سوره قصص ۵۸-۵۶
p-709-qasas-ayaat-56-58 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-709-qasas-ayaat-56-58
بې شکه ته نه شې کولی هر هغه څوک چې ته ورسره مینه لرې هدایت کړې بلکې خدای دی چې هر څوک وغواړي هدایتوي یې او هغه له هدایت شوو ډیر ښه خبر دی.
په تیرو خپرونو کې مو وویل چې اکثره مشرکان له بت پالنې لاس اخستلو ته تیار نه شول او اسلام یې ونه مانه . خو ځینې اهل کتابو مسیحیانو د قران د ایتونو په اوریدلو سره د اسلام په پیغمبر ایمان راوړ او وې ویل چې دی هماغه کس دی چې حضرت مسیح یې د راتللو زیری ورکړی و.
دا ایت د هغو ایتونو په دوام کې د یو کلي اصل په توګه فرمایي: د هر یو پیغمبر دنده د الهی ایتونو رسول او د یو خدای منلو ته دخلکو بلل دي. خو هیڅ پیغمبر د خلکو د منلو یا نه منلو ذمه وار نه دی. هغه خلکو ته د خدای لاره ښیي خو دا چې کوم کسان دغه لاره خپلوي چې مقصد ته ورسیږي دهغه په اختیار کې نه دي. هغه غواړي چې ټول خلک ایمان راوړي او د یو خدای عبادت وکړي خو دا حق نه لري چې خلک په زوره د دغه لارې منلو ته مجبوره کړي. ځکه چې که هغوی دغه کار ته مجبوره هم کړي د هغوي زړونه د حق منلو ته نه شي مجبورولی. یوازې خدای دی چې زړونه یې په لاس کې دي او څوک چې دحقیقت غوښتونکی او دایمان لایق وي توفیق ورکوي چې ایمان راوړي نو ځکه کیدی شي چې دپيغمبر ډير خپلوان په هغه حضرت ایمان رانه وړي او له شرکه لاس وا نه خلي خو ډير اهل کتاب داسې وي چې په خپل دین تعصب ونه کړي او د اسلام په پیغمبر ایمان راوړی.
د یونس سورې درې څلویښتم ایت هم چې مخکې مو ولوسته فرمایی: (ای پیغمبره) ایا ته کولی شی ړانده هدایت کړې که څه هم ( د زړه په سترګو) نه وینی.
درسونه :
۱:د پيغمبرانو دنده د الهي بلنې رسول دي نه دخلکو مجبورول. دخلکو منل یا نه منل د پیغمبرانو په لاس کې نه دي.
۲: الهي غوښتنه او مشیت د هغه د علم او حکمت په اساس دی خدای د خپل حکمت په اساس څوک چې غوره وګڼي د هدایت توفیق ورکوي.
( دمکې مشرکانو پیغمبر ته) وویل: که مونږ له تا سره یو ځای (د قران) پیروي وکړو. له خپلو ځمکو به وتښتول ( او کډوال) شو. ایا مونږ هغوی په امن حرم کې ونه ګرځول چې هر ډول میوه – چې زمونږ له لورې رزق دی - هغوی ته ورځي ؟ خو په هغوی کې اکثره نه پوهیږي.
دا ایت دهغو کسانو په هکله دی چې په مکې یې ژوند کاوه او د قران پیغمبر او اسلام په حقانیت پوه شوې وو. خو د خپلو شخصي او کورنیزو ګټو لپاره د ایمان منلو او اعلانولو ته تیار نه وو. دهغوي پلمه دا وه چې د مکې لوی کسان به چې طاقت دولت او امکانات یې په لاس کې دي د ایمان مونږ له خپلو کورونو وشړي او کډه په سر به شو. نو مونږ به څه کوو.
قران ځواب ورکوي آیا د خدای طاقت زیات دی که د قرایشو د مشرانو؟ هغه خدای چې ډول ډول نعمتونه یې تاسو ته درکړې دي او په مکې ښار یې امنیت واکمن کړی دی د دې طاقت نه لري چې د مشرکانو په وړاندې ستاسو حفاظت وکړي.
که څه هم په اوله کې مشرکانو مسلمانان ډیر وځورول خو د خدای په اراده د مسلمانانو طاقت ورځ په ورځ زیات شو تر دې چې مکې یې فتح کړه او په خپل لاس کې یې واخسته .
درسونه :
۱: اکثره خلک چې ایمان نه راوړي مادي خوندونو او یا ذاتي ګټو ته درسیدلو لپاره دي. نه دا چې ګني حق یې پیژندلی نه دی.
۲: امنیت تر هر څه مخکې دی د ټولنیز امنیت او ارامښت په سیوري کې ده چې اقتصادي ترقي لاسته راځي او د کار او کسب له لارې معیشت او نعمت حاصلیږي.
او څومره ډیرې سیمې دي چې مونږ یې (استوګن) په ژوند کې د سرغړاوي په وجه تباه کړل. دا دهغوی کورونه دي چې له هغوي وروسته پکې ډیره کمه استوګنه شوې او یوازې مونږ یې وارثان وو.
د تیرو ایتونو په دوام کې دا ایت د مکې مشرکانو ته په خطاب کې فرمایي: تاسو د خپلو طاقت او هوساینې دساتلو په خاطر د ایمان منلو ته تیار نه یئ. آیا هیره کړې مو ده چې ځینې پخواني قامونه چې نعمتونو د زیاتولو او هوساینې په وجه په مستۍ او سرکښۍ اخته شوې وو هلاک شول؟
فرضا که تاسو هم هغه شان هوساینه او مزې ولرئ څه ضمانت شته چې په هغه سزا او انجام اخته نه شئ.
د عاد او ثمود ټاټوبي له مکې شام ته په د عربو دتجاري کاروانونو په تلونکې لارې کې پراته وو. او هغوي به د دغه قامونو کنډوالې او وران کورونه لیدل خو عبرت به یې نه اخسته .
درسونه :
۱: کله کله مال او هوساینه د انسان د نیکمرغۍ سبب نه ګرځي بلکې دهغه د تباهۍ او سرکښۍ سبب کیږي.
۲: د تیرو هڅوبونو پاتې شوونې د انسان لپاره نصیحت لرونکې دي نو د تیرو قامونو د اثارو ساتنه د راتلونکو نسلونو د عبرت لپاره لازمه او ضروري ده .
۳: دنیا فاني او زر تیریدونکې ده یوازې د هوسا کسانو د ژوند نني ظاهر ته نه دي کتل پکار پوهیدل پکار دي چې هغوی به هم خپل مالونه پریږدي او لاړ به شي.
پای.