Jul 13, 2020 07:26 Asia/Kabul

p-708-qasas-ayaat-51-55 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-708-qasas-ayaat-51-55

بې شکه مونږ خپله وینا (د قران آیتونه) یو په بل پسې هغوی ته راوړل، ښایي یادونه ورته وشي.

 هغه کسان چې له دې مخکې مو ورته کتاب ورکړی دی  هغوی په هغه (قرآن) ایمان راوړي.

دا ایتونه اول د مشرکانو کفر او ضد ته اشاره کوي  او فرمایي:  مونږ د قرآن ایتونه تدریجا خو  پرله پسې نازل کړل چې د مشرکانو په زړه کې ننوځي اور اثر پرې وکړي، خو هغوی   نصیحت ونه مانه او دحق خبره یې ونه منله  حال د ا چې  ځينې اهل کتاب چې  په بل پیغمبر او بل کتاب یې ایمان درلود  کله چې د اسلام د پیغمبر له حقانیته  خبر شول  په هغه یې ایمان راوړ او پیروان یې شول.

د بیلګې په توګه  په تاریخي روایتونو کې راغلې دي   په حبشې کې ځینو استوګنو  پادریان د هغه دین د جاج لپاره چې پیغمبر راوړی و او  ورسره د لا آشنايۍ لپاره د نجاشي په وړاندیز مکې ته لاړل  هغوی د پیغمبر په زړه پورې خبرې واوریدلې  او ایمان یې پرې راوړ او هغوي په خپله د اسلام د دین مبلغان شول.

درسونه :

۱:  تربیت یوه تدریجي او ګام په ګام چاره ده  هغه هم د تذکر نصیحت او ارشاده په استفادې سره نه  په زور او ت‍پلو سره .

۲: اسماني کتابونو او دیني مشرانو ټول یوه خبره او یوه هدف درلود.

۳:  واقعی اهل کتاب هغه کسان دي چې  د اسلام له پیغمبر او دین سره  له بلدتیا وروسته  په هغه ایمان راوړي او  په خپل دین او عقیدې تعصب او ټینګار نه کوي.

او کله چې (قرآن) هغوی ته لوستل کیږي وایي: په هغه مو ایمان راوړ، دا حقه (خبره) ده زمونږ د پالونکي له لوري، مونږ له دې مخکې (هم) تسلیم وو.

هغوی ته په دې خاطر چې (په حق یې صبراو) پایداري وکړه دوه ځله  بدله ورکول کیږي او بدي په نیکۍ سره تمبوي  او  له هغه څه چې روزي کړې مو یې دي انفاق کوي.

د تیرو ایتونو په دوام کې  دا  ایتونه فرمایي:  د اهل کتابو هغه کسان چې په  پیغمبر یې ایمان راوړ له روغ  او سالم زړه برخمن  دي او د حق په وړاندې  سر ټیټوي. په دې ډول چې کله پیغمبر هغوی ته  د قرآن ایتونه لولي  وایي: مونږ دا د خدای له لوري ګڼو؟ او ورباندې ایمان لرو لکه څنګه چې له دې مخکې هم د خپل پیغمبر په وړاندې تسلیم وو او پرې ایمان مو درلود.

قران فرمایی:  له همدې امله هغوی ته دوه ځله بدله ورکول کیږي یوه  په تیر پيغمبر  او کتاب د ایمان په وجه او بله د اسلام په پیغمبر  او کتاب د ایمان  لپاره.

بیا خدای تعالی د دغو پاک زړو  مومنانو په ستاینه کې فرمایي هغوی بدیو ته په ښیګړو سره ځواب ورکوي د سپکو خبرو  په وړاندې  نیکه او خوښه خبره  کوي او د بدو کړنو پر وړاندې له صبر او زغمه کار اخلی.  دوی د نامهربانیو په وړاندې  له ځانه مینه محبت ښیي  هغوی دانفاق کوونکي او د بیوزلانو خیال ساتونکي دي  او نور نه هیروي.

درسونه :

۱: د حق مینان  په حق  پسې دي  دا چې څوک ، له کوم توکمه او له کومې ژبې د حق خبره کوي  دهغوی  مساله نه ده  بلکې دهغوی اصلي مساله په خپله حق دی  او هغوی ته حق مهم دی هر چا  چې ویلې وي مني یې.

۲: د حق منل د مختلفو ستونزو او مخالفتونو په وړاندې   صبر او استقامت ته اړتیا لري.

۳:  په ټولنیزو اړیکو او نورو سره په تعامل کې اصل بخښنه او تیریدنه ده  البته تر دې لوړه درجه هم شته  او هغه دا چې که څوک راسره بد وکړي مونږ ورسره ښه وکړو.

 او کله چې لغوه خبره  واوري مخ ترې اړوي.او (چټي ویونکو ته) وایي  زمونږ عملونه زمونږ او ستاسو عملونه ستاسو لپاره دي، سلام دې وي پرتاسو مونږ له ناپوهانو سره غرض نه لرو.

د تیرو ایتونو په دوام کې  دا ایت د  نورو د سبکو ویناوو او کړنو په ځواب کې د صبر یو مصداق داسې بیانوي چې : واقعي مومنان که سپکه او چټي خبره واوري ورته مقابله ورسره نه کوي او په ځواب کې یې سپکه خبره نه کوی  بلکې له هغوي سره نرم چلند کوي او  د سولې او احترام په شکل سره وایي  که زمونږ لاره او کار غلط دی  آثار او پایلې یې هم مونږ ته راګرځي نه تاسو ته، او که ستاسو کارونه غلط وي پایله یې په خپله تاسو ته ګرځي نه مونږ ته. تاسو خپل کار کوئ او مونږ خپل  مونږ په جاهلو کارونو پسې نه یوو که تاسو له مونږ سره بد سلوک هم وکړئ مونږ په ځواب کې  بد سلوک نه کوو.

درسونه :

۱: په خدای د ایمان شرط  له لغوو چټي او سپکو کارونو ډډه کول دي  نه  له نورو سره د سپکو خبرو کول پکار دي او نه هم  له هغو کسانو سره چې مونږ ته یې سپکه خبره کړې یا یې په مونږ پورې خندا کړې وي سپک ځواب ورکول پکار دي . ځکه چې واقعي مومنان  له سپکو خبرو مخ اړوي.

۲:  به ویلو ، اوریدلو، لیدلو او ناسته پاسته کې  له لغویاتو مخ اړول  یو خوښ صفت دی  چې په ټولو الهی دینونو کې یې ستاینه شوې ده.

۳: که مونږ ته پته وي  چې زمونږ نهی عن المنکر فایده نه لري  نو لږ لر لږه پکار دي چې له منکر او منکر کوونکي مخ واړوو چې هغه پوه شي چې مونږ یې له بد او سپک کار سره موافق نه یوو.

پای.