Jul 23, 2020 09:34 Asia/Kabul

p-724-ankaboot-ayaat-36-40 د عنکبوت سورې ترجمه او تفسیر

p-724-ankaboot-ayaat-36-40

او د مدین د (خلکو) په لور مو یې دهغوی ورور شعیب (ولیږه) نو وې ویل: ای زما قامه! د خدای عبادت وکړئ او د قیامت د ورځې هیله ولرئ او په ځمکه کې ( فتنه او) فساد مه کوئ.

خو هغوی  هغه دروغ وباله  نو په هغوی زلزله راغله  او سهار مهال په خپلو کورونو کې پړ مخې پریوتل( مړه شول)

 په تیره برخه کې د لوط قام برخلیک ته اشاره وشوه  دا ایتونه د حضرت شعیب رسالت ته اشاره کوي او فرمایي: هغه  پیغمبر هم د نورو پيغمبرانو په شان  خلک د خدای پرستش او د قیامت په ورځ  عقیدې ته بلي  او فرمایی:  د خدای د نافرمانۍ ګناه   په ځمکه کې د فساد او د تبادهۍ سبب ګرځي  او د ټولنې نظام له ظلم او بې عدالتۍ سره مخامخوي.

خو په افسوس سره د نورو ډیرو پخوانیو قامونو په شان د شعیب قام هم د هغه د پیغمبرۍ انکاروکړ  هغوی  دهغه موعظې  چې د ورورولۍ  او د زړه د سوز له مخې او د هغه قام د اصلاح لپاره وې  وا نه اوریدلې.  قران فرمایی: د هغه تکذیب او د  ګناه د کولو نتیجه  په دنیا کې دخدای به قهر او عذاب اخته کیدل وو او ځمکې په زلزلې سره  هغه ټول د مرګ ستوني ته کوز کړل.

درسونه :

۱: توحید او معاد د پیغمبرانو د بلنې  سرلوحه ده .

۲: له خلکو سره د پیغمبرانو سلوک  د ورورلۍ او دوستۍ و او داسې نه و چې ځآنونه یې  لوړ ګڼل یا یې لویي غوښتله.

۳: د ګناه کول یوازې د عذاب د نزول سبب نه ګرځي  له پوهې او شعور سره سره او یوازې   له حق سره د دښمنۍ  له مخې  د ګناه په کولو ټینګار د خدای د قهر سبب کیږي.

او عاد او ثمود مو هم (هلاک کړل) او په رښتیا  ( دهغوی انجام)  دهغوی له ( ورانو شویو) کورونو تاسو ته ښکاره  دی . شیطان یې کارونه ورته ښکلې  کړل او هغوی یې د (حق) له لارې  وغړول  په داسې حال کې چې بصیرت یې درلود.

دا ایتونه  د عاد او ثمود د قامونوانجام ته چې د  هود او صالح په شان پيغمبرانو یې د هدایت مسوولیت په غاړه درلود اشاره کوي  دغو دوو قامونو چې برخلیک یې د قران په نور ایتونو کې هم راغلی دی خپل پيغمبران دروغ وګڼل  او  په شعوري ډول یې د هغوی له اوامر سره مخالفت  وکړ.

قران د مکې خلکو ته په خطاب کې فرمایي: د دغو دوو قامونو خلک هم د خدای په قهر اخته شول  او دهغوی د ښارونو کنډوالې چې د مکې په شمال او جنوب کې د شام او یمن په لاره کې پرتې دي   تاسو ته ښکاره دي او په خپلو سفرونو کې یې وینئ   خو له هغو عبرت نه اخلئ.

د ایت دوام  به دغه سزا د اخته کیدو دلیل د شیطان پیروي ګڼي  چې  په دنیاوي ښکلاوو سره یې هغوي وغولول. سره له دې چې د حق د پیژندلو ټول وسایل لکه  عقل، ضمیر ، او باطني فطرت او د بهرنیو پیغمبرانو بلنه  له هغوي سره وه خو د حق له لارې وغړیدل او بې لارې شول.

درسونه :

۱:د تیرو قامونو تاریخي اثار چې د نورو لپاره د عبرت سبب کیدلی شي باید وساتل شي.

۲: د شیطان کار د بدیو ښه او ښکلې ښودل دي هغه څه چې انسان یې دخپل عقل او فطرت په اساس بد ویني   شیطان یې  په  یو ډول ښکلې او غولوونکې ښیي. د مثال په توګه د ځان لوی لیدل، کبر او لوړاوی  او په مال او طاقت ویاړ  هغه چارې دي چې  شیطان یې د انسان په نظر کې ښکلې بریښوي.

او قارون او فرعون او هامان مو (هم هلاک کړل) او په رښتیا  موسی په روښانه دلیلونو سره هغوی ته ورغی  خو هغوی په ځمکه کې سرکښي او لویي وکړه خو ونه توانیدل چې (له خدایه) مخکې شي.

مونږ  هر یو د هغوی په ګناه راونیوه . نو په ځینو مو د شږو توپان ولیږه او ځینې  اسماني چغې ( وژونکي غږ) راونیول او ځینې مو یې په ځمکې کې ننباسل او ځینې مو یې غرق کړل. او خدای نه غوښتل چې  په دوي ظلم وکړي بلکې هغوی په خپله په ځان ظلم کاوه.

د ځینو تیرو قامونو د انجام له بیانه وروسته دا ایت د قارون فرعون او هامان په شان د تاریخ د ځینو مستکبرو او سرغړاندو کسانو  انجان ته اشاره کوي. قارون د ډیر مال او دولت په وجه  په کبر او غرور اخته شوی و. قدرت او پاچاهۍ فرعون د سرکشۍ او  طغیان اوج ته رسولی و  هامان هم د فرعون وزیر او په جنایتونو کې یې شریک و .

حضرت موسی علیه السلام  دغه  درې کسانو ته هدایت او نصیحت وکړ  او په هغوی یې حجت تمام کړ خو هغوی د حق په وړاندې تسلیم نه شول  او له خپلې غلطې لارې او رودې یې لاس وا نه خسته . هغوی د خدای د  لوی پیغمبر حضرت موسی په وړاندې ودریدل  او د هغه د ختمولو هڅه یې وکړه  دغه سرغړاندو کسانو فکر کاوه چې د خدای د ارادې په وړاندې ودریدلی شي.

خو دخدای په اراده ځمکې قارون  ونغره  او  په ځان کې یې ښخ کړ  او ابو فرعون او هامان لاهو کړل  او دواړه  د نیل په سیند کې غرق شول.

ایتونه په دوام کې په دنیا کې ډول ډول عذابونو ته اشاره کوي  چې د قران په نورو ایتونو کې په تفصیل سره راغلې دي د عاد قام دشږو او  ریګو په توپان اخته شو  چې یوه اونۍ ووریده  او هغوی یې تباه کړل. د ثمود قام  په اسماني تندر او زلزلې سره په ځمکه کې هلاک شو  . ځینې کسان په  ځمکه کې ښخ شول او ځینې  په اوبو کې لاهو شول  دا ټول په دې دنیا کې دهغوی عذابونه وو.

درسونه :

۱: د تکبر او ځان لوړ ګڼلو نتیجه  تباهي او هلاکت دی ، طاقت او شمتني او  نور امکانات انسان له هلاکته نه شي بچ کولی.

۲: د خدای طاقت تر ټولو طاقتونو لوړ دی  او کوم کسان چې د حق ددین او د حق د لارویانو په مقابل کې ودریږی  دا  ګمان دې  نه کوي چې ګني له خدای سره مقابله  کولی شي.

۳: د خدای عذاب یو شان نه دی  او خدای هر ډول عذابونه نازولی شي او په هر شکل چې وغواړي بدکاره کسانو ته سزا ورکولی شي.

۴: د هر انسان برخلیک د هغه په خپلو عملونو پورې تړلی دی.