سوره قصص ۸۵-۸۳
p-709-qasas-ayaat-83-85 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-715-qasas-ayaat-83-85
هغه د اخرت کور دهغه چا لپاره ګرځوو چې په ځمکه کې لوړاوی او فساد نه غواړي او ( ښه) انجام د پرهیزګارانو دی.
په تیرو برخو کې مو د سرکشۍ او سرمستۍ په وجه د قارون کیسې او د هغه تباهۍ ته اشاره وکړه دا ایتونه د هغه کیسې د یوې کلي نتیجې په هکله فرمایي: هغه کسان چې ځانونه تر نورو لوړ ګڼي او پر نورو د لوړاوي غوښتنه کوي هم یې مال او هم یې طاقت په ټولنه کې د فساد د پراختیا سبب کیږي . په تاریخ کې راغلې دي حضرت علی علیه السلام په خلکو دحکومت په وخت وفرمایل: لکه څنګه چې ما طاقت او حکومت د لواړوي غوښتنې او کبر وسیله نه ده ګرځولې د مال دولت خاوندان هم باید خپل مالي طاقت پر نورو د ولکې وسیله ونه ګرځوي.
درسونه :
۱: له مال او طاقته برخمنتیا په یوازې سر د فساد لامل نه دی هغه څه چې د فساد د پیدا کیدو او پراخیدو سبب کیږي په طاقت او قدرت په تکیې سره په نورو د لوړاوي او واک غوښتل دي.
۲: واقعي پرهیزګار هغه کس دی چې متواضع وي او په نورو د کبر او ویاړ خرڅولو هڅه ونه کړي.
څوک چې نیکي راوړي هغه ته تر هغې غوره (بدله) ورکوو او څوک چې یو بد کار راوړي نو کومو کسانو چې بد کارونه کړي بې دهغه څه ( په اندازه) چې کړې یې دي ، سزا نه ورکول کیږي.
په تیر ایت پسې دا ایت په اخرت کې د سزا جزا کلي قانون ته اشاره کوي او فرمایی: خدای تعالی د انعام او سزا د ورکولو په وخت خپل لطف او فضل ته ګوري نه د خلکو د عمل ارزښت ته . نو ځکه همیشه دهغه بدله او انعام د خلکو تر نیکو کارونو زیاته دی کله لس چنده ، کله سل برابره او کله اوه سوه برابره او کله هم له شمیره وتلی .
طبیعي ده چې د خدای لطف او کرم د انسان د نیت په پاکۍ او اخلاص پورې هم اړه لري او د مختلفو نیتونو او محرکونو په شان یو شان عملونو ته بیل بیل شان اجر او بدله ورکول کیږي.
خو د بدو کارونو په معامله کې خدای تعالی د خپل عدالت او انصاف په بنیاد چلند کوي او سزا د بدو کارونو د اثاور په اساس ټاکي هغه اثار چې کله کله ممکنه ده د انسان له مرګه وروسته کلونه کلونه او پيړۍ پيړۍ پاتې وي او په ټولنه کې دفساد او ګناه د دودیدو سبب شي.
په زړه پورې ده چې په دې آیت کې نه وایي چې خدای تعالی بد چاور ته سزا ورکوي بلکې فرمایي: دهغوی سزا هماغه شی دی چې هغوی په خپله کړی دی . یعنې هغه څه چې کړې یې دي په قیامت کې به دهغوی له عمل سره سم راڅرګند شي او دا په حقیقت کې دهغوی خپل عملونه دي چې په قیامت کې دهغوی دکړاو او عذاب سبب کیږی.
درسونه :
۱: نیک کار چې د هر چا له خوا وي ښه او خوښ کار دی او اجر لري هم په دنیا کې او هم په اخرت کې.
۲: د نیک کار کول کافي نه دي بلکه قیامت ته یې رسول مهم دي کیدی شي ګناه ، احسان اړول، عجب ، غرور او یا ریا سبب شي چې د انسان نیک کار له مینځه لاړ شي او د قیامت ډګر ته ونه رسیږي.
۳: خدای تعالی د نیکیو ثواب د خپل فضل په اساس ورکوي خو د بدکارو د سزا په معامله کې د خپل عدل په بنیاد عمل کوي.
بې شکه هغه چې قران یې پر تا ( نازل او عمل یې پرې) واجب کړی تا به خپل وعده کړې ځای (او زیږنتون) ته ستون کړي ( ای پيغمبره) ووایه : زما پالونکی ښه پوهیږي چې چا هدایت راوړی او څوک په ښکاره ګمراهۍ کې دي.
دا ایت او ورپسې ایتونه چې د قصص سورې وروستي ایتونه دي مخاطب یې د اسلام پيغمبر دی چې د خدای په امر باید له مکې مدینې ته هجرت وکړي .د مکې مشرکانو چې زیات طاقت یې درلود نه پریښودله چې څوک په پیغمبر ایمان راوړي او هر چا به چې ایمان راوړه ځورول او شکنجه کول به یې. تر دې چې هغه لږ شان مسلمانان یې هم درې کال له اقتصادي او ټولنیز پلوه محاصره کړل او په هغوی یې ډیر سخت حالات وتپل ، خو کله چې له خپل کاره نهیلي شول د پیغمبر اکرم (ص) د وژلو فیصله یې وکړه ، دغه وخت خدای تعالی خپل حبیب ته امر وکړ چې له مکې یثرت ته هجرت وکړي. پیغمبر له یوې غوښتل په مکې کې پاتې شي ځکه چې هم یې زیږنځای و او هم یې کور هلته و . له بلې خوا یې باید د خپل دین د پراختیا و تبلیغ او بلنې لپاره له مکې هجرت کړی وا ی. قران په دې ایت کې پیغمبر ته فرمایي: هغه خدای چې قران یې پر تا نازل کړ او دا هجرت یې پر تا فرض کړ تا ته وعده درکوي چې خپل زیږنځای یعنې مکې ته به دې ستون کړي هغه هم په داسې پوزیشن کې چې د مکې د مشرکانو په ځای به مومنان دقدرت او حکومت خاوندان وي.
ایت په دوام کې پیغمبر ته په خطاب کې فرمایي: هغه کسان چې ستا د پيغمبرۍ انکار کوي او په خپل انکار ټینګار کوي ووایه : که څه هم تاسو زما د پيغمبرۍ انکار کوئې خو خدای تعالي ښه پوهیږي چې د هغه له خوا څوک د خلکو د هدایت لپاره راغلی او د هدایت او د سمې لارې د ښودلو سبب دی او څوک په ښکاره ګمراهۍ کې دی او د الهی هدایت منلو ته تیار نه دی.
درسونه :
۱: د قران د ایتونو نزول او خلکو ته یې رسول د کفارو د مخالفات او اخر هم مدینې ته دپیغمبر د هجرت سبب وګرځیدل، خو خدای پیغمبر ته وعده ورکوي چې هغه به بیا په عزت او احترام سره مکې ته ستون کړي ( لکه څنه چې دغه وعده کټ مټ پوره شوه او پيغمبر مکې ته ستون شو .
۲: د فریضې پر ځای کول یوازې لمونځ او روژه نه ده بلکې د قران تلاوت او تبلیغ او د هغه لور ته د خلکو بلل هم فریضه ده .
پای.