Jun 28, 2020 08:15 Asia/Kabul
  • ایراني شخصیتونه، نړیوال ویاړونه

ګرانو دوستانو دا لیکنه هم د تیرې برخې په دوام کښې د شپږمې او اوومې هجري قمري پیړۍ د مشهور شاعر او عارف اوحد الدین کرماني د رودې او طریقې په هکله ده

و مو ویل چې اوحد الدین حامد بن ابی الفخر کرماني د فارسي ژبې له هغو شاعرانو او عارفانو څخه دی چې پس له اتو سوو کلونو یې د رباعیاتو اوازه د ځمکې تر لرې پرتو شمالي سیمو رسیدلې ده او ډیرو محققانو یې رباعیات څیړلي او ترجمه کړې یې دي. د اوحد الدین کرماني د زوکړې د نیټې او ژوند په هکله ډیر معلومات نشته او په خواشینۍ سره مذکره لیکونکو یې هم په اړه ډیر کم لیکلي دي. خو دومره خبر یو چې هغه د کرمان اوسیدونکی و او په شپاړس کلنۍ کښې په کرمان باندې د ترکان غز د حملې او په دغې سیمې د هغوي د ولکې په وجه له کرمانه تښتیدلی دی. محققانو په هم دې بنیاد نتیجه اخیستې چې هغه د ۵۶۱ کال په ذی الحجې میاشت کښې زیږیدلی او د ۶۳۵ کال د شعبان په دریمه نیټه د ۷۴ کالو په عمر کښې په بغداد کښې وفات شوی دی.

اوحد الدین د مهاجرت په پیل کښې بغداد ته لاړ او په یوې مدرسه کښې استوګن او په زده کړې بوخت شو.

ویل شوي دي چې هغه د خپلې هوښیارتیا، ځیرکتیا او ډیرو مطالعاتو په وجه ورو ورو فقاهت ته ورسید او د حکّاکیّه مدرسې مدرس شو. هغه یو بشپړ فقیه و چې تصوف ته یې مخه کړه او له ستر ایراني عارف شیخ رکن الدین سجاسي څخه چې په بغداد کښې یې خانقاه درلوده، خرقه ترلاسه کړه. اوحد الدین ډیر اوږده سفرونه کړې دي او مختلفو ښارونو ته تلی دی چې ځینو سفرونو د هغه لپاره سختۍ هم درلودلې دي.

اوحد الدین کرماني بلآخره د عباسي واکمن المستنصر له خوا د بغداد په شیخ الشیوخۍ وګمارل شو او تر وفاته یعنې ۶۳۵ قمري کاله پورې په دغه ښار کښې پاتې شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.

*/*/*/*/*/*/*/*

ومو ویل چې اوحد الدین په مدرسه کښې د علم د مراحلو او مدارجو له تیرولو او د مدرسۍ مقام ته له رسیدو وروسته تصوف ته مخه کړه او د شیخ رکن الدین سجاسي په خانقاه پیښ شو او د هغه مرید شو او د هغه له لاسه یې خِرقه واخیسته. په کلي توګه د خانقاه تربیت له مدرسې سره فرق لري. په مدرسه کښې مدرسان زده کونکو او طالب علمانو ته یولړ دلیلونه او ډول ډول حجتونه ورزده کوي او هغوي به یې په یو داسې ډول روزل چې حقیقت هم هغه دی چې هغوي زده کړی دی او انساني علم او پوهه هم هغه وه چې تیر کسان ورته رسیدلي وو. په هم دې بنیاد وو چې دغه زده کونکي به د پخوانیو خلکو د فکر په دایره کښې زنداني کیدل او د ابتکار او خلاقیت په لټه کښې نه وو.

خو د خانقاه د تعلیم او روزنې طریقه داسې نه وه. په خانقاه کښې سالک د خپلې وړتیا سره سم په یو داسې ډول روزل کیده چې د تازه رودې او نوي فکر خاوند شي او بهر او دننه نړۍ ته د خپل لید مطابق وګوري. دا روزنیزه طریقه سبب کیده چې سالک د خانقاه د تعلیماتو په اثر کښې نوې لاره غوره کړي او له تقلیده تیر شي او شخصي تحقیق او کشف ته ورسیږي. د استاد فروزانفر په وینا: هم دا وجه وه چې په هغه زمانه کښې چې خانقاهي روزننه پر سمو اصولو ولاړه وه، د طریق سالکان، د خپلو پیرانو او مشرانو مقلد نه وو او ورسره یې د نظر اختلاف درلود.

**

له قرائنو داسې معلومیږي چې رکن الدین سجاسي هم خپل مریدان د دې سم اصل مطابق روزلي دي. د دې ادعا ګواه د هغه دوه مشهور مریدان یې اوحدالدین کرماني او شمس الدین تبریزي دي چې دواړو په طریقت کښې یو تازه طرز او نوې طریقه غوره کړې ده.

یو اصول چې اوحدالدین پرې پابند و، جمال پرستي ده. جمال پرستي په تصوف کښې لرغونې جرړه لري. ابوحلمان صوفي چې په دریمه هجري پيړۍ کښې تیر شوی دی، په هم دې رودې مشهور و.

داسې ښکاري چې د دغه ډله صوفیانو په عقیده د جمال پرستش هغه وسیله ده چې احساس لطیف کولې او اخلاق معتدل کولې شي. هم هغه ډول چې د تصویف د ځینو مشایخو په باور، جمال پرستي او موسیقي او سماع کولې شي چې زړه پاک او روښانه کړي او کشف او خدای او حقیقت ته رسیدلو ته یې تیار کړي. اوحدالدین کرماني د دې طریقې له منونکو څخه و او په هم دې وجه د هغه د زمانې ځینو کسانو هغه (اباحتي) بللی او د هم دې رودې او اعتقاداتو په وجه به له طعنو، تکفیر او ملنډو او ځوریدنې سره مخامخ کیده. په لغت کښې د اباحتي معنا دا ده چې یو کس د خدای تعالی په طریق او لاره کښې هر عمل او حتی هره ګناه مباح او روا ګڼي. البته د اوحدالدین کرماني ژوند او آثار او افکار د دغه تهمت ناسموالې ثابتوي.

*/*/*/*

اوحد الدین کرماني به جمال پرستي، له خدای پرستۍ جلا نه ګڼله او د خپلې دې عقیدې په بیانولو کښې یې ځینې رباعیانې هم ویلې دي. هغه باوري دی چې انسان چې د صور (آواز پیدا کونکو وسائلو) په دنیا کښې ژوند تیروي، په طبیعي توګه په غوره حقایقو او معانیو د پوهیدو لپاره له هم دې صور پرته نور وسائل او شیان نه لري او خپله لار باید د هم دې صور په مینځ کښې خلاصه کړي او په مینځ کښې یې اصیل حقایق کشف کړي او د معاني د پوهیدو او الهي عشق درجې ته ورسیږي.

د استاد فروزانفر په باور: له اوحدالدین څخه د خلکو هرکلی او د بغداد د خلیفه له خوا د مرزبانیه په خانقاه کښې د بغداد د شیخ الشیوخ په توګه د هغه ګمارل او هم داشان د نامتو خلفاؤ او جانشینانو لرل یې ښودنه کوي چې هغه د پاک عشق او نیت خاوند و. په سماع او رقص کښې هم ډیر پیران د هغه ملګري پاتې شوې دي او سماع (ساز و آواز اوریدل) به یې یو ډول عبادت ګڼه.

*/*

اوحدالدین باوري دی چې محبوب یعنې خدای پاک په ټول عالَم کښې ظهور او ځلا لري. هغه ښکلا د معنا د عالم یوه نښه ګڼي او د ښایسته مخ له دریمڅې څخه دغه عالَم او د هغه ښکلاؤ ته ګوري او ځي.

دا په حقیقت کښې د صوفیانه انسان ګروهنې او واقع بینۍ او عرفاني نړۍ کتنې یو ډول دی چې د اوحدالدین د افکارو بنیاد جوړوي. د چک جمهوریت یو محقق او ایران پیژاندی یان ریپکا باوري دی چې دغه ډله صوفیانو به د اسماني ښکلاؤ قدرونه د ځمکې د ښکلاؤ په درنښت کښې ګڼله.

د محققانو په باور دا یو ډول امانیزم دی چې په ادبیاتو او عرفان او اسلامي تصوف کښې یې په خپل خاص پړاؤ کښې ځانګړې تکاملي لاره وهلې ده چې په ظاهره هم دا چاره بلآخره د (بشپړ انسان) د طرحې سبب شوې ده. ځکه چې ښکلا خپله کمال دی.

د ښکلاؤ د لیدو او د هغو د ستاینې روده یومه نومې کتنه او طریقه نه ده او په خپل تکاملي سفر کښې تر اوحدالدینه رسیدلې ده. د دغې ډلې عقیده په دې ده چې له دې امله چې بنده د سلوک د مراحلو د تیرولو په وجه داسې ځاې ته رسیږي چې خدای د هغه سترګې، غوږونه، زړه او ژبه ګرځي، نو بس څه چې ویني هغه خدای دی چې خپله ښکلا د کتونکو د مخ په جمال کښې ویني. دا ډله عارفان باوري دي چې عارف که ښکلا ویني نو دغه ښکلا د حق تعالی حسن او ښکلا ویني چې ورو ورو دې دنیا ته نازله شوې او تجلي یې کړې ده.

لنډه دا چې بې له استثنا ټول عرفا په دې قول متفق دي چې دا پوټکې او څرمن ابتدايي مرحله ده او باید چې له دې واوړې او زړه ور نه کړې بلکې ورڅخه حق او د هغه لوې ذات جمال ولټوې.

*/*/*/*/*/*/*/

ګرانو او قدرمنو دوستانو د پروګرام د وخت په ختمیدو سره د دې بحث دوام راتلونکې برخې ته پریږدو او تل مو له متعال خدایه کامیاب او کامران غواړو.

 

 

ټیګونه