۍ د دوو قطبونو ترمېنځ د تفرقې له رامنځته کولو نه علاوه په ایران کښې هم د تیت پرکوالی سبب شو. ځکه چې شاه اسماعیل له دغه جنګه وروسته ګوښې ته شو او د اقتدار د حاصلولو لپاره د یو بل سیالو قزلباشو ډلو ترمېنځ کورنے جنګ جوړ شو.

په اسلامی نړۍ کښې د تفرقې وروستۍ کړۍ اسلامی هېوادونو ته د اروپائی استعمار په ننوتو سره جوړه شوه. هغه فکری بدلونونه چې په اروپا کښې یې مېنځنیو پېړیو ته خاتمه ورکړه او د نوې فلسفې غورځنګ او ژوند کول یې ارمنځته کړل د استعمار په جوړولو کښې یو موثره کردار لرۀ. دغه غورځنګ چې هیومنېزم ونومولې شو او په وړومبۍ مرحله کښې یې ادبی او فلسفی شکل لرۀ انسان د هر څیز معیار او ملاک وګرځوۀ او غوښتل یې چې بشر په کامله توګه طبیعت تسخیر کړی. خو دغه تفکر د دنیا د تسخیرولو سبب شو او د استعمارګرو لخوا د نړۍ د مختلفو هېوادونو په تېره بیا د مسلمانو ملتونو د لوټمارۍ سبب وګرځېد، که څه هم له دغې دورې مخکې هم اروپائی هېوادونود اسلامی ملکونو ترمېنځ د اختلافاتو او لانجو په جوړولو کښې یو مهم رول لرۀ.

په مېنخنیو پېړیو کښې اسلامی نړۍ عظمت او قدرت لرۀ او اروپائی هېوادونه له کمزورۍ او نسبی شاته پاتې والی سره مخامخ وو، خو په لویدیځ کښې د رنسانس په نامه بدلونونو او بیا د روشنګرۍ د زمانې رامنځته کېدنې او اقتصادی، سیاسی، فوځی او کلتوری نتائجو یې نوموړے بهیر بدل کړ او په اسلامی هېوادونو باندې اروپائی هېوادونو د استعماری نفوذ او تسلط لارې برابرې کړې.

په اتلسمه او نولسمه میلادی پېړیو کښې له عثمانی، ایران او مصر مسلمانو امپراطوریو سره د لویدیځو استعماری حکومتونو د ډېرو جنګونو له کبله د دغوهېوادونو پراخې برخې له لاسه لاړې او د هغوی سیاسی واکمنی ختمه شوه او د استعاری قوتونو د حملو او زور وینو ډګر وګرزېد. په دا ډول چې یوازې روسیانو په شپږو جنګونو کښې عثمانی امپراطورۍ ته ماتې ورکړه او د دغو ماتیو په نتیجه کښې او د کوچوک او کارنیجا د تړون په لاسلیکېدو سره د عثمانی امپراطورۍ په کورنیو چارو کښې د مداخلت لپاره د روس د تزار لاس په عملی توګه خلاص شو او کرېمیا ټاپو وزمه یعنې د تورې بحېرې په شمال او د یوکرائن په جنوب کښې ټاپووزمه د وړومبی ځل لپاره له عثمانی امپراطورۍ جدا شوه او له روسیې سره یې تعلق پېدا کړ. روسیانو همدارنګ باکو او دربند هم له ایرانه ونیول او په اولس سوه درویشتم میلادی کال کښې د صفوی د ورستی واکمن شاه سلطان حسېن له زوے دویم طهماسب سره یې یو تړون لاسلیک کړ چې د هغۀ له مخې په کېسپیئن سمندر کښې د ایران ټولې نیول شوې سیمې روسیانو ته ورکړے شوې په دې شرط چې روسیان دې له صفویانو سره مرسته وکړی چې افغانان چې د محمد او اشرف افغان په مشرۍ یې د اصفهان په شمول د ایران زیاتې برخې نیولې وې له ایرانه بهر کړی.

په دا ډول ایران د اسلامی نړۍ د یو قدرتمن رکن په توګه په نولسمه پېړۍ کښې د دوو اروپائی قدرتونو یعنې روسیې او برطانیې د یرغلونو ډګر شو او دواړو هېوادونو په مختلفو انګېزو سره د ایران په مختلفو چارو کښې مداخلت وکړ. که څه هم د ایران د کلتوری او تمدنی مخینې په دلیل دغه هېواد هیڅکله د نورو اسلامی هېوادونو په شان په مستعمرې بدل نه شو خو په دغه زمانه کښې دواړو استعماری هېوادونو یعنې برطانیې اور روسیې د هغه تیت پرکوالی په وجه چې په اسلامی دنیا کښې موجود ؤ د اسلامی هېوادونو په کورنیو چارو کښې مداخلت کوۀ او زیاتره اسلامی هېوادونه یې خپلې مستعمرې وګرځولې. په حقیقت کښې د اسلامی هېوادونو د اکثرو واکمنانو فساد او ځان خوښونه او هغه پراخه اختلافات چې د مسلمانانو ترمېنځ موجود وو د دې سبب شول چې اسلامی نړۍ په اتلسمې او نولسمې میلادی پېړیو کښې د دغو هېوادونو په دننه کښې د استعمارګرو د نفوذ او پرمختګ کتونکی وی.

په دغه زمانه کښې د ځینو واکمنانو خپل سری توب او د مسلمانانو ترمېنځ د پراخو اختلافاتو رامنځته کېدنه دومره زیاته شوې وه چې د لویدیځ د استعمار په مقابل کښې د اسلامی نړۍ د اتحاد هیڅ امید موجود نۀ ؤ. کېدې شی دا ادعا وکړې شوو چې په اسلامی نړۍ کښې قومی او نژادی ارزښتونو دومره رخنه کړې وه چې د اسلامی هېوادونو د ځینو چارواکو د اتحاد او یووالی غږ په نورو اسلامی هېوادونو کښې څوک مخاطب پېدا نه کړ.

شاید هم د سیالیو او دښمنیو د مخینې په دلیل د اسلامی هېوادونو لپاره څه داسې اعتماد باقی نه ؤ پاتې چې د هغۀ په بنیاد د اسلامی دنیا اتحاد راژوندے کړې شی. د مثال په توګه هغه وخت چې نادر شاه افشار د اسلامی اتحاد او یو والی غږ اوچت کړ نو د عثمانی امپراطورۍ لخوا یې څه مناسب ځواب وانورېدۀ ځکه چې عثمانی خلیفه لا یو ډېر توانمن اسلامی حکومت ګڼل کېدۀ او ځان یې د اسلامی دنیا د معنوی، سیاسی او دینی مشرۍ لپاره په ښۀ موقعیت کښې لیدۀ. همدارنګ هغه وخت چې د عثمانی خلافت په وروستیو کلونو کښې دویم عبدالحمید باچا د سید جمال الدین په شان مصلحانو په همفکرۍ سره له خلیفه یعنې ځان څخه د ملاتړ په محور د اسلامی یووالی سیاست ته مخه کړه او په ټوله امپراطورۍ او نوره اسلامی نړۍ کښې یې د دغه تفکر تبلیغ شروع کړ له اسلامی نړۍ په تېره بیا له ایرانه څه مناسب ځواب حاصل نکړ، ځکه چې د اسلامی هېوادونو له نظره هغه د اسلامی دنیا د مشرۍ لپاره لازمی صلاحیت او کفایت نه لرۀ او عثمانی واکمنانو د مسلمانو حکومتونو په اړه متناقض سیاستونه غوره کړی وو.

له دې سره سره چې د دویم عبدالحمید یعنې له اتلس سوه شپږ اویایم نه تر نولس سوه نهم میلادی کاله پورې د عثمانی امپراطورۍ د څلور دېرشم خلیفه په زمانه کښې د نړۍ د مسلمانانو ترمېنځ یو ډول بېداری راغلې وه او ځینو مسلمانو مصلحانو او متفکرانو د اسلام د بیا راوژوندی کولو او د اسلامی امت د راغونډولو لپاره کوششونه کول خو د هغوی سیاستونو د مسلمانانو لخوا څه پراخه ځواب وانورېد.

عبدالحمید د استنبول په مرکزیت سره د پام اسلام ازم د ډلو، ټپالو او تشکیلاتوله جوړولو نه علاوه د مسلمانانو د عینی وحدت لپاره عملی ګامونه اوچت کړل. هغۀ د خانه کعبې د حاجیانو د تګ راتګ لپاره د آناتولی ټاپو وزمې او د بغداد د مبارکو زیارتونو او د عربستان ترمېنځ د رېل پټلۍ د حوړولو کوشش وکړ چې بیا وروسته د هغۀ د پېن اسلامک فعالیتونو د نمونې په توګه وګنلې شوه. د عبدالحمید سیاستونو که څه هم په اسلامی نړۍ کښې یو لړ مثبت غبرګونونه رامنځته کړې شول خو د لویدیځ استعمار په مقابل کښې په یو پراخه اتحاد بدل نه شو. ځکه چې نور هېوادونه په تېره بیا ایران په هغۀ بې اعتماده ؤ او د هغۀ اقدامات به یې د سیاسی، ذاتی یا ملی مقاصدو په لړ کښې ګڼل.

اسلامی نړۍ ته د استعمار ننوتل په اسلامی نړۍ کښې د تفرقې او تیت پرکوالی سختېدو سبب شول، خو د اتحاد پالو ځینو مثبتو غبرګونونو زمینې یې هم برابرې کړې او هغه د کورنی استبداد او بهرنی استعمار په مقابل کښې د نړۍ د مسلمانانو ترمېنځ سیاسی او اجتماعی پاڅون او غورځنګ ؤ. مسلمانان د سید جمال الدین اسد آبادی، عبدالرحمن کواکبی او علامه اقبال لاهوری وغېره مصلحانو په بېدارونې سره په دې پوهه شول چې د هغوی د وروسته پاتې والی ریښه تفرقه ده او د اسلامی نړۍ تفرقه د هغو مستبدو واکمنانو او استعمارګرو د کردار په وجه ده چې په زیاترو موقعو کښې یې د یوې سیکې دوه مخه جوړول. د لویدیځ استعمار په مقابل کښې د اسلامی نړۍ پاڅون یوازې له فکری ډګر سره مخصوص نه ؤ. د استبداد او استعمار په وړاندې د اسلامی بېدارۍ غورځنګ په زیاترو سیاسی او اجتماعی ډګرونو کښې په عینی توګه څرګند شو که څه هم د اسلامی ټولنو د هراړخیز وحدت او یووالی سبب نه شو.

ګرانو او قدرمنو دوستانو انشاء ا... په راتلونکو پروګرامونو کښې به د اسلامی مصلحانو د افکارو او نظریاتو او د اسلامی امت په اتحاد باندې یې د تاثیر څېړنه وکړوو.

ټیګونه