سوره قصص ۶۹-۶۴
p-709-qasas-ayaat-64-69 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-711-qasas-ayaat-64-69
او هغوی ته ویل کیږي : خپل شریکان ( هغه معبودان چې له خدای سره مو شریک ګڼل) راوغواړئ، نو هغوی به یې وغواړي خو ځواب به ورنه کړي او عذاب به وویني (او ارمان به کوي چې) کاش هدایت یې موندلی وی.
په تیره برخه کې مو وویل چې په قیامت کې به د کفر او شرک مخکښان او مشران له خپلو پیروانو بیزاري څرګنده کړي او د خپلو پیروانو د بې لارې کیدو مسوولیت به نه مني. دا ایت فرمایي: د دې لپاره چې مشرکان په قیامت کې د خپلو خیالي معبودانو بې وسي وویني هغوی ته به خطاب وشي هغه څه چې د خدای شریک مو ګڼل وغواړئ چې له تاسو سره مرسته وکړي او تاسو وژغوري. خو روښانه ده چې د هغوی له لوري به هیڅ ځواب وانه وري او مرسته به یې ونه کړي نو په دغه وخت به ارمان وکړي چې کاش الهی هدایت یې موندلی وی او نن د دوزخ په وړاندې داسې بې کسه او یک تنها نه وی.
درسونه :
۱: په دنیا کې بې له خدایه په هر چا پورې چې زړه وتړو او پیرو یې شو په قیامت کې به دخدای له مرستې محرومه شو.
۲: قیامت د ګناهکارو او بې لارې کسان د آه و حسرت ورځ ده خو دغه ارمان به هغوی ته هیڅ فایده ونه رسوي.
او هغه ورځ به (خدای) هغوی ته غږ وکړي او وبه فرمایي: تاسو پیغمبرانو ته څه ځواب ورکړ؟
نو په هغه ورځ به خبرونه پر هغوی پټ پاتې شي او هغوی به له یوه بله د څه پوښتنه نه کوی .
خو چا چې توبه کړې او ایمان یې راوړی او نیک کارونه یې کړې دي نو هیله ده چې له ژغورونکو شي.
د تیرو ایتونو په دوام کې چې په قیامت کې د مشرکانو د شتون په هکله وو دا ایتونه فرمایی: له هغوی به پوښتنه وشي چې د پيغمبرانو د بلنې په ځواب کې مو څه وکړل؟ پيغمبرانو تاسو د یوازیني خدای عبادت او د نیکو کارونو کولو ته بلل تاسو ورته څه ځواب ورکړ؟
مسلما مشرکان ددغه پوښتنې ځواب نه لري که ووایي چې د پیغمبرانو بلنه مو ومنله او ایمان مو راوړ نو دا لوی دروغ دي او په قیامت کې دروغ نه چلیږي. که ووایي چې هغوی مو دروغ او جادوګر او لیوني وبلل او ورسره مو مقابله وکړه او وجنګیدو نو په خپله ژبه به یې په خپل جرم اعتراف کړی وي او سزا به یې هم ووینی. یعنې هر څه چې وایي دهغوي په تاوان دي له دغه پوښتنې د تیښتې لپاره هیڅ لاره نیشته او د هغې د ځواب لپاره هیڅ عذر او پلمه نه شی راوړلی د هغوی بل مشکل دا دی چې له خپلو هم نظرو او هم دینو سره مشوره هم نه شي کولی او له یوه بله په پوښتنه کولو سره د دغه پوښتنې ځواب نه شي ورکولی.
ایتونه په دوام کې فرمایي: هغوی چې نن داسې خوار او بیچاره شوې مونږ په دنیا کې پر هغوی لارې نه وې تړلې هغوی هره شیبه توبه کولی او په الهي پیغمبرانو ایمان راوړلی شو او ښه کارونه یې کولې شول که دا کار یې کړی وی نو اوس به کامیاب او ژغورل شوې وو او داسې به په عذاب نه اخته کیدل .
درسونه :
۱: مشرکان به د قیامت په محکمه کې نه له خدای سره د شریک ګرځولو د جرم لپاره کوم ځواب لري او نه د پیغمبرانو د دروغ ګڼلو لپاره
۲: په قیامت کې به د خبرونو د اخستلو لاره بنده وي او خلک به دخدای په عدالت کې د ځواب لپاره له یو بل سره سلا مشوره یا له یوه بله پوښتنه نه شی کولی .
۳: په اسلام کې د مشرکانو او ګناهکارانو لپاره هم بندون نیشته د اسلام طریقه دا ده چې همیشه د ګناهکارانو او کافرانو لپاره د توبې دروازه خلاصه پریږدي چې د فساد او ککړتیا په هره مرحله کې وي د حق لارې ته ستانه شي.
۴: د انسان کامیابي د بدیو په پریښودلو او د ښو کارونو په کول کې ده .
او ستا پالونکی هر څه چې وغواړي پيدا کوي یې او ( هر څه چې وغواړي) غوره کوي یې. هغوی ( دخدای په وړاندې) څه اختیار نه لري خدای سپیڅلی او لوړ دی له هغه څه چې دوی یې ورپاره شریک ګرځوي.
او ستا پالونکی په هغه څه چې د دوي سینې یې پټوي او هغه څه چې ښکاره کوي یې خبر دی.
د دغه ایتونو په وروستۍ برخه کې قرآن د مشرکانو په ځواب کې چې د خدای مخلوقات یې هم په تکوین او تشریع کې شریک ګڼل فرمایی: خدای په خپله اراده کوي چې څه وپنځوي او څنګه یې وپنځوي. څوک په پيغمبرۍ وګماري او د خلکو لپاره څه ډول قوانین جوړ کړي هیڅوک نیشته چې هغه یو کار ته مجبوره کړي یا یې د ارادې مخه ونیسي.
دخدای په اراده انسان با اختیاره پنځول شوی خو د هغوی اختیار د خدای په اختیار غالب نه دی ځکه چې انسان د خدای د ارادې مخلوق او مغلوب دی . په تکویني چارو کې څرګنده ده چې هیڅ یو انسان د خپل ځان او نورو مخلوقاتو په پیدا کولو کې رول نه لري په تشریعي چارو کې هم که خدای له انسانانو د یو کار کول یا پریښودل وغواړي هغوی د انسان د غوښتنې په وړاندې له ځانه اختیار نه لري چې د خدای د غوښتنې په خلاف کوم شی تشریع کړي لکه څنګه چې د احزاب سورې په شپږ دیرشم ایت کې راغلې دي : کله چې خدای او پيغمبر یې یو حکم ورکړ مومنو سړو او ښځو ته هیڅ اختیار نه شته چې د هغې په خلاف عمل وکړي.
درسونه:
۱: د هستۍ خلقت او د چارو تدبیر یې همداراز د قوانینو لګول او د پیغمبرانو او اسماني مشرانو انتخاب ټول د خدای په لاس کې دي .
۲: څو چې د خدای د قانون په وړاندې او په ځای یې د انسانانو قوانین ومني په حقیقت کې انسان یې په تشریع او تقنین کې د خدای شریک ګرځولی دی.
پای.