Jul 13, 2020 07:26 Asia/Kabul

p-706-qasas-ayaat-43-46 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-706-qasas-ayaat-43-46

 

او وروسته له دې چې تیر قامونه مو تباه کړل  موسی ته مو کتاب  ورکړ چې د خلکو  لپاره د هدایت  او رحمت سبب و  ښایي هغوی  ته یادونه (نصیحت) وشي.

په تیره برخه کې مو وویل چې  د فرعون او دهغه د لښکریانو انجام په  نیل سیند کې لاهو کیدل وو  دا ایت فرمایي: د فرعون له ولکې د بني اسراییلو د قام له ژغورلو وروسته  مونږ دهغوی دهدایت د  فکري سویې او بصیرت د لوړاوي لپاره  په موسی تورات نازل کړ چې ورځنې استفاده وکړي او د خدای خاص رحمت پرې نازل شی ږ البته که هغوی د تورات انکار و کړي  او د حق په وړاندې ودریږي د تیرو قامونو په شان به  چې  په دې دنیا کې دخدای په عذاب اخته شول دوي هم هلاک شي.

درسونه :

۱: د پیغمبرانو راتګ او د اسماني کتابونو نازلیدل  د الهی رحمت په بنیاد او د خدای له لویو نعمتونو دي  چې انسان د بصیرت او هدایت له لارې  سعادت او نیکمرغۍ ته ورسوي.

۲: په تاریخ کې د خدای تعالی سنت همیشه یو شان  او نه بدلیدونکي پاتې شوې  هر قام چې د حق او نیغې لارې  کوږ شي انجام به یې تباهي وي.

  کله چې مونږ ( د پیغمبرۍ) امر  موسی ته وسپاره، ته د (طورغر) په لویدیځ اړخ کې نه وې موجود او ( د هغه پيښې) کتونکی نه وې.

خو مونږ ( په مختلفو وختونو کې) قامونه پیدا کړل  او ډیره زمانه پرې تیره شوه   او(کیسه یې هیره شوه لکه چې) ته د مدین په خلکو کې نه  وې موجود چې (دهغوي له حالته خبر وې او د مدین د خلکو په هکله ) زمونږ ایتونه  هغوی ( دمکې خلکو) ته ولولې. خو مونږ وو چې  د (پیغمبرانو) استوونکي وو.

دا ایتونه په دې خبره ټینګار کوي چې هغه څه چې په قران کې د تیرو قامونو او پیغمبرانو په هکله راغلې  د اسلام د پیغمبر په حقانیت یو دلیل دی  ځکه چې هغه حضرت  په دغه یو قام کې هم موجود نه و  خو دهغوي پیښې په تفصیل سره بیانوي . د مثال په توګه  په طور غره کې د  حضرت موسی د نبوت پیښه   د پیغمبر له زوکړې څو پیړۍ مخکې شوې وه  خو په تفصیل او جزییاتو سره په قران کې بیان شوې ده .  په قران کې  د مدین ښار پیښې چې حضرت موسی له مصره له تیښتې وروسته هلته لاړ او  له شعیب سره  له آشنایۍ وروسته  یې د هغه له لور سره واده وکړ  په تفصیل سره ذکر شوې دي  همداراز  په مدین کې د حضرت موسی لس کلن  شتون او  بیا مصر ته د هغه ستنیدو ته اشاره شوې ده  همداراز د ډیرو داسې قامونو کیسه بیان شوې چې  له تاریخه یې په زرګونو کلونه تیریږي  خو قران یې  پیښې بیانوي.

درسونه:

۱: تاریخی خبرونه چې په  قران کې راغلې غیبي خبرونه دي  چې د مکې د پیغمبر د زمانې خلک ورځنې  نه وو خبر.

۲: د قران د معجزه والي او د پیغمبر د حقایت یو دلیل د قران غیبي خبرونه دي  چې اکثره ایتونه په همدغه شان خبرونو مشتمل دي.

 

 او کله مو چې ( موسی ته) غږ وکړ ته د طور غره په څنګ کې نه وې، خو (دا وحي) یو رحمت دی ستا د پالونکي له لورې چې هغو خلکو ته چې له تا مخکې ورته هیڅ ویروونکی  نه ورغلی ، خبرداری ورکړې  ښایی یادونه ورته وشي.

 په تیرو ایتونو کې  او د حضرت موسی علیه السلام په هکله د  قران د خبرونو د غیبي والي له تاکیده وروسته  دا  ایت د  اسلام پیغمبر ته فرمایي: هغه څه چې په تا مونازل کړې دخدای مهرباني وه  چې د بني اسراییلو دقام د کیسې په بیان سره خلکو ته خبرداری ورکړې  او هغوی د خپلو کارونو له انجامه وویروې.

روښانه ده چې په مکې د پیغمبر د زمانې خلکو کوم پیغمبر نه و لیدلی  چې دهغه له لارې د تیرو قامونو له برخلیکه خبر شي   له رسول الله مبارکه دوه درې سوه کاله مخکې هم کوم پیغمبر نه ور راغلی  چې دغه خبرونه بیان کړي  البته د هود ، صالح او شعیب علیه السلام په شان پیغمبران په جزیرة العرب او خواوشا سیمو کې یې مبعوث شوې وو  خو دهغوی له زمانې دومره وخت تیر و چې  اثار او نښې یې ختمې شوې وې.

درسونه :

۱: د پیغمبرانو د بعثت  او د اسماني کتابونو د نزول یو هدف  خلکو ته خبرداری ورکول دي چې په غفلت اخته نه شي  او اخرت هیر نه کړي.

۲: عقل او فطرت انسان ته ډیر حقایق ښیي. خو  ډیر عوامل  له دغه باطني غږه د انسان د غفلت سبب   کیږي  نو ځکه پیغمبران انسانانو ته یاودنه کوي  او خبرداری ورکوي  ښایي هغوی ته یاودنه وشي  او دحق لارې ته ستانه شي.

پای.