Jun 17, 2020 12:24 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو ​​​​​​​ترجمه: عبدالماجد درانی
    اسلام وپیژنو ​​​​​​​ترجمه: عبدالماجد درانی

د تهران راډیو مینه والو د اسلام وپیژنو نومې مطالبو د لړۍ وروستۍ برخه درته وړندې کوو او په دې نني مطلب کښې هم د جنتي نعمتونو په هکله بحث ته دوام ورکوو،

دا کوم نمتونه چې په دې دنیا کښې د انسان په واک او اختیا کښې دي که ورته پام وکړو نو وینو چې دلته ټول نعمتونه د ټولو خلکو لپاره او د ژوند په ټولو وختونو کښې د استفادې وړ نه دي. ځکه چې د ناروغۍ، بوډاوالي او بې وزلۍ په شان داسې ډیر آفتونه او مسائل د انسان د بشپړې ګټه پورته کونې مخه نیسي. حال دا چې په جنت کښې بیماري، رنځ او کړاؤ، بوډاتوب او بې برخې تو او محرومیت نشته او هیڅ څیز انسان د جنتي نعمتونو له کارولو نه منع کوي. هلته هیڅ محدودیت نشته او هر لذت او خوند په پوره اوج سره ترلاسه کیږي.

بهشتي نعمتونه پریمانه، په زړه پورې او د کمال په حد کښې دي. جنتیان بې له وقفې او ځنډه د مادي او معنوي خوشالیو او خوندونو نوې نوې ډولونه تجربه کوي او تل خوښ او خوشال وي. هلته هر نعمت چې د بهشتیانو ورته زړه کیږي حتی د هغوي له غوښتنو له تمو لالوړ خوندونه ورته حاصل وي. لکه څنګه چې قرآن کریم د سوره ق په ۳۵ مبارک آیت کښې فرمايي: هلته چې هر څه وغواړي ورته تیار دي او زمونږ په نزد زیاتیدونکي (نعمتونه) دي.

ګرانو دوستانو دلته، د تیر پروګرام په دوام کښې د بهشت یا جنت د معنوي خوندونو په اړه بحث ته دوام ورکوو. همهغه ډول چې مخکښې مو په تفصیلي توضیح ورکړې، په قرآن پاک کښې د جنت مادي نعمتونو ته اشاره شوې ده. ښایسته او له وُنو ډک باغونه، نهرونه، ماڼۍ او پاک کورونه، د ژوند نیک او پاکیزه ملګري، د ناستې پاستې لپاره غوره کسان، رنګارنګ میوې، خواړه او مزیدار شربتونه او د څښلو شیان، دغه ټول د جنتي نعمتونو د ډول ډول والي بیانونکي دي. خو دغه شیان په عین حال کښې د جنت د نعمتونو ټول اړخونه نه منعکسوي. د دغو ترڅنګ قرآن مجید د جنت معنوي نعمتونو او خوندونو ته هم اشاره کړې ده. په بله وینا بهشتي خوندونه د جسمي او روحي خوندونو یوه ټولګه ده.

هیرول نه دي پکار چې د ایماندارو او خدای لټونکو انسانانو لوړ هدف او مقصد د خدای تعالی د خشنودۍ او رضایت ترلاسه کول دي. د سوره توبه به ۷۲ آیت شریف کښې راغلې دي:

خدای ایمانداره سړیو او ښځو ته د (جنت د) هغو باغونو ژمنه ورکړې ده چې (تر ونو) لاندې یې ویالې بهیږي، هلته به تل اوسیږي او په تل باتې بهشتونو کښې د پاکیزه استوګنځيو (ژمنه یې ورسره کړې ده) او د خدای رضا (او خشنودي له دې ټولو) غوره ده، دا هم هغه ستره کامیابي ده.

دې مبارک آیت د بهشتي نعمتونو دواړو اړخونو یعنې مادي او معنوي برخو ته اشاره کړې ده. اول فرمايي: خدای له ایماندارو سړیو او ښځو سره د جنت د داسې باغونو ژمنه کړې ده چې له ونو لاندې یې نهرونه روان دي. د جنت مهم امتیازونه دا دي چې په کښې زوال او فنا کیدل نشته او بهشتیان یې تل له نعمتونو برخور وي.

پر دې سربیره په بهشتِ برین کښې پاکیزه استوګني او کورونه یې په واک کښې دي. د کوم بهشت وعده چې په دې آیت کښې غوره انسانانو ته ورکړې شوې ده، د جنت له غوره ځایونو دی. آیت شریف بیا د هغو معنوي انعام او نعمت ته اشاره کړې او فرمايي: د خدای رضایت او خشودي چې د دغو رښتونو مؤمنانو په برخه کیږي، له جنت او د هغه له نعمتونو ډیره غوره ده او دا هم هغه ستره فلاح او کامیابي ده.

دا چې د متعال خدای رضایت د جنت له ټولو مادي نعمتونو غوره او لوړ بلل شوی، په ښه توګه ښودنه کوي چې دغه ډول انعام څومره ګرانبیه او ارزښتناک دی.

البته د دغې برترۍ وجه هم روښانه ده. ځکه چې د انسان روح حکم ورکونکی او جسم یې مطیع او حکم منونکی دی. جسم یا بدن د روح په اختیار کښې یو اوزار دی او په حقیقت کښې فاینل هدف هم هغه د روح بشپړتیا ده. په هم دې وجه د روح ټولې شعاګانې له جسم نه ډیرې پراخې دي. په دې وجه د بهشت روحي خوندونه په انسان باندې د هغو د غیرمعمولي اغیزې په وجه له بدني خوندونو سره د پرتلې وړ نه دي.

په دا ډول هیڅوک نه شي کولې کوم خاص معنوي خوند او احساس چې د خدای د رضایت او خشنودۍ په خاطر  انسان ته حاصلیږي، توصیب او بیان کړي. ځینې مفسران وايي چې د دې تاندې روحاني جذَبې حتی یوه وړه برخه د جنت له ټولو ډول ډول او رنګارنګ نعمتونو لوړه او زیاته ده.

د بیّنیه سورې اووم آیت باایمانه، غوره او ښو انسانانو ته اشاره کوي او هغوي ترټولو غوره مخلوقات ګڼي. په ورپسې آیت کښې د هغوي د مادي او معنوي انعامونو په هکله داسې فرمايي:

د خپل پروردګار په نزد د هغوي انعام د جنت همیشني باغونه دي چې (تر ونو) لاندې یې نهرونه جاري دي، تل هلته پاتې کیږي. خدای له هغوي راضي دی او هغوي هم له خدایه راضي دي. دا (مقام) د هغه چا لپاره دی چې له خپل پروردګاره ویره لري.

 په دې آیت کښې وړومبې د هغوی د مادي او بدني انعامونو خبره شوې چې ښایسته جنتي باغونه دي، بیا د هغوي معنوي او روحاني انعام یاد شوی چې هم خدای له هغوي راضي دی او هم هغوي له خدای تعالی څخه. بې شکه چې دا لوړ مقام او بې سارې انعامونه خاص د هغه کسانو لپاره دي چې له خپل پرودګاره ویریږي.

هغوي له خدایه راشي دي ځکه هر څه یې چې غوښتې دي، ورعطا کړې یې دي او خدای له هغوي راضي دی ځکه چې هر څه چې ترې ا... تعالی غوښتې ديؤ ترسره کړې یې دي او که کومه غلطي ترې هم شوې نو په خپلې مهربانۍ او کرم سره ترې تیر شوی دی.

هغوي د قدرتمند خدای په خوا کښې یو موقعیت لري. په رښتیا له دې زیات او لوړ خوند به نور څه وي چې انسان احساس وکړي د عالم د یوازني پروردګار د منلو او رضا وړ ګرځیدلی او ورته نزدې شوی دی. که یو کس یو داسې موقعیت ته ورسیږي نو نور خوندونه هیروي. یوازې د عالم په واحد پنځونکي او خالق پورې زړه تړي او له هغه پرته د بل چا فکر نه کوي. دا خوند له ټولو لذتونو زیات دی چې په هیڅ قلم او بیان سره یې صفت نه شي کیدې.

د بهشتیانو د خبرواترو په یوې نمونې سره چې له پنده ډک او ارزښتناک ټکي په کښې شامل دي، د جنت په هکله بحث پاې ته رسوو. د صافات د مبارکې سورې له ۵۰ نه تر ۶۱ پورې آیتونو کښې دغو خبرواترو ته اشاره شوې ده او مضمون یې داسې دی:

که د بهشت یو انځور په ذهن کښې جوړ کړو نو وینو چې د پروردګار غوره کړي کسان د بهشت په مادي او معنوي نعمتونو کښې ډوب دي، یو بل ته مخامخ په جنتي تختونو ناست دي او په خپلو کښې په خبرو بوخت دي. هغوي د هر څه په هکله خبرې کوي او له یو بله پوښتنې کوي. په هو کښې یو تن په دنیا کښې د خپلو تیرو خاطراتو یادونه کوي. هغه وايي: مو په دنیا کښې یو ملګری درلود چې بلآخره ګمراه شو او په قیامت کښې د منکرانو په لیکه کښې راغی. هغه به تل ویل: آیا په رښتیا ته په دې باور لرې چې کله مونږ مړه شو او خاورې او وراسته شوي هډوکي شو نو بیا به ژوندي کیږو او د خپلو عملونو په وجه به سزا راکوله کیږي؟ (هغه په قیامت اعتقاد نه درلود).ګرانو ملګرو! کاش چې زه خبر وی چې هغه اوس چرته دی او په کوم حال کښې دي.

دغه جنتي بیا زیاتوي: ګرانو دوستان آیا تاسو له هغه ځان خبرولې شئ؟

نو بیا د خپل دوست له حاله خبریږي او هغه د دوزخ په مینځ کښې ویني، هغه ته غږ کوي چې، په خدای مې دې قسم وي چې نزدې وه چې ته ما هم په هلاکت کښې واچوې، نزدې وه چې ستا وسوسه ناکې خبرې په ما اثر وکړي او ما هم بې لارې کړي. که په ما باندې زما د پروردګار لطف او رحمت نه وی نو زه به هم په دوزخیانو کښې شامل وم.

د بهشتیانو د دغو خبرواترو دوام د صافات د مبارکې سورې له ۵۸ نه تر ۶۱ پورې آیتونو کښې داسې راغلې دی:

(بیا خپلو ملګرو ته وايي:) آیا مونږ له دې وروسته نه مرو؟ (او په تل پاتې جنت کښې به یو)، له هغه اولني مرګ پرته (چې په دنیا کښې راته راغی) نور به هیڅکله عذاب نه کړې شو؟ په رښتیا چې دا هم هغه ستره کامیابي (او ژغورنه) ده. باید د عمل خاوندان د داسې (انعام) لپاره کوشش وکړي.

د دغو آیتونو له مخې په جنت کښې مړینه او له مینځه تلل نشته او نعمتونه همیشني دي. د بهشتیانو خبرې اترې په دې سره پاې ته رسیږي چې که انسان د دوزخ له عذابه نجات ومومي او په جنت کښې تل پاتې ژوند ته ورسیږي نو سترې کامیابۍ او ژغورنې ته رسیدلی دی. آیا انسان له دې د کوم لوړ څیز تصور کولې شي؟

متعال خدای د جنتیانو د خبرواترو په پاې کښې په یو رسا، ښایسته او بیدارونکي تعبیر سره فرمايي: باید د دوي په شان کیدو لپاره زیار باسونکي عمل وکړي.

باید برای مثل این، تلاشگران عمل کنند.

په رښتیا آیا ښايي چې انسان د خپل عمر ګرانبیه پانګه او خدای ورکړې وړتیاوې په داسې چارو ولګوي چې ناپایداره، کم ارزښته او بې دوامه دي؟ غوره دا ده چې هغه خپل ګرانبیه عمر او استعدادونه او ځواکونه لوړو اهدافو ته د رسیدو او سترې کامیباۍ په لاره کښې ولګوي ګني په ستر زیان به اخته شي.

ګرانو دوستانو د اسلام وپیژنو په نامه د پروګرامونو لړۍ په هم دې سره پاې ته رسیږي. په دې لړۍ کښې مو هڅه وکړه چې د یو کامل، بشپړ او جامع دین په توګه د اسلام اعتقادي اصول په ساده ژبه درمعرفي کړو، اسلام هغه دین دی چې د وخت په تیریدو او د انسان د علم او پوهې د لمنې په پراخیدو سره یې حقانیت او اصالت ورځ تر بلې لا په ډاګه کیږي.

په دې هیله چې زمونږ دا کوشش ستاسو د پام او استفادې وړ ګرځیدلې وي، نو اجازه غواړو، روغ، جوړ او بریالي اوسئ.

*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه