سوره قصص ۸۸-۸۶
p-709-qasas-ayaat-86-88 د قصص سورې ترجمه او تفسیر
p-716-qasas-ayaat-86-88
او ( ای پیغمبره) تا هیله نه لرله چې دا کتاب دې په تا القا شي، دا بل څه نه وو مګر ستا د پالونکي له لوري رحمت ،نو هیڅکله د کافرانو ملاتړی مه ګرځه .
په تیر ایت کې خدا خپل پیغمبر ته وعده ورکړه چې مدینې ته له هجرته وروسته یو ځل بیا هغه مکې ته ستون کړي او پر کافرانو یې بریالی وګرځوي. خو د دې ایت مضمون دا دی چې لکه څنګه چې تا تمه نه لرله چې په عزت او طاقت سره به مکې ته ستون شې خو خدای دغه شان اراده وکړه او هغه یې پوره کړه ، د خدای له لورې دې دا تمه هم نه لرله چې په پیغمبرۍ مبعوث شې او اسماني کتاب درباندې نازل شي خو خدای د خپل حکمت په اساس په تا خپل ځانګړی رحمت ولوروه او ته یې پیغمبرۍ ته ورسولې، اوس نو چې داسې ده نو هیڅکله د کافرانو او مشرکانو بې ځایه غوښتنو ته مه تسلیمیږه ځکه چې دا یو ډول له هغوي سره مرسته ده بلکې په قاطعیت سره له هغوی بیزاري وغواړه او هغه خلکو ته اعلان کړه .
د همدې سورې په تیرو ایتونو کې مو ولوستل چې حضرت موسی علیه السلام د اور د حاصلولو او د خپل ځان او کورنۍ د تودولو لپاره طور غره ته لاړ خو هلته په پیغمبرۍ مبعوث شو د اسلام د پیغمبر په هکله هم په تاریخي روایتونو کې راغلې دي چې هغه حضرت به د عبادت او بندګۍ لپاره په نور غره کې حرا څمڅې ته تله اوجبراییل هلته په هغه حضرت نازل شو او د الهی پیغمبرۍ زیری یې ورکړ.
درسونه :
۱: د کافرانو یوه پلمه دا ده چې ولې وحي په خپله په مونږ نه نازلیږي ؟ قران فرمایي: پیغمبرانو چې د پاکې خټې او پاک روح خاوندان وو دغه شان یوه تمه له خدایه نه لرله نو تاسو کافران به یې څه ولرئ.
۲: د پیغمبرانو په مکتب کې هر هغه عمل چې د کافرانو د ظالمانو د مزبوتوالي سبب شی منع دی.
او داسې نه وي چې تا د الهي ایتونو ( له رسولو) وروسته له هغې چې پر تا نازل شول منع کړي. او ( خلک) د خپل پالونکي لور ته وبله او هیڅکله له مشرکانو مه کیږه .
دا ایت د تیر ایت یو مصداق دی چې وې فرمایل : د کافرانو ملاتړی مه ګرځه ، ځکه چې د الهی ایتونو د رسولو پریښودل او د توحید په لور د خلکو په بلنه کې کوتاهي د کفر او شرک د پیاوړتیا سبب کیږی. په تاریخ کې راغلې دي: کله چې پیغمبران خلکو ته د قرآن ایتونه لوستل او هغوی یې د الهی کلام اوریدلو ته بلل، مشرکانو او مخالفانو به هغه حضرت په شاعرۍ او کاهن والي اور د چټي خبرو په بیانولو تورنوه ، دا ایت فرمایی: ای پيغمبره د دښمنانو د تومت او سپکاوي له ویرې د خپلې دندې په ترسره کولو کې کوتاهي مه کوه که داسې وکړې نو ته به هم له مشرکانو شې او د خدای په نزد به له مشرکانو سره هیڅ فرق ونه لرې.
درسونه :
۱: د خدای د دین دښمنان حتی د الهی پیغمبرانو لپاره هم یو پلان او پروګرام لري او د کفر او شرک په خپراوي کې کوتاهي نه کوي . باید د خپل دین د ساتنې هڅه وکړو او د اسلام دین ته د نورو په بلنه کې سستي ونه کړو.
۲: الهي پیغمبران د خدای تر نظر او څارنې لاندې تربیت کیږي او خدای په خپل امر ونهي سره هغوی ته یادونه کوي چې الهي رسالت په سمه توګه ترسره کړي.
۳: پیغمبرانو خلک د خدای لور ته بلل نه د ځان لور ته . او له کفر او شرک سره مقابله د هغوي د پروګرامونو په سره کې وه .
او له خدای سره بل معبود مه بله ، بې له هغه بل خدای نیشته دهغه له ذاته پرته هر یو شی تباه کیدونکی دی ، ( د هستۍ) واکمني هغه لره ده او هغه ته ستنول کیږئ.
په تیرو ایتونو کې خدای تعالی خپل پیغمبر خلکو ته په بلنه او د حق د ایتونو په رسولو کې له هر ډول سستۍ منع کړ دا ایت په دوام کې فرمایی: هیڅ موحد او خدای پيژاندی انسان د خدای په عبادت کې بل څوک شریک نه ګرځوي ځکه چې پوهیږي بې له خدایه هر څه فاني کیدونکي او ختمیدونکي دي او یوازې خدای پاتې کیږي او هر کار باید یوازې دخدای لپاره وشي پر دې سربیره چې د هستۍ مطلقه واکمني یوازې دخدای په لاس کې ده او بې له هغه د بل چا عبادت هیڅ معنا نه لري.
په دې ایت کې د نړۍ ټول مخلوقات او موجودات فانی ګڼل شوې دي پې دې وجه چې زر یا ناوخته به له مینځه ځي او هلاکیږي به همداراز په دې سبب چې دم ګړۍ هم چې موجود دي وجود یې له خپله ځانه نه دی او که یوه شیبه هم دخدای فیض او رحمت غوڅ شي هغوی تباه او لولپه کیږي.
په تیر ایت پسې چې شرک ته یې اشاره کوله دا ایت د شرک معنا داسې کوي چې دخدای په توګه د نورو حيزونو بلل.د وهابیانو د نظریې په اپوټه چې د خدای له پیغمبر او اولیاوو سره توسل شرک ګڼي له هغوي سره توسل شرک نه دی ځکه چې هیڅوک پيغمبر یا علی او یا نور الهي ولیان او پاکۍ هستۍ د خدای په وړاندې د مستقل او خپلواکه قدرت خاوندان نه ګڼي بلکې هغوی ته د داسې لویوی انسانانو په توګه چې د توحید د دین د خپراوي په لاره کې یې هلې ځلې او سرښندنې وکړې ، خطاب کوي.
درسونه :
۱: واقعي موحد او یو خدای منونکی د ټولو معبودانو له بنده آزاد دی او د طاغوتیانو او هغو قدرتونو په وړاندې چې ځانونه د ځمکې واکمنان ګڼي او غواړي د ځمکې په ټولو واکمنانو حکم وچلوي مقاومت او دریدنه کوي.
۲: دنیا او هغه څه چې پکې دي فاني دي او د دې په مقابل کې خدای او هغه څه چې خدایی رنګ لري باقي دی.
۳: مرګ نابودي او هلاکت نه دی بلکې دهستۍ مبدا ته ستنیدل دي.
پای.