May 30, 2020 17:10 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

محمد باقر قالیباف چی اوس د خلکو د غوره استازیو په پریکنده رایو سره د پارلیمان مشر انتخاب شوی دی ، د مدیریت او اجرایی چارو په زمینوکې ارزښتمنه تجروبې لري .

دایران  داسلامی شورا یولسم پړاو تیره اونۍ د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... خامنه ای په پیغام سره پرانستل شو .

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د یولسم پړاؤ د کار پیلولو په مناسبت یو پيغام کښې، د چارو په سر کښې د پارلیمان د راتلو یو ضرورت د فعالو، منظمو، پاک لمنو، امانتدارو او د هیواد په حالاتو او لومړیتوبونو د پوهو استازو شتون وباله.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په دې ټکي په ټینګار سره چې اقتصاد او کلتور د هیواد د لومړیتوبونو په سر کښې دی، استازو ته د کمزورو پرګنو معیشت ، د کار کسب او تولید او ګرانۍپه شان د اقتصاد د اصلي لیکو اصلاح، د نظارتي دندو په ترسره کولو کښې د تقوا او انصاف خیال ساتلو، په مهمو پيښو کښې انقلابي دریځ نیونو او له مجریه او قضائیه قواؤ سره ورورګلویز تعامل ته د لومړیتوب ورکولو په شان چارو سپارښتنه وکړه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د پارلیمان د نوي پړاؤ له پیلیدو او د نړیوالو د سترګو مخې ته د اسلامي ولسواکۍ د ځلانده او پرتمین تندي څرګندول، د پارلیمان د جوړولو لپاره د ولس د همت او انګیزې قدرونه وکړه او نویو منتخبانو ته یې مبارکي وویله.

دوي وفرمایل  چې که قانون سم او د اجرا وړ وي او د اجرا له ضمانتونو یې په سمه توګه ګټه واخیستل شي نو هیواد خپلو لوړو اهدافو ته رسیدې شي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««

په اوسنیو شرایطوکې له دغو حالاتو د تیریدا لپاره د داخلی وسونو کارولو ، معیشت ، اقتصاد، هیلې رامینځته کول او د پیوستون پیاوړتیا ضرورت ته په پام سره د یولسم پارلیمان دا مهم لومړیتوبونه دي .

د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی حسن روحانی په همدې زمینه کې د اسلامی شورا د یولسم پړاو په پرانستونکیو دستورو کې د حکومت او پارلیمان د ملګرتیا اساس  د اساسی قانون چوکاټ وباله او ویې ویل پارلیمان په نړۍ کې د ډیموکراسي مهم سمبول دې او د ایران اسلامی شورا هم د اسلامی او دینی ولسواکي سمبول ده . ««««««««««««««««««««««««««««««««

یولسم پارلیمان اوس خپل مسولیتونه پیل کړی دي او تمه کیږی چی استازي په دغه دروند مسولیت کې په ډاډ او ډیرې هڅې سره ګام واخلی .

محمد باقر قالیباف چی اوس د خلکو د غوره استازیو په پریکنده رایو سره د پارلیمان مشر انتخاب شوی دی  ، د مدیریت او اجرایی چارو په زمینوکې ارزښتمنه تجروبې لري .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

تیره اونۍ د ایران پرضدد زیات نه زیات دباو او بایکاټ د سیاست په دوام کې د ایران د دو ایټمی پوهانو نومونه د بایکاټونو په لیسټ کې شامل کړل . د ایران د ایټمی انرژۍ ادارې د امریکا حکومت د دغه اقدام په غبرګون کې وویل د امریکا د بندیزونو په نوملړ کښې د ایران د دوو ایټمي پوهانو د شاملولو په هکله د سپینې ماڼۍ د پریکړه کونکو دغه سپک اقدام او له بې عقلۍ ډک کوشش د اسلامي ایران د ورځ په ورځ زیاتیدونکي عزت په لاره کښې له سرلوړو مجاهدانو سره په بې عقلانه مخامخیدنه کښې د امریکا د غلیمانه کړنلارې د دوام بیانونکی دی.

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د ایران ملت دغه ډول اقدامات تل په فرصت بدل کړی دي او اجازه یې نده ورکړی چی په علمی او ټیکنالوجۍ ډګرونو کې د پرمختګ لپاره په ملی هوډ او اراده کې خنډ رامینخټه نشي . د داسې خوځښتونو ترسره کول چی  له نړیوالو حقوقو او اصولو سره په تضاد کې دي ، په نړیوال ډګر کې د ایران د دښمنانو د منزلت او ځاید کمزورتیا او د ایرانی پوهانو او څیړاندو د روحیې د پیاوړتیا سبب کیږی .

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند د امریکا له خوا د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د ځینو ایټمي معافیتونو د لغو کیدو په غبرګون کښې وویل: امریکا، په نړۍ کښې د ایران د اقتصاد فضا او د هغه د ایټمي فعالیتونو دوام ته په پام سره هڅه کوي چې په دغو اقداماتو او خبرونو سره د دنیا عامه افکار وغولوي. بهروز کمالوندي زیاته کړه چې د ایټمي معافیتونو لغو کیدل د ایران په وړاندې له خپلو پرله پسې ماتو څخه د کورنیو او نړیوالو عامه افکارو د غړولو لپاره د امریکا یوه سپکه هڅه ده.

هغه دې ټکي ته په اشار ې سره چې د برجام له مخې د ایټمي ملګرتیا لپاره د معافیتونو لغو کیدل په عمل کښې د ایران د کار په بهیر باندې هیڅ اغیزه نه کوي، وویل: امریکا غواړي چې په ایران باندې د دباؤ په لړ کښې یې اقدامات تاثیر وکړي خو په عمل کښې هیڅ نه کیږي.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې د امریکا د ځانګړي استازي برایان هوک دغه ادعا ته په غبرګون کښې ولیکل ایران د امریکا د زیات دباو د راوستلو سیاست په زیات مقاومت کولو ، سختې ارادې او په داخلي وسونوپه  تکیې سره له ماتي سره مخامخ کړی دی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

امریکا د ایران پرضدد زیات دباو د اعمالولو لپاره حتی په طبی ډګر کی ترهه ګر اقدامات ترسره کړی دي . د ایران د نظام پزشکی ادارې عمومی مشر په همدې اړه تیره اونۍ د ملګرو ملتو سرمنشی ګوتریش ته په خطاب کې پر دې په ټینګار سره چی طبی خدماتو ته لاس رسی د سلامتیا د حق اساسی برخه ده ، جوته کړه د امریکا بایکاټونه چی طبی تجهیزاتو او درملو ته لاس رسی له محدودیت سره مخامخ کړی ده ، د بشری حقوقو د منشور خلاف ورزی او له درستو اخلاقی اصولو سره په تضاد کې ده .

«««««««««««««««««««««««««««

هماغه ډول چی د ایران د خارجه وزارت ویندوی ویلی دي د امریکا حکومت په تیرو درې نیمو کلونو کې په خپلو درستو نړیوالو ژمنو په پښود کیښودلو او په ټولو قواعدو او نړیوالو حقوقو د ګوزار کولو په حال کی ده .

د موجودو معلوماتو له مخې امریکا له ۱۹۶۰ میلادی لسیزې لږ تر لږه په لویدیځه اسیا ، اروپا او لایتی امریکا کې له اتو معلومو او پیژندل شویو ترهه ګرو ډلو ملاتړ کړی چی پکې د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ هراړخیزه ملاتړ ته اشاره کولې شو چی په تیرو څلورو لسیزو کې  د اوه لس زره ایرانی ښاریزو او مسولانو د ترور مسوله ده . امریکا د خپل پیدایښت په لنډ تاریخ کې ۱۳۵ ستر جنګونه ثبت کړی دي  او یوازې شپاړس کلونه یې له خپل ۲۴۳ کلن عمره په جنګ ، وژله  ، وینې بهونې او له دودو او نادودو وسلو په استفادې کې ندي تیر کړي دي .

دغو حقیقتونو ته په پام سره ده چی د ایران د خارجه وزارت ویندوی جوته کړه امریکا په هیڅ وجه د نوروهیوادونو د قضاوت  لپاره اخلاقی ، حقوقی او سیاسی صلاحیت نلري  او بهتره ده چی خپلې پلیدې او تورې مخینې ته پام وکړي .

«««««««««««««««««««««««««««««««

پای