Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-721-ankaboot-ayaat-24-26 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-721-ankaboot-ayaat-24-26

او دهغه د  قام  ځواب بې له دې بل څه نه و چې وې ویل : هغه ووژنئ یا یې و سوزوئ، خو خدای هغه له اوره وژغوره بې شکه  په دې ( کیسه کې) د هغو خلکو لپاره چې ایمان راوړي نښې نښانې پرتې دي.

 په دې سورې کې د حضرت نوح علیه السلام د کیسې له بیانه وروسته د حضرت ابراهیم یادونه وشوه  او تیرو ایتونو د خدای لور ته د مشرکانو په بلنه او له مرګه وروسته ژوند ته  د پام په کولو کې د حضرت ابراهیم دلایل بیان کړل  دا ایت د حضرت ابراهیم علیه السلام په وړاندې دخلکو عکس العمل بیانوي او فرمایي: هغوي چې د هغه حضرت د منطقي او مستدلو خبرو په وړاندې یې  سم او منطقي ځواب نه درلود تاوتریخوالي ته مخه کړه او د نړۍ د ټولو زورویونکو او  ظالمانو په شان یې  له حضرت ابراهیم علیه السلام سره د سخت سلوک غوښتنه وکړه . ځینو کسانو په اور کې د هغه حضرت د سوزولو وړاندیز وکړ او وې ویل  هغه ووژنئ چې خلاص شو ترې.

لکه څنګه چې د انبیاء سورې له اته شپیتم تر اویایم ایته هم اشاره شوې وه  هغوی اخر فیصله وکړه چې  یو لوی اور جوړ کړي او حضرت ابراهیم یې مینځ ته وغورځوي   نو دا ایت په دوام کې فرمایی: هغوی د خدای د پيغمبر په خلاف توطئه وکړه خو خدای هغه حضرت په اور کې له سوزیدو وژغوره  د قران په نورو ایتونو کې راغلې دي چې  د خدای په امر  اور په ابراهیم یخ او سلامت شو  او هغه ته یې هیڅ تاوان ونه رساوه .  دا په خپله ډیر ښه عبرت دی  د ایمان د خاوندانو لپاره چې د خدای قدرت تر ټولو طاقتونو لوړ وګڼي او د ظاهري او مادي طاقتونو ویره ونه لري.

درسونه :

۱: د دین د دښمنانو منطقه شکنجه ، قتل او پانسي ده  هغوی د حقیقت په پوهې او درک پسې نه دي  بلکې د خپل طاقت او شان و شوکت په ساتلو پسې دي.

۲: د مومنو د شمیر کموالی د ظالمانو په وړاندې دهغوی د تسلیمیدو دلیل نه شي کیدی  ابراهیم علیه السلام سره له دې چې یو کس و د کافرانو او ګمراهانو په وړاندې ودریده  او خدای هم ورسره مرسته وکړه.

۳: د خدای اراده په ټولو  وسایلو او اسبابو غالبه ده  هغه هم سببونه جوړوي او هم یې ختموي  اور ته  د سوزولو طاقت ورکوي او کله چې وغواړي له اور د سوزولو طاقت اخلي.

او ابراهیم وویل : بې شکه ( تاسو مشرکانو) دخدای په ځای بوتان نیولې دي  چې د دنیا په ژوند  کې ستاسو تر مینځ د دوستۍ سبب شي، خو د قیامت په ورځ به  په تاسو کې ځینې د ځینو انکار کوي  او ځینې به په ځینو لعنت وایي  ستاسو ځای د دوزخ اور دی  او ستاسو لپاره به ملګري نه وي.

حضرت ابراهیم علیه السلام له اوره له ژغورل کیدو وروسته  له خپلې بلنې لاس وا نه خسته  او بیا یې هم د بت پرستۍ دین تر پوښتنې لاندې راوسته .  له تاریخي نظره  هر قوم او قبیلې به په خپل بت ویاړ کاوه او هغه یې دخپل شخصیت او شناخت وسیله ګڼله . د قبیلې کسان به د یو بت په عبادت سره دوستۍ  همدلۍ او وحدت ته رسیدل  پر دې سربیره  د هغوي له خپل نظره د خپلو نیکونو درناوی به یې کاوه او د هغه څه عبادت به یې کاوه چې پلار نیکونو یې ورته سجده کړې وه .

حضرت ابراهیم علیه السلام هغوی ته وفرمایل: د له نیکونو او د قوم او قبیلې له کسانو سره پیوند او اړوندوالی چې د بوتانو په وسیله مو لاسته راوړی او ستاسو د اړیکو د پیاوړتیا سبب شوی دی  په قیامت کې به  له مینځه لاړ شي  هغه وخت به هر کس خپله ګناه د بل په غاړه اچوي او  نور به دخپلې ګمراهۍ سبب ګڼي او هیڅوک به  دې ته تیار نه وي چې د دغه  لویې بې لارۍ او ګمراهۍ مسوولیت په خپله غاړه ومني  هغه پلرونه چې تاسو  یې د عقیدو د درناوي په خاطر د بوتانو عبادت کاوه  په قیامت کې به  هم تاسو مسوول ګڼي  چې ولې مو فکر ونه کړ او بې له سوچ او فکره مو زمونږ غلطې لارې ته دوام ورکړ.

درسونه :

۱: د یوې ټولنې د یووالي او  شناخت محور باید  یوه سمه او منطقي چاره وي  نه د بوت پرستانو په شان چې بوتان  له نیکونو سره یا له یو بل سره د یوې قبیلې د وګړو د  پيوند او یووالي  سبب ګڼي.

۲: فکر او منطق باید د انسان په احساساتو او عواطفو غلبه وکړي  نه دا چې احساساتي پيوندونه د انسان د عقیدې او تفکر د څرنګوالي ټاکونکې وي.

۳: دنیاوي دوستۍ  چې  په غلط محور جوړې شوې ويۍ  په قیامت کې به نه یوازې کارسازې نه وي بلکې په دښمنۍ او نفرت بدلیږي.

نو  لوط په هغه ایمان راوړ او (ابراهیم) وویل: بې شکه زه د خپل پالونکي په لور مهاجرت کوم  ځکه چې هغه نه ماتیدونکی وسیال او حکیم دی.

حضرت ابراهیم علیه السلام د اور له هغو لویو لمبو چې  نمرودیانو جوړ کړی و روغ رمټ راووته  او لومړی کس چې په هغه یې ایمان راوړ او ملګری یې شو  لوط  و  چې وروسته د پیغمبرۍ مقام ته ورسیده  او په خلکو کې به یې دحضرت ابراهیم د شریعت تبلیغ کاوه.

حضرت ابراهیم  چې کله ولیدل چې د دغه لویې معجزې  په لیدلو سره  بل چې په هغه ایمان رانه وړ نو وې ویل له دې ټاټوبي چې د هغه او پلرونو وطن یې دی  د خدای په خاطر هجرت کوي  چې د نورو سیمو خلک د خدای لور ته وبلي  دې هجرت هم  هغه د ښار د خلکو له ازار او شکنجې  ژغوره  او هم یې د هغه د ماموریت د دوام او  په نورو سیمو کې د توحید دین د پراختیا زمینه برابروله .  د اسلام پیغمبر هم له مکې مدینې ته په هجرت سره  هم  د مکې له تنګسیاوو ازاد شو ااو هم یې د مدینې خلک اسلام ته وبلل.

درسونه :

۱: پیغمبران د پاچاهانو په شان نه دي  چې د یو بل د ختمولو  او د لا ډیر طاقت د لاسته راوړلو  په لټه کې وي هغوی د یو بل د پیاوړتیا  او د الهی دین د پراختیا په فکر کې وي  لکه څنګه چې لوط علیه السلم  په حضرت ابراهیم علیه السلام ایمان راوړ  او د هغه ملاتړ یې وکړ .

۲:  خدایي کسان  په خاورې  ځمکې او وخت پورې  نه وي تړلې  او هر کله چې ضروري وي هجرت کوي .

پای.