Apr 30, 2020 17:19 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه

د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیتی سایټ خوږو مینه والو په دې شیبوکې د ایرانیو شخصیتونو او نړیوالو ویاړونو نومې د لړۍله ننني دوه سوه پنځویشتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په نننۍ برخې کې هم د تیر مطلب په دوام کې د اوه مې قمري پيړۍ یو مشهور ایرانی عارف او شاعر فخرالدین عراقي درمعرفي کوو،هیله ده دغه مطلب مو د استفادې وړ وګرځي .

               دوستانو فخرالدین  عراقي  په  اوه مې قمری پيړۍیا هماغه دیارلسمې میلادي پیړۍ کې د اسلامی تصوف او فارسي ادب  یو  ځلانده ستوری دی . هغه په ۵۹۲یا ۶۱۰قمری کال کې د ایران په لویدیځ کې  واقع په  همدان ښار کې  په ده کمجان سیمې کې په یوه علمي کورنۍ کې سترګې رڼې کړې وې . وئيل شوي دي ، چې  عراقي پنځه کلن ؤ چې  وتوانید،په نهو میاشتو کې  قرآن مجید حفظ کړي  او په زړه پورې  غږ او زړه سواندۍ سره  ئې ولولي،او لا اته کلن ؤ  چې په همدان کې مشهور شو .اولس کلن ؤ چې پر درستو اسلامی معارفو او علمونو مسلط شو  او په همدان کې ئې  دعلومو او معارفو تدریس ته مخه کړه .  فخرالدین عراقي  اولس یا اتلس کلن ؤ چې  د هغه وخت هند ملتان ته لاړ  او د  ستر عارف بهاءالدین زکریا شاګرد شو .عراقي په عرفان کې هغه حد ته ورسید،چې شیخ زکریا خپله چوغه پر هغه واچوله  او عراقي د شیخ زکریا دغوره او ځانګړو شاګردانو په لیکه کې شامل شو .د شیخ بهاءالدین زکریا له مړینې وروسته  فخرالدین عراقي  مکې ته لاړ او له هغه ځایه بیا قونیه  ته لاړ او د شیخ صدرالدین  قونیوي  د درس شاګرد شو او تر ۶۷۵قمری کال  پورې  په دغه ښارکې پاتې شو او لکه څنګه چې مصر او بیا شام ته لاړ،او دعمر تر پاي پورې  په دمشق کې دیره شو.عراقي په ۷۸ یا ۸۲کلنۍ کې په یوې مرګوني او خوریدونکي ناروغۍ د ککړتیا له امله  وفات شو او د دمشق په جبل الصالحیه  کې د محی الدین  ابن عربی د قبر تر شا خاورو ته وسپارل شو .له فخرالدین عراقي څخه ډير آثار په یادګار پاتې دي ، چې  مونږ  په تیرو خپرونو کې  ستاسو په خدمت کې د هغه د لمعات نومې کتاب درمعرفي کړی د او  د هغه په رازدارې او  خوږې  لهجې   او اغیزو په باب درسره غږیدلي یوو.  

            د لمعاتو نثر یو مرسل نثر دی،خو په همدې دلیل چې یو توانمن لیکوال او شاعر دی او هم د کتاب دموضوع په سبب،چې  دعشق بیان  دی،او  یوه جذابه او زړه راښکونکي موضوع ده،یو ولولناک او  تاؤده نثر لرونکی کتاب دی .   د لمعات نومې کتاب نثر په ځينو موردونو کې د سجع او موازینې په څير د بدیعي صنائعو لرونکي دي،او په طبیعي توګه د فارسیاو عربی ژبو د نظم او نثر ترمینځ په لازمو تناسبونو ټينګار شوي دي .د لمعاتو له کلیاتو څخه پوهیدلی شو چې بدیعي صنائعو او  ټکو ته پام او د ټکو پيچلتیا او خیال  او معنا  ته عراقي ډیر پام نه دی کړی .هغه  دومره چې د ټکي معنا ته  مخه کړي ، ټکو ته ئې نوي بڼه ورکړې ده . د څيړاندو په  اند،هغه څه چې  په لمعاتو نومې کتاب کې بیاني او بدیعي صنائع پکې لیدل کیږي،په طبیعي توګه راغلي دي او په لمعاتو کې له سمبولونو او تمثیلاتو څخه د استفادې دلیل په دغه کتاب کې په د خیال صورتونو ډيره  ژورتیا موندلې ده .

د لمعاتو کتاب یوه ځانګړنه له یوه بل سره د شعر او نثر غښتلتیا ده .په متن کې د عربی او فارسي ژبو شعرونه،په ځينو موردونوکې د تائيد یا ټینګار د موضوع په توګه  کارول شوي دي .د ابن فارض او ابنعربی او ځینو نورو عربو شاعرانو زیاتره شعرونه د متنبي شاعر په څير دي او ډیر د عطار او ځيني نورزیات هم پخپله د شاعر دي .عراقي د مثال د شاهد په ځاي کې د ابن فارض او د نورو د بیتونو  په  راوړلو سره په حقیقت کې ددغو شاعرانو عاشقانه تفکرات هم پخپل  کتاب کې کارولي دي او د عرفان او تصوّف د بزرګانو د مثالونو په وړاندې کولو سره ئې دخپلې لیدتوګې  په بیانولو کې   حدود  پراخ کړي دي .فخرالدین عراقي دخپل کلام په  ځانګړنو کې دخپلو غزلیاتو څخه  د یوه بیت  یا یوې مصرې څخه استفاده کړې او خپل کلام ئې پرې خوندور کړیدی او په ځينو موردونو کې ئې یو غزل او یا یوه قطعه د متن په ترڅ کې  راوستې ده چې  ډيره په زړه پورې  او  معنا لرونکي د ه .

د لمعات نومې کتابد ادبی نثر یوه بله ځانګړنه د لنډو جملو څخه استفاده ده چې د خراساني دسټایل یوه ځانګړنه شمیرل کیږياوعراقيهم په لمعات کې هماغې رودې ته دوام ورکړی دی،د هماغه یا له دې د وروسته وخت د  کتابونو په اپوټه،لکه چې  کلیله او د منه،مربان نامه  او د جهانګشا تاریخ ،  چې  معمولا له اوږدو اومرکبو جملو څخه پکې استفاده شوې ده  

                د فخرالدین عراقي په لمعات نومې کتاب کې یوه غوره ارزونه ،ددغه کتاب فکري سویه ده .لمعات کتاب د فکر او لیدتوګې له پلوه ډير حیرانونکي ژرفونه لري.لکه څنګه چېعراقي پخپل لمعات نومې کتاب  د  لیدتوګې او ولولې یعني قونیّه  په مرکز کې  او  په ځينو مناسبو شرائطو کې لیکلی دی ، توانیدلی دی،له هغه عرفاني مرکزه چې   مولوي شمس تبریزي او دهغه وخت نورو لویو عارفانو په وسیله  رامینځة شوی ؤ،په نهایت کې استفاده وکړي او عرفاني لیدتوګه په دغه اثر کې په ښه ډول برابره کړي . عراقي له یوه پلوه  د ابن عربی تر اغیزو لاندې ؤ او له بل پلوه د مولانا له عشقه ډل او ولولناکاو سوچه عرفان هغه ځان ته ګروهمن کړی  ؤ .دلمعات نومې کتاب په ارزونې سره پوهیدلی شو چې هغه پخپله له هر یوه څخه استفاده کړې ده .فخرالدین عراقي  له یوې خوا د صدرالدین قونوي په درس کې چې د تصوّف په  طریقت کې یو بحث ؤ،له معرفته ئې ځانخړوبه کړی او  د مولانا جلال الدین محمد بلخي سره له ناستې پاستې او خبرو څخه ئې چې  په روح کې ئې تاندوالی ډالۍ کاوۀ ا ستفاده  کړې ده .

                فخرالدین عراقي له عرفانه ډيره زیاته استفاده کوله .هغه تر کلونو پورې له قلندرانو سره ژوند کړیاو څه موده په هند ټاټوبي کې ، د بهاءالدین زکریا ملتاني  په څيرد خواږۀغږ شیخ مرید شوی ؤ،سره له دې چې د ابن عربی د طریقت پیروکار او د شیخ صدرالدین  شاګرد ؤ،له دې چې د مولانا جلال الدین محمد مولويپه مجلسونو کېهم حاضرشي،هیڅ ډډه ئې نه کوله .وئيل شوي چې مولانا هم  دهغه په حق کې  خاص توجه کوله.  دومره توجه چې  هیڅکله  ئې هم د شیخ صدرالدین دنورو اصحابو او ملګرو په باب نه دی لیدل شوی .داسې دلچسپي چېمعین الدین پروانه ددغه صوفي شاعر په حق کې  ښودلې، زیاتره دهغه په حق کې د مولانا د مینې او دلچسپۍ انعکاس ؤ .که څه هم چېعراقی  ته د معین الدین  پروانه توجه د عراقي د استاد صدرالدین قونوي دسپارښتنې په خاطر وه .عراقيددغه ټول نعمت او پام په قدر پوهیدو او له هغو فرصتونو څخه ئې چې دهغه لپاره برابریدل،کافي استفاده  کوله. د العارفین افلاکي په مناقب کې دغه ځيني لیوالتیاوې له دواړو خواؤ یاد شوي دي .

 په دغه شان  ټاټوبي کې چې له هرپلوه دعشق چغې پورته کیږي،عراقي خپل لمعات نومې کتاب ولیکۀ،پر دې اساس ئې ترټولو ژورې لیدتوګې په ډيرې ساده او روانې لهجې کې په ښه انداز سره په دغه کتاب کې ورځاي کړی دي  او د عشق،وحدت وجود،د عاشق اومعشوق رابطې او دمحبوب او محب، خداي پيژندنې،ځان پيژندې،حق ته د بلنې په څير بحث راپارونکي موضوعګانې  په لمعات نومې کتاب کې لیدلی او لوستلی شو.نو په نتیجې کې په  دې پوهیدلی شو چې د یوۀ ویاړمن نثر په توګه د لمعات نثر د اوه مې پيړۍ د نثرونو د سټایل له ځانګړنو برخمن دی  او د ګلستان سعدي  په نثر سره د پرتلې وړ دی او دا چې د نظري عرفان د لوړومفاهیمو په بیانولوکې د فارسۍ  ژبې د لوړ ظرفیّت ښودنه کوي . 

         خوږو دوستانو د لمعات نومې کتاب د اصلی مضمونونو ارزونې لازیات وخت ته اړتیالري چې ان شاا...په راتلونکي مطلب کې به ورباندې وغږیږو.نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو،او نیکمرغه ژوند ولرئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه