د امريکايانو غوسه پر نتنياهو؛ «بي بي» لېونی دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i162618
پارس ټوډی - د سپينې ماڼۍ چارواکو د اسرائيلو لومړي وزير «بنيامين نتنياهو» بې نظمه، لېونی او يو نه منونکی ماشوم بللی دی. 
(last modified 2025-07-21T09:17:17+00:00 )
Jul 21, 2025 13:45 Asia/Kabul
  • د امريکايانو غوسه پر نتنياهو؛ «بي بي» لېونی دی

پارس ټوډی - د سپينې ماڼۍ چارواکو د اسرائيلو لومړي وزير «بنيامين نتنياهو» بې نظمه، لېونی او يو نه منونکی ماشوم بللی دی. 

د اکسيوس ورځپاڼې په يوه راپور کې د سپينې ماڼۍ غوسه پر بنيامين نتنياهو د سوريې په اړه د اسرائيلو د نظامي عملياتو په ترڅ کې د زياتېدونکي کړکېچ په منځ کې څرګنده کړه.

د امريکايي ويبسايټ اکسيوس د خبر له مخې، په تېرو ورځو کې د سپينې ماڼۍ له خوا په تېرې اوونۍ سوريه کې د تل ابيب چارواکو د فعاليتونو په اړه پر نتنياهو نيوکې شوې دي. 

دغه راپور د يوه امريکايي چارواکي له قوله زياتوي: «بي بي (نتنياهو) د يوه لېوني په څېر چلند کوي، هغه په دوامداره توګه هر څه بمباروي

دوی زیاتوي، د نتنیاهو دغه چاره کولای شي هغه لاره کمزورې کړي چې د امريکا ولسمشر په سوريه کې د ترلاسه کولو هڅه کوي، او بالاخره د ټرمپ صبر پای ته رسېدلی دی.»