Apr 12, 2020 15:21 Asia/Kabul
  • په تیره اونۍ کې د لویدیځې اسیا د بدلونونه

د عر اق سیاسی ډلو او ګوندونو هم د کابینې د جوړولو لپاره له کاظمی ملاتړ وکړ .

د عراق ولسمشر برهم صالح د تیر مارچ په ۱۷ عدنان الزرفی د دغه هیواد نوی کابینې په جوړولو مامور کړ . ځینو نورو عراقی ډلو  له دغه انتخاب سره مخالفت وکړ او د نوی لومړی وزیر د معرفی کولو لپاره یې خپل هوډ په کار واچوه . بالاخره د نجف پخوانی والی عدنان الزرفی د عراق د نوی کابینې په جوړولو کې له خپل ماموریته تیر شو .

د برهم صالح لخوا د عدنان الزرفی له معرفی کیدا وروسته د عراق د شیعیانو اکثریت  په ښکاره د الزرفی پرضد دریځ ونیوه او د حکومت د جوړولو لپاره یې د هغه کاندیدا غیر قانونی ، له ستر پارلیمانی فراکسیون تیریدا او د هیواد د بیلا بیلو ډلو ترمینځ  د موافقې خلاف ورزۍ وبلله .

د مقتداصدر په مشرۍ د سایرون او د حیدالعبادی په مشرۍ د النصر فراکسیون د الزرفی له ملاتړو وو ، خو سایرون په دوام کی د الزرفی  له مخالفو ډلو سره یو ځاې شو او شیعیانو ترمینځ یې د اجماع په ضرورت ټینګار وکړ . د الزرفی له لومړی وزارت سره د شیعی ډلو د مخالفت اصلی علت ، د برهم صالح لخوا د هغه د معرفی کولو په څرنګوالی کې وو . د عراق د اساسی قانون په مطابق د دغه هیواد لومړی وزیر باید د کتله اکبر یا ستر پارلیمانی فراکسیون له لوری جوړ شی ، خو برهم صالح د کتله اکبر له جوړولو پرته  عدنان الزرفی د کابینې په جوړولو مامور کړ . په داسې حال کی چی الزرفی ویلی وو تر دباو لاندې استعفا ورکولو ته چمتو ندې او ترجیح ورکوی چی د پارلیمان د باور رای په غونډه کی ګډون وکړی ، د تیرې اونۍ له مینځنیو  او د مصطفی کاظمی په لومړی وزارت د شیعی ډلو د اجماع په جوتیدا سره د الزرفی د انصراف او تیریدا نښې نښانې هم پیدا شوې .  د عراق په پا رلیمان کې د النصر فراکسیون یوه استازی فلاح الخفاجی چی دغه فراکسیون د الزرفی مهم ملاتړې هم وو ، وویل د عدنان الزرفی په بدلون د شیعه ګوندونود اجماع په بڼه کې به هغه هم د دولت له جوړولو شاته شی ، بالاخره هم الزرفی د تیر زیارت په ورځ د کابینې له جوړولو تیر شو او برهم صالح هم مصطفی کاظمی د عراق د نوی کابینې په جوړولو مامور کړ .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

مصطفی کاظمی له ۲۰۱۶ میلادی کال راهیسې تراوسه د عراق د اطلاعاتو مشر دې . برهم صالح د کاظمی له ټاکل کیدا وروسته وویل درستې سیاسی ډلې د کاظمی د غوره کولو لپاره ګډ نظر لری او له سخت پړاو او هغو شکونو چی د عراق د سیاسی بهیر لپاره موجود وو ، تیر شوی یو . صالح هیله څرګنده کړه چی یو ملی دولت په هغو اصلاحاتو چی د عراق خلک یې غواړی ، جوړ شی او دغه حکومت وکولې شی د عراق د ملت له حقوقو ساتنه وکړی . کاظمی د کابینې په جوړولو له ټاکل کیدا وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې وویل هڅه کوم چی کابینه په چټک وخت کی پارلیمان ته معرفی کړم . هغه همداراز زیاته کړه حاکمیت یوه سره کرښه ده ، د عراق د حاکمیت په تاوان او د عراق د خلکو په اسانتیا او کرامت ساز باز نشی کیدلې  ، عراق یو زوړ او مخنیه لرونکې هیواد دې  چی خپله حاکمیتی فیصله په اختیار کی لری او حکومت  به هم تل  د عراقیانو د ګټو او ملی حاکمیت خیال وساتی ، د عراق حاکمیت به یوه لانجه جوړونکی مسله نه وی .

د عر اق سیاسی ډلو او ګوندونو هم د کابینې د جوړولو لپاره له کاظمی ملاتړ وکړ .

داسې ښکاری پر اقتصادی چیلنجونو سربیره چی د عراق د راتلونکی کابینې مخې ته پرته دي ، د امریکایی عسکرو د وتلو مسله هم مهمه موضوع د ه چی باید ورته پام وشی . د عراق خلک او سیاسی ډلې د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتونکی دي او د ۲۰۲۰ کال د مارچ د ۲۴ نیټې میلیونی مظاهرو هم دا موضوع ثابته کړه . د عراق د عصایب اله الحق غورځنګ  عمومی منشی  قیس الخزعلی له کاظمی په ملاتړسره وویل له عراقه د امریکایی عسکرود وتلو د ضرورت په وړاندی زمونږ دریځ هماغه راز ثابت دې .

پردې سربیره امریکایانو په عراق کی د حشد الشعبی پرضد په بیا بیا حملو سره د دغه هیواد د حاکمیت خلاف ورزی وکړه  ځکه چی حشد الشعبی د عراقی عسکرو د رسمی ځواک یوه برخه ده . الکاظمی د کابینې د جوړولولپاره له معرفی کیدا وروسته په لومړنۍ وینا کی له حشد الشعبی دفاع وکړه او هغه یې د عراق د رسمی ځواک یوه برخه معرفی کړه .

بل ټکې دا چی که څه هم امریکایان او د سیمې ځینې هیوادونه د عراق او ایران د اړیکو د کمولو لپاره په بغداد دباو اچوی ، خو الکاظمی په هغه کتنه کی چی د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کې یې په بغداد کی د ایران د ملی امنیت د لوړې شورا له سیکرټر علی شمخانی سره درلوده ، په عراق کی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د ایران له رول د قدرونې په ترڅ کې له تهران سره د دوه اړخیزه اړیکو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

په تیره اونۍ کې یو بل مهم بدلون په یمن کی د پراخ بنسټه اوربند اعلان وو . د سعودی ایتلاف ویندوی ترکی المالکی د تیرې خالې ورځې په سهار په یمن کې د اوربند د موافقې اعلان وکړ او ویې ویل دغه اوربند به دوه اونۍ دوام ولری  او له هغه وروسته به هم تمدیدو وی  .

په عین حال کی د اوربند په اړه د عربستان ادعا حتی څو ساعته هم دوام ونکړ او خلاف ورزی یې وشوه . د یمن د وسله وال ځواک ویندوی یحیی سریع  د تیرزیارت په ورځ په یمن د حملو د درولو او اوربند پیلولو په اړه د سعودی ایتلاف ادعا رد کړه او ټنګار یې وکړ چی دغه ایتلاف د اوربند له پیله  د یمن په بیلا بیلو سیمو بمباری کړی ده . دیمن انصار ا... غورځنګ هم وویل د سعودی تیری ګر ایتلاف  د تیلی ۱۴ کشتۍ ، د یمن د خوراکی موادو درې کشتۍ  د نړیوالو اجازتونو له درلودلو سره سره په جیبوتی کی درولی دي .

په عین حال کی یحیی السریع د جمعې په ورځ په خپله ټویټر پاڼه کې وویل د سعودی تیری ګر ایتلاف ځواکونو د جمعې په ورځ په دریو ولایتونو البیضا ، مارب او تعز حمله کړی ده ، خو د یمنیانو له کلک مقاومت سره مخامخ شوی .

داسې ښکاری چی د اوربند اعلانولو د عربستان له لوری یو تاکتیک دې چی  ممکنه ده د حملو د کمیدا سبب شی  خو د یمن پرضد د حملو د بندیدا سبب نه کیږی . ریاض د یمن پرضد په جنګ کی تر سخت دباو لاندې دې  چی دغه دباو له ټولو زیات  د یمن د خلکو د کمیټیو او پوځ د عملیاتی بریالیتوبونو له امله دی . له بل پلوه که ال سعودو په یمن کی د اوربند لپاره د ملګرو ملتو سرمنشی وړاندیز سره موافقت نه وې کړې ؤ نو په عمومی افکارو کی به هم له سخت دباو سره مخامخ کیده او جنګ غوناړی څیره به یې نوره هم جوتیدله . عربستان په داخل کی هم له کرونا سره مخامخ دی  ، په دې ‌ډول چی خبری سرچینو د ګن شمیر سعودی شاهزادګانو د اخته کیدا او د مسلک سلمان او محمد بن سلمان د سختې اندیښنې خبر ورکړ ې دې .

په دې اساس د انصار ا... غورځنګ د سیاسی لوړی شورا غړی محمد البخیتی هم ټینګار وکړ عربستاتن په ځلونو ویلی دی په یمن کی پوځی عملیات ختموی خو په حقیقت جنک ندې  بند شوی او که د یمن کلابندۍ ختمه نشی نو له اوربند هرکلې یوازې یو تاکتیک دې چی ریاض وکولې شی دخپلو تاوانونو د جبرانولو لپاره خپل طاقت زیات کړی .