Jul 18, 2020 09:42 Asia/Kabul

p-709-qasas-ayaat-76-78 د قصص سورې ترجمه او تفسیر

p-713-qasas-ayaat-76-78

 

بې شکه قارون د  موسی له قامه و  او په هغوي یې ظلم او تیری وکړ  او  هغه ته مو د مال او دولت دومره خزانې ورکړې وې چې د کنجیانو وړل یې د  مزبوتې ډلې لپاره (هم) سخت وو، (یاد کړه) کله چې یې قام هغه ته وویل: (غاورانه) خوشالي مه کوه ځکه چې خدای (غاوره) خوشالي کوونکي  نه خوښوي.

مخکې د دغه سورې په ځینو ایتونو کې د حضرت موسی او فرعون کیسې ته اشاره وشوه  خو دا ایتونه د قارون واقعې ته اشاره کوي چې د موسی علیه السلام د زمانې  یو لوی شتمن کس و.  په تاریخي کتابونو کې راغلې دي چې قارون د موسی له خپلوانو و  او  په پیل کې یې په هغه ایمان راوړ  خو  د ډیر مال په وجه په کبر او غرور اخته شو  تر دې چې  د دحضرت موسی په مقابل کې ودرید او سرکشي یې وکړه.

فرعون د سرغړوونکو طاقتونو بیلګه ده  چې  په خلکو ظلم کوي او د حق په مقابل کې ودریږي خو  قارون د  داسې شتمنو کسانو بیلګه ده چې د خلکو په وړاندې کبر او غرورو کوي او لویي خرڅوي  او د حق له تعلیماتو سرغړونه کوي.  سامری هم د هغو هنرمنانو سمبول دی چې  خلک د حق له لارې منحرفوي  او په شرک او ګمراهۍ یې اخته کوي.

ایت په دوام کې د قارون د سرکښۍ او طغیان  سبب دهغه کبر غرور او تکبر ګڼي چې  څومره یې دولت زیاتیده  له خدای او مخلوقاتو غافله کیده  او د مال او سرو سپینو زو او کالیو په جمع کولو پسې و  په داسې حال کې چې مال او دولت باید د خلکو  په خدمت کې وي او د ټولنې د اقتصادي  څرخو لپاره  استعمال شی  نه دا چې یو شمیر شتمن کسان  هغه په خپله ګټه وساتي او دځان لپاره یې ذخیره کړي.

درسونه :

۱: د مال لرل او د مال او دولت د زیاتولو لپاره کوشش بد نه دی  خو په مال مغروره کیدل او د خدای او پیغمبر او ولس په وړاندې  سرکشی بد او ناخوښ عمل دی .

۲: مستي یوازې دشرابو په څښلو نه حاصلیږي کله کله کم ظرفه انسانان  مال او دولت ته په رسیدلو سره داسې مست او مغروره کیږي چې  هر څه هیروي ، داسې کسان په خپل مال او دولت په تکیې سره د نورو په حقوقو تیری کوي او په مستۍ او بې خودۍ اخته کیږي.

او په هغه څه کې چې خدای درکړې  د اخرت  لټه وکړه  او له دنیا خپله  برخه مه هیروه او لکه څنګه چې خدای له تا سره ښه کړي  ته هم ( له خلکوسره) ښه وکړه او په ځمکه کې د فساد لټه مه کوه  بې شکه  چې دخدای مفسدان نه خوښیږي.

په تیر ایت کې اشاره وشوه چې د حضرت موسی علیه السلام ځینو پیروانو چې  پوهه او واقع بینه کسان وو  په ځای د دې چې ځانونه واړه او کم وګڼي  او قارون لوی ، په ډیره میړانه هغه ته  نصیحت وکړ چې  پام کوه په خپل مال او دولت غره نه شې  که نه وي نور به د خدای محبوب پاتې نه شي  او د خلکو هم مغروره کسان نه خوښیږي.

 دا ایت د  تیر ایت په دوام کې د هغو عاقبته اندیشه مومنانو له خولې څلور نحصیتونه بیانوي  چې تر ټولو مهم یې  دا دی چې دنیا د اخرت  پټی دی  که په دنیا کې څه ونه کرې  په قیامت کې به هم څه ونه ریبې  ، دا دومره مال او دولت د یو تخم په شان دی چې باید  په ځمکه کې وکرل شي  چې فصل ورنه وشي  په  ګودام کې د تخم جمع کول چې هر څومره هم زیات وي هیڅ بوټی او فصل نه کوي.  دوهم نصیحت دا و چې  که مونږ وایو چې د دنیا له ماله ځانته توښه برابره کړه  د دې معنا دا نه ده چې د دنیا ژوند هیر کړه  او خپل ټول مال د خدای په لاره کې ورکړه  بلکې له دغه ماله د خپلې دنیا او کورنۍ لپاره هم استفاده وکړه  ، دنیا اواخرت دواړه ګوره او د دواړو لپاره په خپله اندازه له ماله استفاده کوه.

دریم نصیحت دادی چې ګمان مه کوه هغه څه چې لرې یې ستا خپل دي  ددغه ټولو مالک خدای دی  چې په تا یې احسان کړی  او تا ته یې درکړې دي  ځان یې مالک مه ګڼه  بلکه امانتداره ګڼه  او ته هم د خدای  په شان په اړمنو احسان کوه .

او د ایمان د خاوندانو څلور نصحیت قارون ته دا  و چې  که دغه نصیحتونه وانه اورې او عمل پرې ونه کړې ستا مال او دولت ستا او د ټولنې لپاره د فساد او تباهۍ سبب کیږی. خپل مال او پانګه  په ځای د دې چې د ټولنې د چارو په اصلاح کې وي د ټولنې د طبقاتي کیدو  او له تا سره د خلکو د کینې او دښمنۍ سبب کیږي. لکه څنګه چې نن سبا  په سرمایه دارې ټولنې کې  ډیر کم خلک د ټولنې پانګه او بانکونه په لاس کې لري  او اکثریت د مریانو په شان کار کوي چې شتمن لا شتمن شي .

درسونه :

۱: په ټولو کارونو او اقتصادي فعالیتونو کې د انسان هدف  او مقصد  باید په قیامت کې د خدای درضا لاسته راوړل وي  که څه هم دا دنیا  یې هم باید په دې وسیله تامین او پوره شي.

۲: باید اخروي برخلیک ته پام ولرو  په عین حال کې  له دنیا هم استفاده وکړو  په بله ژبه ،  له طبیعي غوښتنواو اړتیاوو خپله برخه او ونډه په نظره کې ونیسو  او نوره په اخرت ولګوو.

۳: مال او شتمني که  د اخرت  نیکو کارونو او له نورو سره د ښیګړې او احسان په لاره کې ولګیږي نه یوازې بده نه ده بلکې  د انسان د ابدي نیکمرغۍ او سعادت زمینه هم برابروي.

( قارون) وویل: بې شکه چې دا  (دولت) د هغه پوهې په برکت چې له ما سره ده  ماته راکړل شوی دی ، ایا هغه ته نه وه معلومه چې خدای له هغه مخکې ځینې قامونه هلاک کړې  چې تر هغه زیات پیاوړې او د  جمع کړې مال خاوندان وو؟ او  په مجرمانو (دعذاب د نازلیدلو په وخت) د هغوی د ګناهانو پوښتنه نه کیږي.

په دې ایت کې  د ایمان د خاوندانو نصیحت او پند ته د قارون ځواب داسې بیانوي  چې د هغوی د نصیحت د منلو په ځای یې په کبر او غرور سره ویل : دا مال او دولت زما د علم او پوهې او زما د خپل کوشش نتیجه ده . نو اختیار یې هم له ما سره دی نه تاسو چې ماته ووایئ چې څه وکړم او څه ونه کړم . زه په خپله پوهیږم چې چرته یې خرچ کړم  او چرته یې جمع کړم ، که خدای دا مال ماته راکړی ضرور یې زما علم او کوشش لیدلی دی  او زه یې د دې وړ ګڼلی یم .

قران د مغرورو شتمنو دغه  غلط منطق ته ځواب ورکوي او فرمایي:  آیا هغه تاریخ نه دی لوستی او نه دی خبر چې ډیر کسان تر هغه زیات پیاوړي او شتمن وو خو کله یې چې د خدای په وړاندې سرکشي و کړه  په همدې دنیا کې  سره د خپلو مالونو تباه شول.

درسونه :

۱: پیسه او دولت حتی که د انسان د پوهې  او علم نتیجه هم وي  بیا هم په کبر او غفلت اخته کیدل نه دي پکار او باید هغه دخدای احسان وګڼي.

۲:  په علم او طاقت او مال مغروره کیدل  په دنیا کې د انسان د هلاکت او تباهۍ سبب کیږي.

پای.