Jun 21, 2020 14:11 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په  تېره اونۍ کښې ۱۳۹۹-۰۳-۳۱

هر څه مخکې د ډېرو مهمو خبرونو عنوانونو ته پاملرنه وکړئ

د افغانستان د حکومت په کابينه کښې د برخې په  اخېستلو باندې د عبدا... تاکيد، د افغانستان د بدلونونو په باره کښې د پاکستان او روسيې د بهرنيو چارو د وزيرانو صلاح مشوره، په افغانستان کښې د شيعه مسلمانانوو د شمېر په اړه د امريکې لخوا د وړاندې کړې شوې شمېرنې په اړه د افغان ولسمشر غبرګون، د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د هند د غېر دائمي غړيتوب په اړه د پاکستان غبرګون، افغانستان په نړۍ کښې د ماشومانو لپاره د ترټولو مرګوني هېواد په سر کښې، له ډزبندۍ څخه د طالبانو د ناوړې استفادې په باره کښې د افغانستان د ملي امنيت د شورا دريځ،د هند او چين د پوله ايزې نښتې په اړه د پاکستان غبرګون او د پاکستان په هوائي ډګرونو کښې د نړيوالو الوتونو بيا شروع کېدل د افغانستان او پاکستان د تېرې يوې هفتې له ډېرو مهمو خبرونو او بدلونونو څخه وو.

د پاکستان او روسيې خارجه وزيرانو د افغانستان ترټولو وروستي حالات وڅېړل.

 د پاکستان خارجه وزارت په يوې بيانيه کښې وويل، د دغه هېواد خارجه وزير شاه محمود قريشي د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره په ټيلفوني تماس کښې د افغانستان د ترټولو وروستيو بدلونونو په څېړنې سره وويل، د دغه هېواد د کورنيو ډلو ترمېنځ خبرې اترې د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره اصلي لاره چاره ده.

د پاکستان او روسيې خارجه وزيرانو همدارنګ په دغو خبرو اترو کښې د افغانستان د صلحې له بهیر څخه د ملاتړ لپاره د سيمه ايزو هلوځلو د يوې برخې په توګه د دوو اړخيزو نزديو صلاح مشورو په دوام تاکيد وکړ.

د سپينې ماڼۍ د ژمنو د نه اجرا له کبله د امريکې او طالب ډلې ترمېنځ د دوحې موافقې ناکامي د دې سبب شوه چې د افغانستان د بدلونونو په ډګر باندې ځينې موثره لوبغاړي د افغانستان د په بهير کښې د امريکې بديل رول لوبولو په لاره کښې ګام پورته کړي.

له افغانستان څخه د امريکې د فوځيانو د بشپړه وتلو د وخت نه ټاکل کېدل او له طالب ډلې سره د صلحې له خبرو اترو نه مخکښې د ټولو طالب بنديانو د ازادۍ نه عملي کېدل د دوحې د موافقې د ماتې له اصلي دلائلو څخه دي چې د دې سبب شول حتی له طالب دلې سره د صلحې د خبرو اترو لپاره د کابل د حکومت پروګرام له بندون سره مخامخ شي.

د پاکستان د دفاع د وزارت پخوانے مرستيال نديم خالد وائي:

د دوحې د تړون اصلي نتيجه به يوازې هغه وخت معلوميږي چې له افغانستانه بهرني فوځيان ووځي.

امريکې له طالب ډلې سره د دوحې د صلحې د موافقې په بهير کښې له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې د دغې ډلې ټول بنديان په يوځاے له بين الافغاني خبرو اترو له شروع کېدو نه مخکښې آزاد شي، خو د کابل حکومت د ملي او امنيتي ملاحظاتو له مخې د داسې يوې غوښتنې د اجرا مخالف دے.

په داسې حالاتو کښې طالبانو د دوحې د صلحې د موافقې د اجرا په بهير کښې په خنډ اچونې د امريکې د حکومت په تورنولو سره د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د تشدد او جنګ جګړو د سختولو ترڅنګه د بين الافغاني خبرو اترو د جوړېدو په اړه منفي غبرګون شودلے دے.

په داسې حالاتو کښې د افغانستان د صلحې په بهير کښې د امريکې ناکامۍ ته به پام سره د افغانستان د بدلونونو په ډګر موثره لوبغاړي روسيه  او پاکستان کوشش کوي چې د افغانستان د صلحې په ډګر کښې د امريکې د بديل رول لوبولو لپاره د ډېپلومېټکو کوششونو نوے دور شروع کړي.

په همدې وجه د ي چې په دې وروستيو کښې د پاکستان د فوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه کابل ته په سفر کښې  له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره  له طالبانو سره د صلحې د بهير په باره کښې خبرې اترې وکړې او په افغانستان کښې د صلحې له ټينګښت سره د مرستې لپاره د خپل هېواد د جدي ارادې خبر ورکړ.

دا اټکل موجود دے چې پاکستان دې نتيجې ته رسېدلے دے چې په يوازې ځان نه شي کولې د افغانستان د صلحې په بهير کښې د امريکې ځاے ونيسي او په همدې وجه کوشش کوي چې په نړيوال ډګر کښې د سپينې ماڼۍ د يو ستر سيال په توګه له روسيې سره د افغانستان د صلحې په مسئله کښې يو ګډو رول په غاړه ولري.

په تېره بيا دا چې په ټېرو کلونو کښې د روسيې حکومت په ماسکو کښې د طالب ډلې د استازيو په شتون سره د افغان صلحې د ځينو غونډو کوربا ؤ.

پاکستان چې له يو کال نه په زياته موده کښې په دوحه کښې د امريکې او طالبانو ترمېنځ د صلحې د خبرو اترو په چوکاټ کښې د افغانستان د بدلونونو له بهير څخه لرې ؤ او دے، له دغې ډلې سره د صلحې د موافقې په اجرا کښې د سپينې ماڼۍ د ناکامۍ او دبين الافغاني خبرو اترو د مسئلې په وجه اوسني حالات په افغانستان کښې د خپل رول لوبولولپاره يو غنيمت فرصت بولي.

روسيه چې په نړيوال نظام کښې له امريکې سره د سيالۍ په فضاء کښې د سپينې ماڼۍ د ناکامۍ ډګرونو ته د بديل د ننوتلو په لټه کښې ده، په افغانستان کښې ده، په ا فغانستان کښې اوسني حالات په سيمه ايزو بهيرونو کښې د خپل رول د لوبولو لپاره يو مناسب موقعيت بولي او په همدې بنياد غواړي په افغانستان کښې د صلحې د اسانونکي رول بيا په غاړه واخلي.

په داسې حال کښې چې د افغانستان پارلېمان د دغه هېواد له حکومته غوښتی دي چې د خپلې کابينې په بشپړه کولو سره د سرپرستۍ په ذريعې د وزارتخانو چلولو ته خاتمه ورکړي، د افغانستان د مصالحت د عالي شورا مشر هم  د کابينې په ټاکلو کښې د خپلې  ونډې په لوبولو باندې تاکيد وکړ.

د افغانستان د روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدا... عبدا... د دغه هېواد د پارلېمان له مشر مير رحمان رحماني سره له کتنې وروسته په يوې بيانيه کښې وويل، په دغه کتنه کښې رحماني د کابينې د غړيو د معرفي کولو او په وزارتخانو کښې د سرپرستانو د کار د ختمولو د بهير د چټکه کولو غوښتنه وکړه.

عبدا... هم د کابينې د غړيو د معرفي کولو د بهير د چټکه کولو لپاره د پارلېمان د غوښتنې ملاتړ وکړ او وعده يې وکړ چې زر به د افغان ولسمشر اشرف غني ته د کابينې د  غړيو لېسټ  وليږي.

 په داسې حال کښې عبدا...  په افغانستان کښې د حکومت د تشکيل لپاره د خپلې ونډې په چوکاټ کښې د کابينې د غړيو په ټاکلو کښې په برخه اخېستلو تاکيد کوي چې څه موده مخکښې د دغه هېواد په شفافيت څارونکې ادارې له سياسي موافقې او د اشرف غني او عبدا... ترمېنځ د اقتدار له وېش څخه د اندېښنې په څرګندولو سره واضحه کړه چې قضائي او څارونکې ادارې پکار  دي له هر ډول سياسي موافقې څخه بهر وي.

د افغانستان د شفافيت څارونکې ادارې په يوې بيانيه کښې يوې سياسي موافقې ته د رسېدو لپاره د اشرف غني او عبدا... ترمېنځ له خبرو اترو څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه: په دغو خبرو اترو کښې د قضائي، څارنې او انتظامي ادارو وېش شامل دے.

د اقتدار د تقسيم په سر دعبدا... او اشرف غني د خبرو اترو د نتائجو په باره کښې د افغانستان د شفافيت د څارونکې ادارې خبردارے ښودنه کوي چې د دغه هېواد مدني ټولنه د اقتدار د تقسيم لپاره چې حساسې قضائي او څارونکې ادارې هم پکښې شامليږي په خبرو اترو کښې له موجود بهير څخه سخته اندېښمنه ده.

دا احتمال شته چې که قضائي او څارونکې ادارې چې حاکميتي ذمه وارۍ په غاړه لري د عبدا... او غني ترمېنځ د اقتدار د تقسيم په بهير کښې راشي، خپل کارنده توب له لاسه ورکړي او مجبوراً د نه بې طرفۍ په حالاتو کښې راشي.

دې ته په پام سره چې په افغانستان کښې څارونکې او قضائي ادارې پکار دے د سياسي او ګوندي ډلبنديو په نظر کښې له لرلو نه بغېر خپل حاکميتي رول ولوبوي دا اندېښنه شته چې د عبدا... او اشرف غني دوو انتخاباتي ټيمونو ترمېنځ د مديريتي چوکيو د تقسيم له لارې د دوو قطبي فضاء رامنځته کول په عملي توګه د دغه هېواد د ملي ګټې په خطر کښې وغورزیږي او په افغانستان کښې د فساد لمن مختلفو برخو ته وغزيږي.

په افغانستان کښې له فساد سره مبارزه چې د خپرو شويو شمېرنو دغه هېواد د ډېر زيات مالي او اقتصادي فساد لرونکو هېوادونو په لېسټ کښې راوستلے دے له فساد سره په مبارزه کښې هوشمند او بې طرفه دقيق سېسټم ته ضرورت لري.

د داسې يو ضرورت باوجود که افغانستان له کارآمدو څارونکو او قضائي ادارو څخه چې پکار دے د بې طرفۍ د اصل خيال وساتي بې برخې شي د فساد کمولو ته په دغه هېواد کښې هيلې له منځه لاړې شي او د افغانستان مشکلات به څو برابره شي.

د پاکستان خارجه وزير د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د هند د غېر دائمي غړيتوب په اړه غبرګون وښودۀ.

شاه محمود قريشي د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د هند غير دائمي غړيتوب ته په اشارې سره وويل، داسې دوستان لروو چې په کشمير کښې به د هند د اهدافو د پوره کېدو خنډ شي.

د پاکستان خارجه وزير د کشمير په خلاف د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې له خپل شتون څخه د هند د وسيلې په توګه احتمال ته په اشارې سره وويل، هند او پاکستان اوه ځل د امنيت په شورا کښې د موقته غړيتوب تجربه کړې ده.

هغه واضحه کړه، دا وړومبنے ځل نه دے چې له دغو دوو هېوادونو څخه یو د امنيت د شورا غړے کيږي او مونږ هم په شورا کښې د يو چوکۍ د ترلاسه کولو لپاره خپل ډېپلومېټک کوششونه ترسره کوي.

د ملګرو ملتو د امنيت په شورا کښې د هند د غير دائمي غړيتوب په باره کښې د پاکستان د خارجه وزير دريځ ښودنه کوي چې دغه هېواد له دغه موقعيت څخه د ناوړې استفادې له کبله د کشمير په خلقو باندې د نوي ډيلي دباو ته اندېښمن دے.

د هند حکومت د 2019 کال په اګست کښې د کشمير د خاصې خودمختارۍ په لغو کولو سره په عملي توګه د مسلمانانو دباو او د هغوي د مسلمانانو د حقوقو ضائع کېدل شروع کړل او  د ملګرو ملتو په شمول د سيمه ايزو او نړيوالو ادارو نه جدي غبرګون د نوي ډيلي د چارواکو د دغو تحريکونکو اقداماتو د دوام سبب شو.

له تېره اوړينه تر اوسه پورې د هند حکومت د مسلمانانو په خلاف د پراخو بنديزونو په لګولو سره  د دغه هېواد په مختلفو سيمو کښې د هغوي د مذهبي مراسمو او دستورو له جوړولو څخه هم مخنيوے کړے دے چې دا مسئله په آزادۍ سره د خپلو مذهبي مراسمو په جوړولو کښې د دينونود حقوقو په احترام کښې د منل شوي نړيوال اصل په اپوټه  ده.

د هند حکومت په يو بل اقدام کښې چې مسلمانانو په خلاف څرګند مذهبي تبعيض دے د اقامت او تابعيت د مجوز صادرېدل يوازې د غېر مهاجر مسلمانانو لپاره مکمنه کړے دے چې دې مسئلې د هند د مسلمانانو د ټولنې، سياسي ډلو او همدارنګ د عامه افکارو قهر راپارولے دے.

په داسې حالاتو کښې پاکستان د ملګرو ملتو د امنيت د شورا د غېر دائمي غړيو هېوادوو په ټول کښې د هند د تازه غړيتوب په چوکاټ کښې د کشمير په مسلمانانو د هند د دباونو زياتېدو ته اندېښمن دے.

-----------------

 

ټیګونه