Jul 13, 2020 07:25 Asia/Kabul

p-701-qasas-ayaat-22-25 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-701-qasas-ayaat-22-25

 او کله چې موسی مدین ته مخه کړه، وې ویل :هیله لرم پالونکی مې نیغې لارې ته هدایت کړي.

او کله چې موسی د مدین  د اوبو ( کوهي) ته ورسید،  یو شمیر خلک یې ترې چاپیره ولیدل  چې د ( خپلو څاروو) په خړوبولو لګیا  دي او دهغوي په خوا کې یې دوه ښځه  ولیدلې چې  ( خپلې ګډې يې کوهي ته له ورتللو) لیرې کولې، موسی هغوی ته وویل تاسو ولې دا لرې  کوئ؟ وې ویل: مونږ  (خپلوګډوته) اوبه نه ورکوو تر  دې چې  شپانه ووځي او ( مونږ ځکه دلته یوو چې) زمونږ پلار ډیر بوډا دی.

 په تیره برخه کې مو وویل چې  د فرعون د ماڼۍ یو اوسیدونکي موسی ته خبر ورکړ چې  درباریانو فیصله کړېتا ووژني نو زر تر زره له ښاره ووځه.  دا ایتونه فرمایی: موسی وپتیله چې  د مصر  له ټاټوبي چې د  فرعون تر امر لاندې و ووځي  او د شام په جنوب کې مدین ته لاړ شی چې د فرعونیانو له  ولکې بهر سیمه وه .

خو دغه سفر ځینې  خطرونه هم له ځان سره لرل  هم د لارې د ورکولو خطر او  هم  د مامورانو له خوا د نیول کیدو خطر نو ځکه یې له خدایه وغوښتل چې  نیغې لارې  ته یې هدایت کړی.

ایتونه په دوام کې فرمایي: مدین ښار ته له ننوتلو مخکې یې د ښار په خوا کې   ګډو  رمې ولیدلې چې  د یو کوهي خوا ته راټولې شوې وې او شپانه هغوی ته په اوبو ورکولو لګیا وو. طبیعی ده چې موسی چې  د لارې  ستړیا یې لرله اول کوهي ته ورغلی وای چې اوبه یې څښلې وای  او مخ لاس یې وینځلې وای.  خو د کوهي په خوا کې یې عجیبه شان نظاره ولیدله  چې د ده پام یې ځانته واړوه .  موسی دوه پیغلې جینکۍ ولیدلې چې د نورو شپنو په شان یې خپله رمه راوستې وه  چې اوبه  ورکړي خو  یوې غاړې ته ولاړې وې  او ننداره یې کوله چې د ګډې یې له پردیو ګډو سره ګډې نه شي.موسی  د دغه  منظرې په لیدلې حیرانه شو  له هغوی یې وپوښتل چې ولې د کوهي غاړې ته ولاړې یئ خو  ځان مو له نورو لرې کړې دی . هغوی وویل چې  زمونږ پلار بوډا دی او  مونږ دوه خویندې مجبوره یوو  ګډې وڅروو. خو دې ته  په پام سره چې نه غواړو  په سړو کې ورګډې شو صبر کوو چې هغوي خپلو ګډو ته اوبه ورکړي  او لاړ شي  بیا مونږ کوهي ته ورځو او خپلې ګډې خړوبوو.

درسونه :

۱: له خپل ښار او وطنه  دهجرت لپاره تیاری  د لویو مصلحانو یو  پروګرام دی  چې د راتلونکو مشکلاتو او سختیو د زغملو لپاره تیار شي.

۲:  دعا له اقدام او حرکته وروسته معنا پیدا کوي  نه دا چې د حرکت او کوشش په ځای کښینو او دعا وکړو

 ۳:  د سړو او ښځو تر مینځ د فاصلې او حد ساتل او  د کار په  ځای کې د سړو او ښځو  له ګډیدو  ډډه کول  یو ارښت دی  لکه څنګه چې د شعیب علیه السلام لوڼه په سړو نه ورګډیدې او تر هغې یې  رمې ته اوبه نه ورکولې چې سړي لاړ نه شي.

۴: د ضروت په وخت  د پیغمبر لوڼه  شپني کوي خو هیڅ کله  ذلت او خیر غوښتلو ته   غاړه نه ږدي.

نو موسی د هغو دوو ( ګډو) ته اوبه ورکړې، بیا سیوري ته کښیناسته  او  وې ویل : اي پالونکیه هر خیر چې ماته راولیږې  اړتیا ورته لرم.

بیا (ډیر وخت نه و تیر چې) په هغو کې یوه ښځه په داسې حال کې چې  په حیا او عفت سره روانه وه، هغه ته ورغله او وې ویل:  رښتیا زمونږ پلار غوښتی یې  چې  د دې  (ګډانو ته د اوبو ورکولو)  پیسې تا ته درکړي نو کله چې موسی  هغه ( شعیب) ته ورغی او خپله کیسه یې ورته بیان کړه، هغه وویل :  مه  ویریږه ځکه چې ته له ظالمو خلکو خلاص شوې.

موسی چې په خپله یې د  فرعون له ویرې مصر پریښی  او مدین ته تللی  او ستړی ستومانه و ، خپلې ستونزې هیرې کړې او د دغه دوو ښځو په مرسته او  دهغوی لپاره له کوهي په اوبو راویستلو او ګډانو ته په ورکولو لګیا شو. کله چې  دغه کار ختم شو نو بې له دې چې  له هغوي دخپل کار لپاره پیسې او مزدوری وغواړيد لاړ او له یوې اونې  لاندې څملاسته . خو  ډیر اوږی و او د ډوډۍ په تکل راپاڅیده . موسی په دغه ښار کې نابلده و او څوک یې نه پیژندل چې  ورسره میلمه شي  یا ډوډۍ   وخوري. نو له خدایه یې  وغوښتل چې هر څنګه صلاح وي   د هغه د ډوډۍ او استوګنې مشکل حل کړی.

له بلې خوا د شعیب لوڼه  چې کله د نورو ورځو په پرتله زر خپل کور ته ورسیدلې  پلار یې  ترې پوښتنه وکړه چې ولې نن مو ګډو ته اوبه ورنه کړې څه  چې زر راستنې شوئ؟ جینکو ورته د موسی کیسه بیان کړه  حضرت شعیب  علیه السلام  هغوی ته وویل :  په هغه سړي پسې لاړې شئ او  خپل کور ته یې  راوبلئ چې  په ښه طریقه یې  خدمت   جبران کړي  او  د زحمتونو قدرداني یې وکړي.  یوه لور یې په  ډیر شرم او حیا سره موسی ته ورغله  او وې ویل :  پلار مې تاسو ته بلنه درکړې چې  زمونږ کور ته راشئ چې ستاسو  دزحمت بدله درکړي.  موسی د دغه جینۍ له خبرو او  کرداره پوه شو چې  د یوې پاکې او نجیبې کورنۍ جینۍ ده  او پلار یې  یو قدردانه سړی دی  چې  د چا ښه بې ځوابه نه پریږدي.   نو دهغوی بلنه یې ومنله  او  هغه څه چې  انګیرلې یې وو  حقیقت هماغه و.  په دې ډول هغه د خدای د یو بل پیغمبر حضرت شعیب علیه السلام کور ته ورغی  او د خپل ژوند کیسه یې  ورته   مدین ته تر ورتګه پورې ټوله بیان کړه . حضرت شعیب علیه السلام ورته وویل چې خدای ته له ظالمانو خلاص کړې  او ته چې تر هر وخته وغواړې زمونږ میلمه یې.

درسونه:

۱: د خپل مشکلاتو په  اړو دوړ کې د نورو  دمشکلاتو هیرول نه دي پکار او تر خپله وسه  د نورو د ستونزو د هواري فکر پکار دی .

۲: د خپلو مشکلاتو او دستونزو هواری باید له خدایه وغواړو چې   اسباب یې هغه شان چې  زمونږ په خیر  وي برابر کړي.

۳:  د پیغمبرانو په مکتب کې  په ټولنه کې  د ښځو  شتون منعه نه دی  په دې شرط چې  په عفت او پاک لمنۍ سره وي  او د سړي او ښځې  د حدودو خیال وساتل شي.

۴:  باید د نورو د زحمتونو او خدمتونو قدرونه وکړو او په ښه توګه یې جبران کړو.

پای