سوره قصص ۸۲-۷۹
p-709-qasas-ayaat-79-82 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-714-qasas-ayaat-79-82
(یوه ورځ) قارون له خپلو ټولو ګاڼیو او کالیو سره د خپل قام خلکو ته راووته، کوم کسان چې د دنیا د ژوند غوښتونکي وو هغوی وویل: کاش هغه څه چې ( د دنیا له ماله) قارون ته ورکړل شوې زمونږ لپاره هم وای، په رښتیا چې هغه ته ډیره لویه برخه ورکړل شوې ده.
(خو) کومو کسانو ته چې علم او معرفت ورکړل شوی و وې ویل: افسوس دې وي پر تاسو،د خدای اجر و بدله د هغه چا لپاره چې ایمان یې راوړی او نیک عمل یې کړی (تر هغه څه چې هغه یې لري) غوره دي، او بې له صابرانو ، بل څوک هغه نه مومي.
په تیره برخه کې مو وویل چې قارون د حضرت موسی علیه السلام له پیروانو و او د ډیر مال او دولت په وجه غاوره شوی او په سرکښۍ او طغیان یې لاس پورې کړی و او د ایمان له دایرې وتلې و.
دا ایتونه د قارون یو سپک عمل ته اشاره کوي هغه عمل چې په نننۍ ټولنه کې هم د هغې مثالونه لیدل کیږي نورو ته د خپل مال ښودل او د نورو کم او وړوکي ګڼل مختلف شکلونه لري. کله د یوې مجللې او اشرافي بنګلې او کور په جوړولو سره چې هر لیدونکی حیرانوي ، کله په ګران بیه ګاړي کې په سپریدو او او په سړکونو کې په ګرځیدو او کله هم د ډیرو لویو میملستیاوو په جوړولو سره چې ډیر برم او پرتم ولري او ډیر اسراف او ځان ښودنه هم پکې وي.
دا هغه کارونه چې خودخواه او مست شتمنان یې کوي ، دا ځان ښودنه کله کله سبب کیږي چې خلک د نا امیدۍ اسویلي وباسي او ځانونه فقیر او بدبخته وګڼي او ګمان وکړی چې دغه شتمن کسان په دې مال او دولت سره د سعادت او خوشبختۍ اوج ته رسیدلې دي البته پوهه او هوښیار کسان په دې پوهیږی چې نه مال او شتمنی په یوازې سر د خوشبختۍ او خوشحالۍ سبب کیږي او نه هم مالداره کسان واقعي خوشبخته دي. داسې ډیر شتمنان شته چې په کورنیو او روحی ستونزو اخته دي او دهغوي مال او پانګه په ځای د دې چې د هغوی د هوساینې او خوشبختۍ سبب شي د سرخوږي او مصیبت سبب یې وي.
درسونه :
۱: د مال دولت لرل بد نه دي خو د فخر او کبر خرڅول، ځان ښودل او تجملاتي ژوند چې نور کسان پکې سپک کړی شي یو ډیر بد او ناخوښه کار دی.
۲: که د ټولنې واکمنان په اشرافي او قاروني ژوند اخته شی د ټولنې په ارزښتونو او کلتور هم اغیزه شیندي او خلک د تجمل پرستۍ لور ته بیایي
۳: د نیا پرستي د کم عقله او لنډ فکره کسانو ارمان دی نه د پوهو او عاقلو.
۴: د دنیا ټول مال دولت د خدای د جنت په وړاندې چې د پاکو او صالحو کسانو بدله دی ، هیڅه نه دی ، نو غوره ده چې پوهه او هوښیار کسان خلک د نیا او مال پرستۍ له عشقه خبردار کړي.
نو هغه او کور مو یې په ځمکه کې ننباسه او هیڅ ډله (کسان) یې نه وو چې له هغه سره د خدای (دعذاب) په وړاندې مرسته وکړي او په خپله یې هم د ځان دفاع ونه کړی شوه .
سهار هغو کسانو چې پرون یې د هغه د مقام او پوزیشن ارمان کاوه ویل : اوه، لکه چې خدای په خپلو بندګانو کې چې هر چاته وغواړي پراخ رزق ورکوي او یا یې پرې تنګوی، (او) که خدای په مونږ احسان نه وای کړی مونږ به یې هم په ځمکه کې ننباسلې وو ، اوه لکه چې کافران نه ژغورل کیږي.
د مال او دولت په نمایش او له اخرته د بې نیازۍ په پلمه د خدای د پيغمبر په وړاندې سرکښۍ د قارون انجام دې ته ورساوه چې خدای تعالي په یوې سختې زلزلې سره دهغه ټولې ماڼۍ باغونه او خزانې تر خاورو لاندې کړې او هیڅ نښه نښانه یې پاتې نه شوه. البته د قران ایتونو د زلزلې په وسیله د تیرو قامونو د تباه کولو خبر ورکړی دی خو په دې کیسه کې یوازې قارون او ماڼۍ یې تر خاورو لاندې شوې او نور چاته تاوانه ونه رسیده . دا په خپله یوه بله معجزه وه ، لکه څنګه چې فرعون ځان د مصر او نیل سیند مال ګاڼه خو په هماغه نیل کې غرق شو او طاقت او حکومت یې برباد شو.
عام خلک د خدای د دغه معجزې په لیدلو سره د غفلت له خوبه راویښ شول او اعتراف یې وکړ چې چټي یې په زړه کې د قارون د دولت ارمان کاوه ځکه چې هر څه خو دخدای په لاس کې دي هغه دی چې دخپل علم او حکمت په اساس د دنیا رزق او روزي په خلکو کې تقسیموي او څومره چې هغوي ته رزق او نعمت ورکوي له هغې سره سم ترې مسوولیت او ذمه واري غواړی.
درسونه:
۱: د لویۍ کولو، سرکشۍ او سرمستۍ انجام حقارت او تباهي ده .
۲: مال او دولت هر څومره چې زیات وي د خدای له قهر او عذابه انسان نه شی ژغورلی ،
۳: له چارو سره په چلند کې زر فیصله کول نه دي پکار خلکو د قارون د دولت په لیدلو سره ارمان کاوه چې کاش د هغه په شان وئ خو دهغه هغه د بد انجام په لیدلو سره یې وویل : شکر دی چې مونږ د هغه په شان نه وو.
۴: د نورو د مال او دولت د ارمان په ځای باید په هغه څه چې خدای راکړي قانع ووسو او پوه شو چې ښایي په دې دنیا کې د ټولو ارمانونو پوره کیدل زمونږ په ګټه نه وي.