سوره عنکبوت ۷-۱
p-717-ankaboot-ayaat-1-7 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر
p-717-ankaboot-ayaat-1-7
ګلونو اوریدونکو سلامونه په محمد او آل محمد په درود او سلام سره د خدای په فضل مو په تیرو برخو کې قصص سوره پای ته ورسوله سر له ننه د عنکبوت سورې له ترجمې تفسیر او درسونو سره ستاسو په خدمت کې یوو په سر کې پام وکړئ د دغه سورې له لومړي تر دریمو ایتونو تلاوت ته هلته چې لوی خدای فرمایي:
الف لام میم
آیا خلکو دا خیال وکړ چې همدا چې ووایي : ایمان مو راوړ ( په خپل حال به) پریښودل شي او ازمایل کیږي به نه ؟
بې له شکه هغه کسان مو چې تر دوي مخکې وو، وازمایل بې شکه خدای هغه کسان چې ( د ایمان په ادعا کې یې) رښتیا وویل معلوموي او دروغجن ( هم) معلوموي.
د دغه سورې نوم هم د قران د ځینو نورو سورو په شان له یوه حیوانه اخستل شوی چې په یو ډول په دغو سورو کې راغلې دی، لکه څنګه چې د دغه سورې په یو څلویښتم ایت کې د شرک بنیاد د غڼې یا ځلا د ځالې په شان سست او کمزورې ګڼل شوی دی.
د قران مجید له سورو نه ویشت سورې په مقطعه حروفو سره پیل کیږی دا سوره هم همدغه حروفو سره پیل شوې ده . له دې مخکې مو وویل چې مقطعه حروف یو ډول رازونه دي او په ټول کې د دې بیانوونکي دي چې دخدای معجزه قرآن له همدغو ساده الف باوو جوړ شوی دی ؛ که تاسو کولې شئ نو له همدغه حروفو د قران په شان یو کتاب جوړ کړئ او نړیوالو ته یې وړاندې کړئ.
د دغه سورې لومړي ایتونه د یو پراخ او هر اړخیز سنت خبره کوی چې په تاریخ کې پکې ټول انسانان شامل دي او هغه د ازمویلو او ازمیښت سنت دی چې د انسانانو نیت او باطن ښکاره کوي او رښتیني مدعیان له دروغجنو مدعیانو جدا کوي.
همیشه داسې کسان شته دي چې ځانونه واقعي مومنان ګڼي او تصور کوي چې دخدای تسلیم شوې بندګان دي خو کله چې د ایمان په لاره کې له ځینو ناخوالو او سختیو سره مخامخ کیږي په اسانه خپل ایمان له لاسه ورکوي په دغه بڼه کې روښانه کیږي چې دغه کسان هغه شان نه دي چې تصور یې کیده .
درسونه :
۱: ایمان یوازې به ژبه او شعار سره نه دی بلکې همیشه ورسره ازمیښت هم وي انسان باید په عمل کې وښیي چې د خپل ایمان د ساتلو لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دی.
۲: ازمیښت په تاریخ کې د خدای یو ثابت او نه بدلیدونکی سنت پاتې شوی او هر څوک په یوه ډول ازمویل کیږي شتمن په شتو او ولت سره فقیر په خپل فقر سره ،پیاوړی په خپل زور او طاقت او کمزوی په خپله کمزورۍ او ناتوانۍ سره .
ایا هغه کسان چې بد کارونه کوی خیال یې کړی چې له مونږ به مخکې شی؟ څومره بد قضاوت کوي.
هر څوک چې د خدای د کتنې هیله لري ( پوه دې شي چې) د خدای ( لخوا) ټآکل شوی وخت ضرور راتلونکی دی او هغه ښه اوریدونکی پوه دی.
په تیرو ایتونو کې چې د ازمیښت سنت یې بیان کړ دا ایتونه د کافرانو او مومنانو ډلو ته خطاب کوي او د کافرانو په ګواښلو سره فرمایي: هغوی دې دا ګمان نه کوي چې د خدای له سزا تښتیدلی شي او د خدای په قدرت غلبه موندلې شي د خدای په وړاندې دهغوی نافرماني او د مومنانو ځورول دا هر څه د هغوي په دوسیې کې لیکل کیږي او د خدای په عدالت کې به یې حساب کتاب کیږي او سزا به ورکول کیږي.
له بلې خوا د ایمان خاوندان هم باید څومره چې کولی شی باید دخدای د اطاعت او عبادت هڅه وکړي او د دښمنانو د فشارونو په نتیجه چې ورسره مخامخ دي ، له خپل ایمانه لاس وانخلي . ځکه چې د قیامت په هکله دخدای وعده ضرور پرځایښت مومي په هغه ورځ به د مادي پردو په لرې کیدو سره حقایق راښکاره شي او هغوی به په داسې دریځ کې راشي چې د هغوی او دخدای په مینځ کې به کوم حجاب نه وی او د حق جلوه به ښکاره او صفا ویني.
درسونه :
۱: د ګناه کول او پرې ټینګار د انسان په نظر او لید منفي اثر شیندي او هغه د خدای او د کایناتو د نظام په هکله په غلطو خیالاتو او افکارو اخته کوي.
۲: ګناهکاران او مجرمان دې د خدای له خوا په ورکړل شوې مهلت نه مغروره کیږي ځکه چې فرصتونه ختمیدونکي دي او قیامت به هم ضرور رارسیږي نیک چاري هم باید په صبر او پایدارۍ کې سستي ونه کړي ځکه چې د خدای وعده ارو مرو پوره کیدونکې ده.
او څوک چې کوشش وکړي ، د ځان لپاره کوشش کوي، بې شکه چې خدای له نړیوالو بې نیازه دی
او کومو کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړې دي بې له شکه د هغوي په لغزشونو پرده اچوو او هغوی ته د هغوی ښو عملونو چې کول یې ( او ترهغې غوره) بدله ورکوو.
څوک چې ایمان لري کمزوری او منفعل نه وي بلکې یو فعال او خوځنده انسان وي هغه باید د اسلام او مسلمانانو د ترقۍ او ودې لپاره هڅه وکړي او که ضرورت وي د دین له دښمنانو سره جهاد او مبارزه وکاندي. طبیعي ده چې خدای د دین د ساتلو لپاره د ایماندارو کوشش او زیار ته اړتیا نه لري او هغه څه چې کوي یې د دوي په خپله ګټه دي.
البته خدای تعالی وعده کړې چې په دغه شان انسانانو به خپل ځانګړې رحمتونه او مهربانۍ نازلوي، خدای هم دهغوی لغزشونه او خطاګانې بخښي او هم یې نیکو کارونو ته ښه او لوړه بدله ورکوي.
درسونه:
۱: په دې ایت کې د جهاد مطلب یوازې په تورې سره او له دښمنانو سره جهاد نه دی بلکې مطلب هر ډول کوشش او زیاد دی چې که هغه د ځان د رغاونې په لاره کې او له نفس سره جهاد وي او که په سیاسي اقتصادي او کلتوري ډګر کې د دښمنانونو د توطئو د شنډولو لپاره هڅه او زیار وي چې قطعا د دې فایده په خپله مسلمانانو ته رسیږي.
۲: که دخدای په لاره کې کوشش وکړو خدای هم زمونږ کوتاهیانې او غلطۍ بخښي او زمونږ د زحمتونو په ډیره ښه توګه بدله او اجر راکوي.
پای .