ایران د اونۍ په هینداره کې
په افغانستان کې د دوامداره سولې موافقه یوازې د طالبانو په شمول د دغه هیواد د سیاسی ډلو په مشارکت سره د بین الافغانی خبرو اترو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ملاحظاتو په پام کې نیولو سره ترلاسه کیدلې شی .
په داسې شرایطو کې چی دنیا د کرونا ویروس له خپریدا سره په مبارژې کې ښکیله ده په سیمه کی د سولې او ثبات لپاره د ایران سلاو مشورې او ډیپلوماسي نده دریدلی . په همدې لړ کې د استانې بهیر د ضامنو هیوادونو خارجه وزیرانو (ایران ، سوریه او ترکیه ) د تیرې اونۍ په شورو ورځ د سوریې او سیمې د وروستیو بدلونونو جاج واخیسته .
په دغه غونډه کې چی له لیرې د ویډیویی کانفرنس په بڼه ترسره شوه ، محمد جواد ظریف ، چاووش اوغلو او سرګی لاوروف د ادلب د وروستی وضعیت ، د اساسی قانون کمیټۍ ، د یو اړخیزه بایکاټونو د لغوه کولو ضرورت ، د بشری دوستانه وضعیت او کډوالو د ستنیدا په اړه سلاو مشورې او د نظر تبادله وکړه .
د استانه د خبرو اترو د بهیر مهمه بریا د سوریې د کړکیچ د اواری ځای کول دی . په دې چوکاټ کې درې مهم کړچارونه تعقیبږي .
لومړې د ګډو سیاسی او امنیتی اقداماتو په اساس د سیمې پالنې ساتل
دوهم د سوریې د مځکنی بشپړتیا ساتل
او دریم د سوریې د خلکو د راې او نظر په اساس فیصلې کول دي .
د ایران خارجه وزیر ظریف په دغو درې اړخیزه خبرو کې په ادلب کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره د دغه هیواد په درستو ټاټوبیو د سوریې د حاکمیت د پراختیا او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په دوام ټینګار وکړ .
اوس د استانې د بهیر په دوام کې سوریه د جنګ او امنیتی نښتو له پړاوه د کړکیچ د سیاسی اواری فاز ته ورداخله شوی ده او په داسې لاره پرمخ ځی چی د ښو شرایطو د رامینځته کیدا سبب کیږي . په اوسنیو حساسو حالاتو کې مهم ټکې په سیمه کی د امنیت د پیاوړتیا لپاره د یوه مهم فرصت په توګه د دغو خبرو اترو دوام دی .
««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران خارجه وزارت همداراز تیره اونۍد ډیپلوماټیکو سلاو مشورو په دوام کې په افغانستان کی د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو سره د مرستې په هدف د دغه هیواد له چاوراکو سره د خبرو اترو او کتنو تازه پړاو پیل ترسره کړ .
د ایران د خارجه وزارت د لویدیځې اسیا مشر او سلاکار وزیر سید رسول موسوی د افغانستان په چارو کی د ایران د خارجه وزیر له ځانګړی استازی او سلاکار محمد ابراهیم طاهریان سره یو ځای کابل ته سفر وکړ .
د ایران د خارجه وزیر ځانګړي استازی د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنیف اتمر او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار حمد ا... محب او همداراز د افغانستان د ملي یووالي د حکومت پخواني اجراي مشر عبد ا... عبد ا...، د دغه هیواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د جمعیت اسلامي ګوند له مشر صلاح الدین رباني او د دعوت اسلامي ګوند له مشر عبد الرب رسول سیاف سره هم ملاقاتونه او د مختلفو مسائلو په اړه یې خبرې اترې کړی دي .
ښاغلي طاهریان هم داشان په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د استازي له مرستیال اینګریډ هایډن سره هم د دغه هیواد د روانو حالاتو په هکله د نظر د تبادلې په ترڅ کښې په افغانستان پورې اړوندو چارو کښې د ملګرو ملتو د رول د پياوړتیا په ضرورت ټینګار وکړ.
افغانستان د کب په ۱۹ د دو ولسمشرانو د لوړې د دستورو له اجرا وروسته جدی سیاسی کړکیچ سره مخامخ شوی دې او دا سیاسی چیلنج هماغه راز دوام لري ، په دې ډول چی نه یوازې افغانان بلکې هغه هیوادونه چی د دغه هیواد په روان دو لسیزو جنګ کی هم رول درلودلې دې ، اندیښمن کړی دي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
افغانستان اوس په سخته او پیچلی لاره روان شوې دې . له یوې خوا له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو د دغه هیواد په سیاسی بدلونونو سیورې غوړولې او له بل پلوه د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې په دغه هیواد کی په سیاسی مشکل بدلې شوی دي . د جنګ دوام ، د کډوالو زیاتیدا ، ناامنی ، لوږه او سیاسی بې ثباتۍ هغه مسلې دي چی په افغانستان یې سورې غوړولې دې او داسې ښکاری په دغه هیواد کې دوامدارې سولې ته د رسیدا لرلید له ډیرو مشکلاتوسره مخامخ کړی .
د کړکیچ نړیوالې ډلې په خپل تاره راپور کې ویلی دی ، افغانستان په هغو لسو هیوادونو کی شامل دې چی په ۲۰۲۰ میلادی کال کی به هم پکې جنګ دوام ولرلې شی . په داسې شرایطو کې که د هیواد دننه سیاسی هلې ځلې دغه اختلافات ختم نکړې شی نو د پردیو د لاس وهنې او په دغه هیواد کی د ناامنۍ د پراختیا پلمه برابره او د کډوالیدا نوی حپه به پیل شی .
د اسیا په لویدیځ کې څه د پاسه یوه لسیزه کیږی چی د امریکا د لاس وهنې زیاتې شوی دي . امریکا په سیمه کی د ویشونکیو نقشو او پروګرامونو په جوړولو او د القاعدې په شان د ترهه ګرو ډلو په رامینځته کولو او له داعش او نورو ترهه ګرو ډلو په ملاتړ سره هڅه کړه ده په سیمه کی سیاسی او امنیتی معادلات بدل کړی او د سیمې په هیوادونو خپله سلطه وتپی . امریکا په افغانستان کی نولس کاله شتون لری او دا تصور چی په بهرنی نیواک او شتون سره مشکلات اواریدلې شی ، یو باطل خیال دې . ځکه چی امریکا هیڅکله د افغانستان په شمول د سیمې د ملتونو د مشکلاتو د اواری په فکر کی نده ځکه چی پخپله په سیمه کی د ناامنیو او اختلافاتو علت ده .
«««««««««««««««««««««««««««
په افغانستان کې د دوامداره سولې موافقه یوازې د طالبانو په شمول د دغه هیواد د سیاسی ډلو په مشارکت سره د بین الافغانی خبرو اترو او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ملاحظاتو په پام کې نیولو سره ترلاسه کیدلې شی .
اسلامی ایران د افغانستان د مځکنی بشپړتیا او حاکمیت ته د درناوی په ترڅ کې هیله څرګنده کړی ده په افغانستان کی داسې حکومت راشی چی له خپلو ګاوندیانو سره دوستانه او وروګلویزې اړیکی ولرلې شی اود ترهه ګرۍ جرړه وباسی .
««««««««««««««««««««««««««««««««
د سپوږمکۍ توغول د ایران د تیرې اونۍ یو بل مهم خبر وو.
د ایران د اسلامي جمهوریت د لومړۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د (نور) په نامه سټیلایټ د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له خوا د ایران له مرکزي دښتې د (قاصد) درې پړاویز راکټ په ذریعه وتوغول او د ځمکې په ۴۲۵ کیلومیټري مدار کښې ورغې .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي د هیواد د څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ د نورسپوږمکۍ په بریالیتوب سره توغول کیدا د ایران د دفاعي قدرت نوي اړخونه پیاوړي کړل .
حسین سلامي د نور څو منظوره سپوږمکۍ په بریالیتوب سره له توغول کیدا وروسته چې دفاعي کارندوالی هم لري د ایران ملت ته د دغه سترې بریا او د بریالیتوب په مبارکۍ سره وویل دغه مهمه بریا د سپاه پاسداران ځواک د دفاعي ستراتیژیکو اطلاعاتو د پراختیا په معنا ده .
هغه د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شان د قدرتمن دفاعي ځواک لپاره بره توانمنیو ته د رسیدا لپاره فضايي ټیکنالوژیو ته رسیدل یو ضرورت وباله او ویې ویل نن سبا د دنیا قدرتمن پوځونه په فضا کښې له ورتلو پرته جامعه دفاعي نقشه نلري او دغه بره ټیکنالوژۍ چې د ایران د وسونو واکوالۍ پراخوي یوه ستراتيژیکه بریا ده .
په فضا کې د دغې څومنظوره سپوږمکی رتلل هم د ای ټی او استخباراتی نښتو په ډګر کی د ایران لپاره سټراټیجیک ارزښت تولیدولې شی او هم په اطلاعاتی جنګونو کی پیاوړی زمینې برابرولې شی .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ایران د اسلامی انقلاب ساتندویه ځواک تیری ګرو ته د سخت ځواب او دفاعی قدرت په اساس په دفاعی ډاکټرین کې ستر رول لري . دغه اورګان د اسلامی ایران له پولو وراخوا له پوځی او امنیتی ګواښونو سره په مقابله کې هم خپل سټراتیجیک رول ثابت کړې دې . له کرونا ویروس سره په مبارزه کی د خدمت رسولو په ستر ازمښت او له موجوده شرایطو د تاوان لیدونکیو او خلکو ته د مومنانه مرستو په رسولو کی د نورو اورګانونو ترڅنګ په حساسو پړاونو کې د مسولیت منلو بله جلوه نندارې ته وړاندې کړی ده .
دغه اورګان اوس د مځکنی ، سمندری او هوافضا نښتې په ډګرونو کی په پرمختتلی س,یه له توغندوی قدرت برخمن دې او سټرآتیجیک ځواک حسابیږي او د ثبات او امنیت په ساتلو او د تیری ګرو او اشرارو په لیری کولو کی په ځلونود سخت او نرم جنګ په ډګرونو کی خپل وسونه ثابت کړی دي .
په سوله ایزو هدفونو د فضایی ټیکنالوجۍ کارول د اسلامی ایران د علمی پراختیا او دفاعی پروګرام یوه برخه ده او هیڅ نړیوال تړون ایران له دغه کاره نه منع کوی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی سيد عباس موسوي د نور سپوږمکی ئپه اړه د امریکا ، اننګلستان او فرانسې د دریځونو د نه منلو وړ بللو په ترڅ کې وويل،د فضائي ټېکنالوجۍ استعمالول له صلح ايزو اهدافو سره د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاعي پروګرام او سائنسي ترقۍ يوه برخه ده او هيڅ يوه نړيواله معاهده د داسې ټېکنالوجۍ له حاصلولو او پراخولو څخه چې د ايراني کارپېژاندو او پوهانو د کوششونوپه اډاڼې سره ترلاسه شوې ده نه منعې کوي.
موسوي د 2231 پرېکړليک د برطانيې او فرانسې يو اړخيز تفسير په سختۍ سره رد کړ او ټینګار يې وکړ، د ايران ايټمي پروګرام د اسلامي انقلاب د معظم رهبر او د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د رپوټونو له مخې په انحصاري توګه صلح ايز مقاصد لري او د ايران فضائي پروګرام چې دفاعي اهداف لري له دې پرته مقاصدو لپاره نه دې برابر کړې شوې.
موسوي همدرانګ زياته کړه، برطانيه او فرانسه په داسې حال کښې د سيمې د امنيت په اړه اندېښنه څرګندوي چې خپله په سيمه کښې د تاوتريخوالي رامنځته کونکي شتون يوه اوږده مخينه لري او د هغوي ثبات ختمونکي سياستونه سيمې ته د ثبات او امنيت په ستنېدو کښې يو مهم خنډ دې.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی موسوی همداراز جوته کړه په داسې حال کی چی امریکا له ایټمی موافقې په وتلواو ایران پرضد د غیر قانونی بایکاټونو په تپلو سره هره شیبه او هره ورځ د ملګرو ملتو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزي کوی ، له امریکا سره د اروپایی هیوادونو نه چلند او د دغه هیوادله غندلو ډډې کول د حیرانتیا خبره ده او په نړیوال ډګر کی د امریکا بدماشۍ ته د غاړه کیښودلو او دوه اړخیزه چلندونو ښودنه کوي .
پای